د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا ملحد دخپل الحاد لپاره کوم عقلي اومنطقي دلائل لري؟؟

و.افغان
10.03.2008

[color=white:b459baa90c]
یو سوال دی چې هر ملحد ترې تښتې ،
او دا هغه پوښتنه ده چې دملحد دعقیدې محور جوړوې ،
او څنګه چې دملحد عقیده ډیره کمزورې ده ، نو هیڅکله نه غواړې چې دهغه
دعقیدې باره کې دی ورسره څوک خبرې وکړي

دملحد عقیده: یعنې دخداي څخه انکار ......

نو اۍ ملحده، دخداي څخه انکار چې ستا عقیده ده
په دې عقیده ته څه معقول
دلیلونه لرلاۍ شي چې مونږ ته يي
وړاندې کړۍ[/color:b459baa90c]


Temor lang
10.03.2008

همین ملحد و ملحد بازی باعث ریختن خون هزاران نفر در افغانستان گردیده است. هنوز هم شما مردم حیا ندارید.


وطندوست
10.03.2008

[quote:51c8a99cb0="Temor lang"]همین ملحد و ملحد بازی باعث ریختن خون هزاران نفر در افغانستان گردیده است. هنوز هم شما مردم حیا ندارید.[/quote:51c8a99cb0]
wa berathara
koshsan ow noor kharkusan che ghool khory \
hees khabara na da
aw sook che da dagho ghoolkhwaroo kholy bandawi\\
hagha pasi rakhli khoo dasy shkary che ta ham the loochak \
koshan shagerdy kary

tha the hazarano weeny cha tooy kry hamdaghoo kharkosano \
tooy kry ka na

aw ta mardar khoor osss zabani be itfaqai ta laman wahi

che da tool the godagiano ow dushmanano palnoona thee

be sharma lag fekr wakra\

moong tool yawazy pa islam yaw bal sara ra tooleeday shoo

lag the agl sakaha kar wakhla


Temor lang
10.03.2008

[quote:fd6218af9e="watanzar"]
wa berathara
koshsan ow noor kharkusan che ghool khory \
hees khabara na da
aw sook che da dagho ghoolkhwaroo kholy bandawi\\
hagha pasi rakhli khoo dasy shkary che ta ham the loochak \
koshan shagerdy kary

tha the hazarano weeny cha tooy kry hamdaghoo kharkosano \
tooy kry ka na

aw ta mardar khoor osss zabani be itfaqai ta laman wahi

che da tool the godagiano ow dushmanano palnoona thee

be sharma lag fekr wakra\

moong tool yawazy pa islam yaw bal sara ra tooleeday shoo

lag the agl sakaha kar wakhla[/quote:fd6218af9e]
ضرورت به دشنام نیست. کوشش مکن بحث را سیاسی بسازی. هدف من این است که از ملحد خطاب کردن یک دیگر دست بکشید. ما همه مسلمان هستیم ولی دیدی که مثلآ خودت، ساپی و وطنمل از اسلام دارند تا دیدی که من یا کوشان داریم فرق می کند. شما ها اسلام را گذاشته به پرستش عرب ها و زبان شان آغاز کرده اید که گمراهی است، مزدوری است و خیانت است......و حتی حماقت است.

در اسلام شما کس حق سوال و کنجکاوی را ندارد و همه در ها به روی مسلمان بسته است. مسلمان دنیای شما باید چشم و گوش بسته همه قصه های دروغین عرب ها را نیز بپذیرد. اسلام شما یعنی گذاشتن متن های درشت و رنگارنگ عربی در زیر نوشته های تان (مثلآ سیگنیچر وهاج ساپی و وطنمل).


و.افغان
10.03.2008

[quote:682fc8ec63="کوشان"]ښاغلی وهاج

تاسي په ټول افغان کې څو نفره پېژنئ چې ملحد وي ؟؟
که تاسي يې نومونه دلته وليکئ مهرباني به مو وي .

