نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيا دا رښتياده چې « لیبرالي نه خداي منی نه مذهب»؟
Mohammad Hassan
07.03.2008
آيا دا رښتياده چې « لیبرالي نه خداي منی نه مذهب»؟
دا چې ځينې کسان هر څه يوازې او يوازې د يوه مشخص مذهب له کړکۍ څخه ګوری، دا خو يوه خبره ده، خو دا چې بيا د همدې مذهب له زاويې څخه په هر هغه څه چې دده پخپل زړه نه وی جوړ او يا د دده له مذهبی يا سياسی عقايدو سره جوړ نه راځی نو په هغه هم د تاريخی او علمی حقيقت نه لرې داسې نومونه ږدی، چې هغه هم د ده پخپل زړه جوړ وی، دا نو بيا داسې بې انصافی ده چې نور لوستونکی هم غلطې خواته بيایی.
دا لاندې ليکنه يې يوه ښه نمونه ده.
[quote:e7751a006a] لیبرالي دی (نه خداي منی نه مذهب، غربي دیموکراسي ته دعوت کوي). [/quote:e7751a006a]
زما په نظر په دې ځای کې دوې خبرې غلطې دی، یو دا چې دا خبره ډیره غلطه ده چې ليبرالی نه خدای منی نه مذهب او بله داچې دلته داسې ښودل شوی چې ګواکی غربی ديموکراسی هم نه خدای منی نه مذهب. که په سياست او اجتماعی علومو کې کفر موجود وی، نو تردې ستر کفر او غلطه خبره بله به ډيره کمه پيداشی.
ليبراليسم په لغت کې د لاتينی ژبې د (ليبر يا لیبیراليس) له کلمې څخه اخيستل شوی دی، چې د آزاد او آزادۍ معنی ورکوی. په اصطلاح کې هغه روحی حالت او هغه فلسفی او سياسی پوهه ده چې په ټولنه کې د فرد آزادی د اجتماعی، سیاسی او اقتصادی نظم اساسی بنسټ بولی. یعنې دا چې انسان د يوه فرد په حیث د ليبراليسم دسياسی فلسفی اساسی سوبژيکت جوړوی. (نه د خدای او مذهب منل او يا نه منل)!!
ليبراليسم داسې عقيده لری چې د ټولنې د هر فرد شخصی آزادی د دولت له اساسی دندو څخه ده او همدا فردی آزادی د انسانيت معيار هم بولی.
ليبراليسم د توتاليتاريسم ضد دی او د سياسی پلوراليسم څخه طرفداری کوی.
ليبراليسم سره له دې چې ابسلوتيسم او همداراز د عقيدوی دګمونو څخه د انسانی (اندیويد) د روح د خلاصون او آزادۍ طرفدار دی، خو بيا هم له انارشيسم سره مخالفت لری او په اجتماعی نظم کې د دولت رول ته غاړه ږدی.
ليبراليسم د دموکراسۍ، بشری حقوقو او فردی آزادی په وده کې په پخوانيو پيړيو کې ستر رول لوبولی او د تاريخ په اوږدو کې يې وده کړې ده. د زمانې په تېريدو سره لبراليسم هم مختلف لوری موندلی دی، چې په دې ځای کې يې د شرحې اړتيا نشته.
نو که موږ دا ومنو چې د ليبراليسم اساسی موضوع د انسانی فرد د روح او ارادی آزادی ده، نو دا خبره بيا غلطه ده چې خدای او مذهب نه منی.
بله دا چې په دې ځای کې داسې ښودل شوی، چې ګواکې غربی دموکراسی هم خدای او مذهب نه منی، چې دا خبره بالکل غلطه ده. دموکراسی د ټولنيز ژوند کولو يوه طريقه ده، چې په هغو کې هر دين او مذهب او هرې سياسی او اجتماعی ايديولوژۍ او فکر ته آزادی شته او د هيڅ دين او مذهب ضد نه ده. خو په دموکراسۍ کې د يوې او يابلې ايديولوژۍ، د يوه او يابل دين او مذهب او د يوه او يابل شخص او ګروپ د استبداد او مطلقه حاکميت له پاره شرايط نه رامنځته کيږی.
