نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په لویدیځ کې دمشهورکیدو او مهم کیدو لنډه لار: اسلام ته سپکاوۍ.
و.افغان
08.03.2008
په لویدیځ کې دمشهورکیدو او مهم کیدو لنډه لار: اسلام ته سپکاوۍ.
محترمو وروڼو: !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
هر کله هم چې په لویديځ یا اسلامي نړۍ کې کوم سړې یا ښځه راپاڅیدلې او داسلام سپکاوۍ يي شروع کړې، دمقدساتو توهین يي کړې، خداي جل جلاله او دخداي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کړي، نو فورا ټولې نړیوالې لویديځي مؤسسې، لویدیځ دولتونه، او داعلام ټول وسائل دهغه انسان دمشهور کیدو لپاره لیڅې راونغاړلې، په ټلويژنونو، اخبارونو، راډیو ګانو او وغیره نورو اعلامي وسائلو کې په هغه بحثونه شروع شې، چې ګوره څومره جرأتمند سړې یا تکړه ښځه ده، چې دخپل ثقافت او عنعناتو دماتولو مقابل کې يي ډیر په جرأت او شجاعت ګامونه پورته کړل.
ژر ژر دولتونه دهغه دحمایت لپاره یو له بل سره رقابت شروع کړي، دلویدیځ پوهنتونونه او مؤسسې ورته سوالونه او زارۍ شروع کړي چې لږ وخت راکړۍ، ځمونږ په پوهنتون یا مؤسسه کې یو لیکچر ورکړۍ، اخبارونه، میډیاګانې، او تلویژنونه هم ډیر په زارۍ څخه ترې غواړې چې دهغوي په ځینو اسلام ضد پروګرامونو او ګردي میزونو کې وڼده واخلي.
دغه انسان چې تر دغې ورځې پورې به يي نه شهرت درلود، له خپلې کورنۍ پرته به بل چا پیژانده هم نه ، خو په یوه ورځ او شپه کې ترې یو لوي قهرمان جوړ شي، ژر ژر ورته ځیني نړیوالې مؤسسې تقدیري جائزي او مډالونه ورکړي ، او ځیني وزیران یا پاچاهان ورته امتیازي القاب ورکړي.
ځیني ورځپاڼې يي ددنیا دډیرو مهمو او مؤثرو شخصیتونو په لست کې راولي.
امریکايي مشهورې ورځپاڼې یو وخت ددنیا دمهمو او مؤثرو شخصیتونو په لست کې یوه عربه شځه هم راوستې وه، او سبب يي دا ښودلې وو چې دغه ښځه ډیره زړوره او جرأتمنده ده، دخپلې ټولنې دتقلیدونو او عنعناتو دماتولو لپاره يي ډیر زړورتوب او جرأت کړې دی، څه زړورتوب يي کړۍ؟؟؟ دا چې یو څو ورځې مخکې هغه دیوه امریکايي ټلویژن په پرده راښکاره شوې وه، او داسلام او اسلامي مقدساتو سپکاوۍ يي کړې وو.
داسې ښکاري چې لویدیځ ټولو اسلامي لیکوالانو او روشنفکرانو ته وايي: ( که چېرې تاسو نړیوال امتیازي القاب غواړۍ، عالمي شهرت غواړۍ، ځمونږ په غیږ کې ښه ژوند او ښه اهتمام غواړۍ، نو آسانه لار داده چې اسلام پریږدۍ، او ددې سره سره داسلام او اسلامي مقدساتو سپکاوۍ په پراخه پیمانه شروع کړۍ، خپل ملت او خپل وطن سره خیانت وکړۍ، نور پاتې کار مو په مونږ دې، څنګه ژوند ، څنګه خوندونه ، او څنګه شهرت چې غواړۍ هغه به مونږ در پوره کړو).
اوسمهال په افغانستان کې نوې بیلګې يي یو مرتد عبد الرحمن دې چې ځان يي دمسیحیت په پلمه ایټالیا ته ورساوه ، او بله بیلګه يي پرویز کامبخش دې چې دا به هم ځان دلویدیځ تکریم او اعزاز ته ورسوي، او سلسله واره ډرامه به همداسې روانه وي، که چیرې دافغانستان دولت په رښتیا هم یو دولت واي ، نو څنګه به ایټالوي فوځیان په دې توانیدلي واي چې دبندیخاني دروازي ماتي کړي ، او بندي ترې راوباسي ، او مستقیما يي دروما پاپ ته ورسوي.
