نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دستګير خروټی: د افغانستان د ژغورونکي نوم دموکراسي دی
13م ميلمه
24.03.2008
دستګير خروټی
16.01.2008
چپ په بحران کې
[color=red:0cac8ed3f0]د افغانستان د ژغورونکي نوم دموکراسي دی[/color:0cac8ed3f0]
په افغانستان کي زيات گوندونه ثبت شوي دي. سره ددې چي دا د سياسي آزاديو او سياسي پلورالېزم نښانې دي، خو د افغاني ټولنې په سياسي ژوند کې د زياتو گوندونو شته والی د ستونزو حل له ځنډه(سره) مخامخ کوي او گډو سياسي پريکړو ته د رسيدلو کار هم مشکل کوي. د گوندونو له ډېروالي سره سره، دا گوندونه په دوو، چپ او ښی لورو پورې اړه لري ، کوم چي په ټولنه کې د لوی او ژور ټولنېز وېش او نابرابرئ پايلې بلل کيدای شي. په افغانستان کې لا تر اوسه د منځنئ طبقې د کمزورئ له امله د ښي او چپ(کيڼ) ترمنځ د گوندونو وده کمزورې ده.
چپ او ښي لوري د فرانسې د انقلاب پايله بلل کېږي او څومره چې په ټولنو کې آزادي ، پلورالېزم او په تېره بيا سياسي آزادي پراخه شوه په هماغه اندازه د دواړو، چپ او ښي، د ودې امکانات هم پراخ شول. دواړو، چپ او ښي لورو او په تېره بيا د سياست، اقتصاد، حقوقو، دولت او ټولنې ... په هکله خپلې نظريې او تگلارې وړاندې کړې او د دوی تر منځ په تېره بيا د واک په تر لاسه کولو کې کله نه پخلاکيدونکي مبارزې او وسله وال ټکرونه او کله هم د ديالوگ او مدني لارو په کارولو سره سيالي روانې دي.
په هغو ټولنو کې چې ټولنيز واټن او نابرابرئ لويې او ژورې نه دي، ددې دوو بلاکونو تر منځ واټن کم او د دوی تر منځ د روغې جوړې تر لاسه کول هم مشکل کارنه دی. په ډېرو برخو کې د دوی تگلارې او شعاورونه يو بل ته پاتې کيږي. په ستراتيژيکو برخو کې له يوبل سره ډېر کم توپير لري د بېلگې په توگه دلته په [color=yellow:0cac8ed3f0]ډنمارک کې د دواړو لوېو گوندونو چې يو يې چپ او بل يې ښي دی تگلاره د ټولنې " هوساينه" ده[/color:0cac8ed3f0]. [color=white:0cac8ed3f0]په غربې دنيا کې د ټولنيز واټن په کمولو کې د منځنئ طبقې ودې او پراختېا ټاکونکی رول تر سره کړ او دا طبقه د ډموکراسي په پراخه او کلکه ټولنېزه پايگاه بدله شوه[/color:0cac8ed3f0]. [color=yellow:0cac8ed3f0]د سياسي ژوند په ډگرکې د همدې طبقې برخه اخیستنه او رول دی چې د واک په بدلولو او لېږدولوکې وروستئ خبره کوي[/color:0cac8ed3f0].
په هغو ټولنو کي چې ټولنېز واټن لوی او نابرابري ژوره ده يا په بل عبارت په هغه ټولنو کي چې د مړو او خوارو تر منځ فاصله زياته وي د چپ او ښي تر منځ واټن هم پراخ، تگلارې او دريځونه يې له يو بل څخه لرې او همدارنگه د دوی تر منځ ديالوگ او د روغې جوړې کلکې ستونزې هم موجودې وي. [color=white:0cac8ed3f0]په دې ډول ټولنو کي د گوندونو تگلارې افراطي او راديکاله رنگ لري او دسياسي او مدنې لارو په ځای له افراطي عملونو او د زور په کارولو ته لاس اچوي[/color:0cac8ed3f0].
