د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دستگېر خروټی :بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده

13م ميلمه
08.03.2008

دستگېر خروټی،
August 12th, 2007

د روشنفکرانو نوی نسل ;
[color=yellow:da12343d8c]بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده[/color:da12343d8c]

په افغانستان کي د روشنفکرانو د نوی نسل په وړاندي لويې، پيچيلې او څوگونې دندې پرتې دې، کومي چي پېږندنه يې څواړخېزه او ژوره څېړنه غواړې. د افغانې ټولنې په جوړښتونو کي ښکاره ناانډولې او په ځينو برخو کي گواښوونکې او بحران راوړونکي ټکرونه شته دي. [color=white:da12343d8c]په دي ټولنه کي د تارېخې او سياسي جوړښتونو تر منځ ناانډولئ او ټکرونه شته دي، د ملت جوړولو، دولت جوړولو او ملې هويت تر منځ ناانډولې موجوده ده، د سياسي جوړښتونو او د ټولنېزو غوښتونو تر منځ، د سياسی او حقوقي جوړښتونو تر منځ پراخه ناانډولې شته دي[/color:da12343d8c]. په ټولنه کي اقتصادي وده او پرمختگ په پراخه توگه ناهم اهنگ دی، کوم چي د راتلونکو سياسي او ټولنېزو ستونزو او جنجالونو پېاوړی لامل کيداي شي. سره ددي چي همدادم په ټولنه کي د دودېز جوړښتونو په پرتله نو ې سياسي او ټولنېز جوړښتونه په چټکې سره وده کوي او بدلون مومې، خو [color=yellow:da12343d8c]په ټولنه کي دودېز او سنتې جوړښتونه تر اوسه دا وړتيا لرې چي په سياسي او ټولنېزو برخو کي پېل شوي بدلونونه په ټپه ودروې، ورته ماتې ورکړې او د هغو ځای ونيسي، کوم چي له يوې خوا استبدادي ځانگړتياوې لري او له بلې خوا په اوتوريته او زور ډډه لگوي [/color:da12343d8c]او دا نه يوازي دموکراسي او مدنې جوړښتونو ته چلنج دی، بلکي د پرمختگ او بدلون په وړاندي د خنډ په توگه هم خپل رول تر سره کوي او دا هغه څه دي چي افغانې ټولنه له نورې نړۍ گوښه کوي او شا ته يې ساتې. په ننۍ نړۍ کي اتوريتې او زور هغه پرونی رول له لاسه ورکړی چي د پيښو لوری وټاکي. په نړيوال ډگر کي هم، د زور پوسيله پيښو ته په لوری ورکولوکي د امريکايې نويو محافظ کارانو تگلاره ناکامه شوه. نن ،دا اقتصاد، اقتصادي پرمختگونه او اقتصادي سيالې دي چي د پيښود لوری د ټاکلو په کار کي ټاکونکی رول تر سره کوي.
د نوی نسل روشنفکرانو په وړاندي د ټولنې، د ټولنېزو پيښو، ټولنېزو جوړښتونو، د سياست، واک ... د پېږندنې او څېړنې په کار کي د يوې علمې او فکرې لارښوؤنې په نشتوالې برسېره د معيارونو او آرزښتونو ستونزه هم شته دی او دا دردونکې او ناورين راوړونکې ستونزه ده. په ټولنه کي نه يوازي د جوړښتونو، بلکې د آرزښتونو تر منځ هم مخامختيا او ټکرونه شته دي. [color=white:da12343d8c]ډير روشنفکران او ورسره زيات شمېر سياست کوونکي د ټولنې، ټولنېزو پيښو، سياست ... د پېږندنې، څېړنې او د قضاوت کولو په کار کي له ويشونکو او پرونيو عناصرو څخه د ارزښتونو په توگه کار اخلې او خپلې تگلارې ټاکې. د سياست او ټولنې په هکله دا آرزښتونه نه يوازي زاړه آرزښتونه دي، بلکې د ستونزو د حل په ځای په خپله ستونزې راوړونکې او بحران ايجادؤنکي آرزښتونه دي[/color:da12343d8c]. دا آرزښتونه د ستونزو په حل کولو کي په ښکاره توگه پاتې راغلې دې. له دې آرزښتونو نه گټه اخستل د ټولنېزو او سياسي مفهومونو د پېږندلو په کار کي د بې وسې په مانا دی. دا هغه آرزښتونه دي، کومو چي د ويش او وسله والو ټکرونو په لور د ټولنې لارښوونه کوله. په دې آرزښتونو ولاړو تگلارو په ټولنه کي ټولنېز واټن ايجادکړ، دې تگلارو په ټولنه کي ټولنېزه بې باورې منځ ته راوړه، دې تگلارو په ټولنه کي کرکه او نفرت ايجاد کړ او[color=yellow:da12343d8c] دې تگلارو دا او هغه قوم، دا او هغه ژبه، دا او هغه مذهب په دوښمنې ونيو او د ټولو بدمرغيو او ناخوالوملامتې ور باندي ور واچول شوه. په دې تگلارو کي نه يوازي انسان او انسانې آرزښتونه په بشپړه توگه له پامه وغورزيدل، بلکې په ډېره بې باکئ سره په انسان او د هغه په کرامت تېرۍ وشو[/color:da12343d8c]، [color=red:da12343d8c]دې تگلارو دومره ضد انسانې څېره او ضد انسانې ځانگړتيا درلوده چي انسانان يوازي د ټولنېزو اړيکو په بنياد د وژلو موضوع وگرزيدل او وژلو ته يې د يوې مقدسې دندې د تر سره کولو نوم ورکړل شو[/color:da12343d8c]. د نوی نسل روشنفکران په ډېره ښه توگه ددې تگلارو دردؤنکې پايلې احساس کولاي شي. د نوی نسل روشنفکران بايد د آرزښتونو د غوره کولو په هکله له سره کتنه وکړي او [color=white:da12343d8c]ددې ويشونکو او ناورين راوړونکو معيارونو په ځای دې تر هر څه د مخه “ انسان” ، “ انساني آرزښتونه” معيار وگرزوې. انساني ارزښت يو ځای کوونکی، مينه او درناوی جوړونکی ارزښت دی[/color:da12343d8c].

[size=24:da12343d8c][color=yellow:da12343d8c]که د تگلارو او قضاوتونو معيار “ انسان” وگرزول شي[/color:da12343d8c][/size:da12343d8c]

