نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یوه د خندا لوبه، که تری نه مړه شوی، آزار مو پر خپله غاړه
W.Wardak
15.03.2008
[color=indigo:ac6764a31e]ددغه لوبی لپاره قطعی پکار دی.
لوبه پر دغه ډول ده، خو چی کله عملی شی، نو ضرور به مو له خندا تشی وخوږیږی.
کله چی څو انډیوالان سره یوځای شی، تعداد ضرور نه ده،خو چی څومره ډیر وی، هومره لوبه خوندوره وی.
۱.فرض کړی څلور کسان سره ناست دی.
۲.قطعی سره وویشی.
۳.قطعی باید پړمخی وی.
۴.اول کس، چی آخری پر هغه تقسیم شوی، باید له خپلو قطعو یو پر راپورته کړی، او میدان ته یی ،واچوی.
۵. بی له دی چی ده پر ته کتلی وی، باید د اچولو په وقت کی، پر بل مخ میدان ته واچول شی.
۶.کله چی پر میدات ته ولویږی، نو ټول یی، لوڅ مخ وینی، که چیرب دا توس وو، نو ټول باید ژر لاسونه پری کیږدی، که چیری، د چا لاس آخری پاتی شو، باید ټولی په میدان کی غونډی قطعی،ده ته ورکړل شی.
۷. که چیری شاه وو نو ټول باید عسکری سلام ورته واچوی، مطلب لاس باید ټنډه ته پورته کړی، که چا سلام و نه کړ، ټولی جمع شوی قطعی هغه ته ورټیله کړۍ.
۸. که چیری ماتکه وه، نو بیا باید ټول په یوه وقت کی ووایی، شاه ماتکه.
که چا آخر وویل، یا یی هیڅ ونه ویل میدان کی ټولی شوی قطعی ده ته ورکړی.
۹.که غلام وو، نو بیا باید ټول په یوه وقت کی ووایی، شاه غلام، که چا ونه ویل یایی تر ټول آخر وویل، او یایی د شاه غلام په ځای شاه ماتکه وویل، بیا د هم ده ته ټولی جمع شوی قطعی ورکړی شی.
۱۰.که چا د توس په مقابل کی بی له لاس ایښودلو بله اشاره چی د شاه، ماتکه او غلام لپاره ده، وکاروله، میدان کی جمع شوی قطعی ده ته وړکړۍ.
په همدغه توګه که چا شاه ته د سلام پر ځای د نوردریو قطعو اشاره وکارولی، جمع شوی قطعی د ده دی. او همداسی، ماتکه او غلام هم ....
۱۱. چی د هر چا قطعی ټولی میدان ته ووتی، بس هغه خلاص شوو.
۱۲.په آخر کی دوه کسان پاتی کیږی، چی یو به یی حتمآ ناکامه کیږی.
۱۳. نور نبرو واله قطعی هیڅ معنی نه لری، خو که چا د پورته څلورو قطعو کومه اشاره ورته وکاروله قطعی ده ته ور ټیله کړۍ، مثلا د چهار تایی په لیدو سره یی له خولی ووتل شاه غلام، نو بیا د میدان ټولی قطعی ورکړۍ، چی پنډه یی درنه شی!
ددغه لوبی جالب توب په دی کی ده چی وروسته له څو شیبو د لوبی ټول انډیوالان داسی، حساس کیږی، ته به وایی، په ستن کی تار ورکوی، ددوی ذهن تاسی، مصروفیږی، چی حد پر تمام، په دغه وقت د پورته یادو شویو اصطلاحاتو په ځای داسی څه ویل کیږی ، چی سړۍ د خندا مړ کوی.
ځینی انډیوالان، په ځای ددی چی په توس لاس کیږدی، سلام ورته کوی، ځینی، شاه ته د سلام پر ځای، وایی شاه ماتکه ، او داسی نور....
که چا دغه لوبه نه وی کړی، یو ځل یی ضرور له انډیوالانو سره دا لوبه وکړۍ، انشالله، چی زما مجاهد، پښتانه وروڼه به یو څو شیبی د وطن د غمونو پر ځای سره وخاندی.
په درنښت [/color:ac6764a31e]