په ټولنه کي پراخه خواري او بې وزلي، دواړه، چپ اوښي لوري د افراط په لور بيايي. [color=red:0cac8ed3f0]خواري د افغانستان په افراطي عملونو او فکرونو کي اوچت رول درلود اولري ئې. همدا اوس په ځانگړې توگه د ايډيالوژی تر څنگ، دا خواري ده چې د طالبانو افراط ته انرژي او قوت ورکوي[/color:0cac8ed3f0].
د ټولنيزو لاملونو برسېره د ښي او چپ په دریځونو کې پوهه او روزنه هم لوی رول لري، [color=white:0cac8ed3f0]څومره چي دآگاهئ او پېږندنې کچه ټيټه وي په هماغه اندازه ددې دوو لورو تر منځ ټکرونه هم سخت او نه پخلاکيدونکې بڼه لري او يو د بل د تورن کولو، ملامت کولو او يو دبل د نفی کولوهڅه کېږي [/color:0cac8ed3f0]،او څومره چې دآگاهئ او پوهې سطحه لوړيږي دا دوه هم د ديالوگ، پوهاوي، سازش او مصالحې لوري خپلوي.
دا يوازې د خوارو او مړو ترمنځ خورا لوی او ژور واټن نه دی چي د گوندونو تر منځ د لوېې فاصلې سبب کيږي او د افراط په لور د گوندونو، ډلو او وگړو لارښوونه کوي، بلکې [color=yellow:0cac8ed3f0]قومي، ژبني او مذهبي واټنونه هم په کلي توگه د سياسي گوندونو تر منځ فاصله او ټکرونه ايجاد کوي او هغوی د افراط په لور بيايې[/color:0cac8ed3f0]. [color=white:0cac8ed3f0]په افغانستان کې د قوم، ژبې او مذهب په بنياد منځ ته راغلی افراط د بې سارېو انساني او مادي ناورينونو لامل وگرځيد. اوس هم يو شمېر سياسي گوندونه او ډلې د همدې قومي، ژبنېو او مذهبي بنيادونو په اساس جوړاو کار کوي[/color:0cac8ed3f0]. همدې ويشونکو(جلاکوونکو) عناصروپه عملي توگه نه يوازې د گوندونو او ډلو تر منځ دډيالوگ، پوهاوي او روغې کولو ستونزې منځ ته راوړې دي، بلکې د دولت او پارلمان تر منځ يې هم لويه بې باوري را منځ ته کړې ده.
که [color=yellow:0cac8ed3f0]قومي، ژبنېو او مذهبي ویشونکو عناصرو او دريځونوله یوې خوا د ډېرو گوندونو د ايجاد امکانات منځ ته را وړي، له بلې خوا همدې ويشونکو عناصرو په ټولنه کې د گوندونو سياسي حضور محدود او ځای يې ور تنگ کړی دی[/color:0cac8ed3f0]. همدې عناصرو[color=yellow:0cac8ed3f0] د سياسي گوندونو ملي ځانگړتېا په کلکه کمزورې کړې ده او په دواړو ښي او چپ بلاکونو کې داسې سياسي گوند نشته دی چې د يوۀ ملې گوند په څېر دخلکو ملاتړ ولري[/color:0cac8ed3f0]. همدې عناصرو د ملت جوړولو چارې له ستونزو سره مخامخ کړي اوپه افغانستان کي يې د يوۀ ملي شخصيت د جوړولو او راتلو مخه هم نيولې ده. زه داسې څوک نه وينم چي د يوۀ ملي شخص په توگه دې خلک ورباندې را ټول شي او هغه بيا دثبات او سولې په لور د ټولنې لارښوونه وکړي.
