د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه د اسلام سره (؟) دشمنی(؟) که له عربو سره اندیز اختلاف لري

sayed
25.03.2008

په دی اواخرو کی ډير پښتانه د عربی کلماتو په ځای د پاکستانی پښتو د لغاتونه ډيره استفاده کوی . زما په فکر دغه کار يو غير اسلامي کار دی . عربي ژبه پاکه او روانه او کامله ژبه ده ، او زما په نظر بايد عربی ژبه د ټولو اسلامی هيوادو رسمي ژبه شي . ځکه دغه د خدای خواست دی .

واسلام


Re: پښتانه او اسلام سره دشمنی

لرګبه
25.03.2008

[quote:edc6fbac71="sayed"]په دی اواخرو کی ډير پښتانه د عربی کلماتو په ځای د پاکستانی[color=blue:edc6fbac71] پښتو د لغاتونه :!: [/color:edc6fbac71]ډيره استفاده کوی . زما په فکر دغه کار[color=yellow:edc6fbac71] يو غير اسلامي کار دی :idea: [/color:edc6fbac71]. ....، او زما په نظر [color=red:edc6fbac71]بايد عربی ژبه د ټولو اسلامی هيوادو رسمي ژبه شي :lol: :lol: [/color:edc6fbac71] . ځکه دغه د خدای خواست دی .

واسلام[/quote:edc6fbac71]
واه ، واه ، واه ، ډانکتر صېب، دا خو دې عجوبه وړانديز کړی، رښتېا وائې که مسخرې کوې؟
واسلام


sayed
25.03.2008

لرکبه صاحبی سلام

زه شخصاً د تربيت بدنی په برخه کی داکتری لرم او يو جدی شخص يم . زما مسقره ګری هم ياد نده . څنګه چی تاسی ته معلومه ده پښتو ژبه ورځ په ورځ مشکله کيږی . زه همدا اوس د ډيرو خلکو مقالی نشم لوستلی . علت ء دادی چی د افغانستان په پښتو کی د عربی کلماتو په ځای ډير پاکستانی کلمات داخل شوی دی . زما په فکر خو د عربی کلماتو په ځای د پاکستانی پښتو د کلماتو نه استفاده د يو شخص له خوا چې زيار نوم لري شروع شوی او بعضی خلک چې زيار پيژنی ، دا وایی چی زيار يو کمونست دی او اسلام او عربی سره مخالفت کوی .
عربی ژبه ډيره معتبره ژبه ده ، خدای ج هم په همدغه ژبه خپل کلام ناذل کړی او په عربی ژبه خبری کول د محمد ص سنت دی او مونږه شکر ټول مسلمانان يو او مسلمانان ټول سره ورونه دی . نو ورونه خو بايد په يوه ژبه خبره وکړی .
عربی ژبه که د ټولو مسلمانانو رسمي ژبه شی ، د اسلامی دنيا ټول مشکلات به حل شی . نن ډير خلک د قران کريم او حديث په پوهيدلو کی مشکلات لری . که ټول مسلمانان عربی ليکل او لوستل زده کړی بيا هيڅوګ د اسلام نه غلطه استفاده نشی کولی .
واسلام


لرګبه
25.03.2008

[quote:95e3388458="sayed"]لرکبه صاحبی سلام

زه شخصاً د[color=red:95e3388458] تربيت بدنی [/color:95e3388458]په برخه کی داکتری لرم او يو جدی شخص يم . ......
واسلام[/quote:95e3388458]
ډېر دروند ډاکتر سېد اغا صاحېب!
د تربېت بدني علم خو ډېر ممبارک بحر دی، خو ښکاري چې دماغي تطور دې هم ماشاالله په لوړه کچه ( وبښئ -عالی سطحې !) کې دی ، زما له خوا دې تاسو ته
سلاما ثم الف سلاما !!! تا سره نو کار نلرم.
خو ښاغلی پتنګ صېبه ، ته په دې [quote:95e3388458][color=yellow:95e3388458]بايد عربی ژبه د ټولو اسلامی هيوادو رسمي ژبه شي[/color:95e3388458] [/quote:95e3388458] کې څه وائې، که اجازه وي ستا له خوا يو بل چاته وئېل شوې خبره به دلته د دې محترم په ځواب کې را کوؤټ ( ډاکترصاحېب بېا وبښه - انتقال ) کړم :

