نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ګټور معلومات:- د اديانو يوه لنډه احصائيه
Mohammad Hassan
10.03.2008
ټولو لوستونکو او دبحث ګډون کوونکو ته سلامونه!
نن د ټول افغان د بحث په فاروم کې د دين او لادينۍ په اړه بحث په خورا تندۍ
روان دی، چې ورپکې ګډون کول مشکل دی. ځکه چې سره له دې چې بحث په
ظاهر کې د ((له درناوی ډک آزاد ، علمی او منطقی بحثونو )) تر عنوان لاندې چې
اساسا بايد په متقابل درناوی ولاړ منطقی او ساینسی دلایل وړاندې شی، خو
هلته زما په نظر له ډيرو خواوو د احساساتو غلبه پر آزاد علمی منطق زوروره او
مسلطه ده. که هلته هرڅوک يو نظر ورکړی نو به د يوه په ګټه او د کوم بل يا نورو
په تاوان وی. نتيجه به داوی چې يو به خوښ او بل به ناخوښ وی. نو زه دلته
دقضاوت پرځای مصالحه غوره بولم. له دې کبله يوازی دلته د اديانو په اړه يوه
معلوماتی احصائيه وړاندې کوم، چې موږ د اديانو له حاله او نفوذ او نفوسه په
نړۍ کې ځانونه خبر کړو او په بحثو کې دا په نظر کې ولرو، چې د چا په وړاندې
زموږ دعوت او خبرې اغيزمنې دی؟ او له چا سره د کوم منطق او چلند له لارې
پرمخ ولاړ شو!
له هغه بحث څخه چې نتيجه یې سالمه نه وی ، د يوه ساده معلومات ګټه ډیره ده.
نو دا تاسې او دا هم احصائيه:
۱- عیسویت – ۲،۱ میلیارده نفوس په نړۍ کې.
۲- اسلام - ۱،۳ ميليارده ...
۳- بې دينان (اګنوستيکان او اتئيستان) - ۱،۱ ميليارد
۴- هندوان – ۹۰۰ ميليونه
۵- بودایان- ۳۷۶ ميليونه
۶- د افريقا سنتی دين- ۱۰۰ ميليونه
۷- سکهان – ۲۳ ميليونه
۸- یهودان- ۱۵ ميليونه
۹- سپیريتيسم – ۱۵ ميليونه او
۱۰- بهايی – ۷ ميليونه
او داسې نور …
په لاندې پته (لینک ) کې يې نوره احصائیه په جزياتو کتلای شی:
http://www.britannica.com/eb/article-9399686/Worldwide-Adherents-of-All-Religions-Mid-2004
Re: ګټور معلومات:- د اديانو يوه لنډه احصائيه
hoshiyar
11.03.2008
[quote:6fa07b2323="Mohammad Hassan"]۳- بې دينان (اګنوستيکان او اتئيستان) - ۱،۱ ميليارد
په لاندې پته (لینک ) کې يې نوره احصائیه په جزياتو کتلای شی:
http://www.britannica.com/eb/article-9399686/Worldwide-Adherents-of-All-Religions-Mid-2004[/quote:6fa07b2323]
گرانه ورور محمد حسن صاحب محترم
دير تشکر چي دغه معلومات تاسي ورکړه. نو شکاره شوه چي اګنوستيکان و اتيستان په نړئ کي دريم لمبر اکثريت لري و په راتلونکو څو کلونو کي تاسي ګورئ چي دوي تر عيسويانو و مسلمانو زياتيژي ځکه چي څونه علم وپوهه زياتيژي دمذهب حقيقت پر خلکو شکاره کيژي او له دوکي څخه ځان وباسي.
Re: ګټور معلومات:- د اديانو يوه لنډه احصائيه
و.افغان
11.03.2008
لومړۍ خو زه پر دغې احصائيي شکې یم،
او کیداي شې چې آینده کې يي حقیقت هم بیان کړم،
نه پوهیږم چې ښاغلې محمد حسن ددې احصائيي دراوړلو څخه مقصد او هدف څه وو؟؟
چې په هماغه مقصد او هدف غږیدلي واي.
خو په هر حال دومره ووایم، چې حق په عقل او منطق پیژندل کیږي، نه په اکثریت سره
که په اکثریت پیژندل کیږي، نو داوس ددغې احصائيي له مخې
بامذهبه تر بې مذهبه څوچنده زیات دي،
که خبره په اکثریت کې وي، نو په مجمل ډول سره ټول تیر شوې ولسونه مذهبیان وو،
او تر اوسه یوداسې ښار نه دې کشف شوې چې هغه کې دې معبد نه وو،
که خبره په اکثریت وي، نو هغه مظلوم لږ بنې اسرائیل به دفرعونیانو په وړاندې
په نا حقه وې،
که خبره په اکثریت وي، نو دغه مظلوم لږ افغانان به دروسانو په مقابل کې
په غلطه واي.
که خبره په اکثریت وي ، نودغه مظلوم لږ افغانان به ددغو ډیرو پنجاپیانو په مقابل
کې په غلطه وي،
نو صحي خبره داده ، چې خبره دعقل او منطق ده ،
دا نن چې ګمراهان ډیریږي، سببونه يي په دین باندې جهل ، په دین نه پوهیدل دي،
دکوم په نتیجه کې بیا دوي په دین باندې ناروا بهتانونه تړي،
او بل سبب ، دخیټې او شهوت عبادت دې چې خلک يي دې حالت ته ورسول،
او نړۍ به همداسې ښکته روانه وي، تر څو چې هغه ورځ راورسیږي چې ددې
نړۍ په سر به یو مسلمان هم پاته نه شې ، او دا هغه وخت دې چې قیامت
به قائمیږي، او دا خبره څوارلس سوه کاله مخکې ځمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم کړې،
او هغه دا هم ویلي دي: چې داسې وخت به راورسیږي، چې سړي او ښځه به لکه
دحیواناتو غوندې دلارو په غاړه یو له بل سره زناوې کوي، او ښه سړۍ به هغو
کې دا وي ، چې دومره ووايي: چې کاشکې خو دا زناکاران ددې لارې څخه
چپ شوې واي.
او دادې مونږ اوس ددې نښې نښانې وینو، اخلاق ورځ په ورځ په دغه غربي ټولنه کې ختمیږي، او هر رنګ فساد ډیریږي.
او هغه حالت رارسیدلې کوم ته چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم اشاره کړی، نو اوس
په محضر عام کې سره لګیا کیږي، خو خبره لا دومره پراخه نه ده ، نوره به هم پراخیږي
بلکه ددغه خبث دحمایت لپاره ورځ په ورځ قانونونه ایښودل کیږي
او سلسله به همدغسې روانه وي
تر څو چې قیامت قائم شي،
نبې کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي :
تقوم الساعة علی شرار الخلق عند الله.
دقیامت ورځ دخداي جل جلاله په بدترینو مخلوقاتو قائمیږي.
تر څو چې داسې مسلمان په دې دنیا پاته وي چې لا اله الا الله وايي، نو قیامت
تر هغې نه قائمیږي.
نو مبارکباد دي دهغه چا لپاره چې ځان وپیژنې، او دخداي وحدانیت وپیژنې، او مسلمان شي، مخکې له دې چې مرګ ورته راشي ، او دۍ په ګنګیو کې لت پت پروت وي.
د ذکر شوې احصائیې د مطلب توضيح
Mohammad Hassan
11.03.2008
لومړۍ غواړم چې په ډیر صميمیت سره خپل د سلامونه ددې بحث هر يوه ګډون
کوونکی- لکه ښاغلی کوشان، سراج ساپی، هوشيار، وطنځار او نورو ټولو ته
وړاندې کړم. د لوی خدای څخه تاسې ټولو ته (که په خدای عقيده لری او که نه)
حوصله، زغم او د منطقی دلايلو د وړاندې کولو غوښتنه كوم. الله پاک د دا
ښکنځلې، بدې خبرې او د مقابل لوری سپکاوۍ د تاسې ټولو د خولې او قلمه لری
کړی. خدای د موږ ټولو ته داسې اخلاق راپه برخه کړی، چې يو له بله سره په
احترام چلند وکړو او هيڅ کله دا ګناه ونکړو، چې د خدای له لوری پيدا شوی
اشرف المخلوقات ( انسان) ته د حيوان خطاب رانه وشی او یا داسې چې په
نړيواله بشری ټولنه کې د علم، پرمختګ او کلتور په رامنځته کولو کې د يوه
متساوی الحقوق انسانی فرد له عقل، اخلاقو، ادب او نورو ښو ټولنيزو صفاتو
څخه يوازې په دې خاطر سترګې پټې کړو، او ان تعرض او حملې پرې وکړو، چې
هغه زموږ د د ين او يا مذهب پیروی نه کوی.
يوله بله سره بحث کول بايد د خپلې سياسی او مذهبی عقيدې او نظر له پاره د
تبليغ او پروپاګند سره فرق وشی. په دې فورم کې بايد هغه موضوعات رامنځته
شی، چې د بحث وړ وی او ټول مينه وال ورپکې ګډون وکولای شی او ګډون يې
آزاد وی. ټول به هڅه کوو چې موضوع بلې خواته رانه ولاړه نه شی، خو که له يوې
موضوع څخه د بحث بلې موضوع ته هم خبره والوته، کفر نه دی، تحمل به يې کوو،
هغه به هم د ملګرو د علاقې وړ موضوع وی.
