نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له أفغانانو څخه څه ورك دي
..Ahmadzai
21.03.2008
محترمو وروڼو او خويندو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ګرانو دا لاندې لنډه قيصه بې مطلبه نه ده، هيله من يم چې مو خوښه شي.
له عادت سره سم يوسړی سهار وختي دملا په أذان راپاڅيده أو غوښتل ئې چې جومات ته لاړ شي، دتلو په وخت كې ئې يو ځل سر غوجلې ته ورښكاره كړ، ځكه چې دغو ورځو كې ډير غله لږيدل، خو كله ئې چې غوجله وكته، خره ئې نه وو، نو زر بيرته كور ته راغی أو خپل ځوان ځوي ئې راويښ كړ، أو دخرو په لټون پسې وليږه، ځوان أول په منډه دخپل كلي كوڅې، پټي أو ماحول ولټاوو أو بيا نژدې كلو أو بانډو ته ورسيده، هغه ئې هم ولټول، نيژدې وه چې غرمه شي، ډيرو كلو كې ئې پوښتنه كړې وه خود خرو هيڅ درك ونه لږيده، نو سرګردانه د لارو په أوږدو كې دخرو دوركې په غم كې ډوب وو، چې دابه چا بيولي وي؟ چيرې به وي؟ چيرته يې بايد ولټوي؟ دی لا په دغو سوچونو كې ډوب وو، چې ناڅاپه يې سترګې په يوې پخې ښځې چې ورسره يوه پيغله إنجلۍ أو دوه ماشومان وو أو دده په لوري راروان وو ولګيدې، د أكثرو ځوانان دخوي مطابق توجوه يې پيغلې ته وګرځيده، پيغلې إنجلۍ مخ په نقاب پټ كړې وو أو دوه زړه راښكونكې سترګې يې ښكاره كړې وې،كله چې رانژدې شول، ځوان خپلې سترګې د پيغلې په سترګو كې ورنيغې كړې، جينۍ هم پوره لفت وركړ، لنډه دا چې سترګو كې سره پوه شول.
د هلك زړه د پيغلې تورو ستر ګو يوړ، نور يې صبر ونه شو، أو له ليرې ليرې د دوي په تعقيب شو، له هغې پولې له دغې پولې ورته إشاره وكړه، هلته دلته ورته سپی سپی شه، أو پيغله هم د ده په دغه سپيتوب ډيره خوښه بريښيده، أو كله كله به يې ورته د إشارو ځواب وركاوو، دي كار هلك نور هم ګرم كړ.
دا طبيعي خبره چې د زړو خلكو خواه ددغو خبرو څخه ګرځيدلې وي، أو زر يې ورته نه پام كيږي، نو د زړې ښځې هم څه خاص پام د ځوان تعقيب او څارنې ته نه وو، أو پخپله لار روانه وه.
دوي په بر كلي كې دخپلوانو كره مليمانه وو، أو وس مهال خپل كلي ته ستنيدل، دوه ساعته وروسته بالأخره خپل كلي ته ورسيدل، أو ځوان هم دوي له ليرې څارل ، كله چې دوي كلي ته ورسيدل، ددوي كور دكلي په أخرني څنډه كې وو، چې ورته نژدې نور كورونه نه وو، خو تر څنګ يې يو څو كنډوالې أوګڼې ونې ليدل كيدې، ځوان لږ څه ليرې په پټويو كې دوي تر نظر لاندې نيولي وو، تر څو يې كور معلوم كړي، أو پيغلې خو هلك ليدلې وو چې دوي څاري، نو كورته د ننوتو په مهال يې ځوان ته إشاره وكړه ، چې بيرته راځم، أو دڅه ځنډ وروسته ئې د كور له دروازې سر راوويست أو ځوان سره يې إشارې پيل کړې، ځوان د څه كم يا زيات يو نيم ساعت أو ډيرو زاريو وروسته په دې وتوانيده چې جينۍ دې ته رضا كړي تر څو ده سره په هغه نژدې كنډواله كې وګوري، جينۍ زړه نا زړه كنډوالې ته راغله، پړونې یې لا همغسې په مخ وو، أو زړه راښكونكو سترګو يې ځوان نور هم بې تابه كړ، له سلام، معرفت أو دمينې د څو خوږو نرمو پستو خبرو څخه وروسته د دوي تر منځ داسې ډايلاګ داير سو.
