د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

په فارسي مي صفر درکړی


ع کريم حليمي
22.03.2008

يو معلم شاګرد ته په امتحان کښي صفر ور کړی وو 
شاګرد چه خبر سو ، نو معلم ته ورغلی چه معلم صاحب دا مي اخري کال دي 
خدای ته وګوره  يو درې نيمي نمرې خو راکه ، معلم جواب ورکی چه نه 
نه کيږي ، هلک ولاړۍ واسطه ئې پر وکړه 

واسطې چه و معلم ته وويل ، چه د زما دوست ته خو يو درې نيمي نمرې ورکه
معلم ورته وويل ، چه نه کيږي ، په فارسي مي صفر  ورکړي 
که مي په شوقه کښي 0 ورکړي واي نو بيا ئې چاره کېدله ، دا د فارسي 
په صفر کښي لاس وهنه نه کيږي 


مجاهدکنوازي
03.04.2008

توری غوښی ، اینه ، زړه ، سویې ، خنزیر ، هیلۍ ،ګمبری،دغوایی غوښی ، چونګښه ، چنګاښ ، شنه کبان ددریاب پیشو ، پیسته ، کاجو ، فاصولیا ،دکامل غنم ډوډی ، او پروتنی ډوډی ، او هغه خوراکی توکی چی په بازارکی تیاریږی ، سپین اوړه ، او هغه مکرونه چی دپالک، سوجې ، او کامل غنم څخه جوړه شوی وی ، ګمبری ، چنګاښ او شنه کبان ، مرچک ، پټا ټې ، رومیان او یمنی پټاټی ،تور زیتون ، مالټه ، کیله ، نارنج ، خټکۍ ، ام ، هر ډول سرکه ، کاتشف ، مایونیز ، توری چای ، چای لیبتون ، ګازی اوبه لکه ببسی ، بیره ( داوربښو اوبه ) سوډا ، شیدی او دهغو څخه جوړسوی توکی چی غوړ نه وی ځنی جدا شوی ، فاصولیا ، غنم ، بادام ، دغوایی او اوزګړی غوښی ، امریکی پنیر ، شین پنیر، پیروی ، پنیر شیدر کوتنج ، ایسکریم ، پنیر بارمیسان ، او هغه شیدی چی دهغه څخه پیروی او غوړ نه وی جدا شوی ، دجواری غوړی ، دبادام غوړی ، دلمر ګولی غوړی او هغه کسان چی دځیګر حساسیت لری هغه دی دکامل غنم ډوډی نه خوری سربیر پر دی باید سپورټ هیر نه کړی لکه تګ ، اوبازی او نور او هر سهار دنیم کوچنی لیمبو اوبه په یو ګیلاس تودو اوبو کی وچښی


امان افغان
03.05.2009

سلام
ګرانه مجاهده دادی څرنګه تخلص ځان ته خوښ کړۍ ده


همدرد
03.05.2009

[quote:578aaf1b9e="مجاهدکنوازي"]توری غوښی ، اینه ، زړه ، سویې ، خنزیر ، هیلۍ ،ګمبری،دغوایی غوښی ، چونګښه ، چنګاښ ، شنه کبان ددریاب پیشو ، پیسته ، کاجو ، فاصولیا ،دکامل غنم ډوډی ، او پروتنی ډوډی ، او هغه خوراکی توکی چی په بازارکی تیاریږی ، سپین اوړه ، او هغه مکرونه چی دپالک، سوجې ، او کامل غنم څخه جوړه شوی وی ، ګمبری ، چنګاښ او شنه کبان ، مرچک ، پټا ټې ، رومیان او یمنی پټاټی ،تور زیتون ، مالټه ، کیله ، نارنج ، خټکۍ ، ام ، هر ډول سرکه ، کاتشف ، مایونیز ، توری چای ، چای لیبتون ، ګازی اوبه لکه ببسی ، بیره ( داوربښو اوبه ) سوډا ، شیدی او دهغو څخه جوړسوی توکی چی غوړ نه وی ځنی جدا شوی ، فاصولیا ، غنم ، بادام ، دغوایی او اوزګړی غوښی ، امریکی پنیر ، شین پنیر، پیروی ، پنیر شیدر کوتنج ، ایسکریم ، پنیر بارمیسان ، او هغه شیدی چی دهغه څخه پیروی او غوړ نه وی جدا شوی ، دجواری غوړی ، دبادام غوړی ، دلمر ګولی غوړی او هغه کسان چی دځیګر حساسیت لری هغه دی دکامل غنم ډوډی نه خوری سربیر پر دی باید سپورټ هیر نه کړی لکه تګ ، اوبازی او نور او هر سهار دنیم کوچنی لیمبو اوبه په یو ګیلاس تودو اوبو کی وچښی[/quote:578aaf1b9e]

كنوازه : په ريښتيا چي كنوازي دي كړي، دا امریکی پنیر ، شین پنیر، پنیر شیدر، پنیر بارمیسان دا به ستا د ........ دهغه....... نه را باسو.
امانه: مجاهد كنوازي مناسب تخلص ځانته غوره كړي، ځكه داسي ليكنه يواځي كنواز سړي كولي شي.
خو ته راته دا اوايه أمانه: چي تا څرنګه لاسليک ځانته خوښ كړي ، ( اخ که زه خبرواﺉ )، لكه چا چي په دوكه درمنډلي وي، :lol: :lol: :lol:
ګونګ لاسليک دي ځانته غوره كړي.


