نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ډاکټر وطنمل صاحب: د ټول افغان دفورمونو څخه مو هدف څه دی؟؟
و.افغان
23.03.2008
ښاغلی ډاکټر وطنمل صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ښاغلیه:
تاسو ته خو ښه معلومه ده ، چې څه له پاسه یوې هفتی را په دیخوا
ما په ټول افغان افغان کې لیکنې پریښې دي، خپله
اکاډیمي مشغولتیا لرم ، دټول افغان بحثونو کې مې شرکت
هم نه دی کړی، خو سره له دی ما ته په فورمونو بغیر
حق ښکنځل کیږي ...
تاسو ددی لینک لاندی دمختار په نامه دیوه شخص لیکنه وګورۍ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=26669#26669
[quote:4efe601894]
تو لعنت دي وي پر دې مجاهدو او پردې لعينو طالبو دا مفسد ينو فی الارضو باندي چې لاره يې زموږ په وطن کې و کوفارو او امريکايې ملحدينو ته خلاصه کړل . مجاهد او طالب دواړه هغه لعين شياطوين دي چې خدای تعالی په قرآن کې پر هغوی باندي لعنت ويلی دی . نو موږ هم تو لعنت پردواړو باندي وايوالبته د وهاج ساپی او د هغه د بادارانو سره يوځای !
آمين يا رب العالمين!
اسلامي وطن فروشان او شيطانان دي د سعودي جاسوسانو سر ګډيو ځای تبه او د هغوی کارنامې دي زموږ په وطن کې رسوا او برباد وي !
ومن الله التوفيق
آمين
مرګ بر مجاهد کبير و صغير!
مرګ و ننګ بر طالب خورد و بزرګ !
کوس زن آی ایس آی و سعودي های وهابي از قماش وهاج ساپي !
آمين يا رب العالمين !
با اخترام
مختار[/quote:4efe601894]
تاسو ته به ځما له لیکنو ښه څرګنده وي ، چې په خپلو څلور سوه لیکنو کې می یوه لیکنه هم دسعودی د دفاع لپاره نه ده کړې، بر عکس زه پرې زیاتی نیوکې لرم ، او چې ځاي يي راځي هغې ته هم ګوته نیسم، او که دیهودو او داسلام دښمنانو دګنده پلانونو په ضد له دغه دولت څخه دفاع وکړم، نو بیا به مې هم دفاع اسلامي وي،
داسلامي مقدساتو دحمایت لپاره به وي، نه خپل د آل سعود لپاره.
نو بیا په کوم دلیل دا خلک داسې ګډی وډې لیکې،
یواځې ددې په خاطر چې داسلام دمبارک دین رڼا دحرمینو له مقدسې ځمکې
څخه خوره شوې ده، هغوي په دې عرب نه ګرموي چې عرب دي، ځکه ددغه
کمونستانو له عربو سره کومه قومي دښمني نشته ، په عربو کې خپله هم ډیر کمونستان
او لادینیان شتون لري، ، ،
بلکه په دې يي ګرموي چې مسلمانان دي، داسلام رڼا له دغه ځايه خوره شوې، او پیغمبر هم په قوم عربي وو ،
که هر څوک په عربي فاشلو دولتونو سیاسي نیوکې ولري ، او نیوکې يي پر ځاي
وي، نو لمړۍ ملګرۍ به يي زه واوسم ،،،،
خو اصل خبره داده، چې هغوي اسلام دعربو په نوم ټکوي، دین دعربو په نوم ځپي.
خو بیا همدغه کمونست او لادینه عرب دخپل بابا او آدې ځامن ګڼي.
زه خو تر اوسه نه پوهیږم ، چې ستاسو ددې فورمونو څخه څه هدف دی ؟؟؟
هغه کوم درې اړخیز شعار چې تاسې يي استعمالوۍ، هغه خو ما په دی فورم کې
دعمل په جامه کې ونه لید، ، ، او نه دهغه لپاره ستاسو کومه هڅه ولیده،،،
داسلام په ضد پروپاګڼدې، تهمتونه، بهتانونه، او درواغجن تبلیغات په پراخه
پیمانه کیږي، ،
دولسواکۍ لاس او پښې په کې ماتیږي، ،،
دملتپالنې پر ځاي په کې الحاد، نړیوال یهودیزم، او مسیحیزم پالل کیږي،
داتحاد او اتفاق پر ځاي په کې نفاق اوشقاق نور هم زیاتیږي،،،
علمي بحثونه په کې ودې ته نه پریښودل کیږي، او هر بحث په ښکنځلو او پوچو سرته رسیږي،
ځکه چې اداره په دې بخش کې پوره کمزورې ده ، دبحثونو اداره په مطلوبی توګه
نه ترسره کوي، موضوع دیوه څیز باره کې وي، او نور خلک يي دګډوډۍ په خاطر
یوې خوا او بلې خوا بوځي، او په نتیجه کې دټولو بحثونو نتیجه، نچوړ، او خلاصه
هم له منځه لاړه شي،،،،،،
او بحث ګډوډ شي.
سره له دې چې دټول افغان ویبپاڼه نسبت نورو ویبپاڼو ته دموضوعاتو او لیکنو
له نګاه ډیره کمزورې ده ، مطلب مې داده چې نشاط په کې دومره کم دې چې ډیر
په آسانه اداره کیداي شي، ،،،
ځیني نور شخصی ویبپاڼې زه پیژنم، چې په یوه وخت کې دغړو شمیر له سلو
اوړې،،،،
دفوروم مدیر باید هره موضوع سکالو په دقت سره وڅاري ، ،، او هر یو شخص
چې له موضوع څخه ووځي، او موضوع په بله خوا بوځي، ورته اشاره ورکړي،
او اړونده لیکنه يي ړنګه کړي،او غوښتنه ترې وکړي، تر څو دخپلې موضوع
لپاره نوۍ سرلیک خلاص کړي.