[color=red:453c5ac4cf] ځوان [/color:453c5ac4cf]: رښټيا چې ووايم زړه مې ستا دا تورو سترګو يوړ، نور مې صبر ونسو أو ځان سره مې وويل كه دا نن زه تا سره ونه ګورم نو راتلونكي وخت به څرنګه راباندې تير شي، نو ځكه درپسې راغلم، په ليدو دې ډير خوښ سوم.
[color=yellow:453c5ac4cf]جينۍ[/color:453c5ac4cf] :زما هم ډير خوښ سوې.
[color=red:453c5ac4cf]ځوان [/color:453c5ac4cf]:بيا به كله سره ووينو؟
[color=yellow:453c5ac4cf]جينۍ[/color:453c5ac4cf] :أوس خو دي زما كور وليده، نو ستا خوښه ده چې كله بيا راځې، زه به دې شيبه په شيبه إنتظار كوم.
[color=red:453c5ac4cf]ځوان[/color:453c5ac4cf] : زما كلې خو ډير ليرې ده، أوس هم راباندې ډيره ناوخته ده، خو بله أونۍ په همدغه ورځ أو وخت څنګه ده؟
[color=yellow:453c5ac4cf]جينۍ[/color:453c5ac4cf] : سمه ده، زما خوښه ده، په إنتظار به دې يم.
[color=red:453c5ac4cf]ځوان[/color:453c5ac4cf] : كه خپه كيږې نه، زما خو يوه أرزو ده كه هغه پوره كړې؟
[color=yellow:453c5ac4cf]جينۍ[/color:453c5ac4cf] : وارخطا غوندې، څه شې ده؟ كه زما تر وسې وي پوره به يې كړم.
[color=red:453c5ac4cf]ځوان[/color:453c5ac4cf] : وارخطا كيږه مه، سترګو دې زما زړه يوړ، خو كه يو ځلې دې پړونی له مخ ليرې كړې چې مخ دې وګورم، أو أنځور به دې زما په زړه كې پاتې سي، كلې مې ډير ليرې ده، هسې نه په أرمان پاتې سم.
[color=yellow:453c5ac4cf]جينۍ[/color:453c5ac4cf] : نه نه، نې منم، بل وار ته، بل وار ته.
[color=red:453c5ac4cf]ځوان [/color:453c5ac4cf]: د زړه له حال څخه مې ښه خبره شوې، نو يوه أونۍ مې ولې په زور أو عذاب كې أچوي، دا خو دومره ګرانه خبره نده.
[color=yellow:453c5ac4cf]جينۍ [/color:453c5ac4cf]: نه نه بالكل نه ، بل وار ته چې راغلې مخ به مې ووينې، وعده درسره كوم.
[color=red:453c5ac4cf]ځوان[/color:453c5ac4cf] : زما دبل وار ليدو ته همدا شرط ده، چې نن دې مخ ووينم، كنه بيا نسم راتلې، أو نه راځم.
له ډيرو زاريو أو ټينګار وروسته جينۍ ومنل ، أو له مخ څخه ئې نقاب ليرې كړو، دنقاب له ليرې كيدو سره ځوان هك پك سو، ځكه چې د جينۍ خوله، پوزه، شونډې أو داړې دومره بدرنګې وې چې نور يې د سترګو حسن ورته شفاعت نسو كولې، نو ځوان په شا سو، أو يو أخ ئې وکړو.
[color=yellow:453c5ac4cf]جينۍ[/color:453c5ac4cf] ورته وويل : څه خبره ده ولې په شا سوې؟
[color=red:453c5ac4cf]ځوان[/color:453c5ac4cf] : نور څه خبره نسته، خو خوله دې ماته خپل ورك خره راپه ياد كړل، له ما څخه خو خره ورك وو، دلته څرنګه راغلم؟؟؟؟؟؟ أو روان سو........
