نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زیری کاسه نیم کاسه است !
منلی
18.03.2008
له ډیرو وختونو څخه اورم چې د افغانستان حکومت او ملګری یی دا کوښښ کوی چې دنشه یی توکو مخه ونیسی خو تر اوسه پوری بریالی شوی نه دی مګر دا خبره به ځما لپاره خندا وره اوعجیبه غوندی ښکاریده ولی چې نشئی توکی خو لکه د اسامه اوملا عمر په شان نه دی چې په غارونو او پټ ځایونو کې تری پټ شی داهسی ځما شک وو مګر دیوملګری دسترګو لیدلی حال چې ماته ېې بیان کړ ځما شک رښتیا شوو هغه ویل چې ډیر دهقانان دکلی دملکانو او پیسه دارانو لخوا مجبوره دی چې کوکنار وکری همداسی ملکان د نورو لخوا چې داسلسله دافغانستان دلوړپوړو چارواکو پوری بیا همداسی تر بهره رسیږی
ستاسو په دی هکله څه خیال دی چې داخبره به څومره رښتیا وی ؟
ډوکتر څپاند
18.03.2008
منلي صاحب خبره خو سل په سلو کي رښتيا ده مګر پوښتنه داده چه تاسو ولی دومره روسته خبر شوی ياست٠
منلی
18.03.2008
له بینوا څخه په مننه :
کابل د نهمې امنيتي حوزې د جنايې څانگي يوه تن عالی رتبه چارواکي ويلي چې د تيری پنجشنبې د ورځي په ځانمرگي بريد کې د امريکې د استخاباراتي ادارې ( CIA) څلور تنه کيليدي کسان وژل شوي وو.دا بر يد د پنجشنبې په سهار د هواېې ډگر په غزيدلي لويه لاره د امريکايې وگړو په دوو شوارليټ موټرو تر سره شوی وو.پر هغه مهال په دې بريد کې يوازي د 6 افغانانو د مړيني او د 33 تنو د ټپي کيدو خبر ورکړ شوی وو . سرچيني نن سهار بينوا ويب پاڼې ته وويل کله چې چاودنه وشوه او افغان امنيتي مامورين سيمي ته ورسيدل نو شاوخوا څلور کڅوړي هغه هيروين ېې هم تر لاسه کړل چې د چاودنې پر مهال د امريکايي وگړو له موټر څخه لويدلي ول .سرچيني چې د نوم له خپريدو سره ېې علاقه نلرله وويل چې په قوي گمان دې امريکايي وگړو په يوه گاډې کې غټه اندازه هيروين ځای پر ځای کړای شوي وو چې له افغانستان څخه ېې بهر ته وليږدوي .ويل کيږي دې امريکايانو د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه د "تايلنډ" هيواد پلازميني"بنکاک" ته د تلو تکل درلود خو هوايي ډگر ته له رسيدو دمخه ېې پر گاډو چاودنه وشوه .سرچينې دا هم وويل چې دا هيروين د پنجشنبې تر ماسپښين پوري له دوي سره ول خو د ورځي په پاې کې د امريکې د سفارت يو شمير غړو د کابل د امنيه قوماندانۍ په مداخله دا هيروين له جنايې څانگي بيرته واخيستل .
pattang
18.03.2008
نيکه يې د سقا ولپاره کار کاوه ( دانګليس استازيتوب ) کورنۍ مفعوله او قاچاقبره ده ، دا خبرې نوې ندي خو د خوار ملا ازانګ څوک نه اوري .
دخلقو سترګې د الرو ړندې کړې دي ٠
نالت په لاسپو څي چټل ،قاچاقبر رژيم او اشغالګرو٠
منلی
15.04.2008
ټول افغان د لمړي مخ څخه
ټول افغان ته د افغانستان د حکومت یو لوړپوړي چارواکي ـ چې نه غواړي نوم یې یاد شي ـ ویلي دي چې د ولسمشر کرزي په شمول یو شمېر افغان چارواکي پخوا هم شکمن ؤ چې ایتلافي ځواکونه طالبانو ته وسلې، پیسې او مهمات ورکوي او غواړي په افغانستان کې د جګړې اور تود وساتي. نوموړی وایي چې مخکې هم داسې خبرونه د خلکو لخوا ولسمشر ته رسول شوي ؤ. نوموړي چارواکي دا خبرې [color=white:9c88662ccc]ټول افغان ته [/color:9c88662ccc]په ولسي جرګه کې د زابل ولایت استازي حميدالله توخي د تور په هکله کولې.
حميدالله توخي رسنیو ته ویلي ؤ[color=darkred:9c88662ccc] چې ایتلافي ځواکونو د هلیکوپتر له لارې یو طالب قوماندان ته په زابل کې وسلې او مهمات ورکړي دي[/color:9c88662ccc]. ایتلافي ځواکونو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیا ل ریچارډ باوچر دا خبره منلې ده [color=red:9c88662ccc]او دا کار یې تېروتنه بللې ده[/color:9c88662ccc]. :D :D :D ریچارډ باوچر وایي چې په دې هکله یې څېړنې پیل کړیدي او هر چا چې دا سهوه کړېده قانوني چلند به ورسره وشي.
[color=yellow:9c88662ccc]سړي په چا اعتبار وکړي ،،،او یا په چا پوري زړه وتړي مينه؟؟ [/color:9c88662ccc]
Mohammad Hassan
15.04.2008
ټولو وروڼو ته سلامونه!
[quote:8f8f0602d0]حميدالله توخي رسنیو ته ویلي ؤ چې ایتلافي ځواکونو د هلیکوپتر له لارې یو طالب قوماندان ته په زابل کې وسلې او مهمات ورکړي دي. ایتلافي ځواکونو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیا ل ریچارډ باوچر دا خبره منلې ده او دا کار یې تېروتنه بللې ده[/quote:8f8f0602d0]
دا خو څرګنده خبره ده، چې دا مجاهدين او بيا دا طالبان زموږ د هېواد د خارجی دښمنانو په پلان، پيسو او د هغو د هدفونو دتر سره کولو له پاره جوړ شوی او تر هغه وخته به ور سره مرسته کوی، چې د دوی د پلانونو د پرمختګ له پاره ضرور وی.
اوس يې په دولت کې د شر او فساد د دورې مشران (مجاهدين) ورته کښېنولی او له بلې خوا هم له طالبانو سره مرسته کوی او په دې ډول په وطن کې د جنګ او جګړو اور بل ساتی، تر څو چې ځانونه خپل هدف ته ورسوی.
د ډيرو خارجی هیوادو اصلی هدف خپل ستراتيژیک پلانونه دی او د هغو د تر سره کولو له پاره غواړی چې په افغانستان کې اوضاع متشنجه وساتی. دا کار يې له پخوا هم کاوه او وروسته له دې به هم ورته تر هغه وخته دوام ورکړی چې دوی ورته اړتيا لری.
ما خو هم د 2006 کال د سپتمبر د مياشتې په 4 نېټه داسې ليکلی ؤ:
[quote:8f8f0602d0]
طالبان دوی راته پيدا کړل
اوس يې ګناه زموږ په ولو باروينه
دلته طالب سره جنګيږی
تر غرونو اېخوا تعليمونه ورکوينه!
که دا ناتو که امريکا ده
په بېګناوو اوروی د مرګ اورونه [/quote:8f8f0602d0]
اوس نو افغانانو ته په کار دی چې دا اوضاع په نظر کې ونيسی او د خپل هیواد او ولس غم پخپله وخوری.
.