[size=18:95e3388458]...........[quote:95e3388458][color=blue:95e3388458]اوس هغه خبره
درسته ده ، په پښتنو کې ځينې با سواده هم بې سواده او جاهلا ن دي [/color:95e3388458][/quote:95e3388458]. [/size:95e3388458]


خیریوسی
26.03.2008

دبحث ګډونکونو السلام علیکم ورحمة الله
وای یو سړی دمرغانو په ژبه پوهیدي پر لاری روان ؤ دیوی ونې څخه یې دمرغۍ اواز تر غوږ سو مرغۍ ویل :یا کریرو یا کریرو
سړۍ ښه ورته ځیر شو نو یې ومرغۍ ته وویل داسی نه ده
داسی و وایه یاقدیُر یاقدیُر
څه وخت ورته ولاړ ؤ هم دا یې ورته ویل یاقدیُر یاقدیُر یاقدیُریاقدیُر یاقدیُر یاقدیُر یاقدیُر غو ښتل یې چې ومرغۍ ته یې سم وردذه کړی دمرغۍ هغه ذده هم هیر سوه او نوی یې هم ذده نه کړ پټه خوله پاتی شوه
یاره ډاکتر صاحب پر خپله پښتو مو پریږده داسی نه چې خپله پښتورا څخه هیره شی او ستا عربی هم ذده نه کړو
په درناوی


وقار
27.03.2008

سلامونه ټولو دوستانو،
وایې
پردۍ ژبې زده کولو کې کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

دا د عربو د کلتور ساتونکي یواځې افغانان دي ، دې نړۍ کې نور څوک نشته.
الله پاک فرمایلي: ستاسو له ډلې نه هغه څوک ما ته نژدې دی چې پرهېزګار وي،دلته یې عرب، پښتون، پنجابي، انګرېز او نورو ته اشاره کړې نه ده.
دا یو د پښتون نوم راپورې دی دا هویت هم رانه واخله.


sayed
28.03.2008

سلام عليکم
لرګبه صاحبی دا چی تربيت بدنی مبارک علم دی او يا زما مغز تطور کړی ، دغه موضوع سره څه ارتباط لری. تاسی په کوم دليل د عربی ژبی سره دښمنی کوی ؟؟
عربی د قران کريم ژبه ده او قران د مسلمانانو د ژوند رهنما دی . نو که چيری ټول مسلمانان عربی ژبه زده کړی ، نو د خپل رهنما په خبره به پوه شی .
افغانان ټول مسلمانان دی او مسلمانان ټول سره ورونه دی ، نو د دی د پاره چی افغانان د پاک خدای په کلام پو شی او د خپلو ورونو سره په يوه ژبه وغږيږی ، ضرور دی چی د تر ټولو د مخه په افغانستان کی عربی ژبه د رسمی ژبی په صفت رسميت پيدا کړی .
د عربی ژبی رسميت به په افغانستان کی ټول د ژبی او مليتو په بين کی اختلافات لمنځه بوځی .

اميد چی په دغه ارتباط افغانان د عقل نه کار واخلی .


Ghairat
30.03.2008

[color=blue:a5d3055dbf]............................................... جاهل عرب ته .....................................

چپ شه بی پرتوګه شلوار مه غواړه !
............................................... خوله باندې پښتون نه ګوزار مه غواړه
خدای او رسول تاسره ګيڼه نه دي
.......................................................... نور: د جهالت اقتدار مه غواړه
ته دوه سوه کاله وې د ترک غلام
...................................................... اوس آزاد افغان سره کار مه غواړه
تیلو کې لېت پېت په غاز کې وسوځې !
....................................................... بس! له امریکا هم دُلار مه غواړه![/color:a5d3055dbf]


اور- بل
30.03.2008

ښاغلی سید صیب ته سلام !