په درنښت
أحمدزې
hoshiyar
22.03.2008
گرانه وروره احمدزي صاب
ديره شکلي کيسه دي راوړي خوندوره ده
زموژ د افغانانو کيسه لږ څه بل شاني ده
له موژ څخه عقل ورک ندي بلکي مذهب په زور يرغمل کري دي
که چيري زموژ افغانان د مذهب څخه پړوني ليري کي
نقاب ليري کي و حقيقت وويني بيا به ورياد شي
چي عقل تي ورک دي يا په زور اخيستل شوي دي
له أفغانانو څخه څه ورك دي
..Ahmadzai
22.03.2008
هوشياره
السلام على من إتبع الهدى
په تأسف سره بايد ووايم، چي له أفغانانو څخه به يو څه ورك وي، خو له تاڅخه هر څه ورك دي، ته په تورو تيارو كې ژوند كوي، ته خپل ځان نه پيژنې، خپل ځان دي درنه ورك ده،عقل دركي ذره نشته، بالكل درنه ورك ده، په دغو ملياردوإنسانانو كي يو ته أحمق پيدا شوي،چي لاره دي وركه كړې، چې لدغه حماقت سره سره بيا ځان ته هوشيار وائي، ستا باداران هم أوس څه نا څه هوښيار شوي،خو ته لا أوس هم هماغسي بوتل پاتي ئي،
دا ډوول چي څومره په زور ودرزوې، نور به زمونږ إجتماع كي څوك ورته أتڼ ونه كړي. أو نه نور هملاري پيدا كولې شې، هغه څو زاړه أحمقان أنډيوالان به دي همدا بابولاله درسره بولي ، تر څو چې زاړه أو خوسا شي، أو ورك شي.
بيا راسره خوله وازه نه كړې، كنه وهاج صاحب ته ورپلاس كوم.
hoshiyar
22.03.2008
شاغلي احمدزئ وروره
ولي وارختا هستئ؟
تاسي يو پوشتنه کري ما خپل نظر درکه
اوس تاسي اعصاب وارختا شوي
داسي خو خبره نه کيژي
حقيقت څده؟ له افغانانو څشي ورک دي؟
افغانانو په نړئ تر هر چيا زيات جهاد وکئ
تر نور چا زيات پر اسلام ټينگ ولاړ دي
خو گټه څشي ده؟
تر گردي نړئ خراپ وبرباد ژوند کيي
ورور تر ووروره يو بل وژني
تر سر پوري په جهالت کي دوب دي
که عقل ترلاسه کي د اسلام تر غلامئ بيرون شي
د ملا تر سلطي ځان خلاص کي هر څه سميگي
وروره ساپي ته دي ناري گټۀ نلريي
هغه دلته دليل کي ناکام شو نو وايي زه لږ سبق ويم بيا راځم
چي کوم وخت پوري غه سبق وايي هغه وخت پوري تاسي ولي خبره نکړئ؟
W.Wardak
22.03.2008
ګرانه وروره،ډیره ښکلی کیسه د لیکی ده.
زما په اند مونږ مذهب نه شو ملامتولی ، که چیری پرمختګ په بی مذهبی او کفروی، نو افریقا به تر ټولو مالداره،وه خو وینو، چی دوی هم تر ټولو ډیر وږی دی.
زما ښه په یاد دی چی ،چی مشرانو او ملانو به ویل، چی کفار ځکه، ښه ژوند لری، چی د هغوی دغه دنیا ده. نو بیا افریقایان ولی داسی بد حال کی دی؟
هوښیار ورور چی کومه تبصر کړی، کیدای شی د زړه له درده یی کړی، وی، چی علت به یی کیدای شی، ای، اس،ای، د افغانستان اسلامی تنظیمونه، او ایرانی اخندا وی.
او یا د سعودی خلک ولی، دومره ښه ژوند لری؟ دوی خو هم مسلمانان دی، دوی باید دومره ښه ژوند نه لرلای!
زه خپله په دی نظر یم، چی هر څه په زحمت پوری اړه لری، که دغه نن ورځ اروپا داسی مشران پیدا کړی، لکه د مونږ بعضی مشران، نو ډیر زر به دلته هم بد حالت ووینو.
بش نعلتی ته وګوری، چی خپل ملک یی اوس د اقتصادی رکود سره مخ کړۍ.
که چیری مونږ د حضرت محمد (ص) په دغه حدیث شریف عمل وکړو، نو زه پوخ باور لرم، چی نه به خوار وو، او نه به مذهب ملامتوو.
خو مونږ او تاسی یو مشکل لرو چی له مذهب نه سم خبر هم نه یو،او نه ځان خبرو، ملا هم په هغه کچه هڅه نه کوی، چی باید و یی کړی، عام خلک هم بی تفاوته دی، جوماتونه جوړو، خو یو کتاب خانه نه جوړو، چی خلک پکی معلومات واخلی، ......
په هغه حديث کی راځی چی د دنیا لپاره داسی کار وکړۍ، لکه ټول عمر چی پکی ژوند کوی، او د آخرت لپاره داسی کار وکړۍ لکه سبا چی مری.