که په چا خپله عقيده ګرانه وی، د نورو عقيدو ته هم بايد احترام ولری. دا خو سمه
نه ده چې زه ادعا وکړم، چې زما نظر سم او ستاسې ناسم دی. هر چا چې يوه عقيده
او نظر پيدا کړی، د هغو له پاره به يومنطق لری. دا يوه مسئله ده، چې د هغې د
منطق پوښتنه او ورسره خبرې اترې وشی، خو دا بيا بله ده چې هغې ته په
سپکاوی سره يو او يابل ډول خطاب وشی او ښکنځلې ورته وشی. دا خو بيا بيخی
ليونتوب دی چې سړئ د خپلې عقيدې د مخالف په باره کې داسې نور بد فکرونه
هم وکړی، چې هغه مخالف يې اصلا په ځان کې نه لری او ان د هغو څيزونو سره
مخالفت هم ولری. مثلا ملحد چې خدای نه منی ورته وويل شی. چې له خور او
مور سره هم زنا کوی. که داسې وای، نو اوس به دا يو ميلياردو کسانو ټولو خپلې
خويندې او ميندې غووې او خدای خبر چې اوس به په دنيا کې څه انډوخر جوړ
وای. او داسې نورې خورا ډيرې خبری...
نوره به مقدمه نه اوږدوم را به شم خپلې اصلی موضوع ته چې سراج ساپی ليکلی چې :
[quote:f00fb155b9]لومړۍ خو زه پر دغې احصائيي شکې یم،[/quote:f00fb155b9]
ورورکه، زه فکر کوم چې هيڅ د عقل څښتن انسان د خپل عقل او علم د صحت د
مطلقيت ادعا نه کوی. د خپل نظر او فکر د مطلق صحت او اکمال ادعا يوازې د
جاهلانو کار دی. نو زه هم ددې احصائيې د مطلق صحت مدعی نه يم.
بله دا چې زه نو کله دومره وخت لرم او يا چا دا امکان راته راکړی چې زه د داسې
تحقيق وکړم. دا احصايه ماله يوه ځايه را اخيستی او تصادفی می لينک هم ورسره
ورکړی. نو که سمه نه ده، تاسې يې د صحت او ناصحت دعوا له همغو کسانو سره
کولای شی، چې دا احصائیه یې وړاندې کړی ده، نه له ماسره!
بله دا چې موږ د متمدنو انسانانو په حيث، هم خپل فکر داو عقيدې آزادی
غواړو او هم د نورو د فکر، او نظر د آزادۍ احترام لرو. نو دا چې تاسې پر دې
احصائيه شکی یاست، دا د ستاسې خپل حق دی او هيڅوک تاسې له دې شک
څخه نه منعه کوی. تاسې د خپل نظر او عقيدې او شک په لرلو کې مختار ياست!
ښاغلی وهاج بيا ليکلی:
[quote:f00fb155b9] نه پوهیږم چې ښاغلې محمد حسن ددې احصائيي دراوړلو څخه مقصد
او هدف څه وو؟؟
چې په هماغه مقصد او هدف غږیدلي واي. [/quote:f00fb155b9]
پرون زه مريض وم، له کاره راغلم، له ډاکتره مې د نن او سبا ورځې له پاره هم
تصديق واخيست، چې لږ دمه مې جوړه کړه، نو را پورته شوم، ټول افغان مې را
خلاص کړ، روان بحثونه مې ولوستل ، د اديانو او د خدای د موجوديت او نه
موجوديت او د هغه دڅرنګوالی په اړه بحثونه ګرم او خورا احساساتی حالت ته
رسيدلی ؤ، تصادفی دا سوال راسره پیدا شو، چې د اديانو حال په همدا اوس
وخت کې چېرته ولولم. کله مې چې په انټرنيټ کې دې خوا هغې خوا چکرې وهلی،
دا احصائيه مخې ته راغله، دلچسپه راته څرګنده شوه او دا معلومات مې د نورو
له پاره هم په زړه پورې وموند او دلته مې وليکه. ما فکر کاوه چې دابه تاسې او
نورو ملګرو ته هم د معلومات پر سر يوه تفريح شی.
ښاغلی ساپی بل ځای داسې ليکلی:
[quote:f00fb155b9]و صحي خبره داده ، چې خبره دعقل او منطق ده ،
دا نن چې ګمراهان ډیریږي، سببونه يي په دین باندې جهل ، په دین نه پوهیدل دي،
دکوم په نتیجه کې بیا دوي په دین باندې ناروا بهتانونه تړي،
او بل سبب ، دخیټې او شهوت عبادت دې چې خلک يي دې حالت ته ورسول، [/quote:f00fb155b9]
زه داسې فکر کوم چې دا خبره د سمه ده چې د عقل او منطق خبره صحی خبره ده.
خو زه داسې فکر نه کوم چې نن يعنی په اوسنی عصر کې ګمراهان ډيريږی. زما له
نظره په اوسنی عصر کې د پخوا تيارو زمانو په نسبت علم او پوهه خورا چټک
پرمختګ کوی او همدا علم او پوهه انسانان له ګمراهۍ څخه راباسی.
په دين باندې جهل هم له پخوا وختونو څخه اوس ډير کم دی. همدا اوس چې وينو
يې، ان څو کاله پخوا دا امکانات نه ؤ، چې سړئ د په انټرنيټ کې دينی
معلوماتونه تر لاسه کړای شی او د دين پر سر دې دنړۍ له مختلفو کنجونو څخه
بحث او تبادل نظر وکړی. زما له نظره د دين په اړه د انسانانو پوهه نن له هر بل
وخت څخه زياته ده. نه يوازې د دين، بلکې د طبيعت او هر بل څه په هکله.
يوه موضوع زما له نظره خورا مهمه ده، هغه داچې هيڅوک نه غواړی چې خپل ځان
وغولوی. خصوصا هيڅوک به دې ته ټينګ نه شی، چې د جنت له ښيګڼو ځان
محروم او د دوزخ اورونه په ځان ومنی. نو ځکه هر انسان طبيعتا هڅه کوی، چې
رښتينئ دين ومومی او هغه عملی کړی. خو عقيده او د يوه شی منل د حقيقت په
حيث دا د هر انسان له باطنی او مغزی باورونو او قبلونو سرچشمه اخلی. نو که
مثلا يو سړئ په دې معتقد وی چې خدای شته ، نو له هغه څخه په زور دا عقيده
نه شی لرې کيداي. په زور يې آرامولای شی، چې دا خبره برملا او په جګ آواز ونه
کړی، خو په زور يې له عقيدې نه شی اړولای. نو ځکه چې دا دوه ميليارده کسان
په عيسويت او دا څه باندې يو میلیارد په اسلام او يا تقريبا همدومره به الحاد
معتقد دی، په دې او يا هيڅ کومه بله ډله هم دا تور نه شی لګېدای، چې دوی په
يوه او يا بل دين ناروا او عمدی بهتانونه کوی. دا ډول ادعا پخپله د نوموړو
کسانو او ډلو سپکاوۍ او پر هغو باندې بدګمانی ده! که بيا د چا باور همداسې
وی، نو دا باور يې له بشری ټولنې څخه د ناخبرۍ او د حالاتو څخه د ګوښه پاته
کيدو او سادګۍ او پسمانۍ محصول دی. که مثلا همدا بې دينان را ونيسو، دا
يو ميليار کسان څه اړتيا لری، چې په اسلام بهتان ولګوی. زما له نظره هغوی د
خپلې شيګڼو په خاطر او د خپلو معلوماتو پر اساس د ځان له پاره همدا لاره غوره
کړی او اوس نو طبعا همدا لار د نورو له پاره هم ښه بولی. لکه چې همدا کار هر
مسلمان، عيسوی، هندو او نور هم کوی.
تاسې مو لږ دې خبرې ته فکر وکړی، چې تاسې واياست، چې د خېټې او شهوت
عبادت دا دومره کسان دې حال ته رسولی، دا پخپله څومره په ټيټه سويه تفکر او
د قضاوت او برداشت ابتدايی حالت دی. دا څومره بده خبره ده، چې په ميلياردو
انسانان د خيټې او شهوت په عبادت تورن کړو! او په تېره بيا چې که هغوی منطق
وړاندې کړی، موږ ورته د خره او غوايه او زناکار او بد اخلاق او بل او بل خطاب
وکړو؟
داسې ډیرې او زښته ډيرې خبرې نورې هم شته، خو څرنګه چې همدا اوس بحث په
عقلانی سطحه کې نه، بلکې په احساساتی حالت کې قرار لری، خبرې کمې اوريدل
کيږی او کم ورباندې تفکر کيږی، نو ځکه زه همدلته خپلې خبرې بس کوم . نور نو
تاسې ټولو ته ښه وخت او ښه بحثونه غواړم.