خو دلته دا نشته ،،،، هر څوک چې موضوع څه رنګه ډزوي هماغسي يي ډزوي،،،
نه پوهیږم ، کیداي شي تاسو دا ویره ولرۍ چې لوستونکې او لیکونکې
هر څوک که وي، ، له دې فورمه کډه ونه کړي... او فوروم په تش میدان پرینږدي، ، ،
او یا کیداي شې دا فکر ولرۍ چې ددغه رنګه خلکو لیکنې دمسلمانو
افغانانوذهنونو ته آزادې او انکشاف ورکړي، یا په بله معنا آزاد فکره او آزاد خیاله يي کړي، او په دې به مو وطن ترقي وکړي،،
نو که دغه مو موخه وي، نو بیا په غلطه یاست، او کیداي شې له ناکامۍ سره مخ شۍ،
اسلام یو ډیر جامع متطور دین دی، دهر زمان او مکان لپاره صالح دین دی،،
اسلام خپل کلې قواعد لري، چې انسان باید دهغو څخه ونه ووځي،،
نور اسلام دهیڅ پرمختګ، دهیڅ ترقۍ، او دهیڅ تمدن مخه نه نیسې.
داسلام حقیقي مذهب له مخې مونږ کولاي
چې دخپلو افغانانو ورونو ذهنونو ته په هر اړخ او هر جانب کې انکشاف ورکړو، کوم انکشاف چې ځمونږ هیواد ته دښه تطور ، او ورسره ورسره دخپل کلتور ساتنی او ماهیت پالنې تضمین کوي.
اسلام انسان ته دالله جل جلاله څخه دویرې درس ورکوي، په دې تربیه کوي چې هغه
همیش دالله جل جلاله درقابت او نظارت لاندې دی ،،،
په دې يي تربیه کوي چې ددولتي چوکۍ لپاره کوښښ مه کوه ،، ځکه چې مسئولیت
يي ډیر لوي دی، دقضا لپاره کوښښ مه کوه ، ځکه چې یو قاضي به په جنت کې وي
او دوه قاضیان به په دوزخ کي وي،،
خو که چیرې دداسې چوکیو لپاره غوره کړاي شوي، او یا دې دخلکو دخدمت لپاره
دځان وړاندی کول ورته ضرور ولیدل ، نو بیا توکل وکړه، او هره لحظه دلوي خداي
جل جلاله څخه مدد او استعانت غواړه.
ډیر علما دقضا دوظیفې څخه دتښتیدو له وجهې پاچاهانو بندیان کړي دي، چې یو
له دوي څخه ځمونږ امام ابو حنیفه رحمة الله علیه دې، هغه ته دوخت خلیفه امر
وکړ چې قضا وکړه، هغه انکار وکړ، نو خلیفه هغه بندي کړ، او په بندیخانه کې وفات شو، ځکه چې دغه خلک پوهیدل چې مسئولیت څه معنا؟؟
دا اوس دافغانستان په دولت کې علما له چا چوکۍ نه غواړي، او نه ورته پکار
دي چې چوکۍ وغواړي، البته په ځینو چوکیو کې دعلماوو وجود ضرور وي ،
لکه وزارت اوقاف او داسې نور، او باید دهغوي لپاره هم داسې علماء اختیار
شي چې دشرعي علم تر څڼګ په اداري امورو هم پوهه ولري،،،،،
نور باید دهرې چوکۍ لپاره خپل مسلکې شخص انتخاب شي، تر څو خدمت
په ښه توګه ترسره کړي....
زه حیران په دې یم ، ،، چې دې کمونستانو ولې ملایانو پسې راخیستي،،،
دا ټولې نادودې خو مونږ دهمدوي کمونستانو له لاسه راورسیدلې ،،،،
هغه وخت نه ملا چوکۍ لرله ،،، او نه يي دولتي وظیفه لرله ،،
او نه ورته حکومتونو او رژیمونو کوم نظر کړې دی،،،،،
ملا ته خپل مسجد له هر څه ډیر ښکاریده ،،،،
دخپل محراب او طالبانو سره يي کار وو، ،
خو دغو ظالمو بې دینو، او بې درده کمونستانو دغه ملایان له خپلو جوماتونو
څخه راوویستل، او بې عزته يي کړل،،،
په لوي لاس يي وحشتناک ناورینونه رامنځ ته کړل، ،
که دغو کمونستانو داسې نامعقوله کاورنه نه واي کړي،، نه به مجاهد وو،
نه به طالب وو ،، او نه بل څوک..
برهان الدین رباني چې دپوهنتون یو عادي استاذ وو ، دا فرصت به يي نه پیدا کوو
چې ریاست جمهوري ته ورسیږي، او دپښتو او فارسې زهرجنه تفرقه دافغانانو
منځ کې خوره کړي،،،
پاکستان ته به دا وخت نه پیدا کیده چې لاسوهنه وکړي
ایران ته به زمینه نه برابریده چې دخپل نړیوال شیعیزم اوږدې خطرناکې ریښي
په افغانستان کې وغځوي، ، او دافغانستان پارلمان یرغمل کړي،،
او امریکې او یارانو ته به يي زمینه نه برابریده چې ځمونږ وطن ښکیل کړي.
نو دا ټول دچا له شامته، دا ټول دکمونستانو له شامته
په هر حال کې همدا کمونستان اوس توبه وکاږي، ، له ملت څخه بخښنه وغواړي
بیرته صحي مسلمانان شي،،
دوطن په دردونو ملهم پورې کړي، او پراخه سینه دهیواد دخدمت لپاره لیڅي
راونغاړي،،،
خپل پخوانۍ ګوندیتوب پریږدي ،،
نو بیا هم ځمونږ وروڼه دي،،
افغانان دي،،،
دیوې مور بچي یو،،،
او لمړۍ شخص به زه واوسم چې دهغوي سره به صف کې ودریږم، ،
ځکه چې زه په لمړي قدم کې په خپل دین اسلام، په دوهم قدم کې دخپل وطن او ملت په آزادۍ، ترقۍ، او تمدن ایمان لرم.