که داسې وويل شی چې دموکراسی له ټولو اديانو او مذهبو سره جوړه ده، داخبره حقيقت لرلای شی، خو دا چې دموکراسی د دين او مذهب ضد ده، دا خبره هيڅ حقيقت نه لری.
نو زه نه پوهېږم چې نور ملګری به څه فکر کوی؟
..
Re: آيا دا رښتياده چې « لیبرالي نه خداي منی نه مذهب»؟
و.افغان
07.03.2008
[quote:50b8e3b0e9="Mohammad Hassan"]آيا دا رښتياده چې « لیبرالي نه خداي منی نه مذهب»؟
دا چې ځينې کسان هر څه يوازې او يوازې د يوه مشخص مذهب له کړکۍ څخه ګوری، دا خو يوه خبره ده، خو دا چې بيا د همدې مذهب له زاويې څخه په هر هغه څه چې دده پخپل زړه نه وی جوړ او يا د دده له مذهبی يا سياسی عقايدو سره جوړ نه راځی نو په هغه هم د تاريخی او علمی حقيقت نه لرې داسې نومونه ږدی، چې هغه هم د ده پخپل زړه جوړ وی، دا نو بيا داسې بې انصافی ده چې نور لوستونکی هم غلطې خواته بيایی.
دا لاندې ليکنه يې يوه ښه نمونه ده.
[quote:50b8e3b0e9] لیبرالي دی (نه خداي منی نه مذهب، غربي دیموکراسي ته دعوت کوي). [/quote:50b8e3b0e9]
زما په نظر په دې ځای کې دوې خبرې غلطې دی، یو دا چې دا خبره ډیره غلطه ده چې ليبرالی نه خدای منی نه مذهب او بله داچې دلته داسې ښودل شوی چې ګواکی غربی ديموکراسی هم نه خدای منی نه مذهب. که په سياست او اجتماعی علومو کې کفر موجود وی، نو تردې ستر کفر او غلطه خبره بله به ډيره کمه پيداشی.
ليبراليسم په لغت کې د لاتينی ژبې د (ليبر يا لیبیراليس) له کلمې څخه اخيستل شوی دی، چې د آزاد او آزادۍ معنی ورکوی. په اصطلاح کې هغه روحی حالت او هغه فلسفی او سياسی پوهه ده چې په ټولنه کې د فرد آزادی د اجتماعی، سیاسی او اقتصادی نظم اساسی بنسټ بولی. یعنې دا چې انسان د يوه فرد په حیث د ليبراليسم دسياسی فلسفی اساسی سوبژيکت جوړوی. (نه د خدای او مذهب منل او يا نه منل)!!
ليبراليسم داسې عقيده لری چې د ټولنې د هر فرد شخصی آزادی د دولت له اساسی دندو څخه ده او همدا فردی آزادی د انسانيت معيار هم بولی.
ليبراليسم د توتاليتاريسم ضد دی او د سياسی پلوراليسم څخه طرفداری کوی.
ليبراليسم سره له دې چې ابسلوتيسم او همداراز د عقيدوی دګمونو څخه د انسانی (اندیويد) د روح د خلاصون او آزادۍ طرفدار دی، خو بيا هم له انارشيسم سره مخالفت لری او په اجتماعی نظم کې د دولت رول ته غاړه ږدی.
ليبراليسم د دموکراسۍ، بشری حقوقو او فردی آزادی په وده کې په پخوانيو پيړيو کې ستر رول لوبولی او د تاريخ په اوږدو کې يې وده کړې ده. د زمانې په تېريدو سره لبراليسم هم مختلف لوری موندلی دی، چې په دې ځای کې يې د شرحې اړتيا نشته.
نو که موږ دا ومنو چې د ليبراليسم اساسی موضوع د انسانی فرد د روح او ارادی آزادی ده، نو دا خبره بيا غلطه ده چې خدای او مذهب نه منی.