خدای وکړی چې د تاسې ټولو طبعې جوړې وی.
Re: د ذکر شوې احصائیې د مطلب توضيح
و.افغان
11.03.2008
ِ
ښاغلې محمد حسن صاحب:
په پورتنۍ لیکنه کې مو ځینې خبرې ډیرې ښې کړې ، او په ځینو خبرو کې مو
اوبه دبوڅو لاندې تیرې کړې،
په هر حال وخت پرې نه ضایع کوم ، خو دومره یوه اشاره درکوم ، چې تاسو
هم لکه دا نورو غوندې په مفکوري غږیدلي نه یاست، یواځې مو یوه غیر
واقع حالت متصور کړې ده بیا مو حکم کړی دی:
تاسو ویلي چې:
[quote:9556cbc752="Mohammad Hassan"] مثلا ملحد چې خدای نه منی ورته وويل شی. چې له خور او
مور سره هم زنا کوی. که داسې وای، نو اوس به دا يو ميلياردو کسانو ټولو خپلې
خويندې او ميندې غووې او خدای خبر چې اوس به په دنيا کې څه انډوخر جوړ
وای. او داسې نورې خورا ډيرې خبری....[/quote:9556cbc752]
نو ښاغلیه : تاسو چې کوم تصور کړی دی ، دغه ځما مطلب نه وو، زه په الحادي
مفکوري غږیدلې یم ،
سوال مې دادې چې آیا الحادي مفکوره ددغسې انډوخر مخه نیسې ، ؟؟؟؟
آیا الحادي مفکوره دغسې انډوخر منعه کوي؟؟؟
آیا الحادي مفکوري داسې انډوخر جوړولو ته لار برابروي او که نه؟؟
آیا مونږ يي شروع لیدلې ده او که نه؟؟؟
دا اوس نوې احصايي شوي دي، چې په فرانسه حرامونې له نیمايي فرانسویانو
څخه زیات دي.....
پوهیږم چې ښاغلې محمد حسن به راته په دیالکتیک ځواب راکوي ،
خو هغه هم معقول ځواب نه دی ، ځکه چې دیالکیتک کې مادي قوانین مطرح
دي ، نه انساني او اخلاقي .
نو بیا هم دهغه دمعقول ځواب په انتظار ،
بیا مو لیکلې:
[quote:9556cbc752="Mohammad Hassan"]
نوره به مقدمه نه اوږدوم را به شم خپلې اصلی موضوع ته چې سراج ساپی ليکلی چې :
[quote:9556cbc752]لومړۍ خو زه پر دغې احصائيي شکې یم،[/quote:9556cbc752]
ورورکه، زه فکر کوم چې هيڅ د عقل څښتن انسان د خپل عقل او علم د صحت د
مطلقيت ادعا نه کوی. د خپل نظر او فکر د مطلق صحت او اکمال ادعا يوازې د
جاهلانو کار دی. نو زه هم ددې احصائيې د مطلق صحت مدعی نه يم.
بله دا چې زه نو کله دومره وخت لرم او يا چا دا امکان راته راکړی چې زه د داسې
تحقيق وکړم. دا احصايه ماله يوه ځايه را اخيستی او تصادفی می لينک هم ورسره
ورکړی. نو که سمه نه ده، تاسې يې د صحت او ناصحت دعوا له همغو کسانو سره
کولای شی، چې دا احصائیه یې وړاندې کړی ده، نه له ماسره!.[/quote:9556cbc752]
ما ځکه شک پرې وکړ . چې کټ مټ همدغسې یوه احصائیه مې له مخې تیره شوی
او دادې پس له بحث راته پته ولګیده ، چې دا دواړه احصايي په یوه کال کې شوي
دي ، خو تأسف کوم چې ددې احصايي اصلي مصدر کې اوس دا احصائیه
نه په سترګو کیږي، خو زه به يي تاسو فرعي لینک کیږدم:
http://www.alriyadh.com/2004/07/27/article14172.html
اصلي لینک چې اوس په کې دا احصاییه ما پیدا نه کړه:
www.adherents.com/religions
لومړۍ: مسیحیان: ۲ ملیاره.
دوهم: مسلمانان ۱.۳ ملیارده.
دریم: هندوان ۹۰۰ ملیونه.
څلورم: ملحدین ۸۵۰ ملیونه.
پنځم: بوذیان ۳۶۰ ملیونه.
شپږم: دقومي مذهبونو والا ۲۲۸ ملیونه
اووم: وثني افریقايي دینونه ۹۵ ملیونه.
اتم:سیکان ۲۳ ملیونه.
نهم: یهود، ۱۹ ملیونه.
په دغه احصاییه کې یو کوږ حرکت شوی دی، او هغه دا چې :
ملحدین په څو قسمه دي ، چې یو دبل کلک دښمنان دي ،
باید هغوي يي بیل بیل ذکر کړي واي، لکه څنګه چې ټول مذهبي خلک يي بیل
بیل ذکر کړي دي،
که مجمله احصائیه واي نو بیا دې دملحدینو دمجمل عدد په مقابل کې دټول
ادیانو مجمل یو عدد ذکر کړې واي.
ښاغلې محمد حسن صاحب به ددی ښه ځواب ووايي،چې آیا کمونستي
ملحدین لیبرالي ملحدین تحمل کولاي شي، یو له بل سره یو ځاي وخت
تیرولاي شي.؟؟؟؟
فکر کوم چې ځواب به ((نه )) وي، او که ((هو))) وي نو دا کار به دکمونستانو
دفلسفې او تیر شوو ټولو حکومتونو څخه سترګې پټول وي.
Mohammad Hassan
11.03.2008
ښاغلی ساپی صاحب او د بحث نورو ګډون والو او لوستونکو ته سلامونه!
ښاغلی وهاج ساپی پخپل دا وروستنی ليک کې ډيرې موضوعګانې مطرح کړی
دی، چې د هغو په اړه خبرې او بحث کول خورا زيات وخت او ډيرو ليکنو ته اړتيا
لری. زه په دې ليک او دې ځای کې د ټولو نه، خو د ځينو په اړه ليکنه کوم.
زه نه پوهېږم، چې اول موضوع له کومه ځايه شروع کړم. خو څرنګه چې دا بحث د
احصائیې څخه شروع دی، زه به هم دلته په دې ليکنه کې لومړی د احصائيې په
اړه خبرې شروع کړم.
ښاغلی وهاج ساپی ليکلی:
[quote:19aa8651a7]ما ځکه شک پرې وکړ . چې کټ مټ همدغسې یوه احصائیه مې له مخې تیره شوی
او دادې پس له بحث راته پته ولګیده ، چې دا دواړه احصايي په یوه کال کې شوي
دي ، خو تأسف کوم چې ددې احصايي اصلي مصدر کې اوس دا احصائیه
نه په سترګو کیږي، خو زه به يي تاسو فرعي لینک کیږدم: [/quote:19aa8651a7]
د احصائيو اخيستل خو داسې نه دی چې ګواکی احصائیه اخيستونکی به کلی په
کلی او کور په کور ګرزی او نفر به شماری. د احصائيې اخيستل معين ميتودونه
او فارمولونه لری، چې د هغو له مخې مثلا د نمونې اخيستلو له لارې احصائیې
معلوموی. نو څوک يې په يوه او څوک يې په بل ډول کوی او دا امکان شته، چې
اختلاف او تفاوت پکې راشی. که د دوو او يا څو احصائيه اخيستونکو ارګانونو
مهارت او ميتود اعتباری وی، نو معمولا يې تفاوت تر دريو په سلو کې زيات نه
وی. خو دا چې مثلا څوک ټول ملحدان په يوه رديف کې راوړی او څوک يې بیا په
مختلفو اجزاوو ويشی، دا د هغوی له مقصد او د کار له ميتود سره اړه لری. لنډه
داچې په احصائيو کې تفاوت او د احصائيو د اخيستلو په ډول کې فرق نورمال او
عادی کار دی.
[quote:19aa8651a7]په دغه احصاییه کې یو کوږ حرکت شوی دی، او هغه دا چې :
ملحدین په څو قسمه دي ، چې یو دبل کلک دښمنان دي ،
باید هغوي يي بیل بیل ذکر کړي واي، لکه څنګه چې ټول مذهبي خلک يي بیل
بیل ذکر کړي دي،
که مجمله احصائیه واي نو بیا دې دملحدینو دمجمل عدد په مقابل کې دټول
ادیانو مجمل یو عدد ذکر کړې واي.[/quote:19aa8651a7]
ستاسې دا خبره به سمه وای، چې که د احصائیې هدف له اوله همداسې ټاکل
شوی او بيا همداسې ميتودونه هم ورته په کار اچول شوی وای. خو هغوی دا
احصائیې زموږ د بحث له پاره نه دی جوړې کړی، بلکې هغوی د خپلو کارو او
خپلو معلوماتو له پاره جوړې کړی او هغوی د اديانو په اړه هغسې صنف بندۍ
کړې، چې د دوی په درد وخوری.