او ددغه رنګ مفکورې لپاره دخپلې وسعې مطابق کار کوم ،
صحي ده ، چې ځمونږ ځیني علما به په وطنپالنې او ملتپالنې اړخ کې ، ځینو دښمنانو
غولولې وي ،، خو مونږ ته دا نه ده پکار چې هغوي سره دښمني وکړو، بلکه
کوښښ به کوو، چې لاسونه ورکړو، په جانب کې يي فهم ته وده ورکړو،،
او ټول یو له بل سره یوځاي، دمبارک دین اسلام، ګران وطن افغانستان، او غیور افغان ملت دخدمت لپاره کار وکړو..
په آخر کې یوه اقتراح لرم ، چې کاشکې په دې فوروم کې هر شخص په خپل رسمي نوم
لیکل وکړي، تر څو بحثونه په ښه شکل دوام ومومي ، ګټه ترې پورته کړو، له ښکنځلو او پوچو پاک شي،،
او اداره چاته اجازه ورنه کړي، چې له یوه نومه څخه زیات په نورو نومونو هم لیکل وکړي.
په اسلامي مینې.
نور مو خوښه خپله ....
په نیکو، مبارکو، شرعي، او مباحو مقاصدو کې مو کامیاب غواړم.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
pattang
23.03.2008
[quote:654d7ecd62]اقتباس:
تو لعنت دي وي پر دې مجاهدو او پردې لعينو طالبو دا مفسد ينو فی الارضو باندي چې لاره يې زموږ په وطن کې و کوفارو او امريکايې ملحدينو ته خلاصه کړل . [/quote:654d7ecd62]
بی منطقه اوس خو طالبان نشته نو ملحدين اشغالګر په افغانستان کې څه غواړي?٠
طالبانو خو ترور هم ندی کړی او القاعده هم داشغالګرو مېوه ده ، نو اشغالګر څه غواړي ?
[quote:654d7ecd62]مجاهد او طالب دواړه هغه لعين شياطوين دي چې خدای تعالی په قرآن کې پر هغوی باندي لعنت ويلی دی نو موږ هم تو لعنت پردواړو باندي وايو [/quote:654d7ecd62].
په مجاهدينو کې او په طالبانو کې ښه خلک شته لعنت ويل پرې غلط کاردی خو
لعنت دې په هغه چا وي چې داشغالګرواو لاسپوڅي دولت سره يو ځای کار کوي.
[quote:654d7ecd62]البته د وهاج ساپی او د هغه د بادارانو سره يوځای ! [/quote:654d7ecd62]
دلته دې لويه تیروتنه کړې ده وهاج صاپی خو يو ډېر ځوان سړی دی چې
سياسي ډګر ته تر اوسه هېڅ ندی وتلی، نو ته پر کوم دليل نالت پرې وايې ?
او دهغه باداران به څوک وي ? که مقصد دې د سعود کورنۍ وي نو هغه خو
له بوش (د زمانې جنايتکاره او دولتي تروريست) سره تر يوې کونې غول کوي.
نو ته ولې لانت پرې وايې ? بوش خو تاسو ته اوس ډالرې درکوي نو ولې دومر
کوسمادري کوي٠ ستا د مختور شي حرامي د ې ساپي علمي قدرت او پوهې
ته عاجز پاته يې نوله ډېره حسودته لکه وږی خر په ونه خولې لګوي ٠
[quote:654d7ecd62]آمين يا رب العالمين![/quote:654d7ecd62]
دروغ وايې منافقه ، ورشه جهاد وکړه !
[quote:654d7ecd62]اسلامي وطن فروشان او شيطانان دي د سعودي جاسوسانو سر ګډيو ځای تبه او د هغوی کارنامې دي زموږ په وطن کې رسوا او برباد وي ! [/quote:654d7ecd62]
نالت په وطن فروش چې هر څوک وي ، نور وطن فروشان هم شته غېرې ستاله
بادارانو ځخه ?
[quote:654d7ecd62]ومن الله التوفيق
آمين [/quote:654d7ecd62]
دروغ و ايې او ناړامه دروغ ، که دومره مسلمان يې ورشه جهاد وکړه٠
[quote:654d7ecd62]
مرګ بر مجاهد کبير و صغير!
مرګ و ننګ بر طالب خورد و بزرګ !
کوس زن آی ایس آی و سعودي های وهابي ها و غیره !
آمين يا رب العالمين !
با اخترام
مختار [/quote:654d7ecd62]
دلته بيا خپله مرداره څېره په بل نامه مالومه وې ( تيمور لنګه ! )
داښکنځل دې ددې مانا ورکوي چې له اصلا هم دروند سړی نه یې .
sabawoon azadkhial
23.03.2008
وهاج صيب !
تاسې خو بايد خو شاله اوسی چې مولوی صيب وطنمل مو ترشا ولاړ دی ، افسوس د هغه چا په حال چې په ټول افغان کې هيڅ واسطه نه لري. ګوری چې ستاسې په ضد هرډول ليکنې ړنګيږي خو دښاغلي ( په تنګ) ليکنه سره د غليظو کنځاوو په خپل ځای پاتې ده او دا ځکه هغه ستاسې پلوی، مدافع او يا هم کيدی شي ستاسې بادي ګارد وبلل شي. له بده مرغه ستاسې په ليکنو کې هيڅ ډول علمي رو حيه نشته او ټولې ليکنې مو دومره سطحي دي چې له بده مرغه بحث کول پرې د وخت ضايع کول دي. له تاسې زما د زړه له کومې غوښتنه داده چې د ټول افغان د اسلام خونې ته تشريف يووسی او دمنطق او او ازاد بحث له خونې ځان ګوښه وساتی. په دې کار به ستاسې ابرو او عزت هم په ځای وي او هم به د نورو خلکو وخت نه ضايع کوی،که په خپل مسلک کې په خپل ځای کې ليکنې وکړی زه درته زيات برياليتوبونه غواړم.
په تنګ ليکي :[quote:89e909e9b6]دروغ وايې منافقه ، ورشه جهاد وکړه ! [/quote:89e909e9b6]
نو ښاغلی په تنګ که تاسې پخپله په جرمني کې ياست او جهاد کې برخه نه اخلی نو په دې مانا چې تاسې هم دروغ وايي، داسې نه ده؟؟ هو همداسې ده. بې ارادې مو خپل ځان رسوا کړ او زه در سره موافق يم.
pattang
24.03.2008
[quote:e17d319d0d]وهاج صيب !