په ټولنه کي يوشمېر دودونو او حکمونو انسانان د هغۀ څه کولو ته اړ کړي چي په عمل کې په پراخه او ظالمانه توگه په انسان، د انسان په ژوند، د انسان په آرزښتونو او د انسان په حقونو او ازاديو تېرۍ او يرغل بلل کيږي. په ټولنه کي هره ورځ ،په تېره بيا له ښځو او ماشومانو سره هغه څه کيږي چي په عمل کي جرم او جنايت دي، کوم چي هر يو يې د جزا او تعقيب کولو وړ بلل کېږې، خو له بده مرغه په ټولنه کي د واکمن ذهنيت او واکمنو دودونو پوسيله نه يوازي دي جرمي عملونو ته قانونيت ورکول کېږې، بلکي حق هم بلل کېږې. په ټولنه کي انسانان خرڅېږې. په ټولنه کي انسان په غلامئ نيول کېږې. همدارنگه په ټولنه کي انسانان او په تېره بيا ښځې د عزت په نوم قربانې کېږې او سؤځول کيږي. [color=red:da12343d8c]د اسلام او خداۍ په نومونو له انسانانو سرونه پرې کېږې[/color:da12343d8c]. په لسگونو زره ماشومان د زده کړې له حق څخه محروم پاتې کيږي. ښوونځي سؤځول کېږې، ښوونکي او په خپله ماشومان وژل کيږي. له ماشومانو څخه نه يوازې د زده کړې حق، بلکې د ښې راتلونکي حق هم اخستل کېږې. [color=white:da12343d8c]دلته د لسگونو زرو ماشومانو ژوند او راتلونکې ددې او هغۀ بنسټ پال اخوند د فکرونو قرباني کېږې. دلته له انسانانو، له زده کړې، له هوساېنې، پرمختگ او راتلونکې څخه کرکه او نفرت کېږې او بيا دي ته د اسلام په نوم توجيه ورکول کېږې[/color:da12343d8c]. [color=red:da12343d8c]داخرت په ورځ به خدای ته ددې کارونو په کولو سره د اخوندانو ځواب څه وې؟ [/color:da12343d8c]
دا د نوي نسل روشنفکرانو دنده ده چي ټولنه وښوروي او ټولنه را ويښه کړې او بايد ټولنه ويښه شي ترڅو انسانان د عقل او خرد په بنياد عمل وکړي. ترڅو له ويشونکو معيارونو، له ځپونکو دودونو او ايسارونکو دگمونو څخه د ژغورولو په منظور هم پخپله ټولنه او هم انسان خپلواک شي، تر څو انديښنې، فکرونه، چلندونه او قضاوتونه خپلواک شي او انسانان د هغه څه کولو ته اړ نشي چي تر سره کول يې جرم او جنايت دي. [color=white:da12343d8c] په ټولنه کي روان حالت د روشنفکرانو نوۍ نسل يا ځوان روشنفکران دې ته اړ باسي چي په يو شمېر مفهومونو: ټولنه، سياست، حاکميت، ملت، هويت ... او په تېره بيا په انسان او په انسانې آرزښتونو له سره فکر وکړې[/color:da12343d8c]. د انسان، د انسان د مقام او د هغه د کرامت په هکله يو ځل نه، بلکې څو ځله او بيا بيا فکر وشي.
د نوی نسل روشنفکران د انسان، انساني حقونو او ازادېو، ټولنې، ټولنېزو پيښو، سياست، فرهنگ ...په هکله په فکري برخه کي ژور او هراړخېز بدلون ته ضرورت لري. دا روشنفکران د انديښنې په برخه کي په بشپړه توگه رونسانس او روښانتيا ته ضرورت لرې. ددې مانا دادې چي د تقليدکولو، کاپې کولو، بت پرستي کولو او له پخوا څخه د جوړشوېو اصولو د پېروي کولو ځاي خپلواکې انديښنو او “ پخپله فکرکولو” ازمايښت او بيا ازمايښت، کتنې او بيا کتنې ته ورکړل شي. “ ځان غوښتونکۍ نابالغتوب” ختم شي او له خپل عقل څخه د کار اخستلو اراده او جرئت تر لاسه شي. په دي هکله به زه يو ځل بيا د کانت خبرې را يادې کړم. هغه وايې:
له “ ځان غوښتونکي نابالغتوب” څخه د ځان ژغورولو په کار کې ستونزه د عقل کمۍ نه دۍ، ستونزه له عقل څخه د کار اخستلو په کارکې د ارادې او زړورتوب نشتوالۍ دۍ. هغه په “ خپله فکرکولو” ټينگار کوي.
اروپا له خاورو او يرو څخه هغه وخت را پورته شوه چي انسان خپلواک شو. د اروپا پرمختگ هغه وخت پيل شو چي “ فکرونه او انديښنې” خپلواکې شوې.
دلته زه يو ځل بيا د روشنفکري په هکله د خپلې تېرې ليکنې يوه برخه تکرار کول غواړم:
“ روشنفکری” ترټولو د مخه له هغه چا عبارت دی چي د ‍شيانو، د موجودو حالاتو، دودونو او باورونو، د پرون، نن او سبا په هکله شک او پوښتنه را پورته کړي. روشنفکرې هغه څوک دی چي په خپل کار کي په دليل، استدلال او منطق تکيه کوي او دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چي د عقل، خرد او آزمايش په بنياد د پيښو او شيانو څېړنه او راسپړنه کوي. دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چي نوې انديښنې، نوي فکرونه او نوي ابتکارونه ايجادوي او د حالاتو په هکله د قضاوت کولو په کار کي د پرونيو حکمونو په ځاي په بدليدونکې خرد او پوهه ډډه لگوې. روشنفکري له "روښانتيا “ (روشنگري) سره اړيکې لرې او په دې لحاظ يومدرن مفهوم دی. د روشنگري ځانگړتيا د عقل او پوهې په ازادي او خپلواکي کې ده. په بل عبارت روشنگري د عقل او انديښنې له خپلواکئ څخه عبارت دی.
انسان نه په طبعيت باندي د منگلو، غاښونو، مټو او زور پوسيله غلبه پيدا کوي او نه د منگولو، غاښونو او زور پوسيله د طبعيت د ناخوالو په وړاندې مقاومت کوي. انسان دا کارونه د خپل عقل او خرد په بنياد تر سره کوي. [color=yellow:da12343d8c]فرهنگ، کوم چي د انسان دهڅو او کار محصول هم دی، ددې له پاره نه دی پيدا شوی چي له انسان سره په جنگ شي او يا د انسان ژوند او راتلونکې يرغمل کړي، بلکې فرهنگ ددې له پاره ايجاد شوی چي انسان د طبعيت له يو اړخېز تکراري او ساده حالت څخه ځان را جلا کړي، خپله انديښنه په کار واچوي او د يوه خپلواک موجود په توگه له خپلې ارادې کار واخلې او د خپل عقل او شعور په بنياد عمل وکړي[/color:da12343d8c]. د انسان د انسانيت بنسټېز بنيادونه “ انديښنه” او “ کار” دي. هگل انسانيت په “ انديښنه” او مارکس انسانيت په “ کار” کي ليد.
په اروپا کي رونسانس او روښانتيا ددې عملي امکانات منځ ته راوړو چي نور په انسان د هغۀ د هويت، رنگ، پوست، ژبې، قوم، مذهب له مخې نه، بلکې د هغۀ د انسانيت اود هغۀ د انساني آرزښتونو له مخې قضاوت وشي. په افغاني ټولنه کي د پېړيو له پاره پر انسان د هويت ، ژبې، قوم، مذهب په معيارونو قضاوت شوی او په همدې نومونو د وژلو او ځورولو هدف هم گرځېدلۍ.
د ادب او لکينو په ډگر کې څومره چي ددې او هغې ژبې په هکله ليکل کېږي، څومره چي ددې او هغه قوم په هکله ليکل کېږې، څومره چي ددې او هغه اتل په هکله ليکل کېږې د انسان، د هغه د حقونو، ازاديو او آرزښتونو په هکله نه دومره خبرې کېږې او نه هم دومره ليکل کېږې. [color=white:da12343d8c]د افغاني ټولنې په ادب کي د انسان په ځای د تورې، زور، قهر او د لويو مټو ستاينه کېږي او د انسان لويې او عظمت په قهر، زورزياتی او غضب کي لټول کېږې.[/color:da12343d8c] همدا اوس په ټولنه کي لويان او د واک خاوندان هغوې دي چې له جگړې، قهر، زورزياتی او وژلو را وتلي او لوئي او عظمت يې د زور د وسيلو په درلودلو کي دي. ددې حالت مانا دادی چي په ټولنه کي د طبيعې او معنوې اتوريتې په ځای مصنوعي اتوريته واکمني کوي او دا پخپله يو سياسي او ټولنېز ناورين دی.
دلته په شعرونو کې هم تر ډېره ځايه د واقعيتونو په ځای احساساتو، عواطفو او خيالونو ته انعکاس ورکول و کيږي ، د بيلگې په توگه [color=yellow:da12343d8c]د شنو خالونو، سپينو مړوندونو او د بنگړو د شرنگ ستاينه کيږي، خو د شين خالۍ د حقونو او ازاديو په هکله ډېرکم او کله هېڅ هم نه ويل کېږې[/color:da12343d8c]. شېن خالې نه يوازي شنه خالونه او سپېن مړوندونه لرې، بلکي تر هر څه د مخه په خپل ځان، په خپل ژوند او په خپله راتلونکې د پريکړې کولو حق او ازادې هم لرې. شېن خالې د مېنې موضوع نه، بلکې پخپله هم مېنه او د مېنې احساس لري.
په ټولنېزو چارو اود سياست په کار کي انسان او انساني آرزښتونه معيارگرځول به له روشنفکرانو سره مرسته وکړي چي په عملي توگه د څېړونو، قضاوتونو او تگلارو جوړولو په کار کي له ويشونکو لاملونو ( قوم، ژبه، طبقه، مذهب )څخه ځان وژغوري او نور ټولنه په پورته او کښته طبقه ونه ويشل شي، نور په ټولنه کې د قوم، مذهب او ژبې په بنياد کرکه او ټکرونه ايجاد نشي. دا ويشونکي عناصر پروني بنيادونه دي او دا معيارونه بايد د تارېخ برخه شي. د انسان په معيار گرځولو سره به د هغوې مخه ونيول شي چي ټولنه وي‍شي،کرکه، بې باوري او ټکرونه ايجادوي. همدارنگه به دا کار د هغوې مخه ډب کړي چي تورې بلواگانې لمسوې، تور انقلاب راگرځوې او غواړي پر ټولنه تاريکي واکمنه کړي او ټولنه د لسېزو له پاره بېا په شا وغورځول شي.
د انسان په معيار گرځولو سره به سياست او سياسي تگلارې له انسان سره د مينې درلودلو او د انسان د هوسا کولو پېاوړې ځانگړتيا تر لاسه کړې او د انسانانو تر منځ به د کرکې په ځای د مينې او محبت اړيکې او ذهنيت ايجاد کړې. دا کار به د انسانې آرزښتونو په بنياد د سياسي او حقوقي جوړښتونو د ايجاد لاره پرانېزې، په ټولنېز ذهنيت کي به له انسان سره د مېنې کولو اومرستې کولو بڼه پېاوړې کړې او دا ډول چلندبه، بې له شکه د ټولنې د يووالي له کار سره ټاکونکې مرسته وکړې. دا کار او دا ډول چلند به د انسانانو تر منځ د بيگانگې غېرطبعې، موقتې او ويشونکي دیوالونه او خنډونه له منځه يوسي.
د انسان او انسانې آرزښتونو په معيار گرځولو سره به په ټولنه کي په جنسي زړو توپېرونو د غلبې امکانات تر لاسه شي. په ټولنه کي به انسانان او په تېره بيا ښځې په مالکيت نه نيول کېږې، د هغوې فردي ازادي او حقونه به يې نه اخستل کيږي، ښځه به په دوهمه درجه انسان نه بدلېږې او د مال په څېر ورسره تلنه نه کېږې.
[color=white:da12343d8c]افغانې ټولنه نه يوازي د قوم، ژبې، مذهب په بنياد يوه ويشلې ټولنه ده، بلکي جنسي توپېرونو هم افغانې ټولنه په ژوره او دردونکې توگه ويشلې او جنسي نابرابري يې منځ ته راوړې. همدې توپېرونو په ټولنه کې ښځه دوهمه درجه انسان گرځولې ده[/color:da12343d8c].
د انسان په معيار گرځولو سره به نور د انسان د ژوند حق په دومره اسانئ سره نه اخستل کېږې، په ډاډمنه توگه به دانسان د سپکولو، توهېن کولو او ځورولو مخه ونيول شي او د هغۀ د حقونو، ازاديو او کرامت درناوی به وشي. همدارنگه به انسان او د منځنيو پېړيو د زړو دودونو په قربانې نه بدلېږې.

