د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چرګه او هګۍ

wazirafghan
17.03.2008

چرګه او هګۍ:
زما ګرانو دوستانو:
په دى فورم كى ځينى ليكونكى د چرګې او هګۍ قيصه داسى
وړاندى كوي ګويا چى هيڅ حل نه لري , او بيا د خداي جل جلاله
د شتون او نه شتون مسئله د دي قيصي شبيهه بولي ,

حقيقت دادى ورونو: چى دغه مسئله ډيره واضحه ده , حل لري , خو
دغه ځيني ګمراهان په كي له چالاكۍ كار اخلي , تر څو ه جانب مقابل
وار خطا كړي او لاره ترى غلطه كړي

كه څوك تاسو ته ووايي چي چرګه مخكي پيدا شوي او كه هګۍ؟؟؟

او تاسو د چرګي يا د هګۍ د مخكى پيدا كيدو ځواب وركړۍ
نو تاسو په دي داوړه حالتو كي په خطا كيږۍ
ولى؟؟؟

كه چيرى ووايو: چي هګئ مخكي پيدا شويده , نو دا تري لازميږي چى دچرګى نسل اوس نه واي , ځکه چې له دغي هګۍ څخه به یا چرګ راووځي ، او یا چرګه ،
نو که چرګ راووځي ، نو چرګ خو هګۍ او بچۍ نشي راوړلاي، نو دا
دچرګانو نسل له کومي شو، ،
او که چیرې له هګۍ څخه چرګه راووځي ، نو چرګه خو بیا چرګ ته ضرورت لري، تر څو کړکه شي، هګۍ راوړي، او بیا پرې کښيني، چې نور بچي راوړي ،،

او که چیرې ځواب ورکړو، چې چرګه مخکې پیدا شویده ، نو بیا دغه مخکینۍ مشکل منځ ته راځي، ځکه چې چرګه تر هغو هګۍ نه اچوي، تر څو پرې چرګ ختلي نه وي، او چرګ نشته، نو چې چرګ نشته ، نو دا چرګه به نورۍ هګۍ له کومه راوړي، چې بیا پرې کښیني، او نور بچي وځیږوي،
تر څو يي نسل پایښت پیدا کړي،

ښه ، نو ددی پوښتنې (((چرګه مخکې پیدا شوې او که هګۍ)) ځواب
به څرنګه کوو؟؟

داسي به يي کوو، لکه څرنګه چې الله جل جلاله په قران کریم کې فرمایلي:
ومن کل شيء خلقنا زوجین اثنین ،
ژباړه: او له هر څیز څخه مو پیدا کړي جوړي دوه قسمه ( نر او ښځه).

نو ځواب په دوه قسمه کیداي شي، چې خداي جل جلاله یا لومړۍ چرګه او چرګ دواړه پیدا کړل ، او یا يي دوه هګۍ پیدا کړې چې له یوې څخه چرګ، او له بلې څخه چرګه راووتله ، خو دغه لومړنۍ ځواب به ډیر سالم وي ، ، ،

او دا خدايي آیت دداروینیزم لپاره غټ ګزار دی ، ځکه چې دارویني نظریه وايي چې ټولو مخلوقاتو له یوې خليي څخه تطور کړی ، خو تر اوسه دوي یو انتقالي حالت پیدا نه کړ ، او هغه حیوان چې له نن څخه په لکونو او میلونونو
کاله مخکې تیر شوی دی، او له منځه نه دی تللی، دنني حیوان سره پوره شباهت لري،
ځکه خو دنړۍ اکثره طبیبان په دې نظریه دي چې په دی نړۍ کې هر زنده څیز دی نړۍ ته پوره وجود راغلی دی ، او له بل هیڅ څیز يي تطور نه دی کړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more