له أفغانانو څخه څه ورك دي
..Ahmadzai
23.03.2008
السلام على من إتبع الهدى
محترم وردګ صاحب مننه
هوشياره
ملحدين چې په هره زمانه كې پيدا شوي, د خداې لخوا پرې ذلت مسلط شوې، او ډير ذليل أو سپك شوې، خلكو ورته په سپكه أو نفرت كتلي، نو ځكه هر ملحد خدای دي نه كړي أګر كه زما ورور هم وي ، نو ماته پرته له يوه سپك، منفور أو ذليل إنسان بل حيثيت نه لري، أو هيڅ كله ورته د حيوان لفظ نه كاروم، ځكه چې حيوانات پرې ډير شرف لري، أو دا به د حيواناتو په حق كي يوه بې إنصافي، تيرې أو ظلم وي.
خداې تعالى وائي : [color=green:a915d9815f](لقد خلقنا الإنسان في أحسن تقويم، ثم رددنه أسفل سافلين، إلا الذين أمنوا وعملوا الصالحات فلهم أجرٌ غير ممنون).[/color:a915d9815f]سورة التين
ترجمه : په يقين سره چې إنسان مو له ټولو څخه په ډير ښه صورت، قامت أو هيئت پيدا (خلق) كړو، خو بيا موبيرته د ټولو څخه لانديني مرتبې أودرجې ( ددوزخ لاندي أخري برخې) ته ښكته أو راټيټ كړو، پرته له هغو څخه چې (په الله) ئې إيمان راوړې أو ښه، نيك كارونه ئې كړي، نو د هغوي لپاره نه كميدونكې، نه ختميدونكې زيات أجر أو ثواب دې
نو تاته وايم إې ملحده : فرض كړه چې دا خداي چې ته ترې منكر ئې شته، نوبيا به د ستا غوندې إنسانانو دقيامت په ورځ څه حال وي؟ أيا د دوزخ دغه سپكترين ځاې ته له تاسو بل څوك مناسب شته چې ورشي؟أيا د خطر څه لږ څه إحساس نه كوي چې ګوندې دا خبره رښتيا نه وي؟ لږ څوچ وكه!!!!!!!!!!
ستا په مفكوره كي خو هيڅ ترهيب نشته أو صرف ياغيتوب ته دعوت ده، نو فرضاًً كه ته په سمه ئي نو مونږ ته څه ګټه رارسولي شې ، أو څه ښيګړې ستا دغه مفكوره لري چې زمونږ ژوند هوسا أو سوكاله كړي؟ كه مهرباني وكړې أو لږ تياره پرې واچوې.
كله چې إنسان له خپل خالق څخه منكر شي نو سويه أو درجه أو حيثيت يې د حجيواناتو څخه ډيره ټيټيږي، خو ملحدين هسې هم ځانونه د بيزوګانو ترقي يافته ځامن بولي، زما په أند دا خبره به د بيزوګانو سره ډيره بې إنصافي وي، ځكه چې شاديان لدغو ملحدو مسخو إنسانانو څخه ډير شرافت أو كرامت لري.
أو شادي نه په خداې أو نه په بندګانو ئي ملنډې وهي.
په نولسمه پيړ كي دإلحاد تخم يهودو په أروپا كې وشينده، أو په روزنه ئي لاس پوري كه، تر څو چې په شلمه پيړۍ كې ئي دولت جوړ كړو.
يهودو همداسې غوښتل چې يو بې له أخلاقو أو ضوابطو، له عواطفو خالي نظام ددنيا په سر جوړ شي، أو دخپل شوم أهدافو لپاره ئي وكاروي، ځكه چې يهودان له ټولو خلكو سره دوښمني لري، أګر كه هغه نصارى ياهم مسلمانان أو يا بل هر دين وي.
بد بختانه ډيرو مغلوبو مقهورو قومونه د دوي په غوليدونكو تبليغاتو وغوليدل، أو دا نظام ئي يو ښه زيری وباله، أو ځانونه ئي ددوي په غيږ كې ورواچول.
دغه بلا ورځ په ورځ غټيده، أو كله چي ښه زوروره شوه نو د غريبانو ئي بيخ وويست، أو إنسان څخه ئي بالكل د مادې غلام أو مريړې جوړ كه، دهر شي أصل ماده وګرځيده، نور نو نه أخلاق أو نه نورو إنساني لوړ نورمونو د دوي په نظام كې شتون لاره، نه عدالت وو نه إنصاف، إنسان د كار يوه أله وګرځيده، أو له هر راز روحي، إنساني أو إلهي أرزښتو څخه مجرد شو، ټول مطلب كار، كار أو كار وګرځيده هغه هم د خوړول أو كولو لپاره، دا هم يواځې د غريبان أو مغلوبو په برخه وو، واكمنو أو لوړذاتو مزې أو چرچې كولې، هوسا ژوند ئي كاوو.