داسې هم کیدای شوای چې دوی ملحدان هم په مختلفو صنفو ويشلی وای او په
همدې ډول يې مسلمانان هم په مختلفو مذهبو، عيسويان هم په مختلفو فرقو او
نور دينونه هم په همدې ډول د مختلفو مذهبو او سکټونو په بيلتون شمارلی وای.
ښايی چې هغوی نور ډير جزيی معلوماتونه هم ولری، خو د عامو خلکو له پاره يې
نه وی چاپ کړی/ ولله اعلم بالصواب.
بل ځای مو داسې ليکلی چې : [quote:19aa8651a7]ښاغلې محمد حسن صاحب به ددی ښه
ځواب ووايي،چې آیا کمونستي
ملحدین لیبرالي ملحدین تحمل کولاي شي، یو له بل سره یو ځاي وخت
تیرولاي شي.؟؟؟؟
فکر کوم چې ځواب به ((نه )) وي، او که ((هو))) وي نو دا کار به دکمونستانو
دفلسفې او تیر شوو ټولو حکومتونو څخه سترګې پټول وي.[/quote:19aa8651a7]
په دې اړه زما معلومات کم دی او هم د ما دليد زاويه له تاسې سره فرق لری. زه په
دې اړه د ډیرې مطالعې مينه هم نه لرم . زه د ليبرال ملحدينو او کمونيستی
ملحدينو اصطلاح ګانې اصلا نه پيژنم او نه ورباندې باور لرم. لکه څنګه مې چې
دمخه څو ځايه په مختلفو ډولو ويلی، زه ليبراليسم او کمونيسم د دوو مختلفو او
متفاوتو سیاسی سيستمونو په حيث پيژنم، نه د دينی او مذهبی سیستمونو او يا
د بې دينۍ او الحادی سیستمونو په حيث. زما له نظره او زما د مطالعې پر اساس
لبراليسم او کمونيسم د بشری ټولنې د سياسی جوړښت په اړه نظريې دی. په
داسې حال کې چې الحاد او دين بيا دينی او مذهبې موضوعات دی.
دلته يوه خبره يا يو احتمال شته، چې ځينې کسان چې الحاد ته اوښتی کمونستان
شوی، او ځينې نور به يې ليبرالان شوی وی وی. خو دا هم واضح ده چې ځينو به يې
هيڅ له سیاست سره کار نه وی لرلای.
دا چې له مذهبو او اديانو څخه معمولا د يوه تفکر او هغه هم د نوی ډول تفکر
څښتن کسان اوړی، دا زما له نظره په دې معنا نه ده، چې دوی به حتما ټول په
سیاست کې مشغولا لری. تاسې پخپله د داروين نوم ډير يادوی، خو زما د
معلوماتو پر اساس هغه کوم سياست مدار نه ؤ. همداسې ډير نور د طبیعی او
ټولنيزو علومو محققين او محصلين له دين څخه اوښتی، خو له سیاست سره يې
علاقه نه ده نيولې او ډيرو يې بيا هم له لیبراليسم او هم له کمونيسم سره مخالفت
او دښمنی هم لرلې ده.
زما د معلوماتو پراساس ملحدين معمولا د تعليم او پوهې لرونکی کسان دی. ځکه
چې همدا کسان نوی معلومات او فکر لاسته راوړای او همدوی جرئت کوی چې له
خپل پخوانی دين څخه تير او بل دين يا بې دينۍ ته واوړی. نو دوی چې له خپل
دين څخه تيروی، بيا به کله دومره حماقت وکړی چې په دې خبره له يوه او بله سره
وخوری، چې ته ولې له دې لارې څخه نه، بلکې له بلې لارې الحاد ته رسیدلای
يې؟ خو بياهم په دې اړه ډير معلومات نه شم وړاندې کولای.
اوس نو نور د ليکنو توان را سره نشته. چې وخت او توان مې وموند، ستا د هغه
بل ګروپ پوښتنو په اړه به هم خپل معلومات او نظر له تا او هم له نورو لوستونکو
سره شريک کړم. اوس هم شپه پخه ده او هم مې حوصله تنګه شوه./ مريض یم/
خوښی او خوشحالی د غواړم.
Re: ګټور معلومات:- د اديانو يوه لنډه احصائيه
hoshiyar
12.03.2008
[quote:5552326e85="وهاج ساپی"]لومړۍ خو زه پر دغې احصائيي شکې یم،
[/quote:5552326e85]
وروره مخترمه سافي صاحب
شاغلي محمدحسن صاب خوتاسي ته لينک درکړي
يوبل لينک به زه هم درکم چي دغه احصاييه پکي دي
http://www.adherents.com/Religions_By_Adherents.html
دابل لينک هم وګوره چي وايي ملحدان نورهوم زياتيژي
http://news.bbc.co.uk/2/hi/uk_news/magazine/7053157.stm
Re: ګټور معلومات:- د اديانو يوه لنډه احصائيه
و.افغان
12.03.2008
ښاغلې محمد حسن صاحب :
په پورتنۍ لیکنه کې مو ځما دلیکنې ځیني اړخونو ته ځواب نه دی ویلي
خو چې مریض یاست نو معذور یاست.
خو ستاسو په لیکنه کې دلیکل شوې احصائیي په اړه راته یوه بله انديښنه
هم پیدا شوه ، چې له بحث څخه وروسته راته معلومه شوه چې زه په کې پر حق یم
په دې احصائیه کې لیکل شوي دي ، چې لادینیان یو ملیارد دي،
نو لادیني او ملحد فرق لري، ملحد هغه ته ویل کیږي، چې نه خداي مني، او نه کوم
معین مذهب مني،
خو لادیني بیا خداي مني، خو په کوم معین مذهب نه دي روان.
ځکه خو لادینیان له ملحدینو مختلف دي ، لادینیان په الله جل جلاله ایمان لري
خو په یوه فلسفي او منطقي طریقې سره ، کومه چې هغه ته مناسبه ښکاري ،
نو څوک بیا دخداي جل جلاله وجود په یوه طریقه ثابتوي څوک يي په بله طریقه
او ددغو لادینیانو په داخل روحاني نفسونه موجود وي، خو دغه دومره خبره ده ،
چې یوه معین دین ځان منسوبول ضرور نه بولي، مختلفې فلسفې لري، چې ځیني
يي بیا وايي، ټول ادیان صحي دي، په هر دین چې وي ته په حقه یي.
ځما دمطالعې له مخې ځیني نړیوالې مختلفې احصائيي وايي چې له ۸۵٪ څخه
نیولې، تر ۹۵ ٪ فیصده پورې خلک دالله جل جلاله په وجود ایمان لري
دجالوپ او هاریس څیړنیز مرکزونو دخپلو احصائیاتو په نتیجه کې دا ثابته کړې
چې ۹۲٪ څخه تر ۹۷٪ فیصده پورې امریکان دخداي په وجود ایمان لري.
ددغې څیړنې او احصائيي باره کې له یوسلو دیارلس زره امریکانو څخه پوشتنې شوې وی.
نو باید وروڼه د ملحد دکلمې او لادیني کلمې تر منځ فرق وکړي، چې مخکې می
هم دیته اشاره کړي وه.
Mohammad Hassan
12.03.2008
ښاغلی وهاج ساپی، زما سلامونه ومنه، خدای و وکړی چې روغ او خوشحاله وی.
په همدې اول کې غواړم چې د ملحد او لادين په اړه د تاسې له ليکلی معلومات
څخه مننه وکړم. دوهم دا چې دا د احصائيې موضوع ډيره مهمه نه ده، هر څوک
کولای شی چې د خپلو دلايلو له پاره له هغې احصائيې څخه کار واخلی، چې ورته
سمه ښکاری.
زه به دلته د تاسې له خوا د ځينو سوالو په اړه خپل هغه معلومات چې لرم يې
وړاندې کړم. خو دا به د تاسې د سوالو ځواب نه، بلکې د تاسې له خوا د طرحه
شوو موضوعاتو په اړه زما د نظر او معلوماتو وړاندې کول وی.
تاسې ليکلی چې:
[quote:aa5a6a2c75]پوهیږم چې ښاغلې محمد حسن به راته په دیالکتیک ځواب راکوي ،
خو هغه هم معقول ځواب نه دی ، ځکه چې دیالکیتک کې مادي قوانین مطرح
دي ، نه انساني او اخلاقي .[/quote:aa5a6a2c75]
ما دا موضوع مخکې هم په نورو بحثو کې زما په خيال درسره شريکه کړې وه، چې
ديالکتيک د منطق يو ميتود او د موضوعاتو د تحليل او تحقيق هغه ميتود دی،
چې تر بحث لاندې شيونه په دايمی ډول د تغير، بدلون او تکامل په حالت کې
وينی. او دا د مټافزيکی ميتود سره مخالف دی. ديالکټيک لکه څنګه چې د نړۍ
د مادی پديدو د تحليل او څېړنې په اړه پکارېدای شی، همدا شان بشری، انسانی
او کلتوری، اخلاقی او نورې پديدی هم د همدې تحليلی ميتود په واسطه تر
تحقيق او څېړنې لاندی نيول کېدای شی. داسې چې زما تحليل به د اخلاقی او
انسانی پديدو په اړه هم همداسی وی، لکه د مادی پديدو.