[color=yellow:da12343d8c]د علمې او فکرې لارښونې نشتوالی[/color:da12343d8c]

د روشنفکرانو نوی نسل نه يوازي د جگړو، انقلابونو، انارشيو، ويشونکو سياستونو او چلندونوله امله په کلکه هم متاثير او هم ټپي شوی دی، بلکې د ټولنې او سياست په هکله د علمې ــ فکرې لارښونې له نشتوالې سره هم مخامخ دی. دوې په پيښو او په تېره بيا په ثور انقلاب! ، جهاد او طالبانو د هغوې د موخو، تگلارو په ځای د هغوې د لاس ته راوړنو او پايلو له مخې قضاوت کوي، کومې چي له تراژيديو، ځورونو، دردونو او ناخوالو ډکې دې. په بل عبارت دوې دواړو انقلاب او جهاد ته د هغوی د لاس ته راوړنو په ايينه کي گوري. خو دې پوښتنې ته هم ځواب ورکول په کار دی: [color=white:da12343d8c]ولې داسي وشول او لاملونه څه وو. ولی روان ناورين نه ختم کېږې بنسټېز لامل يې څه دی؟[/color:da12343d8c]
دروشنفکرانو د نوی نسل په وړاندي يوه بله لويه ستونزه په افغانستان کي دملي انديښنې اوملي تفکر کمزوري دی او همدا کمزوري نه يوازې ددې لامل کيږي چي قومې، ژبنې ... هويتونه پېاوړي پاتې کېږې، بلکي د هغو توجیه کوی. دملې تفکر پېاوړتيا او د گډو ملې آرزښتونو ايجاد د نوی نسل روشنفکرانو له لومړنتېاووڅخه شمېرل کېږې.
د علمې ــ فکري لارښوونې د نشتوالي مانا دا نه دی چي په افغاني ټولنه کي دا ډول هڅې نه وې. يا دا ډول هڅې نه دې شوې. په افغانستان کي د ټولنې په هکله، د سياست په هکله او له ناخوالو د راوتليو ستونزو په هکله هڅې شوي، خو ستونزه داده چي هر ځل د ټولنې او بيا د سياست په برخه کي علمې ــ فکرې کار پيل شوی وروسته وروسته يې ايديولوژيک اويا مذهبې بڼه غوره کړې ده او پيل شويو علمي او فکري کارونو خپله خپلواکي لاسه ورکړې ده. [color=yellow:da12343d8c]د خپلواکئ په نشتوالي کي دې ډول فکرونو او هڅو ددي وس او امکانات تر لاسه نه کړل چي د افغانې ټولنې په تېره بيا د سياست او ټولنېزو چارو په برخه کي ټولنېز ذهنيت او فکر ته لوری ور کړې او يا هم په دي ډگر کي د علمي او فکري لارښود سطحې ته ځان اوچت کړې[/color:da12343d8c]. تراوسه هم په دي هکله کلکي ستونزې او نيمگړتياوې شته دي. په ټولنېز ذهنيت کي د روشنفکرانو تاثېر او رول په پراخه توگه کمزوری پاتې کېږې. تر اوسه روشنفکرانو دا وس نه دی پيدا کړی چي په سم او سالم لوری د افغانې ټولنې د لارښونې دنده تر سره کړي او هغه له ځان سره مل کاندي.
[color=white:da12343d8c]په ټولنه کي له پېړيو را پدي خوا د واکمنو عادتونو او دودونو په وړاندې خپلواک فکرونه او خپلواکې انديښنې په وارونو وارونو ماتې او ناکامې شوې دې او د موږ د نسل په شمول د روشنفکرانو تېر نسلونو ونشواي کولاي د انديښنې او فکر له خپلواکئ دفاع وکړې او د خپلواکې انديښنې دود منځ ته راوړې او بيا هغه را تلونکو نسلونو ته په مېراث پرېږدې[/color:da12343d8c]. د موږ نسل نه يوازي د يوې علمې او فکرې لارښونې د ايجاد په کار کي پاتې راغی، بلکې [color=yellow:da12343d8c]موږ ددې او هغې ايديولوژې په پېروې هڅه کوله ټولنېزو ستونزو اوپيښو ته غوڅ او قطعي جوابونه پيدا کړو، کوم چي يو ناممکين کار بلل کېږې. ټولنېزې ستونزو او پيښو ته نه غوڅ ځواب شته دی او نه ورته قطعي حل پيدا کېږې. همدارنگه دې نسلونو ونشواي کولاي د زور او خشونت په فرهنگ غلبه وکړې[/color:da12343d8c]. د سياسي فرهنگ په بر خه کي نه يوازي د پرون په شان د زور او ټوپک په منطق تکيه وشوه، بلکي د هغه بڼه يې نوره خشنه او بې رحمه کړله. دوې هڅه وکړه د ځان په شاوخوا له پخوا څخه د جوړ شويونظرياتو مدار جوړ کړې او نور بيا دي ته اړايستل شي چي د همدي مدار په شاوخوا را ورڅرخېږې. د نوی نسل روشنفکرانو دنده نه يوازي له دي مدار څخه را وتل دی، بلکې همدا ډول مدارونه او ددې ډول مدارونو د جوړيدلو دود هم مات کاندي.. همدارنگه نوي نسل روشنفکرانو ته په کار دي چي له ايديولوژئ پالنو، ځانپالنو، قوم پالنو، ډل پالنو او واک پالنو...هم ځان را وباسي او دا به له دوئ سره مرسته وکړې چي له يوې خوا خپل وجدان په هميشنئ توگه ويښ وساتې او له بلې خوا له واقعيتونو سره د عقل او خپلواکې انديښنې په بنياد مخامخ شي او هغوی ته په ښه توگه انعکاس ور کړاې شې. همدارنگه به دا د نوی نسل له روشنفکرانو سره مرسته وکړې چي د استبداد په ځای دموکراسي پالونکې پاتې شي.
د افغانستان تجربې وښودله چي ايديولوژي او واک پالونکو روشنفکرانو د افغاني ټولنې د پېږندنې او بدلون په کار کي بشپړه بې وسي وښودله. لکه چي وويل شو [color=white:da12343d8c]ايديولوژيک روشنفکرانو د څېړلو، راسپړلو او د سياسي او سوله اېز حل په ځای جگړېزه او د نورو د نفي کولو لاره غوره کړه[/color:da12343d8c]. په تېره بياافراطې روشنفکرانو له ټولنېزو پېچېليو مسلو سره د ساده طبعې مسلو په شان چلند وکړ. [color=red:da12343d8c]دوې د واقعيتونوپه ځای له دگمونو سره احساساتې او عاطفي اړيکې جوړې کړې. دوي دواړه سياست او واک ايديولوژيکې او مذهبې کړ او دوې د ټولنې د بدلون په کار کي په زور او قومانده تکيه وکړه[/color:da12343d8c].
د نوی نسل روشنفکران له يوې خوا د خپلواکې انديښنې، د انتقادي او د پلوراليستې چلند او له بلې خوا د حقيقت پلټنې د چلند په درلودلو سره ددي وس پيدا کولاي شي چې د ټولنې او سياست په هکله علمې او فکرې لارښوونه ايجاد کړې او د زورزياتې، کرکې او خشونت په فرهنگ غلبه وکړې. [color=yellow:da12343d8c]پرون د روشنفکرانو دي او هغۀ لوری ځکه د زور او خشونت لاره ونيوله چي خپلې نظريې يې مطلق حقيقت بللې او ټولنه يې د هغوې مطلقي پېروي کولو ته اړ ايستله[/color:da12343d8c]. د بيلگې په توگه پرون موږ چپيانو هڅه وکړه هغه نظريه په افغانې ميليوني ټولنه باندي تحميل کاندو چي موږ په پخپله د عقل، خرد او آزمايش په ځای د تقليد او کاپې کولو په دود منلې وه. هغه نظريه چي نه په نړۍ کي په بريالئ توگه آزمايش شوې وه او نه يې موږ د آزمايلو وس درلود. موږ له دې نظريې سره د ترديد او شک په ځای عاطفي اړيکې درلودې او را ته مقدسه ښکاريدله.
د نوی نسل روشنفکرانو ځانگړتيا د حقيقت په پلټلو کي دی او د حقيقت پلټنه مېنه او انرژې ايجادوي. د حقيقت پلټنه غرونه څېري. د حقيقت پلټنه د پېړيو زاړه سنگرونه، دگمونه او بنيادونه ماتوي. د حقيقت پلټنې کار د دريدلو په ځای په هميشنېو هڅو تکيه کوي. د حقيقت پلټنې په کار کي په هميشنی ترديد او شک کولو تکيه کېږي. [color=white:da12343d8c]د نوی نسل روشنفکرانو بری به په دي کي وې چي د حقيقت د انتقال کوونکو او په حقيقت د مالکيت د درلودلو په ځاي د حقيقت پلټونکي وي[/color:da12343d8c]. په علم کي نه مطلق حقيقت شته دی او نه علم د نه بدليدونکو اصولو او حکمونو ډگر دی. [color=yellow:da12343d8c]په علم کي ترديد شته دی. په علم کي شک کول شته دی. په علم کي انتقاد شته دی. که په علم کي د شک، ترديد، انتقاد او د نيمگړتياو منل نه وای نو پرمختگ او وده به هم نه وو،علم د همدي ځانگړتياو په لرلو سره له دواړو دين او ايديولوژې څخه ځان جلا کوې[/color:da12343d8c]. پرون او نن د دواړو چپ او ښی افراطي روشنفکرانو د کمزورئ لامل په دي کي دی چي ځانونه د حقيقت پلټونکو په ځای د حقيقت وړونکي او د حقيقت مالکان وبولې. د روشنفکرانو نوی نسل د حقيقت د پلټونکو په توگه کولاي شي د بې طرفو څېړنکو او ذهنې لارښونکو په توگه په ټولنه کي باور تر لاسه کړې.
د نوی نسل د روشنفکرانو دنده د ټولنې له خپلواکی او د ټولنې له سياسي کولو سره مرسته کول دی. روشنفکران دې په ذهنې او فکرې ډگر کي د هغو امکاناتو او څرنگوالې په ايجاد او پراختيا کي مرسته وکړې چي ټولنه په ازاده توگه خپله اراده او خپلې غوښتنې بيان کړاې شي. په افغانستان کي اساسي ستونزه د ټولنې د خپلواکې نشتوالی او له سياست څخه د ټولنې بيگانگې ده. ټولنه تر اوسه په هغه حالت کي نه دی چي خپل برخليک په خپله وټاکې او دواړه حاکميت او رهبرې په خپل لاس کي واخلې. له بدمرغه ټولنه د هغه څه په هکله بې توپېره پاتې کېږې چي په هراړخېزه توگه د ټولنې په بر خليک پوری تړلې دي. د هغو پيښو په وړاندي هم بې توپېره پاتې کېږې چي سبا د يوۀ وژونکی تندر په توگه د دوې په سر را لوېږې. د ټولنې همدا بې توپېرې وړو او اتفاقې وگړو ته امکان ورکوي واکمن شي او واکمن پاتې شي. د ټولنې دا حالت هغوې ته امکان ورکوي چي کرکه او نفرت ولمسوي، ټولنېزه بې باوري را منځ ته کړي، ټولنه وويشي او بيا د ټولنې دا او هغه برخه په دوښمنې ونيسې او وسله وال ټکرونه ايجاد کاندي. دا ډول يو حالت د يوې بيدارې او مدرنې ټولنې په ځای د يوې ناروغې او ورسته پاتې ټولنې ځانگړتياده. [color=white:da12343d8c]په يوه مدرنه ټولنه کي دا ټولنه نه دی چي د واکمنو پېروی کوي، بلکي دا واکمن دي چي د ټولنې په پېروی کولو مکلف دي[/color:da12343d8c]. د ټولنې خپلواکې او سياسي کول کولاي شي دا او هغه ډله، دا او هغه زورور، دا او هغه اخوند، دا او هغه جنگسالار په ځای کينوې چي واک خپل مال او مالکيت بولې.