په افغانستان کې نه ستونزې د ملنگ د سوټي په ښورولو حل کيږي او نه دلته په تېره بيا په سیاسي او اقتصادي برخو کې معجزه پېښيږي او نه هم د کوم ژغورونکي او " ناجي" لاره څارل کيږي. نه دلته د گاندي د راتگ انتظار کيږي، نه دلته نلسن مانډېلا راځي او نه هم دلته د چرچيل او جنرال دگول په شان کوم Statesman (دولتي مدبر لارښود - 13م)را په لارې دي. همدارنگه نه دلته د خميني او صدام حسېن په شان د ديکتاتورانو د را وتلو امکانات شته دی. ديکتاتوران لښکرو ته ضرورت لري په افغانستان کې دا لښکرې چېرې دي؟ ديکتاتوران تر هر څه د مخه مالي منابعو ته ضرورت لري او په افغانستان کي دا مالي منابع چېرې دي؟ [color=yellow:0cac8ed3f0]دیکتاتوران په ټولنه کې مونولستيک څرنگوالی غواړي او په افغاني پلوراليستکي ټولنه کې د يوۀ مونولستيک حالت د ايجاد امکانات څه دي[/color:0cac8ed3f0]. د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند او د طالبانو په واکمنېو کې د افغاني ټولنې د مونولستيک کولو پراخې هڅې وشوې، خو پايله يې په ټولنه کې ژور ويش او وسله وال ټکرونه وو.
په افغانستان کې د ملت جوړولو، ثبات را وستلو او د نيکمرغئ په لور د افغانستان دلارښونې په کار کې [color=white:0cac8ed3f0]ديکتاتورېو، چپ او ښي واکمنېو، زور، ايديولوژي او همدارنگه د قوم او مذهب په بنياد جوړ شوېو ځواکونو [/color:0cac8ed3f0]په وارونو وارونو بې وسي وښودله او دا توان يې پيدا نه کړ چې د پورتنېو موخو په تر لاسه کولوکې څو قدمه مخته ولاړ شي. دوی [color=white:0cac8ed3f0]د پرمختگ په ځای بې سارې ناورينونه ايجاد کړل او افغانستان يې له داسې ماتيدونکي حالت سره مخامخ کړ چې تر اوسه هم ددې ډاډ نشته دی چې افغانستان به د يوۀ هيواد په توگه لاپاتې هم شي[/color:0cac8ed3f0](او که نه)؟ همدارنگه امکان لري ډېرې بدې او ناورين راوړونکې پيښې په کمېن کې وي او هغه څه به پيښيږي چي هېڅوک ئې د پېښېدو هيله نه لري. په موجودو قومي، ژبنېو او مذهبې ويشونکو عناصرو برسېره نور ويشونکي عناصر هم د جوړيدو په حالت کې دي، کوم چي د بې باورئ اوویشلو له گواښه ډک سيگنالونه ورکوي:
په افغانستان کې اقتصادي وده په لويه کچه ناانډوله ده. [color=white:0cac8ed3f0]د هيواد په شمال کې اقتصاد په پرتله اېزه توگه وده کوي. د ښوونځېو او زده کوونکو شمېر ډېر دی، خو په جنوب کي د بې امنيتي له امله اقتصادي وده په بې سارې توگه پڅه ده. د زده کړې او روزنې کار محدود دی. ښوونځي سوځؤل شوي او يا هم تړلي دي. دلته په لسگونو زره ماشومان ښوونځي ته نه ځي او له دې سيمو څخه ډېر کم ځوانان د لوړو زده کړو له پاره پوهنتونونو ته ځې[/color:0cac8ed3f0]. [color=yellow:0cac8ed3f0]دا حالت به په راتلونکي کې د شمال او جنوب تر منځ د توپير يوه اساسي ستونزه وي او ممکېنې سياسي پايلې به ولري[/color:0cac8ed3f0].
ما تېرو ليکنو کې د افغانستان د دوه سیستمه کيدو په هکله لنډ غوندې مطالب وړاندې کړې دي او تر هغه ځايه چې زه حالاتو ته گورم د دوه سيستمه کيدو گواښ او خطر پېاوړی کيږي. طالبان يوازې يو فزيکي او پوځې ځواک نه دی. [color=red:0cac8ed3f0]طالبان تر ټولو د مخه يو ايډيولوژيک ځواک هم دی او په تېره بيا په جنوبې سېمو کي د طالبانو ايډيولوژيک نفوذ او تاثير پراختيا مومي. دلته د واک پروني دودېز جوړښتونه ړنگ شوي او يا په ړنگيدو دي او ځای يې ملاــ طالب نيسي. خو په شمال کي د ملا په پرتله د قوماندانانو نفوذ او تاثير زيات او واکمني کوي[/color:0cac8ed3f0].