( اناليز او سنتيز هم د مطالعې او تحليل دوه ميتودونه دی، چې د اړتيا په وخت
کې ورڅخه کار اخيستل له هر يوه څخه ممکن دی.)
بيا مو ليکلی چې :
[quote:aa5a6a2c75]سوال مې دادې چې آیا الحادي مفکوره ددغسې انډوخر مخه نیسې ، ؟؟؟؟
آیا الحادي مفکوره دغسې انډوخر منعه کوي؟؟؟
آیا الحادي مفکوري داسې انډوخر جوړولو ته لار برابروي او که نه؟؟[/quote:aa5a6a2c75]
دا د انډوخر کلمه چې اول له مانه استعمال شوه، مقصد مې له دې لټپير څخه له
خويندو او ميندو سره زنا او له دې لارې را پورته شوې نوره ګډوډی وه.
په ټولنه کې معين کلتوری ارزښتونه، رسمونه، رواجونه او د ځينو په نظر هم
دينونه او مذهبونه د تاريخ په اوږدو کې د انسانانو او انسانی ټولنې د نظم ،
آرامۍ او د انسانانو ترمنځ د راشې درشې د سمون په خاطر د انسانانو د تاريخی
تجربو، استعدادونو او پوهې پر اساس را منځته شوی او پخې شوی دی. ډيرو يې
يا مخکې تر مخه او ياهم وروسته له رواجېدو د علم د تائيد مُهر هم خوړلی دی.
تر هغو اندازې چې زه معلومات لرم، د الحاد مفکوره په انسانی عقل ، علم او
تجربه ولاړه مفکوره ده. که دا همداسې وی، نو بيا نه عقل، نه علم او نه د انسان
تجربه دا ايجابوی چې داسې انډوخر د په ټولنه کې رامنځته شی. داسې انډوخر به
لازم اجتماعی نظم له منځه يوسی، د انسان نسل به فاسد او مريض کړی او
تاريخې تجربو هم د داسې انډوخر د مخنيوی اړتيا ښودلې ده.
نو دا ملحدين خو به ليونيان نه وی چې دا کار کوی. يا په بل عبارت، الحادی
مفکوره به هم لکه هره بله دينی او مذهبی مفکوره د ټولنې د نظم او سالمتيا د
ساتلو په خاطر د داسې انډوخر مخه نيسی. دا د الحادی او دينی مفکورې مشترکه
وجهه ده. نه الهادی، نه کومه دينی او نه هم کومه بله اجتماعی نظريه د داسې
انډوخر د رامنځته کېدو له پاره لاره خلاصول غواړی او نه دا لاره د خلاصولو ده.
له داسې انډوخر څخه ډار هم نه دی په کار، دا يو غيرممکن شی دی، چې هېڅوک
يې نه غواړی، نه يې عملی کولای شی.
[quote:aa5a6a2c75]آیا مونږ يي شروع لیدلې ده او که نه؟؟؟
دا اوس نوې احصايي شوي دي، چې په فرانسه حرامونې له نیمايي فرانسویانو
څخه زیات دي..... [/quote:aa5a6a2c75]
د حرامی (بې له شرعی نکاح) اولاد لرل له مور او خور سره د زنا کولو له موضوع
سره فرق لری.
له خويندو او نږدې خپلوانو سره د نکاح او د اولاد راوړلو اضرار علومو په زغرده
په ګوته کړی دی او جامعه هم د هغو رامنځته کولو ته زمينه نه ورکوی.
د ښځې او نارينه ترمنځ د نکاح قوانين په مختلفو ځايو کې فرق لری، مګر په
ټولو هېوادو او په تېره بيا په فرانسه او نورو پرمختللو هېوادو کې د هر کوچنی
مور او پلار معلوم دی او د طفل په تربيه او روزنه کې قانونی مسئوليتونه لری.
خو داچې دوی (نر او ښځې) څرنګه سره يوځای کيږی، په څه ډول کورنۍ
تشکيلوی او د نکاح د تړلو او نه تړلو موضوع يې څرنګه ده ، دا بيا له افغانستان
او نورو هېوادو سره د د دينی،کلتوری او قانونی لحاظه فرق لرلای شی. په هر
حالت کې د فرانسې ټولنې، ملت او دولت د خپلو وګړو د مشکلاتو حل ته توجه
کړی اود عمومی نظم د ښه او منظم ساتلو له پاره پوره قوانين لری.
هيله ده چې تر يوې اندازی مې د طرحه شوو موضوعاتو په اړه د خپله فکره توضيح ورکړې وی.
خوښی او خوشحالی د غواړم
و.افغان
12.03.2008
[quote:1d22634c3a="Mohammad Hassan"]
تر هغو اندازې چې زه معلومات لرم، د الحاد مفکوره په انسانی عقل ، علم او
تجربه ولاړه مفکوره ده. [/quote:1d22634c3a]
وا وا , ښاغلې محمد حسن صاحب:
تاسو چې په دې معتقد یاست ، چې دالحاد مفکوره په انساني عقل، علم ((یعني ساینس او تجربوي علوم)) او تجربه ولاړه مفکوره ده،
نو بیا ولې ملحد کیږۍ نه؟؟
ولې خپل الحاد نه اعلانوۍ؟؟؟
له داسې عقیدې وروسته چې تاسو هم نه ملحد کیږۍ، نو ددې معنا داده چې تاسو
دعقل او علم ساینس سره دښمني کوۍ،
آیا همداسې نه ده؟؟؟
زه په دې عقیده یم چې په مجمل طور سره ځما مذهبیت او په مذهبیت کې اسلام
په انساني عقل ولاړ دی، او هیڅ رنګ تجربوي علم او ساینس يي مخالفت نه کوي،
بلکه په ځیني جزئیاتو کې يي دنه مخالف برسیره تأیید کوي ..........
الحاد په افسانو ولاړ دی، الحاد نه له عقل سره تعلق لري، او نه له علم سره ،
پخوانې الحاد دکون په ازلیت دلیل باندې ولاړ وو،
او اوسنې الحاد دکون په ازلیت او دداروین دتکامل او دیته ورته نورو افسانوي
نظریو ولاړ دی ، چې تجربوي ساینسي علومو سره هیڅ تړاو نه لري.
الحاد په دې عقل ولاړ دې کوم چې وايي: خداي نشته، ځکه چې مونږ نه لیدلې
او نه موحس کړی دی ((حس په شامله معنی سره))).
دلته مو فکر وي، چې په دلیل سره دیو څیز اثبات علم دی،
په وجود او نه وجود يي نه پوهیدل جهل دی، ((لا أدري)).
دیو څیز نفې کول ، چې نشته دی، هم علم دی،،،،،
نو ملحد چې دخداي وجود نفي کوي، نو هغه خو دعلم دعوی کوي، نو دغه کوم علم دی چې ده ته يي دا ثابته کړه،؟؟
هغه علم ، ما لیدلې نه دی، ما حس کړې نه دی،
آیا ما لیدلې نه دی، ما حس کړې نه دی، ددې دلیل کیداي شي چې دیوه څیز دوجود
نه سړۍ منکر شي......
ښاغلې محمد حسن صاحب: تاسو که دا راته ثابته کړه، چې الحادي مفکوره
په انساني عقل، او علم تجربوي ساینس ولاړه ده، نو هغه ورځ به ما خپله
عقیده پریښې وي، ، ،
نو له تاسې څخه احترامانه هیله کوم، چې مونږ ته دا ثابته کړی چې الحادي
مفکوره په عقل او ساینس ولاړه ده، هیله کوم چې دا مو دآینده موضوع وي، او
دنورو ادیانو باره کې خبرې په کې راګډې نه کړې، ځکه چې ځمونږ موضوع
سره تړاو نه لري.
ښه کافې وخت په دې موضوع ولګوۍ، زه خو کیداي شي ډیر وخت ټول افغان
ته را نه شم، خو تاسې دا عقلي او ساینسې دلائل راټول کړې، او یوې نوې
سکالو لاندې يي کیږدۍ، بیا به پرې غږیږو،
په مخه دې زیړې ګلونه.
په درنښت
همت
12.03.2008
سلامون او نېکې هيلې
[quote:c764391135]۳- بې دينان (اګنوستيکان او اتئيستان) - ۱،۱ ميليارد
په لاندې پته (لینک ) کې يې نوره احصائیه په جزياتو کتلای شی:
http://www.britannica.com/eb/article-9399686/Worldwide-Adherents-of-All-Religions-Mid-2004
گرانه ورور محمد حسن صاحب محترم
دير تشکر چي دغه معلومات تاسي ورکړه. نو شکاره شوه چي اګنوستيکان و اتيستان په نړئ کي دريم لمبر اکثريت لري و په راتلونکو څو کلونو کي تاسي ګورئ چي دوي تر عيسويانو و مسلمانو زياتيژي ځکه چي څونه علم وپوهه زياتيژي دمذهب حقيقت پر خلکو شکاره کيژي او له دوکي څخه ځان وباسي[/quote:c764391135]
ګرانه هوشياره، دين عقيدې ته اړتيا لري،خو علم [color=red:c764391135][size=18:c764391135]ثبوت[/size:c764391135][/color:c764391135] ته اړتيا لري!