[color=yellow:da12343d8c]دموکراسي د افغانستان له پاره يو طبعې سيستم دی[/color:da12343d8c]

د نوی نسل روشنفکران دنده لري چي له ټولنې سره د دموکراسي او دموکراتيک کولو د ضرورت د درک په کار کي مرسته وکړې. د ټولنې خپلواکې او د ټولنې سياسي کول يوازي د دموکراسي په وجود کي بسيا کيدلې شي. يوازي دموکراسی کولاي شي د واک او سياست په کارکي د هر يوۀ ځانگړي افغان ونډه اخیستنه خوندي کړې. يوازي دموکراسي کولاي شي چي د ټولنې د حاکميت او رهبري کولو د حق ضمانت او ساتنه وکړې. [color=white:da12343d8c]تېرو واکمنيو په هر نوم او هر شکل چي وي له ټولنې څخه يې هم د حاکميت حق او هم د رهبرې حق غلا کړ[/color:da12343d8c]. په افغانستان کي يوازي دموکراسي کولاي شي د قومونو، فرهنگونو، مذهبونو، گوندونو تر منځ باور منځ ته راوړې او دلته په تکرار سره واېم چي د دموکراسي روح له تضادونو او زغم، څوگونيتوب او سوله اېز گډژوند، اختلافونو او سازش څخه عبارت دی. دموکراسي کولاي شي د واک په لور د هغو ځواکونو مخه ونيسې چي له ژوند څخه مرگ او له رڼايې څخه تياره ورته ښه ښکارې. تر هغوې چي ټولنه د دموکراسي ضرورت درک نه کړې او د دموکراتيک کولو په کارکي گډون و نه کړې نه يوازي به د ځواکونو ترمنځ د پوهاوی او گډ ژوند امکانات کمزورې پاتې کېږې، نه يوازي به په ناخوالو دغلبې کولو کار له ستونزو سره مخامخ وې، بلکې د پرمختگ په لور هڅې به هم کمزورې پاتې شي.
يوه بله مسله مو په هميشنې توگه په ياد وې چي [color=red:da12343d8c]د دموکراسي تفکر او د دموکراسی پراکتيک له بشري حقونو څخه جدا موجود کيداي نشي. بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده[/color:da12343d8c]. دموکراسي د بشرې حقونو د مراعات او درناوي کولو عملې امکانات منځ ته راوړې او بشرې حقونه د دموکراسي له ټينگيدو سره مرسته کوي. د دموکراسي شتون او بری د بشرې حقونو له مراعات او درناوی سره تړلی دی او همدا وجه دی چي د دموکراسي په مرکز کي انسان او انسانې آرزښتونه ځای لرې او د همدې آرزښتونه دي چي دموکراسي او بشرې حقونو ته نړيواله او Universal ځانگړتيا ورکوي، کوم چي هېڅ ډول ملي، قومې، ژبنې، مذهبې، فرهنگې او ايديولوژيکې پولې نه پېږنې او نه په دي پولو کي ځائيږي.
په افغانستان کي د دموکراسي د کمزورتيا تر ټولو لوی او ټاکونکی لامل بشرې حقونو ته د درناوی نه درلودل او ددې حقونو نه مراعات کول دي. رښتيا هم په هغه ټولنه کي چي د حق او ازادي ځاي دودونو نيولی وې د دموکراسي وده ډېر ستونزمن کار دی. دلته دموکراسي په سياسي برخه کي لاس ته راوړنې لرې، خو په حقوقې برخه کي له کلکو ستونزو او لويو خنډونه سره مخامخ دی. يو شمېر افغانې دموکراتان او روشنفکران سره ددې چي ځانونه د دموکراسي پلويان بولې، خو په عمل کي د دوي يوازي د دموکراسي سياسي لوری خوښېږې او د حقونو او ازاديو په لوري نه دومره حساب کوې او نه خوند ورکوي او دا له دموکراسي څخه د نيمگړی درک يوه څرگنده بيلگه ده.

“ [color=yellow:da12343d8c]ولې؟” “ همداسي دی”[/color:da12343d8c]