بل دا چې که چېرې څوګ ستا پوښتنې ته ځواب درکړي ، بيا چې په منطق کې
بند پاتې شوې ، ملحدينو باندې د دې تور لږوې ، چې په خپلو خويندو او
ميندو سپرېږي يا يې حيوان سره مقايسه کوې او يا هم دا چې د هيڅ ډول توهين
او تحقير نه بيا دريغ هم نکوی . او که بيا زړه دې يخ نشو بيا يې د وژلو
فتواګانې ورکوې چې دين خو راته بيا د ملحد د وژلو حق هم راکړی .

نو اوس ته راته ووايه چې څوګ به دې ته حاضر شي چې ستاغوندې يو
بېکلتوره انسان سره د خدای د وجود يا نه وجود په هکله درسره خبرې ـ اترې
وکړي .

که دغه پورتنۍ پوښتنه يو زردوشتي ، عيسوي او يا هندو مطرح کړې وه ،
شايد چې ځنو خلګو په ډيره په زړه پورې والی خبرې ـ اترې کړي وای .
ځکه زردوشتي ، عيسوي او يا هندو د دې کلتور لري چې کله يو انسان ورسره
په يوه ژبه غږېږي ، هغه ته د انسان په سترګه ګوري . خو يو مسلمان او په تېره بيا
يو وهابي سره په دې هلکه خبرې ـ اترې کول ، په افغانستان کې خودکوشي ده او
په ازاده نړۍ د د ښکنځلو اورېدل .

نو کاشکې چې تاسو د خبرو ـ اترو کلتور پېژندلای ، چې يو څو نفرو بې له
ډاره درسره وغږېږي .

ګوره ښاغلی وهاج ؛ اسلامي نړۍ په يوه روحي ناروغۍ اخته ده . هره ورځ او په
هر ځای کې چې مسلمانان ژوند کوي ، هغوی وښل کېږي ، ډبول کېږي ،
خاوره يې غصبېږي ، د هيوادو شتمنۍ يې تښتول کېږي او مسلمانان هم د
دې کارونو مخه نشي نيولی . نو دغه ټول غمونه ، رنځونه ، ناخوالې او
بد مرغۍ چې په مسلمانانو تېرېږي ، او له دې کبله چې دوۍ د دغو شيانو
په وړاندې څه نشي کولی ، زړونه يې له عقدو نه ډک دي .
عقده مند خلګ همېشته ډير قهر جن يا اګرسيف وي ، او که د لاس د پورته
کولو توان ونلري ، نو بيا ښکنځلو ته پيل کوي .
همدا علت دی چې په هغه ځايونو کې چې د ډيرکيو مسلمانانو تر څنګ د
نورو اديانو يا ايديولوژيو پيروان چې په لږکيو کې ژوند کوي همېشه د
توهين ، تحقير او ښکنځلو لاندې راغلي .

زه به تاسي ته د يو کتاب ادرس درکړم ، که مو په عربي ژبه پيدا کړ يو وار يې
ولولئ او بيا تاسي ته به مالومه شي چې يو عقده مند او يومسلمان يو د بل نه
څه توپير لري ؟؟

د دې کتاب نوم دی

Seneca für gestresste

نو انډواله که دې د خبرو ـ کولو کلتور زده ده ، زما د پاره دغه سکالو په زړه
پورې ده . زه عيسويانو ، هندوانو او يهوادنو سره هم په دې هلکه خبرې ـ اتر
کوم او غير له مسلمانانو چې مې هر چا سره په دې هکله خبرې اترې کړي ،
متقابل احترام په پام کې نيول شوی . خو په هماغه خدای چې ته ايمان لرې ،
هر مسلمان سره مې چې په دې هکله خبرې ـ اترې کړي ، اخر يې ښکنځلو او
جګړې ته رسېدلی .

نو لمړی خو زه بايد درته ووايم چې زه ملحد نيم او په هغه خدای چې شريک
نلري . ايمان لرم . خو زه د محمد ، عيسی او موسی د خدای نه انکار کوم او په
دې اندوواند يم چې د دغو پيغمبرانو د خدای نه هم يو لوړ خدای شته چې د
هر شي خالق او خاوند دی .