په لویديځ کې داسلامي نړۍ څخه ددغو تورو راغلو څیرو پوره پوره درناوۍ کیږي، دبنګلادیش تسلیمه نسرین چې هیچا نه پیژندله او نه يي کوم شهرت درلود ، ناڅاپه دلویديځ داعلام وسائلو شروع وکړه چې تسلیمه نسرین د وژلو له ویرې له امله دخپل وطن څخه راتښتیدلې، او ټولې غربي میډیاګانو دا خبر په خوله کې واخیسته ، او نغاره ډنګول يي پرې شروع کړل، په ډیر لږ وخت کې دلودیځوالو ورځنۍ بحث وګرځيد، او مختلف لودیدیځ دولتونو هغې ته دسیاسي پناه په ورکولو کې یو له بل سره تنافس شروع کړ.
په دې وروستیو کې دشیطاني آیتونو لیکونکې سلمان رشدي چې تر هغه په سوونو نور لیکوالان په ادب او لیکوالۍ کې تکړه دي، دانګلستانې ملکې له خوا هغه ته د (سر ، sir) لقب ورکړل شو، خاص ددې په خاطر چې هغه داسلامي مقدساتو سپکاوۍ کړې، او افضل البشر محمد صلی الله علیه وسلم شخص ته يي توهین کړې.
ځمونږ په ایمان کمزورې ډیر افغانان وروڼه چې ځيني غربي سفارتونو ته دویزې یا دسیاسي پناه اخیستلو لپاره ورځي، نو له ځانه څخه سور کافر ، یا بله بلا جوړه کړې، او هغوي ته دا ښکاره کوي چې ځما ژوند په خطر کې دی، ځکه چې ما دخپلې ټولنې دعنعناتو مقابل کې آواز پورته کړۍ، اوس مې هغوي ژوندۍ نه پریږدې.
کاش چې په لویدیځ کې ځمونږ دپوه ، وطنپرسته خلکو هم احترام کیدلې ، ځمونږ وطن کې ډیر پوه، تکړه، او په هر معیار رسیدلې شخصیتونه موجود دي، خو آيا لویدیځ هغوي ته دمخکی کیدو زمینه برابروي، نه هیڅکله نه، بلکه که چیرې دغه رنګ پوهو او وطنپرستو خلکو ته دخدمت زمینه برابریږي، نو ټولې لارې پرې بندوي، ځکه خو ځمونږ دوطن پوه، معتدلین ، وطن پرست او مینه روي خلک ټول در په در او خاوري په سر دي، نه د وطن په داخل کې ورته څوک اهمیت ورکوي ، او نه دوطن څخه بهر ورته څوک خپل لازم امتیازات ورکوي ، او دچوکیو لپاره همیشه یا افراطي کیڼ اړخي مخکی کيږي، او یا افراطي ښې اړخې مخکی کیږي، چې دا دواړه ډلې دبهرنیانو په ګټه، او دوطن او ولس په تاوان تمامیږي.
په لویدیځ کې که داسلامي نړۍ دکومو پوهو خلکو درناوۍ او عزت کیږي، سبب يي دغه پوهه او علم نه وي، څومره يي چې سبب دهغوي له خوا اسلام او اسلامي مقدساتو ته سپکاوۍ او ښکنځلي وي.
صحي ده چې دخپلې ټولنې دترقۍ اوپرمختګ لپاره مونږ دلویدیځ ټولنې څخه ډیرو څیزونو ته ضرورت لرو، لیکن هغه څیزونه چې ځمونږ دټولنې سره په ټکراو کې دي ، او دترقۍ په ځاي ځمونږ دټولنې دتباهۍ سبب ګرځي، او لویدیځ يي دخپلو شخصي منافعو لپاره په مونږ په زور مني ، او دهغې لپاره په پراخه پیمانه تبلیغات کوي، نو مونږ بیا دداسې ثقافت منلو ته هیڅکله تیار نه یو ، چې لویدیځ يي دخپلو سیاسي، او اقتصادي مصالحو لپاره پر مونږ په زور مني.