د نوی نسل روشنفکرانو دنده په ټولنه کي د پرانيستوب، د دموکراتيک دود او فرهنگ خپرول دي. په افغانې ټولنه کي په کلکه ددې ضرورت شته چي روشنفکران د “ ولې ويلو”، “ انتقاد کولو”، “ شک کولو” او “ ترديد درلودلو” د فرهنگ له پراختيا سره مرسته وکړي. تر اوسه پورې په ټولنېز ذهنيت او ټولنېز شعور کي د استبدادې دود لاس بر دی او له دې سره جوغت په ټولنېز ذهنيت کي له يوې خوا د “ بې توپېرې” ، “ بيگانگې” “ د مايې څه” او له بلې خوا د “ پېرويو” او د “تقليد” ، "همداسي دی” فرهنگ واکمن دی.
په ټولنه کي د “ ولې” WHY او د “ ولې ويلو” په وړاندي لوئې او لوئې ستونزې شته دي. په افغانې ټولنه کي له کورنی ژوند څخه بيا تر ټولنېز، فرهنگې او سياسي ژوند پوري د “ ولې” فرهنگ نه يوازي کمزوری دی، بلکې په ډېرو برخو کي يو “ حرام” شی بلل کېږې. همدارنگه ورته “ بې شرمې” “ سپين سترگې” کله ورته د “ نافرمانې” په سترگه کتل کېږې او کله هم ورته “ کفر” ویل کېږې، او له بده مرغه کله کله “ ولې ويل” د ژوند په بيه هم تمامېږې. په هغه ټولنه کي چي انسانان د خپل ژوند په هکله، د خپلې راتلونکې په هکله او د خپل ځان په هکله د “ ولې ويلو” حق و نه لرې يوه ازاده ټولنه نه دی او په دي ډول يوه استبدادي ټولنه کي د “ ولې” ځواب “ همداسي” دی
په افغانې ټولنه کي ماشومان له کورنۍ بيا تر ټولنې پوري د فکری او ذهنې استبداد په چاپيريال کي لوئيږي. هغوې کله کله د “ ولې” ويلو په وړاندي له گواښ او وهلو سره مخامخ کېږې او په دې برخه کي گواښونه او ځواب نه ورکول هغوې له استدلال کولو او دليل راوړولو څخه بيگانه کوي او [color=white:da12343d8c]کله چي دا ډول ماشومان لوي شي نو دوې هم په خپل وار د “ ولې” په وړاندي له ورته چلند او “ همداسي دی” څخه کار اخلې او د زورزياتی او خشونت لاره نيسې[/color:da12343d8c].
د “ همداسي دی” فرهنگ له انسان څخه د انديښنې خپلواکي او د ارادې ازادي اخلې او هغه په هميشنی توگه په مريد او پېرو بدلوي. دا فرهنگ انسان دومره ټيټوی لکه چي کله کله له حيوان سره په پرتله کيدو سره هم د خوښې احساس کوي. پرون حضور مبارک ما ته وويل: » خره! کارونه دي سم کړه« همدارنگه د “ همداسي دی” فرهنگ د انسانانو د ټمبل کولو او نه هڅه کولو له چارې سره مرسته کوي. کله چي انسان دا خبره ومنې چي همداسي دي او بل څه نه کېږې او بل څه نه جوړېږې. کله چي انسان دا قبوله کړې چي ددۀ د برخليک او ژوند په هکله دا نصيب او قسمت دی چي پريکړه کوي د هغه له پاره د هڅو، تحليل کولو، دليل پيدا کولو او څېړونو ضرورت هم منځ ته نه راځې.
[color=yellow:da12343d8c] هغه څوک چي د دا ډول يوۀ استبدادي او ظالم فرهنگ په چاپېريال کي لوی شوی وي او د پوښتنو کولو او “ ولې ويلو” په وړاندي د ځواب، استدلال او قناعت په ځای له گواښ او وهلو سره مخامخ شوی وي که ددې چانس تر لاسه کړې چي واکمن ور څخه جوړ شي د “ ولې” او د نورو نظرياتو د خاوندانو په وړاندي به څومره زغم ولرې او په کومه اندازه به د نورو واوري[/color:da12343d8c]. زه په دي باورې شوې ېم چي په ټولنه کي استبداد ددې او هغه وگړی ځانگړتيا نه، بلکې همدا [color=white:da12343d8c]واکمن فرهنگ دی چي مستبدين روزي او په مستبد پسي مستبد ايجادوي[/color:da12343d8c]. په ټولنه کي، په کورنۍ کي او په تېره بيا د سياسي ژوند او واک په ډگر کي يو په بل پسې د مستبدينو او ديکتاتورانو د راتگ لامل د دوې د شخصی ځانگړتياو په ځای د ټولنې په ټولنېز جوړښت او فرهنگ کي دی او دا ډول يو فرهنگ د مستبدينو د روزولو فرهنگ دی.
د افغانستان د واکمنئ په تارېخ کې څوعادل او مهربانه واکمن پيدا کېږې او هغه څوک وو چي واک ئې تر لاسه کړ او په يوۀ مستبد او ميرغضب بدل نشو؟ له دواړو، شاهزاده او چوپان زاده څخه مستبدين را پورته شول.
استبداد د انسان فطرت نه دی. انسان له موره مستبد نه پيدا کېږې. استبداد ددې واکمن فرهنگ فطرت دی. په روشنفکرانو کي له پخوا داسي تصور موجود دی که دا مستبد را ؤپرزي نوره به ټولنه له استبداد څخه وژغورل شي، دموکراسي به واکمنه شي او ټولنه به د ازادي او پرمختگ په لورحرکت وکړي. خو عمل او تجربې په بشپړه توگه بل څه وايې. [color=yellow:da12343d8c]عمل او تجربه وايې هغه چا چي کلنو کلنو د استبداد او ظلم په ضد نارې وهلې او مبارزه يې کوله کله چي پخپله واکمن شو په داسي مېرغضب بدل شو چي ټولنه يې د پرونی مستبد په ياد او هغه ته په دوعا کولو کيښنوله[/color:da12343d8c] د واکمنۍ په برخه کي د افغانستان تجربه په مستبد پسي د مستبد، په مېرغضب پسي د مېرغضب او په ديکتاتور پسي د ديکتاتورتجربه دی.
زه يو ځل بيا او په ټينگار سره واېم چي اصلې ستونزه دا او هغه مستبد نه دي. ستونزه په خپله په ټولنه کي ده. [color=white:da12343d8c]ستونزه د ټولنې په فرهنگ کي نغښتې ده. د روشنفکرانو دنده د همدې فرهنگ بدلول دي. اصلې ستونزه ددې او هغې واکمنۍ بدلون نه، بلکې د ټولنې بدلون دي، خو نه د ديکتاتور او مېرغضب په دود او نه د انقلاب او ټوپک په دود[/color:da12343d8c].
که د “ ولې ويل” نه وي او د “ ولې” پوښتنه را منځ ته نشي دليل او استدلال هم خپل اهميت له لاسه ورکوي. دا “ولې” دی، دا “ شک کول” دي. دا “ بيا اوبيا ازمايش کول” دي چي انسان د څېړلو، بيا کتنو، بيا مطالعه کولو او له پخوا څخه د پېاوړيو دليلونو او استدلال پيدا کولو ته اړ باسي.
[color=yellow:da12343d8c]“ ولې” او “ ولې ويل” هغه خوځونکی ځواک دی چي د څېړلو، پرمختگ او ودې لارې پرانېزې[/color:da12343d8c].

[size=9:da12343d8c]نوټ : په ځينې ځايونو کې د رنګونو بدلونه ماکړې-13م[/size:da12343d8c]


وطندوست
08.03.2008

د ښاغلې دستګر خروټی دلیکنی داوږدوالی په سبب ونه توانیدم چې ټوله يي ولولم
خو ښاغلی دیارلسم میلمه دی خیر یوسی چې مطلبی ټکو ته يي ژیړ او سور رنګ ورکړې او زه به په هماغو ټکو لنډې لنډې تبصری وکړم:

[quote:25b81f27aa]بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده [/quote:25b81f27aa]

ډیره ښه خبره ده، خو کومه دیموکراسي یادوي، که غربي دیموکراسې یادوی نو هغه
خو حیوانیت دی، هیڅکله ورته حقوق او اخلاق نشو ویلاي ، او که دانسانیت په چوکاټ کې آزادي دې مطلب وي ، نو بیا صحي ده.

[quote:25b81f27aa]د اسلام او خداۍ په نومونو له انسانانو سرونه پرې کېږې[/quote:25b81f27aa]

سهي خبره مو کړې، داسلام په نوم ډیرو خلکو خپلې ګټې او شخصي منافع خوندي کړل، او لا پرې لګیا دي ، لکه ځمونږه ځیني جهادي رهبران، خو خداي په شرمونو
وشرمول او لا نور به هم شرمیږي ، سیاف او رباني یي یوه نمونه دی ، نومونه به يي که خداي کول دتاریخ ډیران ته غورځیږي او آینده نسلونه به پرې لانتونه وايي .

خو که خبره داسلام دسپکاوي وي نو دا حق بیاهیچا ته نه دې میلاو چې ددین سپکاوي وکړی او دولت کولاي شې چې دغسې شخص ته دمرګ دسزا پورې حکم ورکړي ، اعتراض او انتقاد په دلیل سره دهر چا حق دی ، خو سپکاوۍ د هیچا حق
نشي جوړیداي

[quote:25b81f27aa] داخرت په ورځ به خدای ته ددې کارونو په کولو سره د اخوندانو ځواب څه وې؟ [/quote:25b81f27aa]

سهي ده ، چې ملایان تر ډیره حده ګرم دي خو له هغوي څخه زیات دغه ړانده فکره روشنفکران ګرم دي چې په تیرو رژیمونو يي واکمني لرله او ملایان يي قصدا
دعصري علومو او ټکنالوجۍ څخه لیري ساتلی ، ملا بیچاره نور څه کړي ، ایله په بیله هماغه خپل محراب کې ناست وي او دوظیفو ډوډۍ ته به ناست ، دهمدغه ړانده فکرو روشنفکرو مردار کارونه وو چې نن يي طالب له مدرسې څخه دجګړې
ډګر ته راووست ، او که نه راته ووایه چې کوم ملا ددغو ړندو فکرو روشنفکرو څخه
مخکې دحکومت سره جګړه کړی
یو مثال درکوم ، ایراني حکومت خپل آخوندان روشنفکره ساتلي حقوق يي ورکړې ، احترام يي ورکړې ، ایراني آخوندان دا اوس ددولت په سر کې قر ار لري خو هغوي
خو ایران دپرمختګ مخه ونه نیوله ، تر ایټم جوړولو ورسیدل ، مصنوعي سپوږمۍ جګې کړي ، خپله سلاوې جوړوې ، ..............او ډیر نور کارونه يي هم وکړل