خو دا چې ځنې خلګ د خدای د وجود نه انکار کوي هم دليل او دلايل لري .
د خدای د وجود په هکله اديانو ځنې تصورونه او انځورونه وړاندې کړي دي .
که چېرې انسان بشري او بيا په هغه کې د اديانو تاريخ ته وګوري ، نو ښکاري
چې خدای د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو ډولونو انځور شوی دی .
د تاريخي اسنادو په اساس کوم نښې نښانې چې د اديانو نه راپاتې دي په
دې ګواهي ورکوي چې خدای د انسان د عقل سره يو ځای تکامل کړی دی .
په لمړنيو بشري ټولنو کې خدای يوه مادي پديده وه چې تندر ، باران ، اور ،
غوا او يا د انسان په ډول ښکارېده . ورسته بيا خدای د انسان په لاس جوړ
شوي بتانو شکل غوره کړ چې بيا همدې بتانو خپل ځای هغه څه ته چې ورته
پاکه روح ويل کېږي ، پرېښود .

د دې خبرو نه دا ښکاري چې خدای د انسان د مغز محصول دی . او يا په بل ډول
يې چې ووايو خدای د انسان د جهالت نه منځته راغلی دی . د بېلګۍ په توګه
که چېرې ستاسي نه څوګ پوښتنه وکړي ، چې احمد چېرې دی ؟؟
نو که تاسي پوهـ اوسئ ، بيا په ځواب کې واييئ چې په ښوونځي کې . خو که
چېرې تاسي نپوهېږئ چې احمد چېرې دی په ځواب کې وايي چې خداې
پوهېږي .
همداسې که ستاسي نه څوګ پوښتنه وکړي چې تندر څه شی دی ؟؟ نو که چېرې
پوهـ اوسئ چې تندر څه شی دی ، په ځواب کې هغه تشرېح کوئ . خو که
تاسي نپوېږئ چې تندر څه شی دی او ولې وجود لري ، هماغه دی چې واييئ
چې د خدای قهر دی .

نو انسان په هغه څه شي چې نپوهېږي ، ورته مستريوز ښکاري او يو تخيلي
انځور ورته جوړوي . دا په دې معنا چې هر څومره چې د انسان پوهه ډيرېږي ،
د خدای وظايف لږېږي او خپل مفهوم ته تغيير ورکوي .

نو اوس تاسي په دې هکله څه واياست ؟؟[/quote:682fc8ec63]

ښاغلې کوشان :
دموضوعاتو په ګډوډولو کې څومره تکړه يي،
ستا دا ټوله اوږده لیکنه ځما موضوع پورې هیڅ تړاو نه لري ،

ځما موضوع ده، داده چې :

[color=white:682fc8ec63]اۍ ملحده ، دخپل الحاد لپاره دلیلونه وړاندې کړه ،
ته ولي ملحد یي، دنورو خلکو دعقیدې مناقشه کول په دې کې نه راځي،
زه چې دخداي وجود ثابتوم ، نو دبل یو باطل مذهب مناقشه هم نه کوم.[/color:682fc8ec63]

دادیانو ضعیفو نقاطو پسې خو شپه او ورځ ډنډورې وهۍ، حال دا چې دغه
ضعیفي نقطې ددین څخه نه ، بلکه خلکو په دین کې ور اضافه کړي وي،
او تاسې يي دین پسې تړۍ،

خو دخپلې عقیدې دمحور باره کې هیڅ کله بحث کولو ته تیاریږۍ،
او تښتۍ، ځکه چې دعقیدې آساس مو کمزورې یا معدوم ،

نو بیا درته وایم، مغذ دې خلاص ونیسه ،
بحث دادې چې :

[color=white:682fc8ec63]اۍ ملحده ، دخپل الحاد لپاره دلیلونه وړاندې کړه ،
چې ته ولې ملحد يي؟؟؟؟؟
دنورو خلکو دعقیدې مناقشه کول ، او دهغې په اړه بحث ځمونږ دسکالو سره
هیڅ تړاو نه لري؟؟؟؟
[/color:682fc8ec63]