خیریوسی
07.05.2009

همدرد صاحب لږ به دی په سوکه پوښتنه کړی وای دا خولکه چا ته چې ووایې ستا دمور پر میړه می سلامونه وایه ددی پر ځای چې ورته ووایې چې ستا پر محترم پلار مې سلامونه وایه


نیکی هیلی

ناصر شریفی
10.06.2009

سلامونه او نیکی هیلی می د ټول افغان ویب پاڼه درنو کارکونکو او غړو ته وړاندی کوم .هیله لرم ژوند مو په خوښی سره تیر شی.
ما څو ځلی کوښښ وکړ چه يو څه ولیکم خو کله چه په مخکوت باندی زور کړم بیا د هغه لیکنی پته هم ونلګیږی چه څه شوه کوم خوا لاړه نو زه یی هم پریښودونکی نه یم څو چه می خپل لیکل نه وی پکښی کړی نه یی پریږدم خو چه تاسی راسره په سردرد نشی خدای مو د سردرد نه ساته زه خو ترینه هیخ ښه کومه خاطره نلرم،نو رابشم اصلی مطلب ته چه د ټول افغان د ادبی ټوکو په پاڼه کښی یو ورور خپل نوم د(مجاهد کنوازی)په نامه چه یو مطلب یی هم لیکلی وو خو زه نه پوهیږم کیدلی شی ددی نوم --(مجاهد کټوازی) اوسی او ورنه غلطی شوی وی او یا یی ورته پام ندی شوی ،خو بعضو ورونو ورته هم لږ څه سپوری لیکلی دی ،اول خو مجاهد صیب ته وایو چه دا اصلاح کړی او بیا د ورونو نه هیله لرو چه په ادبی لهجه باندی ددغه ورور نه هیله وکړی،او که دا یو هم امکان نلری نو د ټول افغان د محترمو کارکونکو نه هیله لرو چه دغسی نومونه او مطالب او یا ځوابونه ددغی ویب پاڼه څخه لری کړی ځکه زمونږه کمکیان ،ځوانان،خویندی او رښتینی د ادب مینه وال د ټول افغان ویب پانی مینه وال په لراو بر کی ګوری او ګټه ترینه اخلی.پدی هیله چه د بی ادبانونه او د پښتنو د بد نامه کولو نه ډډه اوشی. په ډیره مینه ناصر شریفی



ع کريم حليمي
11.06.2009

معلم توري تختې ته ولاړ دی ، پر تخته د تېزاب h2so4 فورملا ليکي 
يو شاګرد په خوله يو اواز جوړ کي (ووووووو ) ، معلم مخ راواړاوه 
کې بود ؟؟ هلکان يو ږغ نه کوي ،بيا يې پوښتنه وګړه چه ; کي بوووود 
معلم د له قهره د صنف د يوه سره يای ته ولاړ سي بيا د صنف سر ته 
څو واره چه د سره د صنف پای ته ولاړي بيا يې وويل ، کي نووود 
په دې وخت کي چه معلم د صنف په اخيره کښي ولاړ دي يو هلک ژغ کړه 
اين جانب ! معلم له قهره تر خوله راووتل چه :اين جانب ګو خورد



ع کريم حليمي
11.06.2009

منان خان معلم صاحب دي خدای وبخښي ! 
د انګرېزي درس ئې ورکاوه ، او پخه انګرېزي ئې زده وه ، او د ډېر  ادبي ضرافت خاوند وو ، يو شاګرد پوپښتنه ورڅخه وکړه ، مالم صاب 
تاسو امريکا ته تللي ياست ، معلم ورته وويل هو ! هلک ورته ورته وويل 
نو ښه انګرېزي دي زده ! خدای بخښلي منان خان ورته وويل هو دوي وايي 
څو لحظې ورسته هلک له منان خان څخه پوښتنه وکړه مالم صاب !
لېټۍ ته په انګرېزي څه شي وايي ؟؟ منان خان د صنف له سره تر پايه 
ولاړئ دوې دورې چه ئې پوره کړې ، سيد احمده زويه!! امريکايان دا غول 
نه خور ،لکه ستا مور چي ئې خوري 


عادل عادل
15.06.2009

سلامونه

یوه ټوکه او خاطره

د 11 ټولګي د بیولوژي درسي ساعت و، استاد مو د وردګو و، ډیر پوه او په سوچه وردګي لهجه یې تدریس کاوه، ډیر وظیفه شناس او په وخت برابر استاد و، هیڅکله یې د درس د موضوع نه بهر خبرې نه کولې، زمونږ یو ټولګیوال چې د غزني و، هر وخت به یې په وردګو ټولګیوالو ټوکې جوړولې او ډیر به یې همدغه د بیولوژي استاد ورته د مثال په توګه یادولو.

یوه ورځ د ورځو نه چې نوموړي استاد د بولي سیستم په تدریس بوخت وو د درس د تشریح په جریان کې یې څو ځله د ادرار کلمه یاده کړه، غزني وال ټولګیوال وردګو ټولګیوالو ته په کتو او اشارې سره د استاد نه پوښتنه وکړه چې استاده دا ادرار څه ته وایي؟

استادچې د ټولګیوالو په منځ کې د ټوکو د نزاکت څخه نه و خبر، د سپینې تختې مخې ته یو څه مکث وکړ او مخ یې د ټولګیوالو خوا ته کړ اوغزني وال ټولګیوال ته یې و ویل چې:

ادرار په اصل کې له دارې څخه اخیستل شوئ دئ او زیاته یې کړه چې اوس خو به پرې پوه شوئ وې کنه؟

ټولو ډیر وخندل او استاد درس ته ادامه ورکړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more