[quote:25b81f27aa]
فرهنگ، کوم چي د انسان دهڅو او کار محصول هم دی، ددې له پاره نه دی پيدا شوی چي له انسان سره په جنگ شي او يا د انسان ژوند او راتلونکې يرغمل کړي، بلکې فرهنگ ددې له پاره ايجاد شوی چي انسان د طبعيت له يو اړخېز تکراري او ساده حالت څخه ځان را جلا کړي، خپله انديښنه په کار واچوي او د يوه خپلواک موجود په توگه له خپلې ارادې کار واخلې او د خپل عقل او شعور په بنياد عمل وکړي[/quote:25b81f27aa]

پکار همدا ده چې فرهنګ دجګړې او تباهۍ سبب نشي ، خو دغو ړندو فکرو روشنفکرو ددغه دنیايي علم تر څنګ نوره مرداري له ځانه سره راوړه چې هغه
کمونستي وه ، ځکه خو يي وطن تباه او برباد کړل ، او تر نن ورځي خپل ځاي ته نه راځي ، که دوي عقل او شعور لرلاي نو دغې مردارۍ ته به يي خلک نه رابلل
او نه به يي په خلکو په زوره منله ، او نه به يي علما سپکول ، ملایان به يي ځانته
لکه ایران رانږدې کړې واي او دوطن دترقۍ لپاره به يي کار شروع کړې واي

[quote:25b81f27aa] د شنو خالونو، سپينو مړوندونو او د بنگړو د شرنگ ستاينه کيږي، خو د شين خالۍ د حقونو او ازاديو په هکله ډېرکم او کله هېڅ هم نه ويل کېږې.[/quote:25b81f27aa]

دا خبره دې هم بیخي پر ځاي ده ، دښځو حقوق تر ډیره حده په افغانستان کې پایمال دي او حکومت باید په دې اړه پوره ګامونه واخلي او ملایان هم باید له خپلو شخصي
منافعو تیر شې او په ښکاره خلکو د ښځو اړوند حقوق بیان کړي ،
البته مونږ خپلو ښځو ته غربي آزادۍ نه غواړو ، او نه افغانستان کې راتلاي شې ،
او دخلقیانو غوندې بیا چا کوښښ وکړ ، نو بیا به هم په دغې قبلې ټولنه کې هماغسې ګوذارونه وخوري

[quote:25b81f27aa] د خپلواکئ په نشتوالي کي دې ډول فکرونو او هڅو ددي وس او امکانات تر لاسه نه کړل چي د افغانې ټولنې په تېره بيا د سياست او ټولنېزو چارو په برخه کي ټولنېز ذهنيت او فکر ته لوری ور کړې او يا هم په دي ډگر کي د علمي او فکري لارښود سطحې ته ځان اوچت کړې. تراوسه هم په دي هکله کلکي ستونزې او نيمگړتياوې شته دي. په ټولنېز ذهنيت کي د روشنفکرانو تاثېر او رول په پراخه توگه کمزوری پاتې کېږې. تر اوسه روشنفکرانو دا وس نه دی پيدا کړی چي په سم او سالم لوری د افغانې ټولنې د لارښونې دنده تر سره کړي او هغه له ځان سره مل کاندي. [/quote:25b81f27aa]

روشنفکران ړوند فکران دي ، او که نه واي نو هغوي به دټولنې ټولو عنعناتو مخالفت په یوه ځل نه کاوه ، په تضاد کې به له ټولنې سره نه غورځیدل ، دعلمي پرمختګ سره سره به يي دا نورې مردارۍ له ځانه سره نه راوړلې ، چې دغه سپیڅلې ولس يي پاڅونونو ته نه وې اړ کړې

[quote:25b81f27aa]

موږ ددې او هغې ايديولوژې په پېروې هڅه کوله ټولنېزو ستونزو اوپيښو ته غوڅ او قطعي جوابونه پيدا کړو، کوم چي يو ناممکين کار بلل کېږې. ټولنېزې ستونزو او پيښو ته نه غوڅ ځواب شته دی او نه ورته قطعي حل پيدا کېږې. همدارنگه دې نسلونو ونشواي کولاي د زور او خشونت په فرهنگ غلبه وکړې.[/quote:25b81f27aa]

ډیره ښه ده چې دا عقل اوس روشنفکرانو پیدا کړ ، چې په شکست نا پذیر يي اوس
عقیده ختمه شوه ، او پوه شول چې په دیکتاتورۍ اوس هیڅ هم نه کیږي ، پرون
يي مونږ له مسکو څخه ډیرانونه او مردارۍ راروانې کړې وي ، خو اوس پوه شوي چې
هغه مردارۍ په افغانستان کې ځاي نه لري ،نو خداي دې اوس په کې عقل واچوي
چې دامریکا څخه دافغانستان په لورې امریکايي ډیرانونه او مردارۍ راروانې نه کړي ، چې بیا به يي یو غوبل او لړتق جوړ کړې وی ، خو ګمان مې نشي چې دا وړۍ
به شړۍ شي ، دغه ړونده فکره روشنفګران پرون دمسکو ډول ګډل، او نن دواشنګتن
ډول ته غربۍ نڅا کوي ، نه پوهیږم چې دوي کې به عقل کله راځي ، او کله دافغانۍ
ټولنې په سیستم پوهیږي چې څنګه په کې علم او پوهه وده وکړي ، ملا او عالم
هسې دوي په خوله کې نیولې ، ددې په خاطر چې ځانته ځاي پیدا کړي ، ډیر کله چې یو څوک بل چا پسې لګیا وي ، په اصل کې غواړې چې خپل ځان دهغه جانشین کړي ، راځۍ دا دچوکیو حرص پریږدۍ ، او یو بل ته اوږه ورکړۍ، او دا مردارۍ شنډې
مرامنامې مو پریږدۍ، او دوطن دترقۍ لپاره په ګډه کار وکړۍ

[quote:25b81f27aa] دوې د واقعيتونوپه ځای له دگمونو سره احساساتې او عاطفي اړيکې جوړې کړې. دوي دواړه سياست او واک ايديولوژيکې او مذهبې کړ او دوې د ټولنې د بدلون په کار کي په زور او قومانده تکيه وکړه. [/quote:25b81f27aa]

هۍ هۍ خروټیه ، څومره ښکلې پرتوګ دی ورته جوړ کړ ، ملا هغه وخت چېرته وو
ملا خو په خپل محراب کې ناست ،
خروټیه: ملا بیچاره کومه دولتي چوکۍ لرله دا خو تاسو وۍ چې ګډوډۍ مو راوستله ، په افغانستان کې هیڅ مذهبي مشکل موجود نه وو چې ستاسو
دترقۍ مخې ته ودریدلې وی ، مذهب ستاسو مخه نه نیوله ، خو تاسو له ترقۍ او
پیشرفت څخه مخکې مذهب او مذهبیانو پسې کلنګونه او بیلچې او توپې راوخیستې ، او افغانستان مو دغه بحران ته وغورځاوه ،

[quote:25b81f27aa]

پرون د روشنفکرانو دي او هغۀ لوری ځکه د زور او خشونت لاره ونيوله چي خپلې نظريې يې مطلق حقيقت بللې او ټولنه يې د هغوې مطلقي پېروي کولو ته اړ ايستله. [/quote:25b81f27aa]

او نن هم دغه ړانده فکره روشنفکران همداسې وبوله ، ددغو ړانده فکرو عقل تر اوسه سر ته نه دې راغلې ، بیا يي دترقۍ او پرمختګ پر ځاي په ملایانو او اسلام پسې راخیستی، حال دا چې اسلام ددوي مخه نیسي ، دوي په زوره ځانته خلک
راپاروي ، ودي کړې دترقۍ کارونه ، دپرمختګ کارونه ، خو ددې وطن دخلکو دعقیدي سپکاوۍ دې نه کوي ، دعلماوو او ملایانو سپکاوۍ دې نه کوي ، نو که بیاهم خلکو دمذهب له رویه دهغوي مخه ونیوله ، نو بیا به ووایو چې رښتیا دا روشنفکران خو صحي وايي ، او دا نور خو ړانده دي ،
خو حقیقت دي چې تر دې روشنفکرو نور تیاره فکري بیخي شته ، کله شرقي روسي
ډولونو ته ګډیږي ، او کله غربي ډولونو ته ،
دا نه کوي چې خپل فکر روشن وکړي سوچ وکړي او هر څه له غربي او شرقي ټولنو وانخلي ، بلکه هغه څه چې ځمونږ دټولنی سره مناسب وي ځمونږ دعنعناتو سره مناسب وي هغه راوړي ، او غیر مناسب او نا اخلاقي کړنې ځمونږ محافظې ټولنې ته
رانه وړي.