دغه إستبدادي نظام دومره ظالم وو چې كومه إنساني ټولنه ددوي په واك كي وه هغه ئي د يو څو مقدمو أفرادو دخواهشاتو لپاره غلامه كړه، هر څه په كې مستباح شول، مال، ناموس، وطن أو أولاد ټول د دولت ملكيت وګرځيدل، أو شخصي ملكيت لمنځ څخه لاړ، دين أو د ديني مراسمو أدا كول يو داسې جرم ګڼل كيده چې سزاء ئي له مرګ څخه بل شې نه وو.
إنسانان ئي د خالق له بندګۍ څخه د مخلوق غلامۍ ته راكش كړ أو مجبور كړل، هر څه جبري شول، هر څه په حصو وويشل شو، أو هر څه د دولت وګڼل شول، لنډه دا چې دولت خداې وګرځول شو،.
دغه نظام أويا70 كاله وچليده، أو دمفكوروي إمبراطوريو په قطار كې دا يوه ډيره لنډه موده ده، خو بيا هم دا فاسد نظام چې بالكل ئي د بشري ټولنې سره سمون نه خوړ دأوسپنې أو دوينې تويولو په زور وچليده، په ميليونونو إنسانانو پكې ككرۍ وخوړې، أو بسته بسته ملتونه پكې تباه أو برباد شول، دا رنګ منحوس نظام د تاريخ په أوږدو كې ساری نه لري.
دا د حيرانتيا وړ خبره نده، ځكه چي د دغه نظام بنسټيز أصل إلحاد وو، أو كله هم چې إنسان له خپل خالق څخه منكر شي، أو إلهي ذات څخه لاس واخلي نو بيا په هيڅ پابند نه وي، عوطف ئي لمنځ څخه لاړ شي، أو إنسان څخه يو وحشي ځناور مخلوق جوړ شي، دوحشت د تورو تيارو إنتها ته ورسيږي، نو كله هم چې فرصت پيدا كړي د خپلو طبيعي غرائزو دپوره كولو په له هيڅ ناوړه كار څخه څنګه نه كوي، ځكه چې دپايلې، سزا أو حساب فكر ورسره نه وي، نه ئي كوم رادع ردع كوي، بدن څخه ئي د شيطانانوځاله جوړه شوي وي، أو دا دشيطان تر ټولو لويه كاميابي ده چې إنسان دومره ګمراه كړي چي نور د الله تعالى إدراك نشي كولې، أو نه ئي أيات، علامې حس كولې شي، أو صرف هسې يو كدو ترې جوړ شي، دأخلاقو له نګاه نه د څارويو څخه هم منحط شي، أو خپ إنساني شريف عقل پښو تهراووغورځوي، أو شيطان ته ئي وړيا وركړي، أو صرف وصرف د خواهشاتو پوره كول ئي لويه پديده ګرځيدلي وي.
له إلحاد څخه بله لويه ګناه ددنيا په سر نشته، أو نه به راشي.
نو ته څنګه ځان ته هوشيار وائې، غواړې چې أفغانان له خپل دين إنسانيت څخه إلحاد ته راوګرځوې، أو دو حشت په لور ئي روان كړي، أيا لاهمدومره وحشت دې پر مونږ لوريږي.
أفغانان خو خاصتاً ددې إفتخار لري چې دغه وحشي أو شيطاني نظام د دوي دمټو په زور أو دوينې قرباني لمنځ څخه لاړ، أو دړې وړي شو.
ددنيا إنسانان بايد ترې منندوې وي، ځكه چي له ډير لوې شر څخه ئي خلاص كړل، أودا ستر إفتخار په تاريخ كېد أفغان په نامه وليكل شو.
نن ته لا شرميږې نه چېغواړې مونږ د مغلوب متابعت أو تقليد وكړو، حال دا چي روسيان پخپله له خپلې مفكورې بيزار دي.
دا بي عقله بي عقله خبرې دې په درد نه خوري ، هسې به هر ځاې كې رټل كيږې.
خداې تعالى دي غيبي أو عاجل هدايت درته وكړي
په درنښت
أحمدزې
له أفغانانو څخه څه ورك دي
..Ahmadzai
23.03.2008
هوشياره
أفغانانو څخه خداې نه ده ورك، له أفغانانانو څخه دين نه ده ورك، خو أفغانانو څخه خپل إختيار ورك ده، أفغانانؤ څخه خپل واك ورك ده، أفغانانو څخه أزادي وركه ده.