وروره عربو د تورات ژبه زده کړې او رسمي کړې وه، هغه ژبه چې الله تعالی پرې موسی (ع) ته هم خبرې او هم لیکنه کړې وه او هغه ژبه چې انجیل هم پرې نازل شو ؟؟؟
نو :
۱ ـ که د خدای دغه دوه پورونه تاسو همدا اوس اداکړئ او د اسراییلو توراتي او انجیلي ژبه په عربو کې رسمي کړئ نو هله بیا د عربي رسمي کول له نورو غواړه !
بل دا که خدای عربي په نورژبو لازمولای نو له اول څخه یې نورې ژبی د څه له پاره پیدا کولې؟
۲ــ او داچې د تورات او انجیل ژبه رسمي کول یې له نورو څخه نه و غوښتي ، نو عربي به ترې ولې غواړي ؟؟
یعنې ژبه ییز او کلتوري ښکیلاک الله تعالی د مذ‌هب په نامه هم نه دی خوښ کړی، نو عرب څه حق لري خلک په عربي کې ښکیل کړي ؟؟؟؟

۳ــ او محترم سید صاحب که ته رښتیا سید یې یعنې د عربو بني هاشمو ته منسوب یې نو عبري خو ستا د مستقیم نیکه ابراهیم (ع) ژبه هم ده. نو د عربی پر ځای دعبري ژبې رسمیت ته چې د انجیل او تورات دواړو ژبه ده ولې تبلیغ نه کوې؟؟؟
هو زه د یهودو پلوی نه کوم، خو ستاسو دمنطق پایله همدغسې راوځي ، چې اول یې باید پخپله ومنې بیا یې له نورو څخه غوښتنه وکړې او که نه لاس ترې واخلې!

۴ــ سید صیب یوه پوښتنه بله هم لرم :
داچې ته بني هاشم یې نو د نورو عربي قومونو نیکونه خپل نیکونه مه ګڼه ، اوس راته ووایه چې د سیدانو کوم نیکه زمونږ خاورې ته د سرلښکر په توګه داخل شوی و، چې ته وایې:
..........................[color=white:c3970ac5dc]ستا هره دره کې د نیکونو نشانې زما[/color:c3970ac5dc]
علي حسن او حسین (رض) او شیخ عبدالقادر جیلاني علیه الرحمه خوهم په افغانستان کې جهاد نه دی کړی او هغوی خو لا په عربو کې هم چا مشرۍ ته پرینښول نو ستاسو کوم نیکه د کوم سرلښکر په توګه افغانستان ته اسلام رارسولی دی ؟
او که نور عرب خپل نیکونه بولې نو بیا د سیدولۍ دعوا مه کوئ ، مونږ سید یواځې د محمد (ص) اولادې ته وایو، نه هر عرب ته !
په درنښت


sayed
30.03.2008

محترمو مسلمانانو سلام عليکم

غوتی خوری لمړی دا درته مناسبه نده چی د دومره نرانو په منځ کی چيغی ووهی . خو مسلمانانو ته معلومات شته چی خدای خپل اخر کلام په عربی ژبه نازل کړی ، نو د دی ضرورت نشته چی عرب عبری ژبه رسمی کړی او دلته خبره د افغانستان په باره کی ده ، نه د عرب .
زه يو سيد افغان يم او عرب خو په افغانستان کی زر کاله تاريخ لری او په افغانستان کی عربو ډيره قربانی ورکړی . څنګه چی جاهل کوشان شاه ء دوشمشیره يادوی . خو کوشان په دی نپوهيږی چی شاه ء دوشمشیره د کلام الله د خپرولو په لاره کی د زناورو او بربرو خوا شهيد شو او هغه يو پاک شهيد دی .
نو دا د عرب د سر خيرات دی چی نن افغانان د اسلام په مقدس دين مشرف شوی ، او که عرب نه وی ، نن به دوی په جهالت کی غرق وی .
تاسی دا حق نلری چی د عرب د قربانيو نه سترګی پټی کړی . همدا عرب و چی افغانستان ء د روسانو د اشغال نه نجات ورکړ . د افغانستان د استقلال د پاره ډير عرب شهيدان شوی او هره ورځ هم شهيديږی او تاسی وایی چی په کومو درو کی زما د نيکونو نشانی پرتی دی .
د افغانستان وجب وجب کی د عرب وينه پرته ده . تاسی کولی شی چی د افغانستان په هر ولايت کی د پيرانو زيارتونه پيدا کړی . دومره قربانی چی عرب د کلام الله د خپرولو په لاره کی ورکړی ، بايد د افغانانو له خوا ورنه سترګی پټی نشی او د دغو پاکو شهيدانو په افتخار بايد کوڅی ، کلی ، ولسولی ، ولايت ، ښوونځی او پارکونه ونومول شی .
که ازبک او بلوچ حق لری چی ژبه ء په خپلو منطقو کی رسمی وی ، نو عربی ژبه بايد هم رسمی شی ، ځکه عرب په ټول افغانستان کی تيت دی .
په افغانانو کی اوس کمونيستانو ، صليبيانو او يهودانو ريشه اچولی او د عرب او اسلام په مقابل کی ورنه کار اخستل کیږی . خو دا مو په ياد وی چی افغانستان يو اسلامی مملکت دی او د دغه مملکت مسلمان ملت د نشنليزم او کمونيزم مخالف دی .
غيرت صاحب دغه د کمونستانو او نشنليستانو له خوا جوړ شوی اشعار په يوه کمونستی سايت کی خپره کړه او يا ء کوشان ته په شخصي پيغام روان کړه .