ما ته دخدای(ج) نا موجديت ثابت کړه،بيا زه هم ستا لاره غوره کوم او اتيست کېږم
تر اوسه خو په نړۍ کې داسې شخص ندی پيداشوی چې د خدای (ج) شتون په ثبوت سره رد کړي، که ته موافق شوې، په world guinness record کې به ثبت شې او نوم به دې تل ژوندی وي٠
په درناوي
همت
mehman
13.03.2008
آقای همت سلام برشما!
[quote:04899ae855="همت"]
ګرانه هوشياره، دين عقيدې ته اړتيا لري،خو علم [color=red:04899ae855][size=18:04899ae855]ثبوت[/size:04899ae855][/color:04899ae855] ته اړتيا لري!
ما ته دخدای(ج) نا موجديت ثابت کړه،بيا زه هم ستا لاره غوره کوم او اتيست کېږم
تر اوسه خو په نړۍ کې داسې شخص ندی پيداشوی چې د خدای (ج) شتون په ثبوت سره رد کړي، که ته موافق شوې، په world guinness record کې به ثبت شې او نوم به دې تل ژوندی وي٠
په درناوي
همت[/quote:04899ae855]
شما میخواهید اسب را به اصطلاح عام از پشت سر قیضه کنید .
[color=blue:04899ae855]نخست باید از جانب خدا باوران دلایل ثبوت موجودیت خدا ارائه شود وباز از خدا ناباوران ( ملحدان) تقاضای رد آن دلایل شود!!![/color:04899ae855]
با تقدیم حرمت
قرأن كريم ى خدای کلام دی او که نه؟
Mohammad Hassan
13.03.2008
محترمه وهاج ساپی!
سلامونه مې ومنه.
زه فکر کوم چې تاسې هسې احساساتی شوی ياست.
ددې له پاره چې د تاسې غوسه کمه شی، زه به په دې کم وخت کې تاسې ته يوه
لنډه موضوع وليکم.
تاسې پخپله ليکلی چې:[quote:d353e22654]په مجمل طور سره ځما مذهبیت او په مذهبیت
کې اسلا م په انساني عقل ولاړ دی[/quote:d353e22654]
یعنې چې د انسان له عقله پورته کوم بل شی نه دی؟
مطلب خو به مو دا نه وی چې قرآن کريم او نور آسمانی کتابونه د انسانی علم،
عقل او تجربې محصول دی. یعنې چې د انسان په لاس جوړ شوی؟
دې سوالوته په ځواب ورکولو سره تاسې خپلو هغو سوالو ته چې ماته مو راجع
کړی دی،ټولو ته پخپله ځوابونه موندلای شی!
که ستا دين دانسانی عقل پر بنسټ ولاړ وی او له بله لوری قرآن کريم د اسلام د
دين بنسټ جوړوی، او ته هم ځان مسلمان وبولې، نو معنی یې داده چې ستا له
نظره هم قرآن کريم د انسان د عقل محصول دی!
يوه بله موضوع هم په نظر کې ورسره ولره، چې ډير هغه څه چې تاسې يې علم نه
بولی، (لکه د تکامل او طبعی انتخاب تيوری او نور...) ډير نور يې علم بولی.
بريالی اوسې.
hoshiyar
13.03.2008
[quote:6b34085aec="همت"] ګرانه هوشياره، دين عقيدې ته اړتيا لري،خو علم [color=red:6b34085aec][size=18:6b34085aec]ثبوت[/size:6b34085aec][/color:6b34085aec] ته اړتيا لري!
ما ته دخدای(ج) نا موجديت ثابت کړه،بيا زه هم ستا لاره غوره کوم او اتيست کېږم
تر اوسه خو په نړۍ کې داسې شخص ندی پيداشوی چې د خدای (ج) شتون په ثبوت سره رد کړي، که ته موافق شوې، په world guinness record کې به ثبت شې او نوم به دې تل ژوندی وي٠
په درناوي
همت[/quote:6b34085aec]
شاغلي وروره همت محترمه
گران ورور مهمان تاسي په فاړسي کي خبره کړي مامخکي چيري په پشتو کي هم کړي
اوس به ستاسي لپاره بيا وکم
کله چي دوه ډلي په دي اختلاف لري چي يوه ډله وايي دا شي شته بله وايي نشته
نواوله ډله به دهغه شي د شتون دليل ورکيي سبوت به ورکيي
چي کومه ډله منکره ده هغه به دغه دليل ته ځواب وايي
مسال به درکم
زه په دي سايت کي ادعا کوم چي دهمت په نامي يوملگري شته
نوزه به دليل وسبوت ورکوم دخپلي ادعالپاره
زه به ستاسي دخبرووبحثونو لينک ورکوم
يوڅه سبوت به لرم ځکه به وايم
که سبوت ورنکم پخپله داخبره په سبوت رسي چي دهمت په نامي ملگري نشته
بل مسال
که تاسي په محکمي ادعا کوئ چي يوگاوندي درنه زمکه نيولي
محکمه له هغه گاوندي څخه پوشتنه نکړي چي ستا ادعا درواغ سابته کړي
بلکه اول له تاڅخه پوشتنه کړي چه ته خپله ادعا رښتيا سابته کړه
که تا خپله ادعا سابته نکړه داپخپل ددي سبوت دي چي ستا ادعا درواغ ده
نو زکه تاسي ته ويم چي اول تاسي د خداي وجودسابت کۍ تاسي سره څه دليل دي؟
خداي چيرته دي؟ چا ليدلي؟ سبوت څه دي؟ کله پيدا شوي؟ څنګه پيدا شوي؟
څنګه صورت سره موجود دي؟
تاسي دغه شيان سابت کئ موژ به يي ومنو
که تاسي دغه نشئ سابتولي داددي دليل دي چي خداي نشته ځکه سبوت يي نشته
همت
13.03.2008
درنو لوستونکو او هوشيار صيب سلاموونه مې ومنۍ
ښاغلی هوشيار، فکر کوم چې ځماد پورتنۍ په مفهوم پوه نشوی،نو مجبور يم ليکنه لږ نور هم روښانه کړم
مطلب مې دا دی چې زه عقيدوي مسلمان يم او د خدای (ج)په شتون باندی کامل باور لرم٠ هيڅ ثبوت ته اړتيا نلرم٠
اوس ته په علم وړاندې ځې،او علم ثبوت ته اړتيا لري، کله چې ته خدای (ج)رد کوې ،بايد علمي ثبوت هم ولرې٠
hoshiyar
13.03.2008
[quote:4e156589cf="همت"]درنو لوستونکو او هوشيار صيب سلاموونه مې ومنۍ
ښاغلی هوشيار، فکر کوم چې ځماد پورتنۍ په مفهوم پوه نشوی،نو مجبور يم ليکنه لږ نور هم روښانه کړم
مطلب مې دا دی چې زه عقيدوي مسلمان يم او د خدای (ج)په شتون باندی کامل باور لرم٠ هيڅ ثبوت ته اړتيا نلرم٠
اوس ته په علم وړاندې ځې،او علم ثبوت ته اړتيا لري، کله چې ته خدای (ج)رد کوې ،بايد علمي ثبوت هم ولرې٠[/quote:4e156589cf]
شاغلي گران همت وروره همت دي دير دئ مگر بشر تر همت زياته عقل ته اړتيا لرۍ
ته عقيدوي مسلمان يي خداي مني هرڅوک چي مني بي سبوته يي مني موژ درسره کار نلرو
خودغه خداي چي ته پر موژ مني نوموژ خو يي بي سبوته نه منو
موژ ته چي وايي خداي ومنه نوموژ سبوت غواړوچه خداي څشي دي؟ له کومه راغلي؟ چاپيدا کړي؟ سبوت يي څدي؟
ته چي دخداي د شتون سبوت نلري نوداغټ سبوت دي چي خداي نشته
موژ په علم وعقل پريکړه کوو وعقل سبوت ته اړتيا لري سبوت د خداي د شتون نشته
نو چي خداي نشته زه به يي دشتون يا نشتون څه سبوت درته درکم؟
همت
13.03.2008
ښاغلی کوشان
[quote:63004ec443]په هغه شي چې سړی نه پوهېږي ، هغه باندې سړی باور يا اعتقاد کوي .[/quote:63004ec443]
در سره موافق يم
[quote:63004ec443]نو باور او اعتقاد د پوهېدلو سره نشي پرتله کدلی .