دوي دا ټول هيركړي دي چې دوي د يو ډير لوې غربي(صليبي) ښكيلاك لاندې دي، ددنيا ډيرو كفري طاقتو د دوي وطن په وچ زور لاندې كړې، أو دوي ئي د ديموقراطۍ د پيغلې په تورو سترګو غولولي، پخپله دغه ديمقراطي چې غربيان(صليبيان) ئي غواړي أفغانان پرې وغولوي دومره بدرنګه ده، چې كله هم أصلي أو مسلمان أفغانان ئي مخ پوره وګوري أو وويني، نو ډير أخ أخ به وكړي.
وخت به تير وي ، نه به دا سي نه به هغه، أو غلامي به ښه پخه شوې وي.
په درنښت
أحمدزې
wahdat salim
23.03.2008
اسلام عليکم
قيصه دې ډېره خوږه ده، خوپه اخرکې دې دښکلو سترګو سره سره د هغې پېغلې زړۀ
مات کړی دی٠ تا سره ټول ساعت د خپلو خرو فکر ؤ٠ امېد دی چې خرۀ به دې موندلي
وي ٠ پۀ درنښت
pattang
23.03.2008
په مونږ کې خو خره نشته که په تاسو کې کومه پنجاپۍ خره وي رابېته يې کړۍ چې
کوټکې مو ډېرکړو
لکه کردان تاسو هم د خدای دښمني ته ملا تړلې ده ٠ ستاسو ګناه په خپله غاړه ده
چې غلامي کوی او خدای پاک په تاسو ملامت ندی ، ته يې يوه نمونه يې٠
[color=brown:3215b6ef42]دوزيريستان جنګېاليو په وياړ٠ [/color:3215b6ef42]
[quote:3215b6ef42="wahdat salim"]اسلام عليکم
قيصه دې ډېره خوږه ده، خوپه اخرکې دې دښکلو سترګو سره سره د هغې پېغلې زړۀ
مات کړی دی٠ تا سره ټول ساعت د خپلو خرو فکر ؤ٠ امېد دی چې خرۀ به دې موندلي
وي ٠ پۀ درنښت[/quote:3215b6ef42]
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
پتنګ صیب بیا دې څوک خفه کړی :
وحدت سلیم جلال احمد ځي سره خواله کړې، احمدځي لیکلي وو:
[quote:3215b6ef42]....دتلو په وخت كې ئې يو ځل سر غوجلې ته ورښكاره كړ، ځكه چې دغو ورځو كې ډير غله لږيدل، خو كله ئې چې غوجله وكته، خره ئې نه وو، نو زر بيرته كور ته راغی أو خپل ځوان ځوي ئې راويښ كړ، أو دخرو په لټون پسې وليږه،[/quote:3215b6ef42]
[color=red:3215b6ef42]نو آیا د لته د خرو خبره نه وه مطرح؟ باید شیطان ته دې لاحول ولا قوت ووایې او ژر
له سلیم خان څخه بخښنه وغواړې!
[/color:3215b6ef42][color=blue:3215b6ef42]وطنمل[/color:3215b6ef42]
اپريدے
25.03.2008
[quote:02d45c3733="pattang"] [color=brown:02d45c3733]دوزيريستان جنګېاليو په وياړ٠ [/color:02d45c3733]
[/quote:02d45c3733]
ياره په هر بحث کښې ته په جنګياليو وياړې. دومره جنګونه څه پکار؟
چرته د سپو سره خو کومه خپلوي نلرې؟
pattang
25.03.2008
اپريد ه !
زمونږ په ځای کې خوجنګيا لي ناموس ګټي ، که تاسو خپل خرڅ کړی ناموس
په سپويو ګټۍ نوخدای پاک دې هدايت درته وکړي ترڅو چې د پښتنو رنګه
نوره هم بده نشي .
نالت دې وي دپښتنو په دوښمنانو او صليبي اشغالګرو٠
[quote:bdde5e8965="اپريدے"][quote:bdde5e8965="pattang"] [color=brown:bdde5e8965]دوزيريستان جنګېاليو په وياړ٠ [/color:bdde5e8965]
[/quote:bdde5e8965]
ياره په هر بحث کښې ته په جنګياليو وياړې. دومره جنګونه څه پکار؟
چرته د سپو سره خو کومه خپلوي نلرې؟[/quote:bdde5e8965]
اپريدے
25.03.2008
[quote:2c91161cb0="pattang"]اپريد ه !