د بل هر وخت په پرتله او په ځانگړې توگه د پښتون او تاجک په تېره بيا په روشنفکري او سياسي چاپېرېال کې بې باوري او شک پراخ دي او له بده مرغه هغه هڅې چې باور را منځ ته کړي پڅې دي. [color=yellow:0cac8ed3f0]د قومونو تر منځ د باور د پلونو د جوړولو په کار کې دروشنفکرانو، سياسي گوندونو او دولت رول هم په کلکه کمزوری پاتې کېږې[/color:0cac8ed3f0]. پورتنيو په کلکه د دواړو، چپ او ښي غوښتنې او درېځونه متاثیر کړي دي او په تېره بيا هغه طبقاتي ويش چې چپ ور پسې گرځي نه يوازې د پورته ياد شويو ويشونکو عناصرو تر سيوري لاندې راغلی دی، بلکې د پولو ټاکل يې هم مشکل کار دی. زه کله چې دې حالاتو او پرمختياوو ته گورم دا وېره را سره پيدا شي چي د افغانستان له پاره ناوخته شوې نه وي.
[color=yellow:0cac8ed3f0]ښه نو د ژغورولو لاره کومه ده؟[/color:0cac8ed3f0]
افغانستان تر اوسه يو ډموکراټيک هيواد نه دی او نه دلته تر اوسه دموکراسي پلي شوې ده. دلته پېل شوې ډموکراسي له ډېرو لويو ننګونو او چلينجونو سره مخامخ ده. په دې هيواد کې ډموکراسي په سياسي برخه کې يوڅه لاس ته راوړنې لرې، خو [color=white:0cac8ed3f0]په حقوقي برخه کي د دموکراسي په وړاندې د غرونو په شان پنډ خنډونه پراتۀ دي[/color:0cac8ed3f0].
دا له انصافه لرې خبره ده چې د شته ستونزو ملامتي په دموکراسي ور واچول شي. هيڅوک په کورنۍ کې دناخوالو پړه او ملامتېا په يوۀ څلور او پنځه کلن ماشوم نه ورغورځوي. [color=yellow:0cac8ed3f0]دلته تر اوسه د ژوند په ټولو برخوکې د پېړيو پېړيو زوړ او له خشونت او توهين څخه ډک استبداد مسلط دی[/color:0cac8ed3f0]. همدا اوس په عمل کې د دموکراسي په پرتله د جنگ سالار او قوماندان، د ملا او اخوند، د فساد او رشوت، د اختلاس او رسمي غلاوو آواز لوړ او اوچت دی.[color=yellow:0cac8ed3f0] همدا اوس د انسان په حقونو اوآزادېو د ډموکراسي په ځای د استبدادي دود ونو په اساس پريکړې کيږي او په بشپړه بې پروايې سره قرباني کيږي[/color:0cac8ed3f0].
کوم منطق ددې توجيه کولای شي چې د جنگ سالار او د زور سالار د جرم او جنايت پړه په ډموکراسي ور وغورځول شي؟
په ډموکراسي درېشوت، فساد، د انسان په ضد د هميشنيو او نه درېدونکو تېرويو پړه ورغورځول په کوم منطق سره قانونيت پيدا کولای شي. گواکې رشوت، فساد او د انسان په حقونو تېری له څلورو، پنځو کالو را پدېخوا رواج موندلی دی.