موضوع مه ګډوډوه ،

[color=blue:682fc8ec63]که چیرې ته ملحد نه يي ، او لادیني يي ، نو سوال تاته نه دې متوجه ،
ستا لپاره بیا بله موضوع خلاصوم ، [/color:682fc8ec63]
[color=white:682fc8ec63]زه که مسلمان یم ، دخپل مسلمانیت لپاره بې شماره په زرګونو دلائل لرم ،
چې دا موضوع يي دمطرح کولو ځای نه دی.[/color:682fc8ec63]

[color=blue:682fc8ec63]نو بیا درته وایم ، چې موضوع داده چې:

اۍ ملحده ، دخپل الحاد (نه خداي منل، او نه مذهب منل) لپاره دلائل وړاندې کړه
چې ته ملحد ولې يي؟؟؟
دنورو خلکو دعقیدې مناقشه کول، ځمونږ دسکالو سره هیڅ تعلق نه لري.
[/color:682fc8ec63]

نو که ته ملحد نه يي ، نو موضوع تاته نه ده شامله ،
ګوره کوشانه، چې ټول افغان کې دې ولې ټول رټي ، که ته صفا ملحد او یا
لادیني واي، او صرف یو مذهب دې لرلې، یوه مفکوره دې لرلې ، منافقت دې نه کولاي، رنګ دې نه بدلولاي، نو ولو که بیا ملحد هم واي ، نو دومره به دخلکو
بد نه راتلې، مشکل ستا دادې چې منافقت کوۍ،

همدا نن ورځ تاسو لیکلې وو چې:
[quote:682fc8ec63]زما خو په دې شک راځي چې ته به يو پښتون يې . ځکه ما په سلهاوو واره دلته
په پښتو ژبې ليکلي چې زه ملحد ، سوني ، شيعيه ، وهابي ، غالي ، چراغکوش
او سيغيي نيم ،[color=white:682fc8ec63] بلکې مسلمان يم . [/color:682fc8ec63]
خو بيا هم ته ما باندې د ملحد تور لږوې . [/quote:682fc8ec63]

خو اوس بیا لیکۍ چې:
ن[quote:682fc8ec63]و لمړی خو زه بايد درته ووايم چې زه ملحد نيم او په هغه خدای چې شريک
نلري . ايمان لرم .[color=blue:682fc8ec63] خو زه د محمد ، عيسی او موسی د خدای نه انکار کوم او په
دې اندوواند يم چې د دغو پيغمبرانو د خدای نه هم يو لوړ خدای شته چې د
هر شي خالق او خاوند دی [/color:682fc8ec63].[/quote:682fc8ec63]

په هر حال دا خبرې دومره مهمې نه دي، ځکه ستا په الحاد، لادینییت، یا مذهبیت
نه دنیا ودانیږي، او نه جوړیږي،

[color=white:682fc8ec63]
مهم ځمونږ بحث دې ،چې سکالو يي څه ده:

اۍ ملحده دخپل الحاد لپآره دلیلونه وړاندې کړه،
چې ته ملحد ولي يي؟؟؟؟
دنورو خلکو دعقیدو مناقشه کول، ځمونږ سکالو سره هیڅ تعلق نه لري.
[/color:682fc8ec63]

پوره شپږ میاشتې وخت درکوم ، ګرځه دلیلونو پسې دی، پیدا يي کړه ، او دلته
يي ولیکه ،

زه به بیا راځم ، اوس دلنډ وخت لپاره ټول افغان ته نشم راتلاي ، ځکه چې
ځما داکاډیمي مودې وخت په ختمیدو دی ، او کار لا ډیر راته پاته ده ،

خو دملحدانو ، ځوابونو ته په انتظار ،،،،،،
هو تاسو وویل ، چې دې ټول افغان کې څو ملحدین راوښیاست ، نو کوشان صاحبه
یو خو ته يي چې کله مسلمان شې، کله لادیني شې، کله ملحد شې، کله عیسوي
شي، او کله زردوشتي او بوذي شې،

خو ستا هغه بل ملګري جرأت وکړ، او په صفا الفاظو يي له مذهب او خداي څخه
انکار وکړ، هوشیار یادوم،