زمونږ په ځای کې خوجنګيا لي ناموس ګټي ، که تاسو خپل خرڅ کړی ناموس
په سپويو ګټۍ نوخدای پاک دې هدايت درته وکړي ترڅو چې د پښتنو رنګه
نوره هم بده نشي .
نالت دې وي دپښتنو په دوښمنانو او صليبي اشغالګرو٠
[quote:2c91161cb0="اپريدے"][quote:2c91161cb0="pattang"] [color=brown:2c91161cb0]دوزيريستان جنګېاليو په وياړ٠ [/color:2c91161cb0]
[/quote:2c91161cb0]
ياره په هر بحث کښې ته په جنګياليو وياړې. دومره جنګونه څه پکار؟
چرته د سپو سره خو کومه خپلوي نلرې؟[/quote:2c91161cb0][/quote:2c91161cb0]
ياره زه په افغانستان او افغانانو ډېر خفه کېږم
پاسپورټ مې د پاکستان دے خو ځان ته افغان وايم ځکه چې دغې خاورې سره مې مينه ده
خو ته دا مۀ وايه چې تاسو په جنګ او جهاد ناموس ګټلے دے.
تاسو چې د امريکې او پاکستان لپاره په افغانستان کې ورانکارے کولو او د جهاد نوم مو ورکولو او دا مو وئيل چې د ناموس حفاظت کوو نو همغه وخت ما په اسلام اباد کښې په دې خپلو ګنانګارو سترګو د افغاني خوئيندو بې ناموسي ليدلې ده. دغسې مې د افغانستان تاريخي اثار په پېښور او اسلام اباد کښې د مجاهدينو او طالبانو په لاس د غلا د مال په شان په ارزانه بيعه په خرڅېدو ليدلي دي.
ياره نۀ دي د وئيلو هغه څۀ چې ما ليدلي دي.
مۀ ئې راباندې وايه ځکه چې بيا به دې خلۀ وازه نيولې وي او کنځلې به راته کوې.
تاسو د امريکې او پاکستان لپاره خپل وطن وران کړے دے او خپل ورونه مو وژلي دي
تاسو دومره غټ جرمونه کړي دي چې يو تاريخ، يو مذهب او يو قوم مو هم نۀ شي معاف کولے.
زۀ درته يوه خبره بله کوم. خدائے دې نۀ کړي، خو ځينو مجاهدينو دا پروګرام جوړ کړے ؤ چې
افغانستان په پاکستان خرڅ کړي او د پاکستان يوه صوبه ترې جوړه کړي. دغه خبره اوس يو مشهور جهادي غل مولوي عبدالرحيم مسلم دوست په خپل کتاب کښې هم ليکلې ده او اعتراف ئې کړے دے چې مجاهدينو غوښتل افغانستان د پاکستان يوه صوبه کړي. که چرته خداے مکړه دا کار شوے وے نو تا به ليدلي وے چې د پاکستان حکومت به اول همدا جهادي ليډران پانسي کول ځکه هغوے ته معلوم ؤ چې دا د خپل وطن غداران دي نو د پاکستان سره به هم غداري وکړي.
..Ahmadzai
25.03.2008
پرديه
خوله دې ډيره سپكه وښوروله، أپريدي خو ټول دومره سپك نه دي، لكه څنګه ئي چې تا نمائندګي وکړه،أكثريت ئي درانده خلك دي، خو كله چې سپك شي له تا څخه هم بتر شي.
اپريدے
25.03.2008
پرله پسې لمبر (512) 2008-03-25
کندهار :
طالبانو پسرلي کې د "عبرت" په نامه نويو عملياتو د پېل کولو اعلان وکړ
د طالبانو وياند ذبيح الله "مجاهد" نن (2008-03-25) د نامعلوم ځاى څخه د طالبانو د تحريک د مشر ملا محمد عمر د مرستيال ملا برادر اخوند يوه اعلاميه افغان اسلامي اژانس ته د برېښناليک له لارې رالېږلې چې په عين شکل نشر ته سپارل کېږي.