په ډموکراسي د حامد کرزي د کمزورې ادارې او د سياسي مېړانې د نشتوالي پړه ور واچول په کوم منطق توجيه کيدای شي؟
په افغانستان کې به د قومي او ژبنېو شخړو او تربگنېو گناه هم د دموکراسي په غاړه وي؟
په زابل کي به د يوې مظلومې ښځې د پزې او غوږونو د پرې کولو پړه هم د ډموکراسي په غاړه وې؟
په اوښ، په ټوپکو، په کلاشينکوفونو، په سپېو د بدمرغه نجلېو د بدلولو پړه به هم د دموکراسي په غاړه وي؟
په زور او جبر د ماشومو نجلېو د ودؤلو او تر لاس ورنېولو پړه به هم د ډموکراسي په غاړه وي؟
هېر مو نشي چي هيټلر هم د ناخوالو پړه په ډموکراسي ور غورځوله. احمدي نژاد چي رياست جمهوری یې له ډموکراسي اوآزادي څخه د ډار او کرکې پايله ده په ښکاره د ډموکراسي سره دوښمني کوي او دا د يوويشتمې پېړئ د ننگ پيټی هم د ناخوالو پړه [color=yellow:0cac8ed3f0]په ډموکراسي ورغورځوي. په ډموکراسي د پورتنيو ناخوالو پړه ور اوچول بې له شکه د جهالت او استبداد سياسي ادبيات بلل کيدای شي[/color:0cac8ed3f0].
زه هيڅکله نه واېم چي ډموکراسي يو مکمل او بشپړ شوی سيستم دی او په خپله ډموکراسي هم د بشپړتوب دعوه نه کوي. ډموکراسي خپلې ناخوالې او نيمگړې خواوې لرې، خو ښه والی يې په دې کي دی چي ناخوالې نه پټوې، ناخوالې او نيمگړتياوې منې او د هغوی د سمولو هڅه کوي. ډموکراسي په هميشني بدلون کې يوسيستم دی او دا هميشنی بدلون دی چې ډموکراسي ته يې بری ور په برخه کړی دی.
[color=white:0cac8ed3f0]افغانستان کې د ډموکراسي د بري لاره اوږده او ډېره سخته ده، خو د ژغورولو او نجات يوازنۍ لاره ده. بله لاره او بل الترناتيف نشته دی[/color:0cac8ed3f0]. د افغان ټولنې د ناجی نوم ډموکراسي دی. [color=yellow:0cac8ed3f0]يوازې ډموکراسي کولای شي د سياست او واک په کار کې د هر ځانگړي افغان ونډه خوندي کړي.ډموکراسي کولای شي د واک او سياست په کار کي د قومونو برابره ونډه اخیستنه بسيا کاندي[/color:0cac8ed3f0].ډموکراسي کولای شي د قومي او ژبنېو شخړو حل را وباسي. همدارنگه ډموکراسي کولای شي د واک په کار کې د "وړو، اتفاقي او فاسدو" وگړو مخه ونيسي.
[color=red:0cac8ed3f0]چپ او د چپ سرگرداني[/color:0cac8ed3f0]
شلمې پېړۍ ته د ايډيولوژيگانو پېړۍ هم ويل کيږي. کمونېزم په همدې پېړۍ په غوړيدو پېل وکړ، په همدې پېړۍ کې را پورته شواو په همدې پېړۍ کي مات او ناکام شو. کمونېزم د بلې هرې ايډيالوژۍ په پرتله پر پرگنو او پېښو نفوذ اوتاثير درلود. کمونېزم د بې عدالتي د له منځه وړولو او د برابرېو د بسيا کولو په عنوان ټولنيز ملاتړ تر لاسه کړ. د نورو ايډيولوژيګانو په څېر يې د يوې نوې او له ظلم او بې عدالتۍ خلاصې ټولنې وعده ورکړه. کمونېزم په يوۀ پېاوړي نړيوال ځواک بدل شو او هيوادونه يې لاندې کړل، رژيمونه يې ړنگ او نوي سياسي جوړښتونه يې منځ ته راوړل. ميليونونو فکر کاوۀ چې دا نه يوازې يو نه ماتيدونکی ځواک دی، بلکې د ټولې نړۍ د راتلونکې يو ځواک هم دی. [color=yellow:0cac8ed3f0]کمونيزم نه يوازې ېو پېاوړی ځواک بلل کيدو، بلکې له انتقاد اوآزمايش څخه را وتلی ېو سيستم هم شمېرل کيدو[/color:0cac8ed3f0]. خو کمونيزم څومره چي پېاوړی ښکاريدو دومره پېاوړی نه وو او د نۀ ماتيدونکی ځواک په ځای يو ماتيدونکی او ماتې خوړونکی ځواک وو. [color=red:0cac8ed3f0]د کمونيزم د بدمرغئ او ماتې لوی لامل په "بشپړ حقيقت" د کمونستي ايډيولوژۍ په بدلولو او له انتقاد او شک څخه د هغې په ژغورولو کې پروت دی[/color:0cac8ed3f0].