خو دا خبرې هم مهمي نه دي، په هوشیار نه دنیا ودانه ده، نه ورانه،

مهم دیوه فکر تحلیل دی،
[color=blue:682fc8ec63]
نو بیا وایم: ځمونږ سکالو څه ده:

سکالو داده ، چې اۍ ملحده:

ته ولې ملحد يي، دالحاد لپاره خپل دلائل ذکر کړه، ؟؟؟؟
او پوره شپږ میاشتې ورپسې وګرځه،
او دلته يي ولیکه ؟؟؟؟؟[/color:682fc8ec63]


Re: چلینجې سوال ، دهر ملحد لپاره،

hoshiyar
11.03.2008

[quote:e69074601c="وهاج ساپی"]
دملحد عقیده: یعنې دخداي څخه انکار ......

نو اۍ ملحده، دخداي څخه انکار چې ستا عقیده ده
په دې عقیده ته څه معقول
دلیلونه لرلاۍ شي چې مونږ ته يي
وړاندې کړۍ[/color][/quote:e69074601c]
شاغلي محترم وروره پوهيژم چي تاسي سره به دير وخت نه وي
مګريوعرض لرم کله چي پوشتنه کوئ لږ فکر پي کوئ چي د
عقل وفکر سره څومره نژديوالي لري
کله چي د يو شي دشتون ونشتوالي په اړه بحث وي نولومړي
د شتون دليل ويل کيژي اود نشتوالي پلوي يي بيا هغه دليل ردوي
نو ملحد خو خداي نه مني هغه سره دا دليل دي چي د خداي د شتون
هيڅ ثبوت نشته. چا ليدلي؟ چاسره يي خبري کړي؟ څه ثبوت دي؟
چه نه چا ليدلي؟ ني چا سره خبري کړي؟ نه څه ثبوت لري؟ نوله کومي راغي؟
تاسي د شتون پلويان يي نو تاسي لومړي شتون سابت کړئ
بيا به موز وګورو چي تاسي په قوي دليل شتون سابت کړئ
موژ به هم په ايمان راوړو که ستاسي دليل بي بنسته کيسي وي
ياهسي دا خبري چي خداي په هر څه وهرځاي کي موجود دي
نو دا زړي وبي بنسټه وبي دليل خبري دي په دي نورڅوک نه غوليژي
زه به له تاسي څخه څو پوشتني په دي اړه وکړم
خداي چا پيدا کړي وکله يي پيدا کړي؟
په کوم وجودوصورت موجود دي؟ چاليدلي؟ چا سره يي خبري کړي؟ څه ثبوت لرئ؟
خداي ولي د انسانانو په څير صفات لري؟
لکه تاسي وايي چي خداي په ذکرو د هغه په صفت خوشحاليژي
نوانسانان هم په ذکر و صفت خوشحاليژي بلکي دغه ماده زياته په شځو کي ده؟
تاسي وايي خداي په دي خوشحاليژي چي ورته پريوځي، سجده ورته وکي،
ځان ورته عاجز کي، اوغټ غټ صفتونه يي بيان کي
دغه ماده ددنيا د نااهله پاچايانو ده چي ځيني خلکو يي راتول کړي وي په دربار کي
د تشو صفتونووماله څتئ لپاره
واخري پوشتنه داچي تاسي وايي شيطان يوه سجده ونکړه خداي په عذاب کي واچوو
نن تر يو مليارد زيات خلک دخداي وجودنه مني مګر خداي دي خلکو ته هيڅ نه وايي ولي؟


Re: چلینجې سوال ، دهر ملحد لپاره،

و.افغان
11.03.2008

[quote:e5bd92b273="hoshiyar"][quote:e5bd92b273="وهاج ساپی"]
دملحد عقیده: یعنې دخداي څخه انکار ......

