د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو یو ځل بیا کابل په وینو سور کړ!

W.Wardak
13.03.2008

طالبانو یو ځل بیا په ناکام برید سره عام اولس په خپلو وینو ولمبولو،له طالبانو نه خو د مسعود افراد یو څه د الله نه ویره لرله، ځکه کله چی په کابل کی د طالبانو واکمی وه، هره میاشت به یوه چاودنه کیدله،خو یا به یی بم په ویاله کی ایښی وو، او یا داسی وقت به چاودیده چی هیچا ته به تاوان نه رسیده (سهار وقتی)،طالبان خو هر کال له زرو زیات هیوادوال وژنی.

پر پښتنو سیمو کی د واکسین پر ضد ګامونه د پښتنو سره ددوی بله دښمنی راښیی، تر څو پښتانه ماشومان په راتلونکی کی ، ګډان او فلج وی.

د ټلیفون د پایو آلوځول یی د پښتنو بر ضد بیله بیلګه د دښمنی ده، خپله خو سټلایټونه لری، غریب خلک به سټلایټ د کومه کړی.

که دوی په دی فکر وی چی د ټلیفونو په بندولو به امریکایان دوی پیدا نه کړی، دا بیخی غلطه ده، ځکه خلک پوهیږی چی امریکایان خپلو جاسوسانو ته سټلایټ ټیلیفونونه هم اخیستی شی، او یوه بله خبر دا چی که تاسی ګوګل ایرد ووینی، نو پوه به شی، چی دوی په څومره آسانی کولای شی، هر څه ووینی.

ګوګل ایرد خو به ګوګل له ناسا نه اخیستی وی خو ناسا به له دی هم دقیق وسایل ولری.
نو غریت خلک بیا ولی د موبایل له آسانتیا څخه محروموی.

ٌطالبان ښونځی ولی سوځوی؟ ځکه دا د آی،اس،ای پالیسی ده څومره چی پښتانه او یا ازبک او یا نور بی سواده وی، په هغه اندازه له دغه خلکو ښه ګټه اخیستل کیږی، بس یو فتوا پکار ده، یوه پیکا، یو راکټ، چی پر هر لوری یی مرش کوی، ورځی، او چی لږ خو غریب هم وی بیا نو..غوړی لا غوړ..

اوس ما واوریدل چی طالبان غواړی د شمال له لیوانو سره هم غواړی یو ځای شی، د زرهاوو شهیدانو ځواب به څه وی!!!؟

د شمال په ټلواله کی خو دوستم هم دی، چی د مکی منافقین ورته سلامی دی!
زما په اند طالبان باید خپل عملیان یواځی د امریکایانو په خلاف وکړی، مکتبونه ته اجازه ورکړی، حتی هغه ځایو کی چی دوی واک لری خپله مکتبونه جوړ کړی، نجونو ته مکتبونه جوړ کړی، تر څو له خلکو سره دا تشویش ورک شی،چی طالبان د پښتنو خویندو او وروڼو دښمنان دی.


Nawabi
13.03.2008

په تاسف سره باید ووایم چی طالبان ټول هغه افراطی ډلی دی چی دپاکستان په قبایلی سیمو کی د دیوبند په مدرسو کی ډیرسخت دریځه سلفیان روزل کیږی او د اسلامی شریعت دتحقق په پلمه په خشونت او قهرلاس پوری کوی او دخپل محدود او متحجرفهم څخه هاخوااجازه نه ورکوی چی څوک لاس دپښې څخه خطا کړی .په قبایلی سیموکی .طالبان ټول پښتانه دی . او دپاکستان د قبایلی سیمو څخه زموږسرحدی پښتنوسیمي ته را ننوځی . او خپل تخریبی عملیات ترسره کوی او بیرته پاکستان ته ورگرځی .خو داثابته ده چی د دوی سره د پښتنولی او افغانیت هیڅ احساس نسته ، او که وای نو ولی زموږ دوطن د پښتنو آرامه ژوند تباه کوی؟ ولی زموږ مکتبونه سوځوی؟ ولی معلمان وژنی؟ ولی دتعلیم او تحصیل او دعلم دښمنان دی؟ زموږ اولادونه خو په مکتب کی سواد او علم زده کوی،ترڅو پخپل ښه او بد پوه سی، او په آینده کی دخپل هیواد په اقتصادی ، سیاسی ، اجتماعی او فرهنگی فعالیتونو کی ونډه واخلی او هیواد ته خدمت وکړی اوله دی لاری نه دخپل شخصی ژوند دهوساینی له پاره امکانات ترلاسه کړی،نوولی دوی زموږ اولادونه د تعلیم او سواد له نعمته محروم او بی برخي کوی؟ دا ټول په دی خاطر زموږ پرخلکوباندی تطبیقیږی چی پاکستان نه غواړی زموږ اولادونه په خپل وطن کی دعصری علومواو ننی تکنالوژی امکاناتو څخه برخمن سی، د پاکستان نظامی استخبارات(آی .اس. ای) دناپوه طالبانو په ذریعه زموژ مکتوبونو ته اور وراچوی، دشونځیو دروازی تړی او معلمان، علما اودقومی مشران وژنی تر څوزموږ اولادونه له بی سواده پاته سی او دعصری علوموڅخه برخمن نشی. د دوی په نظر عصری مکتبونه دالحاد او کفر ځای دی اود انسان دپاره صرف دشریعت زده کړه کفایت کوی. خو دوی په خپل دغه ډول کړو وړوغواړی زموز وطن بیرته ۱۴۰۰ کال په شا وغورځوی


Akram
13.03.2008

د انقلاب لاره دا نۀ ده دا يو جاهلانه فکر دے ، د دې نتيجه به يواځې په هېواد کښې قتل او غارت بازار ګرمول او اختلافات او تفرقه پېدا کول وی. د اسلامی انقلاب دوه لارې دی يا خو حکومت په کامله توګه ختمول او د اتحاد د طاقت په زور سره په ملک کښې انقلاب راوستل دی او يا هم د انتخاباتو او عوامی رايو په ذريعې سره د لائقو او اسلامی فکر لرونکو کسانو اقتدار ته رسول دی نو په دې طريقې سره په ملک کښې اسلامی بدلون راتلې شی. که دا طريقې اختياره نه شی او د ځان وژونکو حملو او د بمونو د چاودولو لړۍ شروع شی نو هيڅ مرام ته به و نه رسيږی او هيڅ انقلاب او بدلون به را نه شی


Temor lang
14.03.2008

طالبان یواځې د پښتنو دښمن نه بلکه د تول بشریت دښمن دي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more