بله دا چې په دې ځای کې داسې ښودل شوی، چې ګواکې غربی دموکراسی هم خدای او مذهب نه منی، چې دا خبره بالکل غلطه ده. دموکراسی د ټولنيز ژوند کولو يوه طريقه ده، چې په هغو کې هر دين او مذهب او هرې سياسی او اجتماعی ايديولوژۍ او فکر ته آزادی شته او د هيڅ دين او مذهب ضد نه ده. خو په دموکراسۍ کې د يوې او يابلې ايديولوژۍ، د يوه او يابل دين او مذهب او د يوه او يابل شخص او ګروپ د استبداد او مطلقه حاکميت له پاره شرايط نه رامنځته کيږی.
که داسې وويل شی چې دموکراسی له ټولو اديانو او مذهبو سره جوړه ده، داخبره حقيقت لرلای شی، خو دا چې دموکراسی د دين او مذهب ضد ده، دا خبره هيڅ حقيقت نه لری.
نو زه نه پوهېږم چې نور ملګری به څه فکر کوی؟
..[/quote:50b8e3b0e9]
ِښاغلې محمد حسن صاحب:
له ډیر انتظار څخه وروسته پخیر راغلې ، او په خیر دې سر راښکاره کړ،
[color=white:50b8e3b0e9]په هر حال تاسو چې ځما دیوې لیکنې یوه ټوټه را شکولې ، چې دلاندېني لینک لاندې لیکل شوې ده، او ستاسې له لیکنې څخه وروسته می دیوې کلمې په اضافه کولو
سره اصلاح کړه، او ستاسو دغه ګوتنیونه پرې له منځه لاړه.[/color:50b8e3b0e9]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=3767
تاسو چې ددغه عبارت په اړه کومه اندیښنه ښودلې، اندیښنه مو پر ځاي ده ، خو البته تاسو
باید ځما ددې لنډې لیکنې دموخې او مکان مراعات هم کړې وی، په کوم مقصد چې خپله دلیکنې مکان دلالت کوي، او ماداسی نه دي ویلي چې دلیبرالیت تعریف دادې ، بلکه ویلي مې دي: چې لیبرالي، او ما بین القوسین هغه لیبرالي مې مقصد دې چې نه خداي مني، آو نه مذهب مني، او غربي دیموکراسۍ ته دعوت کوي،
اصلا دا لیکنه ما دلته نه کوله، او غوښتل مې چې لاسلیک يي کړم، چون چې لاسلیک کې اوږده لیکنه نشي راتلاي نو ډیر هڅه او کوښښ مې وکړ چې رالنډه يي کړم، خو بیا هم لاسلیک قبوله نه کړه، او په خطايې کې فوروم ته لیکنه راغله، او راپاتې شوه، ځکه خو ما ډیر لنډ تعاریف راوړې ، چې تعاریف يي نشم بللۍ، یواځې ددې په خاطر
چې مقابل جانب بحث کوونکې ته ووایم چې ته ځان معلوم کړه ، چې ته په کومې مفکورې او معتقد يي چې دهغه معتقد په اساس له تا سره بحث وکړم ،؟؟؟
مسلمان يي؟؟
مسیحي يي؟؟
یهودي يي؟؟
سوچه ملحد يي؟؟؟
لادیني يي؟؟
کمونست ملحد يي؟؟
که لیبرالي ملحد يي؟؟
او که لا أدري يي، ؟؟
چې دغه ټول یو له بله سره فرق لري، او دهر یوه سره بیله ژبه چلیداي شي، او همدغه مشکل دښاغلې هوښیار باره کې له ما سره وو، چې اوس خو ښاغلې هوښیار په ښکاره له هر مذهب څخه انکار کوي، لکه څنګه يي چې په لاسلیک کې لیکلي، نو آیا له خداي څخه هم انکار کوي او که نه ؟؟؟ که انکار کوي نو سوچه ملحد دی، او که انکار نه کوي نو یواځي لادیني دي، او دغه هر یو سره په بحث کې بیل بیل تعامل کیږي.
همدغه سبب وو چې ډیر لنډ لنډ تعریفونه مې و کړ.
دغه تعریفونه ځانته دلیبرالیت په اړوند نه بلکه دهغو نورو ټولو ذکر شوو مصطلحاتو په اړوند هم ډیر قاصر او ناکافي دي.