نو اۍ ملحده، دخداي څخه انکار چې ستا عقیده ده
په دې عقیده ته څه معقول
دلیلونه لرلاۍ شي چې مونږ ته يي
وړاندې کړۍ[/color][/quote:e5bd92b273]
شاغلي محترم وروره پوهيژم چي تاسي سره به دير وخت نه وي
مګريوعرض لرم کله چي پوشتنه کوئ لږ فکر پي کوئ چي د
عقل وفکر سره څومره نژديوالي لري
کله چي د يو شي دشتون ونشتوالي په اړه بحث وي نولومړي
د شتون دليل ويل کيژي اود نشتوالي پلوي يي بيا هغه دليل ردوي
نو ملحد خو خداي نه مني هغه سره دا دليل دي چي د خداي د شتون
هيڅ ثبوت نشته. چا ليدلي؟ چاسره يي خبري کړي؟ څه ثبوت دي؟
چه نه چا ليدلي؟ ني چا سره خبري کړي؟ نه څه ثبوت لري؟ نوله کومي راغي؟
[/quote:e5bd92b273]

همت مو کړۍ ، یواځې دغه پورتنۍ کرښې ځمونږ دسکالو سره تړاو لري،
او تاسو یو اندازه جرأت کړۍ، چې دځواب دورکولو کوښښ موکړۍ،
پاتې نوره لیکنه دې ځمونږ له سکالو سره هیڅ تړاو نه لري ، هو دخداي دثبوت
لپاره زه په زرګونونو دلائل لرم ، چې دلته مطرح نه دي ، او زه کولاي شم چې پرته پّه چا باندې له رده يي ولیکم

د ماسپښین دلمانځه وخت شو ، بیرته راځم:

راغلم ستا خبرو ته ښاغلیه:
فکر کوم چې ستاسو دالحاد تر ټولو لوي دلیلونه دادي، ځکه مو ځما ددې مهم
چلینجې سوال لاندې مطرح کړي.

[quote:e5bd92b273]نو ملحد خو خداي نه مني هغه سره دا دليل دي چي د خداي د شتون
هيڅ ثبوت نشته. چا ليدلي؟ [/quote:e5bd92b273]

ښاغلیه:
آیا ته دهر هغه څیز دوجود څخه منکر يي چې تا په سترګو نه دی لیدلې؟؟؟

روح یو حقیقت دی او که نه؟؟ آیا له وجود څخه يي منکریداي شي ؟؟؟؟
خو آیا تا او یا بل چا روح کله لیدلې دی؟؟
آیا تر اوسه څوک په دې توانیدلي دي، چې دروح تفسیر وکړي،
نه چا کړې او نه به يي وکړي، ځکه چې روح دخداي له امره څخه دی، دا خبره څوارلس سوه کاله مخکې قرآن کې راغلې ده.

بیا هر هغه څیز چې تالیدلې نه دی، کولاي شې چې انکار ترېنه وکړې؟؟؟؟

نه هیڅکله نه ، تر دغه انکار بل لوي جهل نشته ،
آیا تا فکر او یا عقل لیدلې، ؟؟؟؟
دفکر مکونات مونږ ته ښودلاي شې؟؟
نه ، هیڅکله نه ،
خو آیا دعقل او فکر له وجود څخه انکار کولاي شې؟؟؟
نه هیڅکله نه ، نه......

آیا تا اراده کله هم لیدلې؟؟

آیا دارادۍ مکونات مونږ ته ذکر کولاي شی؟؟؟
فکر کوم چې ځواب به دې دا وي، چې نه،
خو دا به وايي، چې ددی ارادې آثار خو وینم، ځکه
هر کله چې زه یوګلاس اوبه راخلم، نو لمړۍ ځما اراده هغه خواته حرکت کوي، بیا لاس.
نو دا چې منی ، نو دا دومره ملیونونه آثار، دخداي پر وجود او دیوه خالق په شتون
دلالت نه کوي؟؟؟؟

نو ګرانه هوشیاره !
دا دلیل خو تس نوس شو.