[quote:25b81f27aa]
په علم کي ترديد شته دی. په علم کي شک کول شته دی. په علم کي انتقاد شته دی. که په علم کي د شک، ترديد، انتقاد او د نيمگړتياو منل نه وای نو پرمختگ او وده به هم نه وو،علم د همدي ځانگړتياو په لرلو سره له دواړو دين او ايديولوژې څخه ځان جلا کوې.[/quote:25b81f27aa]

په عصري علومو کې دا ټول شته ده ، او پرته له دې علم مخکې نه ځي ، خو په دیني مسائلو کې اعتراض او انتقاد شته ، خو سپکاوۍ نشته ، هر هغه کس چې اسلام ته په سپکاوۍ سره د یونیم ملیاردو مسلمانو زړونه ځوروي ، له هر لحاظ څخه دداسې سختې جزا مستحق دې چې دنورو لپاره عبرت شي ،
هو په عصري علومو کې به هیڅ یو طاقت په فضا کې ستا دفکر دالوتلو مخه ونه نیسي،

[quote:25b81f27aa] د دموکراسي تفکر او د دموکراسی پراکتيک له بشري حقونو څخه جدا موجود کيداي نشي. بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده.[/quote:25b81f27aa]
سهي ده ، خو انساني دیموکراسي نه حیوانیت ، نه شرقي مرداري او نه غربي مرداري

“[quote:25b81f27aa] ولې” او “ ولې ويل” هغه خوځونکی ځواک دی چي د څېړلو، پرمختگ او ودې لارې پرانېزې. [/quote:25b81f27aa]

[quote:25b81f27aa]هغه څوک چي د دا ډول يوۀ استبدادي او ظالم فرهنگ په چاپېريال کي لوی شوی وي او د پوښتنو کولو او “ ولې ويلو” په وړاندي د ځواب، استدلال او قناعت په ځای له گواښ او وهلو سره مخامخ شوی وي که ددې چانس تر لاسه کړې چي واکمن ور څخه جوړ شي د “ ولې” او د نورو نظرياتو د خاوندانو په وړاندي به څومره زغم ولرې او په کومه اندازه به د نورو واوري..[/quote:25b81f27aa]

بیا خپله خبره تکراروم ، چې دعلم په هکله ولې ویل ضرور دي، خو هیڅوک دچا ددین او مذهب او سپکاوۍ حق نه لري ، لیکن دمناقشې او محاورې حق
ضرور لري

[quote:25b81f27aa]عمل او تجربه وايې هغه چا چي کلنو کلنو د استبداد او ظلم په ضد نارې وهلې او مبارزه يې کوله کله چي پخپله واکمن شو په داسي مېرغضب بدل شو چي ټولنه يې د پرونی مستبد په ياد او هغه ته په دوعا کولو کيښنوله [/quote:25b81f27aa]

دغه خو دا ستاسو روشنفکران وو ، چې هم يي مسکو وخوړ ، او اوس
امریکايي ډالر خوري ،
لعنت شه په داسې روشنفکرۍ


غمي
08.03.2008

ګرانه وطنځاره وروره : سلامونه د خپل ديني ورور له طرفه قبول كړه.
الله پاك دي هميشه خوشاله او تندرسته لره، پدي ليكنه خو دي زما زړه ته اوبه وركړي ،

[color=darkred:c2819cf147]ستا دا ليكنه ددي وړ ده چه دسرو زرو په اوبو وليكل شي ، ډير ښكلي حقايق دي پكي بيان كړي.[/color:c2819cf147]
الله پاك دي هميشه موفق او كامياب لره.

په كامل احترام او درنښت.

[quote:c2819cf147="watanzar"]د ښاغلې دستګر خروټی دلیکنی داوږدوالی په سبب ونه توانیدم چې ټوله يي ولولم
خو ښاغلی دیارلسم میلمه دی خیر یوسی چې مطلبی ټکو ته يي ژیړ او سور رنګ ورکړې او زه به په هماغو ټکو لنډې لنډې تبصری وکړم:

[quote:c2819cf147]بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده [/quote:c2819cf147]

ډیره ښه خبره ده، خو کومه دیموکراسي یادوي، که غربي دیموکراسې یادوی نو هغه
خو حیوانیت دی، هیڅکله ورته حقوق او اخلاق نشو ویلاي ، او که دانسانیت په چوکاټ کې آزادي دې مطلب وي ، نو بیا صحي ده.

[quote:c2819cf147]د اسلام او خداۍ په نومونو له انسانانو سرونه پرې کېږې[/quote:c2819cf147]

سهي خبره مو کړې، داسلام په نوم ډیرو خلکو خپلې ګټې او شخصي منافع خوندي کړل، او لا پرې لګیا دي ، لکه ځمونږه ځیني جهادي رهبران، خو خداي په شرمونو
وشرمول او لا نور به هم شرمیږي ، سیاف او رباني یي یوه نمونه دی ، نومونه به يي که خداي کول دتاریخ ډیران ته غورځیږي او آینده نسلونه به پرې لانتونه وايي .

خو که خبره داسلام دسپکاوي وي نو دا حق بیاهیچا ته نه دې میلاو چې ددین سپکاوي وکړی او دولت کولاي شې چې دغسې شخص ته دمرګ دسزا پورې حکم ورکړي ، اعتراض او انتقاد په دلیل سره دهر چا حق دی ، خو سپکاوۍ د هیچا حق
نشي جوړیداي

[quote:c2819cf147] داخرت په ورځ به خدای ته ددې کارونو په کولو سره د اخوندانو ځواب څه وې؟ [/quote:c2819cf147]

سهي ده ، چې ملایان تر ډیره حده ګرم دي خو له هغوي څخه زیات دغه ړانده فکره روشنفکران ګرم دي چې په تیرو رژیمونو يي واکمني لرله او ملایان يي قصدا
دعصري علومو او ټکنالوجۍ څخه لیري ساتلی ، ملا بیچاره نور څه کړي ، ایله په بیله هماغه خپل محراب کې ناست وي او دوظیفو ډوډۍ ته به ناست ، دهمدغه ړانده فکرو روشنفکرو مردار کارونه وو چې نن يي طالب له مدرسې څخه دجګړې
ډګر ته راووست ، او که نه راته ووایه چې کوم ملا ددغو ړندو فکرو روشنفکرو څخه
مخکې دحکومت سره جګړه کړی
یو مثال درکوم ، ایراني حکومت خپل آخوندان روشنفکره ساتلي حقوق يي ورکړې ، احترام يي ورکړې ، ایراني آخوندان دا اوس ددولت په سر کې قر ار لري خو هغوي
خو ایران دپرمختګ مخه ونه نیوله ، تر ایټم جوړولو ورسیدل ، مصنوعي سپوږمۍ جګې کړي ، خپله سلاوې جوړوې ، ..............او ډیر نور کارونه يي هم وکړل

[quote:c2819cf147]
فرهنگ، کوم چي د انسان دهڅو او کار محصول هم دی، ددې له پاره نه دی پيدا شوی چي له انسان سره په جنگ شي او يا د انسان ژوند او راتلونکې يرغمل کړي، بلکې فرهنگ ددې له پاره ايجاد شوی چي انسان د طبعيت له يو اړخېز تکراري او ساده حالت څخه ځان را جلا کړي، خپله انديښنه په کار واچوي او د يوه خپلواک موجود په توگه له خپلې ارادې کار واخلې او د خپل عقل او شعور په بنياد عمل وکړي[/quote:c2819cf147]

پکار همدا ده چې فرهنګ دجګړې او تباهۍ سبب نشي ، خو دغو ړندو فکرو روشنفکرو ددغه دنیايي علم تر څنګ نوره مرداري له ځانه سره راوړه چې هغه
کمونستي وه ، ځکه خو يي وطن تباه او برباد کړل ، او تر نن ورځي خپل ځاي ته نه راځي ، که دوي عقل او شعور لرلاي نو دغې مردارۍ ته به يي خلک نه رابلل
او نه به يي په خلکو په زوره منله ، او نه به يي علما سپکول ، ملایان به يي ځانته
لکه ایران رانږدې کړې واي او دوطن دترقۍ لپاره به يي کار شروع کړې واي

[quote:c2819cf147] د شنو خالونو، سپينو مړوندونو او د بنگړو د شرنگ ستاينه کيږي، خو د شين خالۍ د حقونو او ازاديو په هکله ډېرکم او کله هېڅ هم نه ويل کېږې.[/quote:c2819cf147]

دا خبره دې هم بیخي پر ځاي ده ، دښځو حقوق تر ډیره حده په افغانستان کې پایمال دي او حکومت باید په دې اړه پوره ګامونه واخلي او ملایان هم باید له خپلو شخصي
منافعو تیر شې او په ښکاره خلکو د ښځو اړوند حقوق بیان کړي ،
البته مونږ خپلو ښځو ته غربي آزادۍ نه غواړو ، او نه افغانستان کې راتلاي شې ،
او دخلقیانو غوندې بیا چا کوښښ وکړ ، نو بیا به هم په دغې قبلې ټولنه کې هماغسې ګوذارونه وخوري

[quote:c2819cf147] د خپلواکئ په نشتوالي کي دې ډول فکرونو او هڅو ددي وس او امکانات تر لاسه نه کړل چي د افغانې ټولنې په تېره بيا د سياست او ټولنېزو چارو په برخه کي ټولنېز ذهنيت او فکر ته لوری ور کړې او يا هم په دي ډگر کي د علمي او فکري لارښود سطحې ته ځان اوچت کړې. تراوسه هم په دي هکله کلکي ستونزې او نيمگړتياوې شته دي. په ټولنېز ذهنيت کي د روشنفکرانو تاثېر او رول په پراخه توگه کمزوری پاتې کېږې. تر اوسه روشنفکرانو دا وس نه دی پيدا کړی چي په سم او سالم لوری د افغانې ټولنې د لارښونې دنده تر سره کړي او هغه له ځان سره مل کاندي. [/quote:c2819cf147]

روشنفکران ړوند فکران دي ، او که نه واي نو هغوي به دټولنې ټولو عنعناتو مخالفت په یوه ځل نه کاوه ، په تضاد کې به له ټولنې سره نه غورځیدل ، دعلمي پرمختګ سره سره به يي دا نورې مردارۍ له ځانه سره نه راوړلې ، چې دغه سپیڅلې ولس يي پاڅونونو ته نه وې اړ کړې

[quote:c2819cf147]

موږ ددې او هغې ايديولوژې په پېروې هڅه کوله ټولنېزو ستونزو اوپيښو ته غوڅ او قطعي جوابونه پيدا کړو، کوم چي يو ناممکين کار بلل کېږې. ټولنېزې ستونزو او پيښو ته نه غوڅ ځواب شته دی او نه ورته قطعي حل پيدا کېږې. همدارنگه دې نسلونو ونشواي کولاي د زور او خشونت په فرهنگ غلبه وکړې.[/quote:c2819cf147]

ډیره ښه ده چې دا عقل اوس روشنفکرانو پیدا کړ ، چې په شکست نا پذیر يي اوس
عقیده ختمه شوه ، او پوه شول چې په دیکتاتورۍ اوس هیڅ هم نه کیږي ، پرون
يي مونږ له مسکو څخه ډیرانونه او مردارۍ راروانې کړې وي ، خو اوس پوه شوي چې
هغه مردارۍ په افغانستان کې ځاي نه لري ،نو خداي دې اوس په کې عقل واچوي
چې دامریکا څخه دافغانستان په لورې امریکايي ډیرانونه او مردارۍ راروانې نه کړي ، چې بیا به يي یو غوبل او لړتق جوړ کړې وی ، خو ګمان مې نشي چې دا وړۍ
به شړۍ شي ، دغه ړونده فکره روشنفګران پرون دمسکو ډول ګډل، او نن دواشنګتن
ډول ته غربۍ نڅا کوي ، نه پوهیږم چې دوي کې به عقل کله راځي ، او کله دافغانۍ
ټولنې په سیستم پوهیږي چې څنګه په کې علم او پوهه وده وکړي ، ملا او عالم
هسې دوي په خوله کې نیولې ، ددې په خاطر چې ځانته ځاي پیدا کړي ، ډیر کله چې یو څوک بل چا پسې لګیا وي ، په اصل کې غواړې چې خپل ځان دهغه جانشین کړي ، راځۍ دا دچوکیو حرص پریږدۍ ، او یو بل ته اوږه ورکړۍ، او دا مردارۍ شنډې
مرامنامې مو پریږدۍ، او دوطن دترقۍ لپاره په ګډه کار وکړۍ

[quote:c2819cf147] دوې د واقعيتونوپه ځای له دگمونو سره احساساتې او عاطفي اړيکې جوړې کړې. دوي دواړه سياست او واک ايديولوژيکې او مذهبې کړ او دوې د ټولنې د بدلون په کار کي په زور او قومانده تکيه وکړه. [/quote:c2819cf147]

هۍ هۍ خروټیه ، څومره ښکلې پرتوګ دی ورته جوړ کړ ، ملا هغه وخت چېرته وو
ملا خو په خپل محراب کې ناست ،
خروټیه: ملا بیچاره کومه دولتي چوکۍ لرله دا خو تاسو وۍ چې ګډوډۍ مو راوستله ، په افغانستان کې هیڅ مذهبي مشکل موجود نه وو چې ستاسو
دترقۍ مخې ته ودریدلې وی ، مذهب ستاسو مخه نه نیوله ، خو تاسو له ترقۍ او
پیشرفت څخه مخکې مذهب او مذهبیانو پسې کلنګونه او بیلچې او توپې راوخیستې ، او افغانستان مو دغه بحران ته وغورځاوه ،

[quote:c2819cf147]

پرون د روشنفکرانو دي او هغۀ لوری ځکه د زور او خشونت لاره ونيوله چي خپلې نظريې يې مطلق حقيقت بللې او ټولنه يې د هغوې مطلقي پېروي کولو ته اړ ايستله. [/quote:c2819cf147]

او نن هم دغه ړانده فکره روشنفکران همداسې وبوله ، ددغو ړانده فکرو عقل تر اوسه سر ته نه دې راغلې ، بیا يي دترقۍ او پرمختګ پر ځاي په ملایانو او اسلام پسې راخیستی، حال دا چې اسلام ددوي مخه نیسي ، دوي په زوره ځانته خلک
راپاروي ، ودي کړې دترقۍ کارونه ، دپرمختګ کارونه ، خو ددې وطن دخلکو دعقیدي سپکاوۍ دې نه کوي ، دعلماوو او ملایانو سپکاوۍ دې نه کوي ، نو که بیاهم خلکو دمذهب له رویه دهغوي مخه ونیوله ، نو بیا به ووایو چې رښتیا دا روشنفکران خو صحي وايي ، او دا نور خو ړانده دي ،
خو حقیقت دي چې تر دې روشنفکرو نور تیاره فکري بیخي شته ، کله شرقي روسي
ډولونو ته ګډیږي ، او کله غربي ډولونو ته ،
دا نه کوي چې خپل فکر روشن وکړي سوچ وکړي او هر څه له غربي او شرقي ټولنو وانخلي ، بلکه هغه څه چې ځمونږ دټولنی سره مناسب وي ځمونږ دعنعناتو سره مناسب وي هغه راوړي ، او غیر مناسب او نا اخلاقي کړنې ځمونږ محافظې ټولنې ته
رانه وړي.

[quote:c2819cf147]
په علم کي ترديد شته دی. په علم کي شک کول شته دی. په علم کي انتقاد شته دی. که په علم کي د شک، ترديد، انتقاد او د نيمگړتياو منل نه وای نو پرمختگ او وده به هم نه وو،علم د همدي ځانگړتياو په لرلو سره له دواړو دين او ايديولوژې څخه ځان جلا کوې.[/quote:c2819cf147]

په عصري علومو کې دا ټول شته ده ، او پرته له دې علم مخکې نه ځي ، خو په دیني مسائلو کې اعتراض او انتقاد شته ، خو سپکاوۍ نشته ، هر هغه کس چې اسلام ته په سپکاوۍ سره د یونیم ملیاردو مسلمانو زړونه ځوروي ، له هر لحاظ څخه دداسې سختې جزا مستحق دې چې دنورو لپاره عبرت شي ،
هو په عصري علومو کې به هیڅ یو طاقت په فضا کې ستا دفکر دالوتلو مخه ونه نیسي،

[quote:c2819cf147] د دموکراسي تفکر او د دموکراسی پراکتيک له بشري حقونو څخه جدا موجود کيداي نشي. بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده.[/quote:c2819cf147]
سهي ده ، خو انساني دیموکراسي نه حیوانیت ، نه شرقي مرداري او نه غربي مرداري

“[quote:c2819cf147] ولې” او “ ولې ويل” هغه خوځونکی ځواک دی چي د څېړلو، پرمختگ او ودې لارې پرانېزې. [/quote:c2819cf147]

[quote:c2819cf147]هغه څوک چي د دا ډول يوۀ استبدادي او ظالم فرهنگ په چاپېريال کي لوی شوی وي او د پوښتنو کولو او “ ولې ويلو” په وړاندي د ځواب، استدلال او قناعت په ځای له گواښ او وهلو سره مخامخ شوی وي که ددې چانس تر لاسه کړې چي واکمن ور څخه جوړ شي د “ ولې” او د نورو نظرياتو د خاوندانو په وړاندي به څومره زغم ولرې او په کومه اندازه به د نورو واوري..[/quote:c2819cf147]

بیا خپله خبره تکراروم ، چې دعلم په هکله ولې ویل ضرور دي، خو هیڅوک دچا ددین او مذهب او سپکاوۍ حق نه لري ، لیکن دمناقشې او محاورې حق
ضرور لري

[quote:c2819cf147]عمل او تجربه وايې هغه چا چي کلنو کلنو د استبداد او ظلم په ضد نارې وهلې او مبارزه يې کوله کله چي پخپله واکمن شو په داسي مېرغضب بدل شو چي ټولنه يې د پرونی مستبد په ياد او هغه ته په دوعا کولو کيښنوله [/quote:c2819cf147]

دغه خو دا ستاسو روشنفکران وو ، چې هم يي مسکو وخوړ ، او اوس
امریکايي ډالر خوري ،
لعنت شه په داسې روشنفکرۍ[/quote:c2819cf147]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more