تاسې خو بايد خو شاله اوسی چې مولوی صيب وطنمل مو ترشا ولاړ دی ، افسوس د هغه چا په حال چې په ټول افغان کې هيڅ واسطه نه لري. ګوری چې ستاسې په ضد هرډول ليکنې ړنګيږي خو دښاغلي ( په تنګ) ليکنه سره د غليظو کنځاوو په خپل ځای پاتې ده او دا ځکه هغه ستاسې پلوی، مدافع او يا هم کيدی شي ستاسې بادي ګارد وبلل شي. له بده مرغه ستاسې په ليکنو کې هيڅ ډول علمي رو حيه نشته او ټولې ليکنې مو دومره سطحي دي چې له بده مرغه بحث کول پرې د وخت ضايع کول دي. له تاسې زما د زړه له کومې غوښتنه داده چې د ټول افغان د اسلام خونې ته تشريف يووسی او دمنطق او او ازاد بحث له خونې ځان ګوښه وساتی. په دې کار به ستاسې ابرو او عزت هم په ځای وي او هم به د نورو خلکو وخت نه ضايع کوی،که په خپل مسلک کې په خپل ځای کې ليکنې وکړی زه درته زيات برياليتوبونه غواړم.[/quote:e17d319d0d]
کوچنی هلک يې بې ځايه دې ځان خوشې ازاد کړی ٠
[quote:e17d319d0d]نو ښاغلی په تنګ که تاسې پخپله په جرمني کې ياست او جهاد کې برخه نه اخلی نو په دې مانا چې تاسې هم دروغ وايي، داسې نه ده؟؟ هو همداسې ده. بې ارادې مو خپل ځان رسوا کړ او زه در سره موافق يم.[/quote:e17d319d0d]
لوده په طاقت دڅلورو جهاد خو يواځې ټو پک په غاړه اخيستل ندي ، جهاد خو
اقسام لري داهم جهاددی چې له اشغالګرو او لا سپوڅو څخه ځان لرې وساتې
او هغوی چې ازاددي ، لږ يې وګنډې چې تنګ شي ٠
که سم نښورې بيا به دې ډېر سپک کړم ٠
sheen
24.03.2008
هلکه تکړه شۍ ډير ښکلۍ جهاد روان دى
پتنګ او وهاج پۀ ټول افغان کښې جهاد کوى
ډير ورسره مۀ کلکيږۍ پريدۍ چې خدائ ج ئ شهادت نصيب کړى
آمين
pattang
24.03.2008
شينه! څه وکړو تاسو خو د کور کاليواو خوراک وعدې راکولې دهغوی
پر ځای مو مونږ ته ګور او کفن را کړل ٠ اوس هم په مونږ بمونه اورې تاسو
په دالرو کې بړغچې وهۍ نو چې دا څو ټکي جهادي حقيقت
هم ونه وايو نو څه وکړو ??
[quote:4c29128450="sheen"]هلکه تکړه شۍ ډير ښکلۍ جهاد روان دى
پتنګ او وهاج پۀ ټول افغان کښې جهاد کوى
ډير ورسره مۀ کلکيږۍ پريدۍ چې خدائ ج ئ شهادت نصيب کړى
آمين[/quote:4c29128450]
Re: ډاکټر وطنمل صاحب: د ټول افغان دفورمونو څخه مو هدف څه دی؟؟
اپريدے
25.03.2008
[quote:57f98b0d74="وهاج ساپی"] نو دا ټول دچا له شامته، دا ټول دکمونستانو له شامته
[/quote:57f98b0d74]
مولوي صاحب په دې خبره کښې درسره زه مکمل اختلاف لرم.
افغانستان ته ملا مخکې راغلے که کمونسټ؟
که ملا مخکې راغلے وى نو بيا د افغانستان د خلقو سره د مليانو جهالتونه او ظلمونه دومره اوج ته رسيدلي وو او مليانو د استعمار دومره غلامي کړې وه چې خلقو ته کمونسټان د يوې رڼا په شان ښکاره شول او ورپسې شول. تاسو دا تاريخ اوس پټولے شئ چې مليانو په افغانستان کښې خلق په جهالت کښې ساتلي وو، پاچاهانو ته به ئې د خداے سېورے ويلو او په قران او حديث ئې د هغوى اطاعت ثابتولو ولو که هغه به هر څومره ظالمان هم وو؟ د جوماتونو په څنګ کښې به خلقو د غلامۍ ژوند کولو او ښځې به خرڅېدلې؟ د علم او پوهې حد د خلاصه کېداني او قدوري تر حده ؤ؟ دغه هر څه د دې وجه وه چې د کمونسټانو مقبوليت ته ئې لاره هواره کړه او يو انقلاب راغے. انقلاب کښې مليان، سرداران، خانان، پاچاهان او نور کلهم دله ګان سر د لاندې کونه پاس شول او غريبو خلقو ښه ورځ وليدله. دغه کار د پاکستان، امريکا، عربو او نورو دله ګانو لپاره د برداشت وړ نۀ ؤ. پاکستان يو څو غله او فراريان د ١٩٧٣ نه د دې لپاره ساتلي وو چې افغانستان کښې پرې د داود حکومت کمزورے او د پښتونستان مسئله خرابه کړي. خو کله چې پاکستان او امريکې وليدل چې انقلاب هغوے دپاره د پښتونستان د مسئلې نه زيات خطرناک دے نو هغو غلو ته ئې د مجاهدينو نوم ورکړو، د امريکا سرپرستۍ ته ئې وسپارل او په تخريبي کارونو ته ئې ملا وتړله چې د افغانستان انقلاب [color=white:57f98b0d74]ناکام[/color:57f98b0d74] کړي. نو څنګه چې کمونسټان په نړيوال بلاک کښې د شوروي اتحاد سره شامل وو او د امريکې خلاف وو نو د شوروي اتحاد نه ئې د انقلاب د حفاظت لپاره مرسته وغوښته او هغوے خپل فوځ افغانستان ته راوستو. يعنې څنګه چې طالبانو په افغانستان کښې د القاعده په ساتلو سره امريکې ته بهانه ورکړه چې په افغانستان حمله وکړي بالکل همدغسې په پاکستان کې روزل شوو غلو په خپلو تخريبي کارونو کمونسټان مجبور کړل چې د شوروي اتحاد نه نظامي مرسته وغواړي. که دغه غله د پاکستان او امريکې او عربو د ګټو لپاره په افغانستان کښې جنګ او ورانکاري نه کولے، نو نه به افغانستان ته شوروي فوځ راتلو، نه به بمباريانې کېدلې او نه به دا نور ناورين ؤ بالکل همداسې لکه چې که طالبانو په افغانستان کې القاعده او نور دهشت ګرد نه ساتلے نو دا اوسنے حالت به نۀ وے.