چپ دکمونيزم او په تېره بيا د شوروي ړنگيدلو له بنيادي بدلونونو اوکلکو ستونزو سره مخامخ کړ. بنيادي په دې لحاظ چې له يوې خوا [color=white:0cac8ed3f0]مارکسيستي ايډیولوژي چې "ټولو ستونزو ته ځواب" وو د تارېخ په يوه ناکامه انديښنه بدله شوه او په ډېره آسانۍ د ډموکراسي او ليبراليزم په وړاندې د سيالي له ميدانه ووتله [/color:0cac8ed3f0][color=red:0cac8ed3f0]او له بلې خوا ايډيولوژيک حکومتونه په عمل کې د ډموکراتيکو دولتونو په ځای استبدادي دولتونه را ووتل[/color:0cac8ed3f0]. دې بدلونونو له يوې خوا چپ دې ته اړکړچې په خپلو نظرياتو او تگلارو له سره غور وکړي او له بلې خوا يې د چپ د ويشلو عملي امکانات منځ ته رواړل. چپ وویشل شو او په چپ کې ډلې جوړې شوې. په ټوله نړۍ کې چپ له ورته ستونزې سره مخامخ شو، خو په افغانستان کې چپ له هماغه پېله يو نه ؤ. له هماغه پېله ويشلی ؤ. خو نوي حالاتو په ويشلو برسېره د چپ د هويت ستونزه هم منځ ته راوړه. په دې هکله ستونزه داده چې د گلوبالېزم په شرايطو کې به ددې او هغۀ چپ گوند او ډلې هويت څه وي او په نړۍ کي به په کومه کورنۍ ورگډيږي. پرون داستونزه نه وه، هم د هويت ټاکل ساده ؤ او هم په نړۍ کې لوری معلوم وو. [color=yellow:0cac8ed3f0]خونن چپ په کلکه د نوي هویت په پيداکولو کې له ستونزې سره مخامخ دی[/color:0cac8ed3f0].
په چپ لوري کې يو شمېر،بيا له استبدادي فکر او ايډيولوژي څخه ځان لرې کړ او د ډموکراسي خوا يې خپله کړه. دا ډله په ځينو برخو کې سوسيال ډموکراسي ته د ورته تفکر پېروي کوي. دوی د ټولنيز عدالت د غوښتنې تر څنگ د ټولنې ددې او يا هغې برخې په ځای ملت او ملي گټو ته برتري ورکوي او د ملت جوړولو له چارې سره مرسته کوي. [color=white:0cac8ed3f0]دوی نور د پرون په شان خپل سياسي هويت په امپرياليستي ضد شعارونو او طبقاتي مبارزه کي نه څرگندوي او سياسي مبارزه يوازې د سياسي واک په لېږد پورې نه تړې. دوی د سياسي پلورالېزم پلويان دي او غواړي له مخاليفينو سره ستونزې د ډيالوگ له لارې حل کاندي او د انقلاب په ځای د بدلونونو او ريفورم په وسيله د هوساينې په لور د ټولنې لارښوونه وکړي[/color:0cac8ed3f0].