ځکه چې باور او اعتقاد ،د سل په سلو کې خبره نده [/quote:63004ec443]
زه يې هم نه پر تله کوم، د خدای (ج) د ناموجديت ثبوت ځکه غواړم چې د باور
کولو څخه خلاص شم٠
ښاغلی هوشيار
[quote:63004ec443]خودغه خداي چي ته پر موژ مني نوموژ خو يي بي سبوته نه منو[/quote:63004ec443]
زه يې پر تا نه منم، هغه ستا خپله خوښه ده
[quote:63004ec443]ته چي دخداي د شتون سبوت نلري نوداغټ سبوت دي چي خداي نشته[/quote:63004ec443]
څو ځلې مې درته ياد کړي دي چې عقيده يا باور ثبوت ته اړتيا نلري
(دا پاسينۍ کرښه ښه په دقت ولوله چې په مفهوم يې سم پوه شې،بيا کولای شې جوابي ليکنه وليکې)
زه باور لرم چې خدای(ج) ادم (ع)حلق کړ، ستا علم څه وايي چې لمړنی انسان څنګه منځ ته راغی؟ کله؟او چا حلق کړ ؟ ايا د بيزو څخه منځ ته راغلی؟ نو بيا دا بيزو له کومه منځ ته راغله ؟
علمي او منطقي ده چې که يو څوک يا يو شی يو کار ونکړي، نو کار پخپله
نکيږي،نو ايا يو غټ انسان ، بيزو (لمړنی )له کومه منځ ته راغۍ؟
ښاغلی هوشيار، د ډاروين د تيوری لينک مه راکوه، ځکه چې هغه لا بې ثبوته ده
مننه
Ghairat
13.03.2008
الحاد نه علمي او نه منطقي کیدای شي ، ځکه د خدای (ج) نه وجود او نه د عدم وجود ادعا دساینسی علم او یا منطق موضوع ګرځیدای شی ، بلکې د الله سبحانه وتعالی د وجود مسله د عقېدې او عقیدوی (دینی) علومو پورې اړه لری .که څوک پر خدای عقیده نه لري نو ملحد او که پر خدای عقیده ولري مومن ، مسلمان یا موحد ورته وایی .
خو دین او دینی احکام د علمی او منطقی شننې لاندې نیول کېدای شی ، ځکه ادیان
یواځې عقیده نه ،بلکې عملی اړخ او یو تاریخ هم لری چې څېړل کیدای او په اړه یې حقیقت ته د رسیدوهڅه کېدای شي . عقیدوی برخه یې چې پر غیبو ایمان راوړل دی
د علمی او منطقې تحلیل څخه وتلی او د یوې لوړ ې (عقیدوی )کچې پورې تړاو لری .
بله خبره دملحدینو د شمیر ده ، په احصاییه کې یې زیات شمیر په اسیا او افریقا کې
کې ښودل شوی ، ارغیز یا علت یې دادی چې په ایشیا کې د چین ویتنام شمالی کوریا او د شوروی کمونیزم ډیر وګړی پر خدای تعالی باندې له عقیدې څخه بی برخې کړی وو. داچې کمونیزم مات او دړې وړې شو، نه یواځې پر کمونیزم بلکې پر اړونده جبری الحاد یې هم د بطلان کرښه وکښله ، کوم چې لا د یوعادت په ډول هلته اوس هم لا دوا م لری!
په لویدیځو هیوادنو کې که د لادینانو شمیر لوړ وي نو د ملحدینو شمیر کم او په نسبی ډول کمیدونکی دی . علت دادی چې له یوې خوا دوی خپله عیاشی او فحاشی
د لادینۍ سبب ګرځی اوله بلې خوا بل د اړونده دینونو (عیسویزم او یهودیزم) د ضعف او داخلی ضدونقیض له امله هم ډیر ځوانان دلادینۍ او آن اتې ییزم ښکار کیږی ، نه له دې امله چې ګواکېدوی دعلم اومنطق له امله له الحاد سره مخ کیږی .
الحاد نه یوه فکری اړینتیا ده او نه کوم تاریخی ضرورت، چې خلک ورته مخه وکړی ، بلکې د فردی افراطیت یو شکل دی چې کمونیزم ترې ناوړه ګټه پورته کوله ، خو لکه څنګه چې موو لیدل دشوروي له ړنګیدو سره د الحاد دجال وخته د کمونیزم له خره څخه رالویدلی او د خپل زوال پوړۍ په چټکۍ سره طی کوي ، نوځینې تاریخ ځپلی کمونستان اوس هم شته چې د زړه زخمونه پرې ټکوروي !
داسې کومه تاریخي دوره وجود نه لري چې الحاد ته په کې اړتیا پیښه شي، بلکې برعکس اخلاقي ژوند پراختیا مومي او ډیرې اخلاقي غوښتنې د قانون شکل غوره کوي، نو دین چې د اخلاقو اسماني اوتاریخي منبع ده تر ډیره حده د اخلاقي او قانوني احکامو په بڼه پلی کيږی. داچې پولیس او محاکم څوک ظلم ، تیري غلا او مرګ کولو ته نه پریږدي او د واده لرونکو فحش او فحشا ته په غیر اسلامي نړۍ کې هم په بده سترګه کتل کیږي ، دا ټول ددین تاریخي لاسته راوړنې او بریاوې دي چې بشر ترې ګټه پورته کوي ! نو ددین او مذهب رول باید اخلاقي او تقنیني رول وي او د همدې له پاره ولس چمتو کړي .
دین د ټولنې د بی دولته ادارې شعور دی، هغه اداره چې ددولت خواته تکامل کولی شي ، هغه اداره چې د عصري دولت په رامنځته کیدو کې پخپله مدغم کیږي او شعور ي برخه یې له دولت څخه بهر د اخلاقو په شکل په ولس (ټولنې)کې فعاله پاتې کیږي او له هغه ځایه ددولت په مامورینواغیز شیندلی شي .
که د عصري دولت اداري سیستم د مسجد او ملارهبرۍ ته رامحدود کړو چې د طالبانو دوره یې ښه بیلګه وه ، دابه داسې مٍثال ولري لکه څوک چې د کور په ځای یوه خیمه، د کالو په ځای یو چوتی او د ډ وډۍ (پلوچلو) پر ځای سوکړک یا د وربشو ډوډۍ ته کښیني. او یا لکه د زړه معالج ته چې د مغزو عملیات وسپارل شي
یا دداخلې داکتر ته د زړه عملیات، نو نتیجه به یې همداسې وي لکه طالب یا مجاهدینو ته چې سیاسي واک وسپارې !
ددین دنده د نیکو احساساتو روزل او د نفس تذکیه ده، نه د دولت سیاسي رهبري چې د احساساتو کار هډو دی نه ! داچې نیک احساسات او د نفس تذکیه هم په دولتي اداره او سیاسي رهبرۍ کې به کار ده لکه مرچ او مالګه په طعام کې له دې نه هیڅوک انکار نشي کړلی، خو هیڅوک هم د طعام پر ځای یواځې مالګه او مرچ نشي خوړلی، نو یواځې له دین او مذهب ملا او طالب ځنې به له دولت او سیاست څخه له مسجد او عباداتو پرته ددنیوي ژوند له پاره څه جوړ شي؟؟؟
ددنیوی ژوند د سمبالولو له پاره خو له فاشستانو ، کمونستانو او بنسټپالاتو څخه د افراط یوه بلا هم په کار نشي راتلای ، نو دا دلته د دین یا الحاد په نامه دیوې بلا بلې ته بوّو ویل څه معنی او د څه له پاره؟؟؟
Mohammad Hassan
14.03.2008
د بحث ټولو ګډون کوونکو او په خاصه توګه غيرت صاحب ته سلامونه!
غيرت صاحب، خدای د ژوندئ، روغ او خوشحاله لره.
ستاسې ليکنه مې په ځير ولوسته. داسې راته ښکاره شوه لکه يوه ښکلې باغچه . د هرزه ګياوو، وچو شاخو او بې ګټې اغزيو تر ځنګه یې ښايسته ګلانو عمومی شکل او څېره خورا ښکلې کړې ده. عمومی جهت او موضع يې نه يوازې چې سم دی، بلکې په خورا ښه ډول دې فورمولبندی کړی او ښکلی شکل د هم ورکړی دی. تاسې ته نور هم برياليتوب غواړم.
يوځل د دا خپله ليکنه بيا هم پخپله وګوره، او ښه خوند ترې واخله:
[quote:680596b8ec]ددین دنده د نیکو احساساتو روزل او د نفس تذکیه ده، نه د دولت سیاسي رهبري چې د احساساتو کار هډو دی نه ! داچې نیک احساسات او د نفس تذکیه هم په دولتي اداره او سیاسي رهبرۍ کې به کار ده لکه مرچ او مالګه په طعام کې له دې نه هیڅوک انکار نشي کړلی، خو هیڅوک هم د طعام پر ځای یواځې مالګه او مرچ نشي خوړلی، نو یواځې له دین او مذهب ملا او طالب ځنې به له دولت او سیاست څخه له مسجد او عباداتو پرته ددنیوي ژوند له پاره څه جوړ شي؟؟؟ [/quote:680596b8ec]
د الله پاک له درباره تاسې تن نور هم تطور او پرمختګ غواړم.
ژوندی او خوشحاله اوسې.
Ghairat
14.03.2008
د بحث ټولو ګډون کوونکو او په خاصه توګه محمد حسن ساپي صاحب ته سلامونه!