نو اوس ته په خپله فکر وکړه چې د شر او فساد اصلي منبع ملا او مجاهد دے که نۀ دے؟
علامه اقبال يو ډېر لوئے فلسفي او پوئي سړے ؤ هغه ډېر پخوا ويلي وو چې "دين ملا فساد فى سبيل الله" نو هغه دا خبره هسې پوچه خو نۀ وه کړې، د مليانو تاريخ هم دا دے. ته ورپسې ځه او ګوره ئې، ملا به په ټول تاريخ کښې د خپلو خلقو په خلاف استعماري قوتونو له کار کړے وي. خو چې د عقل ړانده پرې نۀ وي خبر، يا خبر وي خو سترګې پټوي نو د هغې څۀ علاج دے؟
Re: ډاکټر وطنمل صاحب: د ټول افغان دفورمونو څخه مو هدف څه دی؟؟
pattang
25.03.2008
انډيواله ستا د مضمون په لوستلو يواځې وخت ضايع کېږي ، اوس هغه خبره
درسته ده ، په پښتنو کې ځينې با سواده هم بې سواده او جاهلا ن دي .
[quote:4625380409="اپريدے"][quote:4625380409="وهاج ساپی"] نو دا ټول دچا له شامته، دا ټول دکمونستانو له شامته
[/quote:4625380409]
مولوي صاحب په دې خبره کښې درسره زه مکمل اختلاف لرم.
افغانستان ته ملا مخکې راغلے که کمونسټ؟
که ملا مخکې راغلے وى نو بيا د افغانستان د خلقو سره د مليانو جهالتونه او ظلمونه دومره اوج ته رسيدلي وو او مليانو د استعمار دومره غلامي کړې وه چې خلقو ته کمونسټان د يوې رڼا په شان ښکاره شول او ورپسې شول. تاسو دا تاريخ اوس پټولے شئ چې مليانو په افغانستان کښې خلق په جهالت کښې ساتلي وو، پاچاهانو ته به ئې د خداے سېورے ويلو او په قران او حديث ئې د هغوى اطاعت ثابتولو ولو که هغه به هر څومره ظالمان هم وو؟ د جوماتونو په څنګ کښې به خلقو د غلامۍ ژوند کولو او ښځې به خرڅېدلې؟ د علم او پوهې حد د خلاصه کېداني او قدوري تر حده ؤ؟ دغه هر څه د دې وجه وه چې د کمونسټانو مقبوليت ته ئې لاره هواره کړه او يو انقلاب راغے. انقلاب کښې مليان، سرداران، خانان، پاچاهان او نور کلهم دله ګان سر د لاندې کونه پاس شول او غريبو خلقو ښه ورځ وليدله. دغه کار د پاکستان، امريکا، عربو او نورو دله ګانو لپاره د برداشت وړ نۀ ؤ. پاکستان يو څو غله او فراريان د ١٩٧٣ نه د دې لپاره ساتلي وو چې افغانستان کښې پرې د داود حکومت کمزورے او د پښتونستان مسئله خرابه کړي. خو کله چې پاکستان او امريکې وليدل چې انقلاب هغوے دپاره د پښتونستان د مسئلې نه زيات خطرناک دے نو هغو غلو ته ئې د مجاهدينو نوم ورکړو، د امريکا سرپرستۍ ته ئې وسپارل او په تخريبي کارونو ته ئې ملا وتړله چې د افغانستان انقلاب [color=white:4625380409]ناکام[/color:4625380409] کړي. نو څنګه چې کمونسټان په نړيوال بلاک کښې د شوروي اتحاد سره شامل وو او د امريکې خلاف وو نو د شوروي اتحاد نه ئې د انقلاب د حفاظت لپاره مرسته وغوښته او هغوے خپل فوځ افغانستان ته راوستو. يعنې څنګه چې طالبانو په افغانستان کښې د القاعده په ساتلو سره امريکې ته بهانه ورکړه چې په افغانستان حمله وکړي بالکل همدغسې په پاکستان کې روزل شوو غلو په خپلو تخريبي کارونو کمونسټان مجبور کړل چې د شوروي اتحاد نه نظامي مرسته وغواړي. که دغه غله د پاکستان او امريکې او عربو د ګټو لپاره په افغانستان کښې جنګ او ورانکاري نه کولے، نو نه به افغانستان ته شوروي فوځ راتلو، نه به بمباريانې کېدلې او نه به دا نور ناورين ؤ بالکل همداسې لکه چې که طالبانو په افغانستان کې القاعده او نور دهشت ګرد نه ساتلے نو دا اوسنے حالت به نۀ وے.
نو اوس ته په خپله فکر وکړه چې د شر او فساد اصلي منبع ملا او مجاهد دے که نۀ دے؟
علامه اقبال يو ډېر لوئے فلسفي او پوئي سړے ؤ هغه ډېر پخوا ويلي وو چې "دين ملا فساد فى سبيل الله" نو هغه دا خبره هسې پوچه خو نۀ وه کړې، د مليانو تاريخ هم دا دے. ته ورپسې ځه او ګوره ئې، ملا به په ټول تاريخ کښې د خپلو خلقو په خلاف استعماري قوتونو له کار کړے وي. خو چې د عقل ړانده پرې نۀ وي خبر، يا خبر وي خو سترګې پټوي نو د هغې څۀ علاج دے؟[/quote:4625380409]
Mohammad Hassan
25.03.2008
محترم وهاج ساپی او د بحث نورو ګډون کوونکو ته سلامونه او احترامونه!