[color=yellow:0cac8ed3f0]يو شمېر چپي ډلې له هيواد څخه د باندې لگيا دي چې سياسي فعاليت وکړي او کمېټې جوړې کړي. ښه، دا د دوی حق دی، خو په سياسي فعاليت کې موخه د حق (لرلو)تر څنگ ددې فعاليت موثريت هم دی. دا ډلې د ټولنې د واقعيتونو په ځای او د مبارزې د صحنې په ځاي تر ډېره ځايه په ذهني او خيالي ډگر کې مبارزه کوي[/color:0cac8ed3f0]. سياست په هميشنۍ توگه له واک او قدرت سره اړيکې لرې. [color=red:0cac8ed3f0]دا يو ستونزه ايجادؤنکی حالت دی چې سياست په اروپا او قدرت په افغانستان کي وي[/color:0cac8ed3f0]. د دوی پايله اخيستنې، شعارونه او تگلارې د ټولنيز او ورځني واقعيت په ځای د څو راپورونو او راپورتاژونو په بنياد جوړيږي. دوی په عمل کې له هغې ټولنې او له هغۀ ژوند څخه چې ورباندې تاثير وکړي په يوۀ لرې واټن کي پراتۀ دي. د دوی ذهنونه او فکرونه له هغۀ فرهنگ او ژوند څخه متاثیر دي چي په کې ژوند کوي. تجربه ښيې هغه سياسي مبارزان او هغه سياسي کميټې چي د خپل هيواد له واقعيتونو او ورځني ژوند څخه لرې مبارزه کوي ورو وروآرمانگرۍ ته ميل پيداکوي اودآرمانگرۍ ځانگړتيا له واقعيتونو څخه په لريوالي کې ده. سره ددې چي دا گروپونه د افغاني ټولنې له ورځني ژوند او واقعيت څخه لرې دي، خو دوی بيا هم خپلې خبرې او خپل درېځونه سم بولي او له هغو خپلو انډيوالانو چې د هيواد په دننه کې دي په چټکه توگه د لاس ته راوړنو غوښتنه کوي.
يو شمېر بيا هڅه کوي د خلک د گوند ټول لوري د پرون په شان سره را يو ځای کاندي. ما مخکې دا خبره ياده کړه [color=white:0cac8ed3f0]چپ او په تېره بيا دافغانستان د خلک گوند يوازې د ويشلو له ستونزې سره مخامخ نشو، بلکې د هويت او انديښنې له ستونزې سره هم مخامخ شوي[/color:0cac8ed3f0] او د پرون په شان بيا ددې گوند يووالی يو غېر عملي او غېر ممکين کار ښکاري. د واک په لور ددې گوند لاره د خلکو او ټولنې په ځای ايډيولوژي, کودتا او يوۀ لوري " شوروی" همواره کړه. اوس نه يوازی هغه لوری نشته، بلکې هغه ايډيولوژي هم ناکامه شوې ده. په بل عبارت [color=yellow:0cac8ed3f0]هغه ایډيولوژي چې دې گوند ته يې هويت ورکاوۀ ناکامه شوې او هغه لوری چي دا گونديې په نړۍ کې له يوې کورنۍ سره يو ځای کاوۀ مړ شوی دی[/color:0cac8ed3f0]. [color=red:0cac8ed3f0]د افغانستان د خلک ډموکراټيک گوند نور د تارېخ برخه ده[/color:0cac8ed3f0].
چپ د خپلو فکرونو او دريځونو بيا او بيا کتنې ته ضرورت لري او يوازې د ډموکراسي اوسياسي پلورالېزم په شته والي کې سياسي رول تر سره کولای شي.
رښتياپه افغانستان کي چپ څه کولای شي؟ دا نه يوازې يوه ضرورې پوښتنه ده، بلکي ځواب ورکول يې هم ضرور دی. په اتياومو کلنو کې موږ په دې کلک باور درلود چې د افغانستان او ټولې نړۍ راتلونکې سوسيالېزم دی. خو حالاتو د موږ د باورونو خلاف په ناورين راوړونکي توگه د سوسياليزم په پاتې را تللو حکم ورکړ. اوس د چپ برنامه څه ده او څه غواړي. تر هغه ځايه چي زه پوهېږم چپ گروپونه يوه روښانه تگلاره نه لري. ددې گروپونو تگلاري ناڅرگندې، نا مشخصي او له پرادوکسونو ډکې دي. دوی په مجهوله او ناڅرگنده توگه دډموکراسي او د بشري حقونو پلوي کوي او د هغۀ ډول سیاسي سيستم او ادارې د جوړيدو په هکله چې په ټولنه کې د ډموکراسي د بري او د بشري حقونو د مراعات او درناوي ضمانت ورکړي غلي پاتې کيږي. دوی په دې هکله د محافظه کاري لوری نيسي او ددې کار مطلب دادی چې دوی د ټولنې د ډموکراټيک کولو په ځای قدرت غوښتونکي دي.