هو: مونږ غواړو چې ټولنه مو له جهالت څخه راووځي، په ټولنه کې ناپوهي ختمه شي، دانسان دانسانیت په خاطر عدل او انصاف منځ ته راشي، خو دا نه منو چې دحقوق الانسان په نوم مو لویدیځ ښکیلاګ کړي، ددهشت ګردۍ او تروریستۍ په نوم مو دوطن ټولې ځمکنۍ خزانې لوټ شي، او له وطن څخه مو دنړیوالې جګړې ډګر جوړ شي، دبیان آزادۍ په نوم ځمونږ دمقدساتو سپکاوۍ وشۍ، دا نشو زغملاې چې ځمونږ ټولنې ته څوک په سپکه وګوري.
هو مونږ یو صالح حاکمیت ته اړتیا لرو، عادل نظام ته حاجت لرو، د اسلام په چوکاټ کې آزادۍ ته اړتیا لرو ، دهر رنګ دیکتاتورۍ څخه دخلاصیدو اړتیا لرو، لیکن داسې دیموکراسي نه چې ځمونږ دمقدساتو، او کلتور سپکاوۍ وکړي، ځمونږ دعقیدي توهین وکړي.
څنګه مونږ دلویدیځ له اړخه دښځې دآزادۍ پلان شوې پروګرام ومنو، څنګه آزادي؟؟ داسې آزادي چې له ښځې څخه خپلې حیاناکې جامې وباسي، بربنډه يي کړې، دفسق او فجور په بازار کي يي عفت ډیر په آرزانه خرڅ کړي، او دخپل شومو موخو لپاره يي استعمال کړي.
څنګه مونږ دلویدیځوالو له اړخه داقلیتونو دحمایت دعوی رښتیا وبولو، داسې حال کې چې لویدیځ ځمونږ په وطن کې او په نوره اسلامې نړۍ دغه اقلیتونه دکمپیوټر دتجسسي فایلونو په څیر استعمالوي، تر څو خپلې ګټې خوندي کړي.
دلویديځ له اړخه دبیان کومه آزادۍ مونږه ومنو چې ځمونږ ددین او کلتور سوچه توهین وي، ځمونږ دحضارت، عنعناتو او تقالیدو سپکاوۍ کوي، او په واسطه يي ځمونږ کلتور تر یرغل ، ښکیلاګ ، او متبوعیت لاندی راولي.
خو له دې سره سره بیا لویديځ خپله داسې ثوابت لري چې هیچا ته حق نه ورکوي چې هغې باره کې کومه ښکته پورته کلمه استعمال کړي، او که نه نو ځاي به يي محاکمه او زندان وي،
یو له دغو ثوابتو څخه دهالوکاسټ قضیه ده، چې تر اوسه یو غربي لیکوال هم په دې نه توانیږي، چې دالمانیانو دنازي دولت په لاس دوژل شوو یهودو دشمیر په هکله څه نظر څرګند کړي، او ووايي : چې نه، یهود په دومره عدد نه دي مړه شوي، له دي کم دي، او هر هغه چا چې دا جرأت کړې دی، نو ځاي يي زندان او محاکمه کیدل دي.
د لویدیځ دغه ماله څټو ته چې کله بیا داسلامي نړۍ او ځمونږ دوطن په اړه دلویدیځوالو ګنده چهره څرګنده کړل شي، او هغه مردار پلانونه چې هغوي يي ځمونږ دوطن داشغالولو لپاره لري واضحه شي، نو په ځاي ددی چې جرأت وکړي، او د هغو ناوړو کارونو څخه پرده پورته کړي، منافقت کوي، او په هغو کارونو پردې اچوي،او ځینې خو ترې بیا دفاع کوي، او که نه نو هغه ناکوبۍ چې امریکایانو په بګرام ، ګوانتنامو کې په افغاني بندیانو، او په ابو غریب کې په عراقي بندیانو وکړې، له هیچا پټ نه دې، خو څوک دې چې جرأت وکړي، او په هر حالت کې په حق ویلو خوله خلاصه کړي؟؟؟
نو ټولو هغه افغاني مثقفو او روشنفکرو څخه هیله کوم ، که چیرې هغوي دخپل وطن دځینو غیر عالانه تقالیدو او عنعناتو سره مخالفت کوي ، یا دځینو طبقو دظلم او جبر څخه سر ټکوي ، نو ښه په نره دې خلکو ته بیان کړي ، دافغاني ورورولۍ په فضا کې دی له خپلو وروڼو سره داخلې شخړې هوارې کړي، خو دماده پرستۍ او ددنیا دمحبت لپاره دې دا بې غیرتې نه کوي چې ځان دلویدیځوالو یا نورو غیږي ته ورغورځوي، تر دې کار نوره لویه بې غیرتې ، بې وجداني، او له وطن او ولس سره بل لوي خیانت نشته.
