د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سور صليب

Dr shamolzai
19.03.2008

‏ ‏

‏ ‏ ډاکټر شملزئي زابل‏
سور صليب ( ‏I C R C‏) ‏د امريکائی غوښتنو ‏تر اغيز لاندی
نوړيوال سور صليب یا ‏I C R C ‎‏ ‏The International committee of the red Cross ‎‏) چې تعارف ته ‏اړتيانه لری يوه مشهوره او نړیواله فلاحی اداره ده چه د جنګ په ډګرونو کی د زخميانو دعلاج او خوندی ‏ځائي ته د انتقال دنده پغاړه لری . د سره صليب نړیواله اداره په کال ۱۸۵۹ ميلادی کی د شمالی اټلی سولفرینو ‏نامی کلی کی د هنری ډيونان ‏‎( Henry Dunant ) ‎‏ د هڅو په تر څ کی رامنځ ته شوه . هغه وخت په سلفرينو ‏کی د فرانسي او اسټرائی فوځونو تر منځ سخته نښته روانه وه . او د شپاړسو ساعتونو په مدت کی څلويښت ‏زره مړی او زخميان پر ميدان پراته وو. هنری ډيونان سره دا فکر پيداشو چی داسی یوځواک بايد جوړسی ‏چي د جنګ په صورت کی د ښکيلودواړو غاړو زخميان تداوی کړل شی . د یوکتاب وليکی او په هغه کی یی و ‏هغه دردونکو پيښو ته اشاره وکړه چی د جنګ په ډګرکی زخميان ورسره لاس او ګريوان وو. د غوښتنه کړی وه ‏چی د طبی کارکونکویو ګروپ دي جوړ سی چی د جنګ په وخت کی د زخميانو د علاج رغونی او خوندی ځائی ‏ته د انتقال دنده تر سره کړی . لدی سره يوځائي یی دا غوښتنه هم وکړه چی دغه تنظیم ته دی دبين المللی ‏قوانینو لمخی تحفظ ورکړل شی او دغه ټولنه دی غير جانبداره او مستقله وی . د دغو کوششونو په ترڅ کی په ‏کال ۱۸۶۳ ميلادی کی د جينیوا په نړيوال کميسون کی د هنری ډیونان دغه پيشنهاد ته عملی او رسمی بڼه ‏ورکړل شوه. او پر سپينه ټوټه باندی په سورنګ د صليب (+) نښان د سمبول په توګه ورته غوره شو. اود سره ‏صليب نړیواله کميټه (‏ICRC‏) نوم ورکړل شو. څه موده وروسته د سری میاشتی په نوم هم یوه اداره جوړه شوه ‏چې په اسلامی هیوادونو کی يې فعاليت شروع کړسره مياشت د دي لپاره په نړيوال کچ رسمی شوه ترڅو په سره ‏صليب د مذهبی تو پیر پر بنسټ د نیوکو مخنیوی وشی .سور صليب او سره مياشت اوس په نړيواله سطحه کار ‏کوی اود د نیاپه یوسل اتيا (۱۸۰) هيوادونو کی د فترونه لری . همدار راز زموږ هیواد افغانستان هم د جنیوا د ‏کنوينسيون هغه مسوده چی په هغه کی د سره صليب کړنی ذکر شوی دی په کال ۱۳۳۵ لمريز هجری کی ‏لاسليک کړی او سور صليب او سره مياشت یی په رسمی ډول تأيئد کړی دی .د جنیواد د کنوينسيون دغه ‏مسوده په لاندی ډول ده .( ۱) بشرپالنه( ۲ ) ناپلوی (۳ ) ناپيلتوب( ۴ ) خپلواکی( ۵) د خپلی خوښی خدمتونه ‏‏(۶) يووالی ( ۷) نړيوالتوب . د پورتینو اوو پر نسپونو په نظر کی نيولو سره به سور صليب او سره میاشت په ‏هر هیواد کی دجنګ په وخت کی د دواړو غاړو د زخمیانو علاج کوی . او د جنګی قيديانو سره مرسته او ‏دهغوئی و کورنی ته به دقیديانو پيغام رسوی له بی کوره شوو خلګو سره به مرسته کوی . په جنګ کی د ‏ښکيلو غاړوطرف به نه کوی اوهمدا راز د قدرتی آفتونو لکه زلز له او سيلاب په صورت کی به هم مرستی ‏کوی . ‏