نور بيا
[size=9:0cac8ed3f0]ېادښت: د ليکنې ځينې برخې ماپه مختلفو رنګونو اړولي-13م[/size:0cac8ed3f0]
ډوکتر څپاند
25.03.2008
[color=brown:180892a7ad]کوم منطق ددې توجيه کولای شي چې د جنگ سالار او د
زور سالار د جرم او جنايت پړه په ډموکراسي ور وغورځول شي؟ [/color:180892a7ad]
دجوامعو دموکرتيک کول وخت او زمان ته ضرورت لری٠په غربی نړی کي دموکرسی د يوی تدريجی پروسی په ډول پياده شوی ده،اوبیا د اسلام مقدس دين دنغير کړای شوې مسيحيت او نو رو مذاهبو په خلاف يو ډير وسيع او مترقی دين دی پدی دين کی دجامعی هر اړخ او جهت ته مقر رات او قوانين وجود لری٠
په داسی يوه جامعه کی چه دخلکو کلچر او فر هنګ د مذهب سره يو ځای په سلګونو کلو پر جامعی حکومت کړی ،څنګه کولی شو چه دغربی نظاميانو تر چتر او تاثير لاندی په يوه لنډه مو ده کی دخلکو اجتماعی ژوند دموکرتيک کړو?ددی سوال لنډ ځواب به داوی چه موږ وخت ته ضرورت لرو!
[color=darkred:180892a7ad]گواکي رشوت، فساد او د انسان په حقونو تېری له څلورو، [/color:180892a7ad]پنځو کالو را پدېخوا رواج موندلی دی.
نه رشوت د سلګونو کلو راهيسی په هيواد کی مرو وه،مګر نن ورځ په دولتی
دستګاه کی رشوت نه بلکه چور روان دې چور!
[color=brown:180892a7ad]په دموکراسي د حامد کرزي د کمزورې ادارې او د سياسي مېړانې د نشتوالي پړه ور واچول په کوم منطق توجيه کيدای شي؟ [/color:180892a7ad]
کرزی او دکرزی پشان بيکفايته اداره دتاريخ په اوږدو کی ډیرکم ساری لری.
په اصل کی،غربیان هڅه کوی چه رشوت او خيانت زيات او اداره و بیکفايتو
خلکو ته وسپارل شې،ولی؟؟،داځکه چه خاين اوبيکفايته حکومتاو اداره دخپل
ژوند دبقا لباره په بيګانګانو اتکا ګوي او غرب ته هم داډيره اسانه ده چه غله
کنترول کړی،ځکه چه پاک وطنپالوکي بيا ازادی غواړي.
[color=darkred:180892a7ad]په افغانستان کې به د قومي او ژبنېو شخړو او تربگنېو گناه به هم د دموکراسي په غاړه وي؟
په زابل کي به د يوې مظلومې ښځې د پزې او غوږونو د پرې کولو پړه هم د دموکراسي په غاړه وې؟
په اوښ، په ټوپکو، په کلاشينکوفونو، په سپيو د بدمرغه نجليو د بدلولو پړه به هم د دموکراسي په غاړه وي؟ [/color:180892a7ad]
ستاسو جعلی او کمزورې دموکاسی غلو، رهزنو او بيبندوباره خلکوته دا ازادی
ورکړی چه ځه ئی زړه غواړی هغه وکړی داځکه چه "دموکرات" خاۍن،مزدور
اورشوتخور نظام هرڅه دپيسو سره معاوضه کوی٠