زه نه غواړم چې په دې ځای کې د ټول افغان له چلوونکو څخه دفاع وکړم ، خو په دې ځای کښې بيخی پټه خوله پاته کيدل هم سم نه بولم.
دا چې د ټول افغان فورم څه هدف لری، هغه تر ډیرې اندازې پورې د راجستر کېدو په شرايطو کې څرګند شوی او که کوم نوی شی د ويلو وی او د ويلو اړتيا يې وی، هغه به د فورم چلوونکی وليکی. زه به دلته د ځينو موضوعاتو په اړه یوازې خپل نظر په لنډه توګه وړاندې کړم.
ښاغلی وهاج ساپی لیکلی:
[quote:70fcb35b03]
داسلام په ضد پروپاګڼدې، تهمتونه، بهتانونه، او درواغجن تبلیغات په پراخه
پیمانه کیږي،
[/quote:70fcb35b03]
زما په نظر ستاسې دا ادعا د تاسې د احساساتو محصول ده او له واقعيت سره سمون نه لری.
ما وغوښتل چې د تاسې له خوا ورکړل شوی لينک وګورم، خو هغه ړنګ شوی، ولې هغه څه چې تاسې رانقل کړی، څرګندوی چې ورپکې ښکنځلې ليکل شوې دی. مګر دا خو له يوې خوا دا یوازينی ځای نه دی، داسې ښکنځل ډير ځلې ، ډيرو نورو ته هم ليکل شوی او ړنګ شوی دی او د بلې خوا دا خو د اسلام پر ضد نه پروپاګند دی، نه تهمت او نه هم درواغجن تبليغات. هغه څه چې تاسې رانقل کړی، د يوې ډلې او ګروپ په باره کې د کوم چا نظر دی . البته په هغه ځای کې چۍ شخص ته ښکنځل شوې، هغې د تقبيح وړ ده، خو د اسلام پر ضد تبليغات نه دی.
[quote:70fcb35b03]
دولسواکۍ لاس او پښې په کې ماتیږي، ،،
دملتپالنې پر ځاي په کې الحاد، نړیوال یهودیزم، او مسیحیزم پالل کیږي،
داتحاد او اتفاق پر ځاي په کې نفاق اوشقاق نور هم زیاتیږي،،،
علمي بحثونه په کې ودې ته نه پریښودل کیږي، او هر بحث په ښکنځلو او پوچو سرته رسیږي،[/quote:70fcb35b03]
زه نه پوهېږم چې تاسې يې کومه مشخصه نمونه ښودلای شی، چې د بحث په فورم کې د ولسواکۍ د لاس او پښو د ماتولو دليل شی. که يوه مشخصه نمونه په ګوته شی، نو علت به يې هم واضح شی او د ولسواکۍ د لاسو او پښو ماتوونکی به هم څرګند شی.
تاسې مو اول يوازې په «له درناوي ډک، آزاد ، علمي او منطقي بحثونه
په متقابل درناوي ولاړ منطقي او ساينسي دلايل» په مبحث کې دا خپلو تبليغاتی عنوانونو ته وګوری او بيا قضاوت وکړی چې دا مو د الحاد، یهوديزم او مسيحيزم له پاره په تبليغاتو کې ليکلی او که څنګه؟
يوازې شخصا د تاسې له خوانه وړاندې شوی عنوانو د همدې بحث په لومړی مخ کې داسې دی:
((- د ټول افغان ملحده، د کوم افغانی ...
- ملحده، ته په دې دنياکې څه کوی؟؟؟
- د ملحد ټوله عقيده په دوه افسانو ولاړه ده!
- لوی چلينج د هرملحد (چې نه خدای او نه مذهب) لپاره!!
- چلينجی سوال د هر ملحد لپاره!
- اې ملحده، کوم قانون تاته دا حق در کړی؟؟؟؟؟؟
- د اسلام په اړه شبهات او د هغې ځوابونه
- په لويديځ کې د مشهور کیدو او مهم کیدو لنډه لاره- اسلام سپکاوی...
- د پوهې په ټولو څانګو کې د ځينو مسلمانو علماوو تاثيرات او ابتکارات
- د زړې معشوقې تږي لیوني یاران.
- مسلمانو ورونو: دګنده علمانیت ، سیکولریزم، الحاد، او کمیونستۍ په وړاندې هجومې حالت غوره کړۍ، او له دفاعي حالت څ
- ډاکټر وطنمل صاحب: ستاسو مودیراتوري څه معنی لري؟؟؟؟؟
- ډاکټر وطنمل صاحب: د ټول افغان دفورمونو څخه مو هدف څه دی؟؟))
دا يوازې د لومړۍ صفحې هغه عنوانونه دی، چې د تاسې لخوا پخپله وړاندې شوی. اوس نو يو ځل بيا ورباندې تیر شه چې دا د بحث موضوعات دی او که د صاف اوصفا تبلِيغاتی مقاصدو له پاره ليکل شوی دی. دا د هجوم شعارونه، بيا په آخر کې هغه نورې بې اړتيا ليکنې او اوس بيا د ټولو پرمخ د ګوتې را ايستل او نور هغه مطالب چې تاسې ليکلی او همدا ډول مطالب او هغه ساده استدلالات چې په دې ارتباط وړاندې شوی دی ، رښتيا هم چې داتحاد او اتفاق پر ځاي په ټول افغان کې نفاق اوشقاق نور هم زیاتوی!!!