د پورتنیو اوو مادو په نظر کی نیولو سره سره صليب په ډیر ښه ډول خدمتونه تر سره کړی او په هر هيواد کی ‏ئی په ناپییلی ډول کار کړی او دجنګ په وخت یی د دواړ غاړو د زخميانو سره مساوی مرستی کړی دی . زه ‏نه غواړم چی مضمون می ډير اوږ د او لوستل ئی خسته کن شی خپل اصل هدف ته راګرځم . زموږ پر هيواد ‏افغانستان چی کله سره ښامار ( روس) په ډيره بی رحمی او سيپن سترګی سره ښکاره فوځی تيری وکړ او د ‏افغانستان مسلمان او مظلوم ملت د افغانستان د بيرته ګټلولپاره جهاد پيل کړ او په هغه وخت کی سره ‏صليب زموږ د هيواد والو د زخميانو په انتقال او تداوی کی نه هيریدونکی مرستی کړی او هغه وخت یی زموږ ‏زخميان د جنګ له ډګره په خپلوا امبولانسونوکی انتقالول او په داخل او خارج کی ئی په مجهز و روغتونو کی ‏د علاج لپاره مصارف ورکول او په هيواد او د هجرت په سيمو کی یی خپل روغتونونه هم جوړ کړی وو . او ‏همدا راز به‌ ئي زموږ هيواد والو ته د طبی زدکړو کورسونه ترتيبول تر څو په هيواد کی د جنګ په ډګر کی د ‏زخميانو سره ابتدائی طبی مرسته وکړی . سره صليب په ډیره ښه توګه خپله وظيفه سرته رسوله نه ئی د ‏چاپلوی کوله او نه ئي د چا نارا ضايت ته کتل ځکه د دوی دنده هم داسی وه ولی نن چی افغانستان يوځل بیا د ‏دنيا ستر فرغونی طاقت (امريکا) او د هغوئی د ملګرولخوا تر اشغال لاندی راغلی او زموږ د هیواد والو ‏بشری حقوق استقلال دين او مذهب یی تر پښولاندی کړی او زموږهیواد وال دی ته اړ دی چی دخپل دین او ‏وطن دفاع وکړی او له امریکا اونا ټوڅخه خپل هیواد اواستقلال تر لاسه کړی په ټول هيواد کی جهاد ( جنګ ‏‏) روان دی . شرميدلی امريکا چی پر ځمکه د مقا ومت توان نلری اوله فضا څخه د ۵۲ ډوله الوتکی په ‏واسطه بمبار کوی اونه کلی ته ګوری او نه صحرا ته او زموږ مظلوم هیواد وال يا خو شهیدانيږی او لوی ‏تعداد یی په سخت ډول زخميا نيږی د ځينو ځوانانو او خويندولاسونه اوپښي پری کيږی او مظلوم افغانان ‏چی امريکا او ناټو یی په مختلفو نمونو لکه القاعده ، تروريست ، او طالب معرفی کوی او هغوئی د زندان او ‏مرګ له ويری خپل زخميان د هيواد داخلی روغتونو ته د علاج لپاره نشی وروړلائي ځکه هغه ټول روغتونونه ‏د امریکا ناټو او د هغوئی د مزدورانو په لاس کی دی او هيواد وال هلته دخپل د ژوند او عزت د خوندی ‏ساتلو له امله مراجعه نشی کولائی او خپل بدن یی زخمی زخمی وی او دهيواد په غرورغو کی د الهی نصرت ‏په طمع شپی صبا کوی . له بده مرغه زموږ هيواد له پخوا لاډير معيوبين درلودل چی اوس مویوځل بيا دهیواد ‏ځوانان لدغی ستری غميزی سره لاس اوګریوان دی ـ پدغه ستره غميزه کی چی زموږ پر هیواد باندی د دنیا ‏اتویشتو هیوادونو په مشترک ډول تيری کړی او زموږ مظلوم ملت په په مقابل کی مقاومت کوی پدی مشکل ‏وخت کی زموږ هيواد د دغو ټولو بين المللی ګټوڅخه بی برخی شوی دی . سور صليب او سره مياشت زموږ له ‏مريضانو سر همکاری نه کوی زموږ هیواد وال نن خلګ د بشر په لست کی نه شميری زموږ هیواد وال نن هغه ‏حقوق نلری چې د نړی نور وګړی یی لری ځکه چی زموږ د نن ورځی جګړه له امريکا او ناټوسره ده او دوی نه ‏غواړی چی افغان اولس له هغو ګټو څخه بر خمن شی چی هغه هم د امريکا تر تاثيرلاندي ټولنولخوا تر سره ‏کيږی . په لنډ ډول بايد و وايم چی د( ۱۵۰ )يوسل نپځوس کلونو په موده کی یو وازنی افغانستان ده چی د سره ‏صليب له امتيازاتو څخه بی برخی شوی ده . کيدائي شی چی زموږ سره دغه ظلم او حق غصبونه د سره صليب ‏لخوا نه بلکه د امريکا او ناټو دسخت فشار له امله وی . ولی بيا هم د سره صليب دغه عمل د سره صليب پر ‏هغو اووه مادو باندی چی دوی یی دخپل خدمت اساس ګڼې لکه استقلال ، ناپيلتوب، ناپلوی او خپلواکی ‏باندی تور داغ ده. کيدائی شی چی له افغان اولس سره داسی يوه مفکوره پیداشی چی کله افغانستان له ‏روس سره په جګړه کی ښکيل سره صليب خپل بیساری کومکونه کول نن چی افغانستان له امريکا سره په ‏جګړه بوخت ده او هغه هم دخپل استقلال لپاره او هره ورځ په لسګونو ځوانان د جنګ په ډګر کی زخميانيږی ‏اود سره صليب اداره ځان داسی ناخبره ښئ لکه هيڅ چی پيښ نه وی . او افغان اولس به سور صليب هم د ‏امریکا او ناټو يوه تر لاس لاندی اداره (ټولنه) وبولی . ‏
زموږ دهیواد . افغانستان تاريخ چی هر چالوستی وی هغه پوهيږی چی افغانانو هر وخت د خپل دښمن مقابله ‏کړی او په الهی نصرت سره بريالی شوی ده او خپل استقلال يه بيرته تر لاسه کړی ده او هر ومروبه یی نن هم تر ‏لاسه کړی .‏
‏ ولی سور صليب ، د بشرد حقوقو نړیوالی اداری به د تاریخ و هغو پاڼوته څه ځواب وائی چی افغان تاريخ ‏پوهان به یی وليکی چی افغان اولس دامريکائی ير غلګر و د تيری په وخت کی دنړی د ټولو بشری مرستو ، د ‏سره صليب او سری مياشتی له هغو ګټو څخه بی برخی شوی چی د دغو ټولنو بنياد او اساس پرولاړوو . ‏

‏ ‏

‏ ‏
‏ ‏


ډوکتر څپاند
19.03.2008

ښاغلي داکتر صاحب!
دسره صليب موسسه په معاصر تاريخ کی د امپرياليزم د جاسوسی په يوه وسيله تبديله شوی٠
غربيان هيڅ کله د چاسره مرسته نکوی مګر چه ګټه ئی پکی وی٠
دافغانستان په جنګونو کی هم دهغوی طبې فعاليتونه د هغوی دشيطانی اوجاسوسې
اعمالو لپاره یوه پرده وه٠
مګر د ډير تاسف ځای دادی چه زمونږ يو شمير هيواد وال اوس هم پدی عقیده دی
چا ګواکې غربيان زمونږ دهيواد او خلکو د خدمت په خاطر په افغانستان کی تشريف
لرې!هر هغه ځوک چه داشغالګرو خلاف څه ووائې اويا ئی په ليکه کړي نو هغه بيا
طالب،القايده او د تياره فکر لرونکی ګڼل کيږی٠ نو داموږ به کله هوښياريږو؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more