و اسلام


sheen
30.03.2008

محترمو مسلمانانو سلام عليکم

غوتی خوری لمړی دا درته مناسبه نده چی د دومره نرانو په منځ کی چيغی ووهی

سيد خانه ډير نر وختې زماپۀ خيال پۀ دې ټول افغان کښې
بس هم تۀ نر ئ چې پۀ ښځو سترګى را اوباسى شابسى تکړه شه دا هم
جهاد دى . [color=red:639d2876c2][/color:639d2876c2][/quote]


Ghairat
30.03.2008

دروند سید صیب ته سلامونه !
وایي د لغمان ملا صیب نه چا پوښتنه وکړه چې : د لغمان ملا صیب د کوم ځای یې ؟
دۀ ورته ځواب ورکړ چې بس نو خلاصه دې کړه !
که له تانه پوښتنه وکړو چې سید خو به دکورنۍ له کبله ځان ته وایې، نوم دې څشی دی، نو د لغمان ملا د ځای له پوښتنې سره یې و نه لړې او پوه مې کړې چې نوم دې څه دی ، بده به نه وي !
تاسو د غوټۍ خور یوه مهمه پوښتنه په غیر مستقیم ډول ځواب کړې چې په افغانستان کې د نورو عربو له نیکونو څخه ګړیږې او د خپلو سیدو نیکونو ادعا
دې پرریښې ده. که همداسې وي نو دا بیت هم پریږده چې [color=yellow:3ac8fada1f]ستا هره دره کې دنیکونو نشانې زما[/color:3ac8fada1f]، بلکې [color=white:3ac8fada1f]ستا هره دره کې د عربو نشانې زما [/color:3ac8fada1f]به صحیح وي. او که پرې ټبنګار کوې نو بیا لطفآ د سید نوم له ځانه لیرې کړه او عرب ځان ته ولیکه ، که نه ، نو وښیه چې کوم او څومره سیدان نیکونه دې په کومو درو کې شهیدان شوي دي ؟
پاتې شوه عربي ژبه، که ته صرف د هغو عربو له پاره چې په عربي خبرې کوي د عربی ژبې سیمه ییز رسمیت غواړې، نو وښيه چې دغسې عرب چې لومړنۍ یا مورنۍ ژبه یې عربي ده اوس په افغانستان کې شته او که وي څو فیصده دي ؟ ددې خاورې د یو قوم په توګه طبعا عرب هم حق لري که په یوه سیمه کې لازمه فیصدي ولري ژبه یې محلي رسمیت پیدا کاندي ، دا حق یې په اساسي قانون کې خوندي دي ، په دې شرط چې همدا اوس په عربي خبرې کوي او په محاوره کې ترې کار اخلي!
لکه څنګه چې ته وایې دوې هر چیرې تیت دي، او څومره چې مالومه ده په عربې ژبه محاوره هم سره نه لري او نه پرې پوهیږي نو بیا عربي د چا او څه لپاره ؟ په دې صورت کې طبعا ً بیا د محلي رسمیت حق هم نه لري ! البته که عرب ژبي عرب لازمه فیصدي په کومه سیمه کې ولري د نیکونو له ویاړ پرته یې هم حق دی چې عربي په اړونده سیمه کې رسمیت تر لاسه کړي، په دې شرط چې هغه پشتانه هم ، کوم چې په سعودي او نورو خلیجي هیوادونو کې اوسیږي له عین حقوقو څخه برخمن شي ،
پښتو هلته سمیز رسمیت ومومي او پښتانه په خپله مورنۍ ژبه شونځی ته لاړ شي اومحلي رسمی اجراآت یې په پښتو شي !
کوم شهادت چې عربو په افغانستان کې موندلی هومره شهیدان بیا افغانانو په تیره پښتنو د اسلام په خپرولو کې په هند او کښته هیوادونو کې هم ورکړي دي