په افغانۍ مینې.
و.افغان
09.03.2008
ِښاغلې هوشیار صاحب : زه تاسو ته دخلکو دګمراهۍ او الحاد ته بللو (یا ستا په فکر دترقۍ) لپاره لنډه لار ښودم ، او هغه دا چې هر کله تاسو خلکو ته ثابته کړه چې
خداي وجود نه لري ، نو ټول مذهبونه خود بخوده له منځه ځي ، او ټول خلک به تا پسې روان شي ، نو که رښتیا دخپلې عقیدې دومره مخلص او یقیني يي نو راځه چې په همدغې موضوع بحث شروع کړو ، او تر هغې يي پرینږدو تر څو چې صفا ښکاره
نتیجې ته سره نه یو رسیدلې ، چې خداي شته، یا نعوذ بالله نشته؟؟
ځکه چې تاسو ښاغلې په دې نورو موضوعاتو کې چې څومره دهوشیارۍ دعوی لرۍ هومره په کې هوشیار نه یاست، یا پرې بیخي پوهیږۍ نه ،
هغه مفکوره (الحاد ، دخداي څخه انکار) چې ستا دټولې عقیدې محور جوړوي
هغې که به ضرور ښه معلومات لري ، نو راځه چې په هغې بحث وکړو.
[quote:73a36fb9e4="hoshiyar"]
هرانسان چي احساس وعقل لري خامخا به يو څه سوچ وفکر کوي
اوچي ددغه سوچ وفکر په بنا مشهور شي خلک يي قدر وکي نو
خوشحالي هوم وکي.[/quote:73a36fb9e4]
نو بیا دانسان دا عقلي ضرورت ولې نه منۍ ، چې ددې نړۍ لپاره دخداي جل جلاله وجود ضروري بولي، او تر اوسه په یوه داسې منطقه نه ده کشف شوې چې په هغې دی
عبادتځاي نه وي، او نه اوس داسې شار شته.
نو ته دومره هوښیار شوې چې دا عقل دې پر ځاي استعمال کړ ، او دې ملیاردنو خلکو
خپل عقل استعمال نه کړ.
ته دافلاطون، سقراط، ارسطو، هیګل او نورو عقلمندو فیلسوفان څخه ځان ډیر
هوښیار ګڼي ، چې هغوي په خداي عقیده درلوده او ته يي نه لري.
[quote:73a36fb9e4="hoshiyar"]
داخوتاسي په اسلام کي وايئ چي دجابرسلطان په وراندي دحق کلمه
ويل بهادري ده نواوس پخپله چي اسلام ديوجابر سلطان نه بلکه دي
يوخونکار خامارپه شکل راشکاره دي اوپه خلاف يي خبره کول يو
لوي جرات دي نوبياچي څوک داجرات وکي په متمدنو وازادو خلکو
يي حق جوريژي چي ناز ورکي..[/quote:73a36fb9e4]
هو، دجابر سلطان په وړاندې دحق کلمه ویل لوي شجاعت دی، خو
اسلام په چا ظلم کړې، اسلام کوم ظالم احکام لري په هغې وغږیږه،
که خبره په اسلامي نړۍ کې دقوتونو کوې ، نو په غربي نړۍ کې به
تر امریکا بل خونکار ښامار وي، چې دنړۍ دانسانانوویني څکي،
ددې لپاره چې خپلې فابکريکي پرې وچلوي ، دروسانو څخه به بل
لوي خونکار خامار وو، چې سل ملیونه مسلمانان يي وژلي دي،
له انګریزانو څخه بل لوي خونکار خامار وو ، چې دآزادو دولتونو
ازادۍ تر پښو لاندې کړې، ........او داسې ورپسې نور خپله ورځه.
