نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پوهې په ټولو څانګو کې دځینو مسلمانو علماوو تأثیر او ابتکارات
و.افغان
08.03.2008
دوهم هجری قرن --- اتم میلادي قرن.
۱-جابر بن حیان، أبو موسی جابر الآسدی الطوسي.
[ 120هـ/736م،210هـ/826م]
دکیمیاء دعلم پلار ورته ویل کیږي،
دلومړې ځل لپاره يي دډاکټرې او دعلم نجوم، او کمیاء کتابونه يي له لاتیني ژبې
څخه عربي ژبې ته وژباړل.
لمړنۍ سړې وو، چې رنګونه، ځیني مرهمونه، صابونونه، او ځیني عطرونه يي ایجاد کړل، همدارنګه د نتریک (nitric acid او خلیک (acetic acid) آسید ته تیار کړ.
په مسلمانانو کې دکیمیا دصنعت لومړنې سړۍ بلل کیږي.
2 - الخوارزمي أبو جعفر عبد الله بن موسى.
[ 164 هـ/ 780م، 232هـ/848م]
په ریاضیاتو کې تر ټول پوه سړۍ، چې دریاضیاتو دعلم اطلاق پرې هم کیږي، دبطلیموس دجغرافيي مجدد ګڼل کیږي.
لومړنۍ شخص دې چې په علم حساب کې يي تألیف کړې دی.
لومړنۍ شخص دې چې په الجبر کې يي یو منهجي کتاب دې، او لومړنې شخص دې چې دالجبر دکلمې اصطلاح يي استعمال کړې.
لومړنۍ شخص دې چې مثلثاتو جدولونه يي تیار کړل.
لومړنۍ کس دې چې دځمکې په اړه دبطلیموس دتقدیر څخه وروسته يي، دځمکې دمحیط اندازه تصحیح کړه، او دبطلیموس په فلکي نظریو کې يي ډیر تصحیحات راوستل، چې وروسته بیا اورپایانو دهغه بحثونه لاتیني ژبې ته وژباړل.
لومړنۍ شخص وو چې دضرب عملیه يي ایجاد کړه.
لومړنۍ شخص وو چې الحساب او الجبر تر مینځ يي فرق وکړ.
او له دې اختراعاتو پرته يي هم ډیر نور اختراعات وکړ چې په د الجبر او فلک په علمونو کي يي ژور بدلونونه راوستل.
نور بیا.