نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ډاکټر وطنمل صاحب: ستاسو مودیراتوري څه معنی لري؟؟؟؟؟
و.افغان
09.03.2008
ِدروند ورور ، دټول افغان دفورمونو مودیراتور ډاکټر وطنمل صاحب :
ستا دمودیراتورۍ څه معنی ده ، ؟؟
چې دلته په موضوعاتو كي خلک ګډوډې جوړوړي، بحثونه خرابوي، تاسو ورته
لاس تر ځنې ناست یاست ، سیل يي کوۍ، مخ يي نه نیسۍ،
تاسو وګورۍ چې ما بحث دڅه په هکله خلاص کړې، څومره په واضحو الفاظو
او تورو مې دبحث سكالو مطر ح کړې ، او کوشان دبحث لاندې څه کوي، ؟؟؟
همدرانكه دهر علمي ، اصولي، او عیني بحث سره کوشان همداسې لوبي کوي،
تاسو ښه ګورۍ چې زه څومره کوښښ کوم چې دوي ټول اصولي او علمي
بحث ته راکش کړم، خو دوي خولې یواځې په بهتانونو ، سپکاوۍ، او ښکنځلو
خلاصوي ، له عيني بحث څخه تښتي، او یواځې ځمونږ دعقیدي، سپیڅلې اسلام
او محمد صلی الله علیه وسلم سپکاوۍ کوي
ګوره ډاکټر وطنمل صاحب: که تاسو په دې ګډوډ ۍ او سپکاویو خوشاله او راضي یاست،
نو په دې پوه شۍ چې دا کار تاسو هم دسوال لاندی راولي ، چې تاسو
په لوي لاس داسلام دمبارک دین ، او دخداي پیغمبر صلی الله علیه وسلم
دسپکاوۍ لپاره لار خلاصه وي،
او دبیان آزادۍ په نوم هر للو پنجو ته وخت ورکوۍ چې اسلام پسې سپکاوۍ وکړي، او ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځلې وکړې،
که دچا په زړه کې یو زره ایمان ددې دین په اړه هم پروت وي نو هیڅکله به
داسې کړنو ته اجازه ورنه کړي،
تاسو ښه وینۍ، چې دهیڅ رنګ سوالونو سره زه حساسیت نه ښودم، او نه مې ښوولې، هر اعتراض او انتقاد په سړه سینه لولم، او همدرانګه ټول ورونه داسې کوي، خو ځمونږ دمقدساتو دسپکاوۍ حق چا دغو خبیثا نو او پلیتانو حیواناتو ته ورکړۍ ، چې
شپه او ورځ په مونږ پسې، ځمونږ عقیدي پسې او ځمونږ مقدساتو پسې
سپکاوۍ کوي، اوپه ډیره بې شرمانه طریقه دروغ او بهتانونه وايي ، او هیڅ
شرم او حیا نه ورته دریږي.
آخر په خپل ګریوان کې لږ سر ټيټ کړۍ، او سوچ وکړۍ، چې تاسو به دقیامت په ورځ ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم ته څه ځواب ورکو ۍ، که رښتیا تاسو باندې هغه ګران وي، چې ستاسې دمدیریت لاندې فوروم کې دهغه شخص ته ښکنځل کیږي، او په لوې لاس
اسلام پسې ددروغو او نارواوو بهتانونه تړل کیږي.
هیله کوم چې ځما دغه خبرې ستاسو زړه لږ په حرکت راولې ، او له دې
تهمت څخه ونه ډار شې چې ګواکې ملحدین به راته وايي چې دا خو تنګ
نظره یا رادیکالي دې، یا بل بلاوبتر چې دهغو د پلیتو خولو څخه دوړیږي.
په درنښت.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=26332#26332