[quote:73a36fb9e4="hoshiyar"]
نوپه اوسني وخت کي هم تاسي وينئ چي اسلام سره تش يو دليل دي چي هغه
وژل دي[/quote:73a36fb9e4]
په هوشیارۍ دې آفرین شه ،
که رښتیا جرأت او میړانه لرې ، نو دخپلو یارانو ((لویدیځوالو)) پسې دی هم وغږیږه، بشریت لپاره خوهغوي لوي خطر دی، ایټم بمونه خو هغوي لري، او هغوي
استعمال کړي، په ملیونهاوو خلک خو هغوي وژلي دي،
ملکونه خو هغوي اشغال کړي دي،
نن خو مسلمانان کمزوري دي ځکه ستا غوندې هوښیاران يي سپکاوۍ کوي ،
نن دمسلمانانو له لاسه څه کیږي چې تا ورپسې خوله خلاصه کړې،
تباهي ، فساد، مرادري، قتل او کشتار خو یهود او لویدیځوال خلکو ته توښه کوي.
[quote:73a36fb9e4="hoshiyar"]
. ددي حقيقت نه که تاسي انکار کوئ نوهوم نشي کولي چي اسلام
زموز وطن راوران کري دي هر خوا چاودني دي بمونه دي وسلي دي دامريکا
تر يرغل وراندي څه وه؟ تر دي لا پسي بتر ژوندو. په ګرده هيواد کي خلک د ولږي
مره کيدل، اسلامي خلافت ترهګيران روزل ودفاع يي ځيني کوله. بل دا چي خلکو
ته يي له جنګ و ورانئ و ويجارئ پرته څه نشو ورکولاي تر دي دپاسه ظلم دا چي
په خلاف يي خبره هوم نشوه کيدلي. ځکه چي د اسلام خلاف خبره د اسلام سپکاوي
دي او جزا يي مرګ ده. نو په داسي حال کي که يو دعقل و فکر خاوند ددي لپاره
اروپا ته لاړ شي چي په ازادئ سره خبره وکړي دا څه بده خبره نده ځکه چي په لکونو
خلک د همدي وطن نه د ډوډئ په لټون تلي دي د ولږي او غريبئ نه تشتيدلي دي
نو که څوک دفکري ازادئ لپاره لاړل دا څه بده خبره ده؟
اوس چي ستا اسلام نه خلکو ته ډوډي ورکولي شي، نه کار برابرولي شي، نه د
خبري و فکر ازادي ورکوي، نه په وطن کي ورته څه جوړولي شي، نو خلک څه وکي؟
ځانونه ټول سره مړه کي؟ غږ دي نه کوي؟ په داسي حال کي چي څوک غږ کوي هغه
بهادر دي جرات يي کري او د اروپا متمدن وازاد خلک که داسي خلک نازوي نو
ډير شه کار کوي د جرات خو دومره حق جوريژي کنه؟
بل ته دا فکر ولي کي چي هرڅوک د عقل و فکر و دانش وازادئ خبره کوي هغه
به اروپا يا امريکا ته ځي؟ که اسلام ورته ازادي ورکي وخلک په افغانستان کي
خپله خبره په ازادئ سره وکي بيا به اروپا وامريکا ته نه ځي؟
که ته وايي چي اسلام دفکري ونظري ازادئ پلوي دي نو پرويز کامبخش دي راخلاص کي کنه؟
ايران يا سعودي، يا القاعده يا هر څوک چي تاته مسلمان شکاري هغه دي يي راخلاص کړي د کرزي کافر (ستا په وينا چي د افغانستان اوسني دولت اسلامي ندي) له منګولو دي راخلاص کي حفاظت دي ورکي چي خپله خبره په ازادئ سره وکي نو بيا به موز ووايو چي سمه ده اسلام د فکر په ازادئ باور لري؟
[/quote:73a36fb9e4]
دغه پورتنۍ خبرې دی هیڅ رنګ تبصرې ته اړتیا نه لرې ، ټول له یوه سره تکرار في تکرار دی.