[quote:e5bd92b273]
چاسره يي خبري کړي؟ څه ثبوت دي؟ [/quote:e5bd92b273]

ډیرو پیغمبرانو سره يي خبرې کړي دي، او یو له هغوي څخه موسی علیه السلام
دی ، خو چې تاسې هغه درواغجن بولۍ، او خبرې يي نه منۍ، نو دا بیا ستا سو مشکل دی،
او که دخبرو خبره بېخي مطرح نشې، دا دومره په ملیونونه آثار دهغه دذات دشتون
دلیل کیداي نشي، دا منسجم نظام، دا منظم کون، دا دقیق ترتیب ، دا پیچیده
خلقتونه ، دا ددې لپاره کافي نه دي، چې ددی یو فاعل شته ده، یو خالق يي شته ده،
ته خپله فکر وکړه ، چې یو ښکلې منظم باغ وویني ، نو څه احساس کوې؟؟؟
آیا دا احساس نه کوې، چې دغه باغ ته باغوان اوبه ورکړي وي، اهتمام به يي پرې کړې وی، کار به يي په کې کړې وي؟؟؟
خو دا هم ځمونږ موضوع پورې دومره تعلق نه لري، ؟؟؟
خوڅنګه چې ته دخپلې مفکورې لپاره دلائل نه لري ، نو بیا بحث بل طرف ته بوځي.

ستا هغه روح چې ستا په هډونو کی اوسیږي، کله هم له تا سره خبرې کړي ، چې ګوره
زه فلانې یم ؟؟؟ هغه ماده یم چې ته زما په واسطه ژوندۍ ګرځې
نه هیڅکله نه
خو آیا دا ددې دلیل کیداي شې چې دورح له حقیقت څخه انکار وکړې.

زه که مثلا وایم،
چې هوشیار صاحب: ځما په پوهنتون کې په ۱۰۰ سلمې نمبر کوټه کې فلانۍ استاذ نشته، نو ددې معنا داده چې زه هغې کوټې ته ورغلې یم ، هغه کوټه مې لیدلې ،
او استاذ مې په کې نه دې لیدلې، یا یو بل دکمرې مراقبوې نظام لرم، چې دهغې
په واسطه مې کشف کړ، چې دغه کوټه کې فلانۍ استاذ نشته،
خو کله که ته له ماڅخه ددغه استاذ په هکله وپوښتې ، چې سلم نمبر کوټه کې شته او که نه؟؟؟
او ما هغه کوټه نه وي لیدلې، اونه ورغلې اوسم، سره له دې چې داستاذ دوجود
نښې نښانې هم نه وینم، نو آیا حق لرم چې ووایم، چې نشته؟؟؟
او که یواځې دا حق لرم چې ووایم: زه خبر نه یم؟؟؟

انسان تر اوسه ددی نړۍ په اړه بشپړ معلومات لري ، دا نړۍ چې دنورې نړۍ په پرتله
ډیره کوچنۍ او وړه ده،
دبرمودا دمثلث په هکله دوي تر اوسه معلومات نه لري؟؟
سره له دې چې امریکا سره يي ساحل لګیدلې دی.

نو دا طغیاني بشر بیا څنګه دخداي له وجود څخه انکار کوي؟!

[quote:e5bd92b273]چه نه چا ليدلي؟ ني چا سره خبري کړي؟ نه څه ثبوت لري؟ نوله کومي راغي؟[/quote:e5bd92b273]

دا خبره مو بیا تکرار کړې ، چې ما پورته ځواب کړې ، او فکر کوم چې دخپلې عقیدې او مفکوري لپاره تر دې خبرې : : ((نه چا لیدلې، نه يي له چا سره خبرې کړي))
بل لوي دلیل نه لري

او دا دلیلونه نه عقلي دي، او نه منطقي دي، چې خپله انساني عقل او دا شته وجود
دنړۍ يي رد کوي.
[color=white:e5bd92b273]

نو اوس ته دا ووایه چې دا خبره ((نه چا لیدلې، نه يي له چا سره خبرې کړي))
ددې دلیل کیدلاي شي، چې دخداي جل جلاله دوجود څخه منکر شې؟؟؟؟؟

آیا ته دغه ځواب، یا دغه دلیل، یا دغه قانون په خپل چاپیریال کې ، بلکه
په خپل ځان کې تطبیقولې شې؟؟؟؟

هیله لرم، چې دغه پوښتنې ستا په جسم کې هغه ښکلې ، هوښیار، اوعقلمند
ویده انسان له خپل ژور خوبه راپاڅوي؟؟[/color:e5bd92b273]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more