آيا بل چا هم په داسې حاده طريقه، دومره ډير دينی او مذهبی مسايلو ته لمن وهلې ده؟
اصلا دداسې موضوعاتو په همدې ډول حاده طريقه د طرحه کولو اړتيا نشته او که بيا د زړه غواړی کولای شی چې د اسلام په فورم کې ، هغه هم د بحث او د بحث وړ موضوعاتو په ډول طرحه کړې ،نه د یو طرفه تبليغاتو په حيث، چې بل څوک ورپکې د ليکنو حق نه لری او يا د تاسې په اصطلاح له موضوع څخه د باندې خبرې ورباندې ممنوع وی. ډير ځله داسې کيدای شی، چې که د يوې خبرې توضيح ستاسې په نظر له موضوع څخه وتلې معلوميږی، د نورو په نظر له موضوع سره په ارتباط کې ښکاری.
وګورۍ، همدا اوس چې تاسې دا موضوع مطرح کړې ده (( ډاکټر وطنمل صاحب: د ټول افغان دفورمونو څخه مو هدف څه دی؟؟))
او اوس نو دا ليکنه له دې موضوع سره څه ارتباط لری:
[quote:70fcb35b03]که دغو کمونستانو داسې نامعقوله کاورنه نه واي کړي،، نه به مجاهد وو،
نه به طالب وو ،، او نه بل څوک.[/quote:70fcb35b03]
تاسې مو اول دا خپل ځان ته وګورۍ، چې پخپله مو موضوع څه ډول مطرح کړی او تر هغې لاندې څه ډول تبليغات کوی؟ آيا ستاسې دا طرحه کړې موضوع د تاسې له خوا د ليکل شوو څيزونو سره ارتباط لری؟؟ شکايت وطنمل ته کوی، او بد تبليغ په کمونستانو پسې کوی! ښکنځلې درته کوم نفر ليکلی، تاسې اول په هغو د کمونست ټاپه وهۍ او بيا د خپلې ټاپې پر اساس دا د افغانانو په يوه سياسی ډله پسې تړې، بيا هغه ټوله ډله په کفر متهموې او ورته ظالم او بې دينه وايی.
ستاسې له خوا طرحه شوې موضوع وګوره او د افغانستان په دولت کې د يوې او يابلې ډلې د ګډون موضوع وګوره، آيا دا يو له بله سره سر خوری چې تاسې ليکلی:
[quote:70fcb35b03]ډیر علما دقضا دوظیفې څخه دتښتیدو له وجهې پاچاهانو بندیان کړي دي، چې یو
له دوي څخه ځمونږ امام ابو حنیفه رحمة الله علیه دې، هغه ته دوخت خلیفه امر
وکړ چې قضا وکړه، هغه انکار وکړ، نو خلیفه هغه بندي کړ، او په بندیخانه کې وفات شو، ځکه چې دغه خلک پوهیدل چې مسئولیت څه معنا؟؟
دا اوس دافغانستان په دولت کې علما له چا چوکۍ نه غواړي، او نه ورته پکار
دي چې چوکۍ وغواړي، البته په ځینو چوکیو کې دعلماوو وجود ضرور وي ،
لکه وزارت اوقاف او داسې نور، او باید دهغوي لپاره هم داسې علماء اختیار
شي چې دشرعي علم تر څڼګ په اداري امورو هم پوهه ولري،،،،،
نور باید دهرې چوکۍ لپاره خپل مسلکې شخص انتخاب شي، تر څو خدمت
په ښه توګه ترسره کړي.... [/quote:70fcb35b03]
تاسې له کومه خبرياست چې دا اوس په افغانستان کې علما چوکۍ نه غواړی؟ آيا همدا اوس د افغانستان د دولت د مهمو چوکيو مطلقه زياته برخه د دينی عالمانو او جهادی قوماندانانو په واک او انحصار کې نه ده؟
او بيا دا موضوع له دې سره څه اړه لری چې
[quote:70fcb35b03] ډاکټر وطنمل صاحب: د ټول افغان دفورمونو څخه مو هدف څه دی؟؟[/quote:70fcb35b03]
زما په نظر خو يوه د آسمان خبره ده او دا بله د ريسمان، چې هيڅ يو په بل پورې اړه نه لری. نو تاسې چې د موضوعاتو په بله خوا تګ او کشولو څخه شکايت لری، ولې مو په دولت کې د دينی عالمانو د اشتراک موضوع د ټول افغان د فورم له هدفه سره مخلوطه کړې ده؟ ولې مو ورته بيل عنوان نه دی ورکړی؟
او داسې ډير نور موضوعات دی چې ستاسې په همدې ليکنه کې، ورباندې ډیرې خبرې کيدای شی.
د فوروم چلوونکی هم ملايکې نه دی، غلطۍ به کوی، موږ په بحث کې ګډون کوونکی هم ډيرې غلطۍ لرو، خو صبر او حوصله به کوو.
وګوره، هغه څه چې تاسې رانقل کړی سختې ښکنځلې دی او که دا لاندې چې د بل چا لپاره کوم يوه ليکلی دی:
[quote:70fcb35b03]
او بي وقوفه مرده ګاوه: كوم حيا او غيرت يادوي خلقي!!!
ستا په ښځه خور او مور په كوسونو باندي خو پوره څوارلس كاله روسان پراته وو، څوارلس كاله مو روسانو ته په خپلو ښځو مرده ګاوۍ وكړه ، خپلي ښځي مو پري وغولي، لا اوس هم دحيا اوغيرت خبري كوي!!!
همدغه مجاهدين وو او دپښتنو جنګيالي وو چه روسان يي ستاسو دښځو له كوسونو څخه وشړل.
شرم او حيا بيخي نشته په تاسو كي ، ستاسو دخرو او مرده ګاوانو له لاسه زمونز دافغانستان غيرتي اولس ټول تباه شو.
كه په لاس راغلي نو غيڼ ته دي نيسم ، ځكه چه تاسو په بل څه شي نه يخيږي. او تر هغي پوري دركه وام چه تر څو درنه ساه ووځي
[/quote:70fcb35b03]
وګوره چې داسې منطق هم شته. دا منطق يوازې د يوه نفر نه دی، دا ډول کسان ډير دی. خو بې له حوصلې بله سمه لاره نشته!