او که محمد (ص) د یو پښتون په توګه په پښتونخوا کې پیغمبر شوی وای، باور وکړه چې د عربو د مسلمانولو له پاره به پښتنو تر عربو هم زیاته قرباني ورکړې او ډیر جاهلیه عربان به یې مردار کړي وای ! مشت نمونه خروار د ۷۰ تنو پښتنو اصحابانو جهاد دی چې د پښتون قیس بابا (رض) په مشرۍ یې په عربو کې جهاد کاوه او ستا څومره کفار عربي نیکونه یې له تیغه تیر کړل !
د همغه پښتنو لمسو ته اوس سعودي یو پښتو ښوونځی نه دی جوړ کړی ، خو ته په افغانستان کې د هغه چا له پاره د عربي رسمیت غواړې چې په عربي هډو پوهیږي نه(!!!) دا په کوم حق او کوم قانون ؟؟؟؟
که د اسلامي ورورۍ خبره وي نو ولې په عربستان کې پښتو نه رسمي کیږي او د عربو متکبر قوم ولې له پښتو څخه ډډّه کوي ؟؟؟؟ که پر پښتو څوک سترګې بټوي او بشپړه او غوړېدلې ژبه ورته نه ښکاري، حال داچې دا په ورورۍ او بیا اسلامي ورورۍ کې هیڅ کوم دلیل نشی کیدای، نو آیا فارسی ژبې ګنې کله هم په عربو کې رسمیت موندلی دی ؟؟؟؟؟؟
جاهلیت خو همدا تبعیض دی چې سړی خپل امتياز غواړي خو د بل حق ته غاړه نه ږودي ، لږ تر لږه دا خو به مو د اسراییلو له سیاست څخه هم ځکه زده کړې وي چې د سر په سترګو یې وینئ ، او حتی هلته هم ګمان نه کوم چې په ختیز بیت القدس کې د ې د اسراییلو د کنترول لاندې سیمو کې هم عربي ماشومان عربي ښوونځي و نه لري، خو په سعودي او نورو عربي هیوادو کې اوسیدونکو پښتنو له پاره یو پښتو ښونځی هم نشته ! افغانی وروره عربه جهالت نور څه ته وایي؟؟؟؟
سیده وروره داسې ونه اندې چې زه د سیدانو مخالف یم، خو اوسني عرب کندې ته د غورځولو او عربی سیاست د غندلو دی . که دوی اسلامي سیاست درلودای هیڅکله به یې د عربي ژبې نوم په خوله نه وای اخیستی د هر ولس په خپله ژبه به یې
هغوی ته ټول اسلامي کتابونه چاپول ! هر چیرې به یې د علم ، معارف او اړونده کلتور پالنه کوله او دخلکو کلتور به یې نه شنډاوه .
هو، زه په دې خواشینی یم چې اسلامي خلافت حسن حسین او د سیدانو کړۍ ته ونه رسید او عربي جاهلانو لکه یزید او نورو ښکېل کړ، خلافت د عیاشۍ مرکز ا، د صلیبي جنګونو سبب شو او په بلی کې بالاخره د ترکانو په لاس کې هم ولوید. دا ټول د عربي جهالت نتیجه وه چې پر مسلمان ولس وتپل شوه . وهابیزم ،بنسټپالي ، القاعده او تروریزم دا ټول د عربي جهالت تحفې دي چې د اسلام په تشه پلمه یې نړۍ ته وړاندې کړي دي . که تیل نه وای عربو به په بل کوم معنوي کمال ژوند کاوه
او حال به یې څه و ؟؟؟
او نور اسلامي هیوادونه چې تیل نه لري او پرمختګ یې نه دی کړی، دوی هلته څه کولی شي او څه یې تر اوسه کړي دي، بی له دې چې بنسټپالۍ، وهابیزم ، ترور او نور جهالتونو ته یې لمن وهلی ده؟؟؟؟؟
سید صیب ته خو افغان هم یې درته باید مالومه وي چې :