نو ځما مطلب له لیبرالیانو څخه هغه لیبرالیان دي چې نه په خداي عقیده لري او نه په مذهب خو غربي آزادۍ ته دعوت کوي، په مقابل کې کمونستان نه په خداي ایمان لري نه په مذهب خو دیکتاتورۍ ته دعوت کوي،
ځما یواځې دغه تناسب مقصد وو اوبس ،او که نه نو ډیر لیبرالیان دي چې په خداي او مذهب عقیده لري،
[color=white:50b8e3b0e9]نو ښاغلې محمد حسن صاحب: تاسو چې کومې دوه غلطۍ ځما له دغی لنډې جملې څخه راویستلي دي، زه ددغه دواړو غلطیو معتقد نه یم، او نه مې مقصود وو.[/color:50b8e3b0e9]
دلیبرالیت معنا خو بیخي واضحه ده ، تاسو هم ښه شرحه کړې زه درسره په کې موافق یم، او دادې زه به يي هم دخپل فهم سره سم شرحه کړم:
لیبرالیت په اصل لغت کې آزادۍ ته ویلې شې، لکه څنګه چې تاسو ورته اشاره کړې،
او په اصطلاح کې هغه رأسمالي مذهب دی کوم چې دټکنالوجې انفجار او دمنځنۍ بورژوازۍ طبقي دظهور په وخت منځ ته راغۍ، هغه صناعي او تجاري طبقي چې دصناعي انقلاب په وخت پیدا شوې ، لیبرالي مذهب یا لیبرالیت ددغو طبقو په ګټه دفیوډالیزم یا اقطاع د تقلیدي قوتونو په ضد خپل آواز پورته کړ، کوم فیوډالیزم یا اقطاع چې داستبدادي ملکیت او کلیسې پوره پوره واک درلود.
همدرانګه له لبرالیت څخه دیوه داسې حکومت جوړول مقصد دي، چې په هغه کې دټول ولس دهر قسم طبقي خلک دخپل سیاسي تمثیل حق ولري، خبره په کې آزاده وي، عبادت آزاد وي، او طبقي امتیازات په کې نه وي،
تجارت په کې هر چا ته آزاد وي، دولت داقتصاد او تجارت په کارونو تدخل نه کوي، مګر په هغه حال کې چې دغه تدخل دټولو ولس لپاره داقتصادې آزادۍ کم ترین حد تأمینوي، نو دغسې حالت کې بیا حکومت تدخل کوي.
بیا هم ښاغلې محمد حسن صاحب : له دې ښکلې شرحې څخه دې ډیره مننه,
او هيله چې د لیبرالیت په اړه درته ځما فکره ښه واضحه شوي وي، او کومه شبهه چې تاسو ښاغلې ته ځما دهغه لنډ غیر مقصود عبارت له مخې رامنځ ته شوي وي له منځه تللي وي، البته چې آیا لیبرالیت په ټوله معنا سره داسلام سره مخالف دی ، او که نه دې، او که جزئي موافق او جزئي مخالف دی؟؟
نو دا خبرې بیا بیل بحث دی.
ع کريم حليمي
08.03.2008
مکرمو ، استاد قاري صاحب او محمد حسن صاحب سلامونه مي ومنۍ
اسلام عليکم و رحمه الله !
[quote:1fe18f8c18]آيا دا رښتياده چې « لیبرالي نه خداي منی نه مذهب»؟[/quote:1fe18f8c18]
هو ! اکثره وخت هم داسي ده ، په نوره دنيا نه يم خبر ، اما په امريکا کښي
د ليبرال ټاپه خلک او سياست وال نه خوښوي ، د ليبرال د ټاپې څخه بد
وړي , ولي چه نن ورځ ئې اصطلاحي او عرفي تعريف ئې داسي دی چه ;
ليبرل هغه روشن فکره سړي ته ويل کيږي ، چه هرڅه تحمل کوي ، ازاد وي
او هيڅ مقيد نوي و اصطلاح ته ،پيرو دهيڅ سنت او رسوم نه وي ، مذهب او
فرهنګ ته په ارزښت نوي قائل ، وغيره وغيره
ليبرال يو منفور صفت دی ، نه مقبول
په درنښت