(بسم الله الرحمن الرحيم
د پسرلي په راتلو سره د نوي عملياتو د پيل په هکله داسلامي امارت د نائب مشر ملابرادر اخوند مطبوعاتي وينا
دا چې اسلامي هيواد د کفارو له لوري اشغال شوى جهاد پر مونږ فرض شوى او له تېرو څو کلونو راهيسې ورځ تر بلې شدت پېداکوي د همدې مقدسې فريضې د لا ښې اجرا په خاطر به اسلامي امارت د روان پسرلي له پيل نه د( عبرت ) په نامه نوي عمليا ت پيل کړي له دغو عملياتو څخه زمونږ مطلب په دښمن پرېکنده او غليم ځپونکي گوزارونو سره دښمن ته د عبرت درس ورکول دي تر څو مجبوره او پوه شي چې نور بايد د افغانستان اشغال پاى ته ورسوي او دا چې د دوى له لوري وحشيانه بمبارونه او بې درېغه مرگونه او له مظلومو افغانانو څخه د وحشي زندانونو ډکول د افغانانو په کلک عزم، د پخې ارادې او جهادي فعاليتونو کې کوم تغير او کمزوري نشي راوستى او دا ظلم او زور يې تاثير نلري .
مونږ په دغو عملياتو کې د تېرو کلونو د تکتيکونو او تجربو سره د نوي ډول او نوعيت عمليات هم تر سره کړو دا عمليات به په ټول هيواد کې خپاره وي تر څو دښمن په هر ځاى راگېر او سر بداله شي .
اسلامي امارت د هغه ټولو ملکي اوفوځي کسانو څخه چې د کرزي په گوډاګي اداره کې کار کوي په کلکه غوښتنه کوي چې نور دې د کرزي له ناکامې ادارې څخه ووځي او د هيواد د ازادې په مقدسه جګړه کې دې د مجاهدينو تر څنگ ودرېږي الله تعالى به هغه ورځې راولي چې دکرزي اداره هم د نجيب د کمونستي ادارې په څېر رانسکوره شي .
مونږ له افغانستان څخه د کفارو د شړلو او د کابل د غلامې ادارې تر نسکورولو پورې خپل مقدس جهاد ته دوام ورکوو تر څو په خپلواک افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شي .
ټول مجاهدين بايد د ورکړل شوي پروګرام سره سم خپل جهادي فعاليتونه پر مخ بوځي .
دشمن مورال له لاسه ورکړى دى د مجاهدينوسره د مخامخ جګړې روحيه نلري ځکه خو ړندو بمباريو د هيوادوالو کورونه او فصلونه له منځه وړي او فکر کوي چې له همدې لارې به کامياب شي چې دا کار خپله د دشمن په مقابل کې د افغانانو جذبات نور هم راپاروي او له دښمن نه يي نفرت زياتوي او مقاومت لا زور اخلي .
په افغانستان کې دمستحکم اسلامي نَظام په هيله)
پاى ع 04:55 (GMT)
[quote:5e45ae93c5="jalal ahmadzai"]نو ځكه هر ملحد خدای دي نه كړي أګر كه زما ورور هم وي ، نو ماته پرته له يوه سپك، منفور أو ذليل إنسان بل حيثيت نه لري، أو هيڅ كله ورته د حيوان لفظ نه كاروم، ځكه چې حيوانات پرې ډير شرف لري، أو دا به د حيواناتو په حق كي يوه بې إنصافي، تيرې أو ظلم وي.
په درنښت
أحمدزې[/quote:5e45ae93c5]
گران محترمه وروره
دبشر وحيوان توپير په مذهب نه کييژي بلکه په عقل کيژي و څوک چي د عقل څه کار ناخلي په داسي څه عقيده وايمان لري چه هيڅ وجود و سبوت نلري نو پيا پوشتنه داده چي دهغه و حيوان ترمنځ څه توپير ده؟
زه يو خبر درته کوم. شکر وباسه چي په ګرده دنيا ټول خلک مسلمانان ندي. يوه کمه برخه چي مسلمانان دي د هغو هوم يواځي دوه فيصده (طالبان-القايده) د محمد په اصلي لاره (قتال-تخريب) روان دي که ټول دنيا خلک د اسلام په اصلي لاره روان شي نو داروين ويلي چي انسان په ملياردو کالو کي تر بيزو تکامل وکړئ وانسان شوئ مگر تاسي به په دا ١٥٠٠ کالو کي ليدلي وئ چئ انسان نه به بيزو جوړ شوئ وئ و په دنيا کي به هيڅ بازار- شار- ابادي- پرمختګ نه وئ گرده دنيا به غار غار وئ خلک به د ورځي يو بل خوړل بيا به د شپي غارونو ته تللئ.
chenar
26.03.2008
جلاله
دا د بيزو بچي دومره په غوسه كړي، چې ټولو أفريديو ته دې كنځلې وكړې
لږ أداب ماراتول خو پكار وو، كيداې شي دا بيزو بيخي أفريدی نه وي.
چنار