افغانستان چا وران کړ؟؟؟
کورنۍ جګړو !
کورنۍ جګړې چا رامنځته کړې؟؟؟؟
بنسټپالانو!
بنسټپال چا رامنځته کړل ؟؟؟
عربي جاهلانو !
عرب ولې جاهل دي؟؟؟؟
اسلام یې پریښي ، صرف قدرت خیټه او خوټه پیژني!
نور څه یې په سر کې نشته ؟؟؟؟؟
سر خو هډو لري نه !!! قدرت خو حیوان هم غواړي او خیټه او خوټه خود حیوانیت معیار دی!
نو دوی به کله انسانان کیږي؟؟؟؟
کله یې چې تیل ختم شي !!!!
او کله به بیرته مسلمانیږي؟؟؟؟
کله چې بیرته انسانان شي !!!
نو د تیلو له استخراج نه مخکې دوی سم وو؟؟؟؟
نه خو دومره خره هم نه وو!!!
ولې بشپړ سم نه وو؟؟؟؟
ځکه چې د وحشت یوه لکۍ یې لا درلودله!
هغه کومه وه؟؟؟؟؟
قدرت!!!
ایا قدرت تل وحشت دی؟؟؟
نه!!
کوم قدرت وحشت نه دی ؟؟؟؟
کله چې قدرت هدف نه ،بلکې د معقول هدف وسیله وي
او عربو چلند څنګه دی؟؟؟
سرچپه دی ، وسیله یې هدف او هدف یې وسیله کړې ده .
هغه څنګه ؟؟؟؟
له راشدینو خلفاو راوروسته اسلام د قدرت په وسیله او قدرت د اسلام په هدف بدل شو اویزید لا مخکې ددې بدلون له پاره یو مخکښ مثال تیر شوی و.
نو عربو اسلام ښشکېل کړی ، خبلی او وژلی دی او په تشه تند لاره، تعصب،بنسټپالۍ او ترهګزۍ یې اړولی ، دا دڅه له پاره؟ مالودار د خپل قدرت د بقا له پاره اوبس !
نو لوس عرب یعنې څّه ؟؟؟
اسلام وژونکی ، مسلمان ځپونکی او کړونکی جاهل، مغرور، قدرتطلب ،عیاش مرتد اومنافق!
[color=white:3ac8fada1f]
لعنت شه په عربو چې اسلام نه پیژني
................................................... له خېټې او خوټې پرته بل مرام نه پیژني[/color:3ac8fada1f]


sayed
31.03.2008

محترمو مسلمانانو سلام عليکم

قدرت صاحب تا خو ټول د کوشان منطق کاپی کړی او دلته دی اقتباس کړی . زه فکر کوم چی شايد غيرت همدا کوشان دی .
ته خپل ولايت ته لاړ شه هلته به ضرور د پيرانو زيارتونه پيدا کړی . که همدا عرب او سيدان نه وی ، نو نن به تاسی خپلی خويندی او ميندی نپیژندل . که همدا عرب نه وی نن به تا دلته په روسی ژبه ليکل کول . تاسی خو ډير احسان فراموشه خلق یی .
دغه 70 نفره پښتانه څوګ و چی د عرب تر څنګ جهاد کو و . دا افسانی مو له سر نه وباسی او په حقيقت ځان پوه کړی . حقيقت دا دی چی ايران دی که افغانستان دواړه په اصل کی د عرب خاوره ده . تاريخ ولوله چی له څه وخت نه عرب په دغه مملکت کی قربانی ورکوی تر څو چی تاسي په امنيت او اسلامی جامعه کی ژوند وکړی .
او دا چې تا عرب ته لعنت ويلی ، پروا نکوی . ځکه تاسی خو کمونستان یی او د صليبيانو او يهودانو نوکری ستاسی ايمان دی .
په عرب باندی هم بدی ورځی راغلی ، خو هغوی بيا لکه تاسو غوندی خپل ايمان ندی خر څ کړی او تر اوسه پوری د افغانستان د استقلال د پاره جنګیږی او تاسی د دغه حقيقت نه سترګی پټوی .
دا چی سيدان په خپله پاکه او مورنی ژبه نشی خبره کولی ، علت دا دی چی پښتانه کمونستانو او ملحدينو په تاريخ کی عرب باندی ظلمونه کړی . نن د دی ورځ ده چی د افغانستان عرب سره يو شی او د خپلو پاکو شهيدو پلرونو او نيکونو د وينی قيمت چی هغه د عربی ژبه رسمی کیدل دی په افغانستان کې، وغواړی .
تاسی تشويش مه کوی ، دا امريکایی او انګليسی يوه ورځ بیرته ځی ، او تاسی او مونږ به بيا پاتی يو . او هغه وخت که بيا نر وی ، نو عرب ته لعنت ووايه .
اوس وایه هر څورمه چی دی زړه دی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:2f98245ef0]سید خانه شخصی تیری دې هم وکړ، که بخښنه ونه غواړې تیری به دې بی غبرګونه او بی پایلې پاتې نشي .
وطنمل[/color:2f98245ef0]


