نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Helamen khaiber
Dr shamolzai
17.03.2008
هيله من خيبر
دتوری اوقلم څښتن شهيدملا محمد حسين مستسعدشعر
خيبر خړنه وو ما پرون وليدی
د خيبر خړو غرونو
د خوشاليو زرغونې چپنې
پر خپلو لويو او هوډ منواوږو
دشهيدانو د قبرونو غوندی
را اچولې وې ښکلا ښکلاوه
خيبر خړنه وو
نه يې هم ها زرغونه چپنه
د هغوخړوچپن پوښوپه څير
چې خپل کورګی نن پرپنځوس ډوله دلالوپلوری
داسی بدرنګه ښکاري
خيبر، خيبروو
دبرمونوخيبر
دعظمتونو خيبر
دښوميړونوخيبر
زموږ دنيکونو خيبر
خيبر لاهم له برمه ډک وو
خيبر ښه ښکارېده ،خيبرله خپلې غیږې
چې زموږ دبرم له کيسو ډکه وه
د زرغونوکڅوتر څنګ د سرو غاټولو پګړۍ
دسترشمشادپر هاجګ سر ايښې وه
او دغاټولو دغه سره شمله يې
دسلمان غره پرشنو اوږولګېده
خيبر ګيلې لرلې
خيبر ويل !!!
ماپخپل وخت کې سکندر رټلې
ماپه همدغوغرو او دې دروکې
د مغولانو ستر بابرځپلې
زه د غيرت او دهمت نښه يم
ماد فرنګوستر لښکروهلې
د ايمل خان اوعجب خان دره يم
ماغليم هروخت لراو برشړلې
خومودې تېرې شوې کلونه وشول
زه د نا اهلو څوبچو له لاسه
او د” ډيورنډ“ په ها منحوسه توره
دنور هيواد د ستري برخې په څير
له خپل وجود نه رابيل شوې يمه
او د ” ډيورنډ بچوڼی“ !!!
کله له برې خوانه
کله له لرې خوانه
زما حرمت پايمالوي
زما احترام نه ساتی
خودنړۍ د مستکبرو دپيړيو لمسی
چې کله سيمې ته راځي نوزما زيارت ته راځي
زما د کږليچو او درو وسترعظمت ته راځي
د اوريدلو افسانو و حقيقت ته راځي
خو د ” ډيورنډبچوڼی “
لاهم لګيادی ما پر نورو پلوری
خيبرويل !!!
زما زرګونه بچيان
له کوزې خوا زما دروازې ته ولاړ
د ” کوز“ د وزخ څو کوټوالان تور کرغيړن مخونه
زما بچی و ” بر“ دوزخ ته شړی
څو د نړۍ پر فرعونيانو باندې بل اورونه
زما بچي وسوځي
او زما بچې دناکرده ګناوو
سزاته غاړه کښېږدی
دوخت فرعون ته نڅاوې وکړی
اودد یبانو دغه ستر يوون ته
د ” لاس تړليو“ چپن پوښو په څير
بلې صاحب او هر کلی ووايې
خو زما ولس به دغه ونه منی
خيبر خړنه وو ما پرون وليدی
دخيبرخړو غرونو
دخوشاليو زرغونې چپنې
دتوغ په دود وچتې کړې وې
له فخره يې نارې وهلې
خيبر ويل !!!
زه مې له دنګوڅوکو
دميوندليری ډګروينمه چې بياګرم دې
د هلمندسيندپه خرو ښېدو راغلې
زما د بچو وقربانۍ ته نړۍ هيښه تللې
او د ميوند ملاله
نن د ګيلې پرځای حيرت کې ډوبه
چې دبچومې قربانۍ ووينی
زما بچی اوس توره ډال نه لری
نه يې ټوپک پراوږو
نه ئې راکټ وې په لاسوکې
نه وي ناست پرمورچو
دګردنۍ پرځای د ” اور“ يوسوځونکې صدرۍ
پرخپله ملاوتړۍ
او دغليم په ها مغرور کاروان کې
ځان قربانی کړی او غوغاګډه کړی
په غليم ستره واويلاګډه کړي
او د غرور ها فرعونی نيشه ئې
له سره ووزی او ژړاپيل کړی
زما د بچو د بوږنونکې صحنې
د قربانۍ پرله پسې نندارې
زما په دروکې دفرنګ هغه زاړه هډونه
چی پيړۍ مخکې اوکلونه پخوا
زماله خاوروسره خاورې شولو
په لړزيدو راولي
د وخت ملالې مې اوس هيښې تللې
زما قرباينوته ټپې جوړوی
که په ټپوکې دا څه نه ځاييدل
بياورته ستری ترانې جوړوي
د قربانیو ټپې
د آزادۍ ترانې
خيبر چمتودی
خيبر غوږ نيولی
چې نن سبايو ترانه ووايی
د آزادۍ ترانه
دخپلواکۍ ترانه
خيبر سپین غره ته ويل جګ شه
و پاميرته وايه
ته دنړۍ له بام نه ږغ کړه
دغروميرته وايه
چې ونړۍ ته يوځل بيا زما ترانې ووايي
زما اتلواله وستايي زما کيسې ووايي
زما دبچو پر قربانيو بيا نغمې ووايي
خيبر خړنه وو ما پرون وليدی
دخيبر خړو غرونو
په جګوغاړو ماته داسی ويل
زه يم دبرم خيبر نه يم د شرم خيبر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــهه[size=18:1ff8d4fb6c][/size:1ff8d4fb6c]ه