تاسو لیکلي : ناسو زما دغه جمله خوښه کړې :
[quote:5c074ab0e6]ددین دنده د نیکو احساساتو روزل او د نفس تذکیه ده، نه د دولت سیاسي رهبري چې د احساساتو کار هډو دی نه ! داچې نیک احساسات او د نفس تذکیه هم په دولتي اداره او سیاسي رهبرۍ کې به کار ده لکه مرچ او مالګه په طعام کې له دې نه هیڅوک انکار نشي کړلی، خو هیڅوک هم د طعام پر ځای یواځې مالګه او مرچ نشي خوړلی، نو یواځې له دین او مذهب ملا او طالب ځنې به له دولت او سیاست څخه له مسجد او عباداتو پرته ددنیوي ژوند له پاره څه جوړ شي؟؟؟ [/quote:5c074ab0e6]
بی له دې چې ور سره تړلې جمله مو راخیستې وای تاسو لیکلي چې:
[quote:5c074ab0e6]د الله پاک له درباره تاسې تن نور هم تطور او پرمختګ غواړم.[/quote:5c074ab0e6]
نو ساپي صیب زما د تطور برخه خو تاسو له پامه غورځولې ده، چې د پاسنۍ جملې پسې تړلې جمله ده ، ما داسې لیکلي او دا تطور تاسو ته هم غواړم . ځکه څه چې د ځان لپا ره غواړم پر تاسې یې هم لوروم په دې شرط چې تاسو پرې کبر ونه کړئ
او زمونږ ډالۍ ومنئ ، مالیکلی و :
[quote:5c074ab0e6]ددنیوی ژوند د سمبالولو له پاره خو له فاشستانو ، کمونستانو او بنسټپالانو څخه د افراط یوه بلا هم په کار نشي راتلای ، نو دلته ددین یا الحاد په نامه دیوې بلا بلې ته بوّو ویل څه معنی او د څه له پاره؟؟؟[/quote:5c074ab0e6]
زه خو وایم چې د الحاد په اړه بحث شنډ او بیځایه خواري ده ، مارکس او انګلس هم دغه موضوع کله د خپلې ښونې د یو جز په توګه هم نه څیړلې اوشنلې او نه یې د بحٍث له پاره مطرح کړې ، بلکې په ضمني توګه یې یوه یوه مخالفه کلمه یا یوه ، نیمه جمله
کارولې او ترې تیر شوی دی . دا ځکه چې الحاد هیڅکله د هغوی له پاره د بحٍث وړ موضوع نه وه او نه یې د بحث وړ ارزښت ورته لرلای شو. وروسته چې د شوروي ګوندي ایدیالوګانو پرې خپل وخت ضایع کړی د حاکم یو ګوندي کمونستي او ستالنیستي رژیم له خوا مجبور وو.
نو افغان ولس پریږدئ چې راسخ مسلمانان اوسي او خپل ملت ته د خیر او پرمختګ دعا وکړي او صرف په دې یې پوه کړئ چې بیا درڅخه ملا طالب ، مجاهد او کمونست ، یوه بلا هم د واک په ګدۍ کښېنني او واک تل هغه چاته وسپاري چې
هم اسلامپال،هم ملتپال او هم ولسواک افغانان وي ! که کمونست دغه درې اساسي ارزښتونه و مني او اخلاص ورته لري او که ملا او طالب ، د هیواد رغونکی او ګټور ځواک دی او باید درناوی یې وشي ! زه فکر کوم که کمونستان مقدس اسلام او ولسواکي ومني ملت پالنه خو پکې یو څه شته ، نو د ټولنې په مثبت او رغنده ځواک بدلېدای او آن د سیاست ډګر ته بیرته ود دانګلی شي !
د دموکراسۍ منل به یې یواځې هوښیاري وي خو د زړه له کومي د اسلام منل به یې
هم هوښیاري، هم شهامت او افغانیت او هم نارینتوب وي !
په هر چا او هرڅه پخپله خوښه نومونه مه ږده!
Mohammad Hassan
15.03.2008
ډیره محترمه غيرت صاحب!
سلامونه مې ومنه، روغتيا او خوښی د غواړم.
تطور خو د د ليدو وړ دی. مګر خدای د وکړی چې له دا يوه کار څخه هم لاس واخيستی شی او هغه دا چې تاسې عادت لری چې هرچا او هرشی ته پخپل زړه داسې نومونه ورکړې، چې د هغو له منځپانګې سره جوړ نه راځی.
زه او ته خو د مجلس ياران يو. او هرځلې چې درسره مخامخ کيږم، ځان درپيژنم، چې نوم مې خاورې محمد حسن دی. خو تاسې بيا تر همدا اوسه پوری ماته د ساپی خطاب کوی، چې دا ولې؟ لکه چې د کوم بل چاسره مو عوضی نيولی يم؟
ليکنې خو د په ښه سطحه، ان د علومو د اکادمۍ په کچه ښکاری، ادبيات د هم همداسې ته ورته دی فکری ميلان د هم کټ مټ همداسې چاته ورته دی!!!. نو د يوه نوم په نښه کول بيا ولې درته ستونځمن دی. لنډه دا چې زه نه صافی یم او نه ساپی، زه يوازې په مستعار نامه خاورې محمد حسن يم.
ليکلی مو دی چې:
[quote:f3babeb954]نو ساپي صیب زما د تطور برخه خو تاسو له پامه غورځولې ده، چې د پاسنۍ جملې پسې تړلې جمله ده ، ما داسې لیکلي او دا تطور تاسو ته هم غواړم . ځکه څه چې د ځان لپا ره غواړم پر تاسې یې هم لوروم په دې شرط چې تاسو پرې کبر ونه کړئ
او زمونږ ډالۍ ومنئ ، مالیکلی و :
[quote:f3babeb954]
ددنیوی ژوند د سمبالولو له پاره خو له فاشستانو ، کمونستانو او بنسټپالانو څخه د افراط یوه بلا هم په کار نشي راتلای ، نو دلته ددین یا الحاد په نامه دیوې بلا بلې ته بوّو ویل څه معنی او د څه له پاره؟؟؟
[/quote:f3babeb954][/quote:f3babeb954]
اول خو د تاسې له دې تحفې څخه د زړه له کومی مننه کوم او په دواړو سترګو مې په ډیر څه منلې ده. خوما داسې فکر کاوه چې دا د تاسې نوی تطور نه، بلکې ډير پخوانی نظر وی. له همدې کبله مې هغه ستاسې په نوی تطور کې حساب نه کړه. له ماسره خو دا نظر ډير ، ډير کلونه د مخه پيدا شوی ؤ او فکر مې کاوه چې تاسې غوندې هوښيارو کسانو به هم لا ډير کلونه ترمخه دې حد او مرحلې ته تطور کړی وی، خو خبر نه وم چې کله، کله هوښيار او مستعد کسان هم په يوه او يابله خواکې په تطور کې وروسته پاته کېدای شی. داچې تاسې اوس دې فکر ته رسيدلی ياست، مبارکی درته وايم. دا رښتيا هم چې خورا عالی نظر دی.
د دنيايی ژوند د سمبالولو له پاره چې فاشيسم په درد نه خوری، هغه خو زما په خيال توضيح ته اړتيا نه لری. د کمونيسم په اړه هم د تاسې نظر معلوم دی او موږ ورباندې بحث کړی دی، خو دا فانډمنتاليسم(بنسټ پالی) لکه چې لږ ګونګ پاته دی، له دې څخه ستاسې مطلب څه دی؟ که دا لږ تشريح شی، بده به نه وی.
[quote:f3babeb954]
زه خو وایم چې د الحاد په اړه بحث شنډ او بیځایه خواري ده[/quote:f3babeb954]
که ستاسې مطلب له خوارۍ څخه دا وی، چې څوک هڅه وکړی، چې نور الحاد ته را کش کړی، زه وايم چې ددې اړتيا نشته او دا کار رښتيا هم بې ځايه خواری څه چې د افغانستان په شرايطو کې زيانمن کار هم بلل کېدای شی. خو هغه څوک چې دوی د خپل عميق تفکر، علمې لټوونو، فلسفی تحقيقاتو او منطق پر اساس د الحاد عقيدې ته رسيدلی وی، هم کوم ستر خطر نه دی، او ډار هم ترې په کار نه دی. هغوی ته بايد په ټولنه کې د آبرومند ژوند او آزاد کار او کسب شرايط موجود وی او ځانونه له ټولنې پردی احساس نکړی. له تحقير او توهينه وساتل شی.
خو بحث او يو له بله سره د نظرونو تبادله د فکرونو د وسعت، بردبارۍ او د یو اوبل د تحمل د روحيې د قوت له پاره هغه وخت اغيزمن کېدای شی، چې په سمه توګه پرمخ بوتلل شی. یعنې سالم بحث ورباندې بد نه دی، چې معلوماتی وی او په موضوع روښنايی واچوی. دا هم له ملحدينو سره مرسته کوی چې د ديندارانو په وړاندې يې زغم زيات شی او هم له مسلمانانو سره مرسته کوی، چې د ملحدينو په وړاندې له تعصب څخه لاس واخلی او د يوې نورمالې او عملا موجودې پديدې په حيث يې قبول کړی. که مسلمانان د نورو عقيدو ته احترام کول زده نه کړی، تل به د خپلې عقيدې سره له بې احترامۍ سره مخامخ وی.
روغ او سرلوړی اوسې.