پښتون زلمی
25.03.2008
[quote:0fca246308="Mohammad Hassan"]ښاغلی وهاج ساپی لیکلی:
[quote:0fca246308]
داسلام په ضد پروپاګڼدې، تهمتونه، بهتانونه، او درواغجن تبلیغات په پراخه
پیمانه کیږي،
[/quote:0fca246308]
زما په نظر ستاسې دا ادعا د تاسې د احساساتو محصول ده او له واقعيت سره سمون نه لری.![/quote:0fca246308]
نه قاضی محمد حسن !
له واقعیت سره سمون خوري ، خو چې ستا سترګې ړندی دی ، او په زړه کې دې
دکمونیزم پردې پرتې دی ، نو بیا تاسو څنګه کولاي شۍ چې دغه خبره ومنۍ
چې ته دغه روانو لیکنو ته پروپاګنډه نه وايي ، نو پروپاګنډه وايي څه ته ؟
[quote:0fca246308="Mohammad Hassan"]
[quote:0fca246308]
دولسواکۍ لاس او پښې په کې ماتیږي، ،،
دملتپالنې پر ځاي په کې الحاد، نړیوال یهودیزم، او مسیحیزم پالل کیږي،
داتحاد او اتفاق پر ځاي په کې نفاق اوشقاق نور هم زیاتیږي،،،
علمي بحثونه په کې ودې ته نه پریښودل کیږي، او هر بحث په ښکنځلو او پوچو سرته رسیږي،[/quote:0fca246308]
زه نه پوهېږم چې تاسې يې کومه مشخصه نمونه ښودلای شی، چې د بحث په فورم کې د ولسواکۍ د لاس او پښو د ماتولو دليل شی. که يوه مشخصه نمونه په ګوته شی، نو علت به يې هم واضح شی او د ولسواکۍ د لاسو او پښو ماتوونکی به هم څرګند شی..![/quote:0fca246308]
لومړۍ نمونه يي تاسو او ستاسو یاران دي ، چې شپه او ورځ دولسواکۍ پښې
ماتوۍ او ماتي کړي مو دي ، او دپرون په څیر بیا دکمونستې دیکتاتورۍ
لپاره کوښښونه کوۍ ،
تاسو کمونستان چیرې ولسواکي پیژنۍ؟
ستاسو دکمونستانو په هغه کمونستي نظام کې دولسواکۍ ټکې نشته ، بلکه
په صریحو الفاظو په کې دیکتاتورۍ لپاره کار کیږي ، لو که دغه دیکتاتوري
دخونړیو انقلابونو په واسطه منځ ته راشي ، کوم کې چی په میلونهاوو خلک تباه کیږي.
[quote:0fca246308="Mohammad Hassan"]
[quote:0fca246308]که دغو کمونستانو داسې نامعقوله کاورنه نه واي کړي،، نه به مجاهد وو،
نه به طالب وو ،، او نه بل څوک.[/quote:0fca246308]
تاسې مو اول دا خپل ځان ته وګورۍ، چې پخپله مو موضوع څه ډول مطرح کړی او تر هغې لاندې څه ډول تبليغات کوی؟ آيا ستاسې دا طرحه کړې موضوع د تاسې له خوا د ليکل شوو څيزونو سره ارتباط لری؟؟ شکايت وطنمل ته کوی، او بد تبليغ په کمونستانو پسې کوی! ښکنځلې درته کوم نفر ليکلی، تاسې اول په هغو د کمونست ټاپه وهۍ او بيا د خپلې ټاپې پر اساس دا د افغانانو په يوه سياسی ډله پسې تړې، بيا هغه ټوله ډله په کفر متهموې او ورته ظالم او بې دينه وايی. ..![/quote:0fca246308]
ولی ته په کی څه وايي ، دغه خبره چې ښاغلې ساپی صیب کړی غلطه يي کړی
ولې حقیقت نه دی ؟؟
او که په ډیره بې شرمۍ او بې حیایۍ غواړۍ چې ځمونږ سترګو کې خاورې وشیندۍ ، لا خو د دوه ملیونو شهیدانو کونډې ژوندۍ دي
لا خو به زرهاوو یتیمان ژوندې دي دکومو پلرونه چې تاسو په ډیرې بې رحمۍ سره
تر تیغه تیر کړل
لا خو تر اوسه دوطن وران ویجاړ کلې ستاسو په جنایتونو او جرمو شاهدي ورکوي
تاسو محترم باید دتبلیغاتو او د حقائقو تر منځ فرق وکړاي شۍ ، ځانته چې فیلسوف
وايي نو باید دتبلیغاتو او دحقائقو په معنی پوه شۍ ،
اسلام پسې چې بهتانونه او دروغ په دی فورم کې تړل کیږي
په ډيرې بې شرمۍ سره په هغی سترګې پټوۍ ، او مجردې تبلیغات يي هم نه بولۍ
خو ستاسو باره کې چې حقیقت په ګوته کیږي نو بیا ورته تبلیغات وايۍ
ستا او ستا دټولو کمونستو یارانو دهدایت په هیله ،
sheen
26.03.2008
هلکه يا خو خو ب وينى او يا ليټۍ غلبيلوى
دخبرى پۀ سر او کونه دى سړى نۀ پوهيږى
وائي ما چه ميګم دنبوره ما چه ميگه
دخللکو وخت پخپلو ورستو لکنو مۀ
ضايع کوه دددى ليکنى نه دى مقصد د وهاج سر وينځل دى
Ghairat
26.03.2008
[quote:51d93f518e="sheen"]هلکه يا خو خو ب وينى او يا ليټۍ غلبيلوى
دخبرى پۀ سر او کونه دى سړى نۀ پوهيږى
وائي ما چه ميګم دنبوره ما چه ميگه
دخللکو وخت پخپلو ورستو لکنو مۀ
ضايع کوه دددى ليکنى نه دى مقصد د وهاج سر وينځل دى[/quote:51d93f518e]
شین صیب که مطلب مو افغان پښتون وي نو هغه خو ډیر سپین سپین ګړېدلی دی، تاسو څنګه د هغه په مطلب پوه شوی نه یئ؟؟؟
که هدف مو بل څوک وي نو په هلکه ملکه باندې نه مشخص کیږي لطفا هر لیکونکی دې تل د اړونده تن نوم لیکي !
په درنښت