[quote:73a36fb9e4]د کرزي کافر(ستا په وينا چي د افغانستان اوسني دولت اسلامي ندي)
[/quote:73a36fb9e4]
دا دروغ مه تړه ، کرزي ته ما کافر نه دي ویلي ، خو ستا مشکل دادې چې دخبرو
منځ کې توپیر نه شې کولې ، خو ځان درته ډیر هوښیار ښکاري ، که دلږې هوښیارتیا
څخه دې هم کار اخیستې واي نو ځما له خبرو به دې دا فهم نه اخیسته ، خو
ستا مشکل دادې چې نه اسلام کې مطالعه لري ، او دمسلمانانو په اړه دقیقه مطالعه
لري ، خو دحافظ غونډاري وولې ، او یواځې تهتمتونو او بهتانونو تړلو ته
لاسونه بډ وهلي دي.
hoshiyar
09.03.2008
شاغلي صافي
زه مو په تعجب کي اچولي يم تاسي موضوع ته عنوان يو ورکړي وي بيا پکي له ما څخه غوشتنه د بل بحث کوئ
دلته تاسي خپل د موضوع سرليک ته وګورئ بيا مانه غوشتنه کوئ چي راځه دلته د الحاد بحث وکو
دغه د الحاد وڅه وڅه بحث بي معني دي
ځکه چي که ته ماته وايي عقل چا پيدا کړي؟
بيا پخپله وايي چي عقل خداي پيدا کړي؟
زه درنه بيا پوشتنه کوم چي خداي چا پيدا کړي؟
ته وايي خداي پخپله پيدا دي يابس پيدا و
زه درته وايم عقل هم پخپله پيدا دي يابس پيدا و
دابحث نه خلاصيزي
کوم بحث چي خلاصيزي دهغي څخه تاسي ډډه کوئ
زه بخشنه غواړم که ما ستاسي کومه خبره غلطه رانقل کړې وي يا
مي بهوتان تړلي وي بيا بخشنه غواړم
درسره منم يي چي زه ټول درواغ ليکم تاسي وايي کرزي مسلمان دي سمه ده زه يي هوم منم
مګر کومه چي اصلي خبره وه د هغي ځواب تاسي ندي ويلي چي هغه داده
بل ته دا فکر ولي کي چي هرڅوک د عقل و فکر و دانش وازادئ خبره کوي هغه
به اروپا يا امريکا ته ځي؟ که اسلام ورته ازادي ورکي وخلک په افغانستان کي
خپله خبره په ازادئ سره وکي بيا به اروپا وامريکا ته نه ځي؟
که ته وايي چي اسلام دفکري ونظري ازادئ پلوي دي نو پرويز کامبخش دي راخلاص کي کنه؟
ايران يا سعودي، يا القاعده يا هر څوک چي تاته مسلمان شکاري هغه دي يي راخلاص کړي د کرزي له منګولو دي راخلاص کي حفاظت دي ورکي چي خپله خبره په ازادئ سره وکي نو بيا به موز ووايو چي سمه ده اسلام د فکر په ازادئ باور لري؟
hoshiyar
09.03.2008
شاغلي صافي
زما د پورتنئ پوشتني ځواب راته راکول مه هيروئ
مګريوه بله پوشتنه هم کوم
هغه داچي تاسي علم لرئ مطالعه لرئ شه دير کتابونه مو کتلي له ليکنومومعلوميژي چي د شه پوره علم څخه برخه من ياستئ
نو دا راته ووايايست چي ايا په لويديځ کي يواځي داسلام پر ضد کتابونه و شيان ليکل کيژي که د نورو مذهبونو پر ضد هم ليکل شوي؟
پخوا چي کله عيسوي مذهب کي اصلاحات نه وه شوي همدغسي يو حالت ولکه اوس چي د اسلام دي
تعصب،کرکه، کينه، نفرت، مرګونه، غربت، جهالتونه، جګړي و هرڅه و
که چا به د عيسوي مذهب پر ضد څه وليکل همدغسي چلند به کيده ورسره لکه اوس چي اسلام کوي
مګرکله چي اصلاحات وشول (واضحه دي وي چي زه يي سره د اصلاحاتو هوم نه منم) دغه تنګ نظري تر څه ختمه له منځه ولاړه نو څوک چي څه تنقيد کوي پري ازاد دي
اوس په نړئ کي يواځيني مذهبونه چي تنقيد نه مني او په وړاندي يي احساساتي کيزي اسلام وهندو دي
hoshiyar
09.03.2008
هسي مولايانو داهم يوه شه بهانه پيدا کړي
چي کله ددليل ومنطق په مخکي وارخطاوګنګش شي
نو ژر ووايي چي تاسي داخبري لويديځ ته د تلولپاره کوۍ