pattang
31.03.2008

سيده سلام عليکم !
وروه چې خپه نشې ، بې ګټې لګيا يې ٠ د افغانستان خلک 99,99% مسلمان دي
اوپه خپل دين کلک ولاړ دي ٠ دا عقيدوي مسائل يو شی او دپښتنو کلتور
ځانته يوبل شی دی ٠
لنډدرته ليکم :
ته خپله دناڅوناليزم خلاف يې خو پخپله ډېرې کلکې ناڅوناليسته
خبرې ليکې ٠
له پښتنو څخه ژبه اخيسل د هغوی د نابودي مانا ورکوي ٠
دپښتو ژبه د پښتنولي او زمونږ د هويت مرکزي بنسټ او ستنې جوړوي ٠
زمونږ پښتانه علما په عربي ژبه پوهيږي او ديني لار ښوونې په غاړه لري٠
پښتانه د محکومو عربو سره کلکه همدردي لري او خپل اسلامي روابط کلک
ور سره ساتي٠ د ا واضح خبره د ه چې عربي زوړ کلتورهيڅ ساری نلري خو پر
مونږ خپله پښتو دومره ګرانه ده چې هغه مونږ نوره نشو خرڅولی ٠
وروره له خبرو سره دې پام کوه!!
که اجازه راکوې نوماته  داسې ګمان را ځي چې داخبرې ستا ندي بلکې دا خبرې
د يوې څارګرې ادارې د سياسي تجربي، د خنډ اچولواودې رواني حالت دمالومه
ولو يوه پروژه ده .
که د يوه مسلمان په ډول لاس ترې واخلې ډېره ګټه به مو وي٠


chenar
01.04.2008

سيده وروه
سلام عليكم
ګرانه يو وخت به ما د هر چا چې ځان ته سيد ويلې بي حده إحترام كاوو، ډيرپښتانه أو ډيرو هزاراګانو أو ډيرو بنجاپيانو او ګجرو ځانو ته ئي سيدان ويلي، او ما به ئي هم إحترام كاوو، بيا مي دپلار راته پام شو نو ماته وويلي چې ګوره ځويه دا سيدان تنها دلته راغلي أو عربو كي ئي نشان پاتي نشو دا ولي، ځكه چې عرب خپل نسل أو نسب ښه پيزني أو څوك ئي نشي غلطولي، نو دا خلك ټګان دي هر چا چي خپل أصل ورك كړي ځانته يئ سيد ويلي چي خلكو كي قدر پيدا كړي.
كنه ته لاړ شه عربو ته څوك به دې إحترام څه چي د إنسان په سترګه هم درته ونګوري، يو وار دي ځان وأزمايه، دا خوار أفغانان دي پيدا كړي سيد صاحب.
چنار


رښتینی
07.04.2008

يارانو ! سلامونه اونيکي هيلي !

يارانو دا سيد صيب پره دي پوستکۍ پرمخ اچولي دي دا زما په اند کوم کوشاني
تدبير دي چي د کوشان له پيکه غبرګون نه په ډاګه مالوميږي او پتنګ صيب هم
لکه چي يوڅه شک لري لکه په خپله ليکنه کي يي چي نغوته هم ورته کړي ده

هسي له سيد سره سرونه مه خوږوي همداسي يي خپل تبيت ته خوشي کړي

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more