نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دسياسي چارودکميسون ابلاغيه !
ننګيالی زابل
05.03.2008
دافغانستان او نړۍ د يولړپيښوپه اړونددافغانستان داسلامي امارت
دسياسي چارودکميسون ابلاغيه !
څرنګه چې افغانستان کې دامريکااودملګروهيوادونويې پښې لړزيدلي اوداسلامي امارت په وړاندې دشکست اوماتې په درشل کې دي اونوردلوى خداى ( ج ) په نصرت دافغان مجاهدولس قاطع برى يقيني دي له همدې امله داسلامي امارت سياسي کميسون مناسبه وبلله چې دنړيوالواولسونوداذهانودتنويرلپاره وخت ناوخت خپل دريځ اعلان کړي
نن چې يرغلګردخپل فوځي حضورورستى شيبې شماري اودامريکاځينې متحدين هم دامريکاپه غولونکي سياست پوهيدلي ،دادى کتل کيږي چې دناټوغړي يوپه بل پسې دامريکادوستي پريږدي اوپرافغان مسلمان ولس دتپل شوې جګړې څخه دخپلوعسکروپرايستلوغورکوي ،اسلامي امارت چې دتحميل شوې جګړې په وړاندې ډيرې برياوې ترلاسه کړې اودبرياووبهيريې لاښه ګړندى دى ، داسلامي امارت سياسي کميسون دنړيوالودډاډاوتسکين لپاره داسلامي امارت ددستورد(١٠٠ ) مادې پراساس لاندې پريکړې ابلاغوي
(١) _ اسلامي امارت دټولوبهرنيوهيوادونواوګاونډيانوسره دښواړيکوغوښتونکى دى اوغواړې داسلام دسپيڅلوقوانيوپه رڼاکې ورسره په سوله اوارامى کې ژوندوکړي اوهمدارنګه اسلامي امارت دټولونړيوالوڅخه دحسنه روابطوغوښتونکى دى
(٢) _ څرنګه چې داسلامي امارت روان مقاومت اوجهادداشغالګروپه خلاف دي اودايوتحميل شوې جګړه بولي چې امريکاددې يرغل لپاره دناټوغوندې پکت هم دخپل ځان په ګټه استعمال کړخواوس بريښي چې دناټوځينې غړى دامريکاپدې غولونکو پاليسيوباندې پوه شوي اونورنه غواړي چې په افغانستان کې دافغانانوپه خلاف وجنګيږي ،مونږ نه يواځې داچې ددې هيوادونودې عمل ته په ښه سترګه ګورو، بلکې ترې غواړوچې خپل ټول عسکرله افغانستان څخه وباسي
که چيرې دامريکاملګري هيوادونه دافغانستان اشغال پاى ته ورسوي اوخپل عسکروباسي افغانان به دوى ته په دښمني کې دامريکايانوپه سترګه ونه ګوري
(٣) _ دپخواني شوروي اتحادديرغل پرمهال دجهادځينې مشران اوقومندانان چې اوس دامريکا په ملتياداولس په خلاف په جګړه بوخت دي اوداسلاميت اوافغانيت داقداروپه خلاف يې ديرغلګروملاتړلې ده بايدديرغلکرونوره همکاري پريږدي اودامريکادې اشغال ته دې دمشروعيت پرځاى دغصب په نظرګوري اوددوى ملاتړدې پريږدي ، له شک پرته چې سابقه جهادي مشران اوقومندانان چې داسلام اودهيواددخپلواکى په لاره کې يې ډيرې قربانۍ ورکړي ، مناسبه ده چې دخپل اولس په څنګ کې په ميړانه ودريږي اويوځل بياددې يرغل په خلاف هم دقربانى ثبوت وړاندې کړي ، چې دحقيقت ددرک په صورت کې اسلامي امارت دهغوى سره دتفاهم لاره خپلولاى شي اودامارت غيږه به ددوى پرمخ خلاصه وي.
( ۴) دافغانستان اسلامي امارت دفلسطيني مسلمان ولس پرخلاف داسراييلي غاصب رژيم له خوا روان يرغل اوددوى له لوري په ځانګړي توګه دغزې په تړانګه کې ورستي وحشيانه عمليات دبشردحقوقواونړيوالوهرډول انساني نورمونوڅخه مخالفت اويرغل کونکي په بشپړه توګه ناقضين بولي
څرنګه چې اسراييلوفلسطينى ولس تربريدونولاندې نيولى اودغزې په تړانګه کې په ورستيوشپوورځوکې په سوونوښځې ، ماشومان اوعامې پرګڼې په شهادت رسيدلي ، دنړى له واکمنواودبشري حقوقوله مدعيانونه غواړوچې نوره دې نارواچوپتياپاى ته ورسوي اوپه کلکه دې دغاصبواسراييلوجبراوحشت محکوم اودنړيوالې محکمې ميزته راکش کړي
اسلامي امارت په داسې حال کې چې له فلسطيني ولس سره په درداوکړاووکې ځان شريک بولي دنړى له سوله دوستوولسونوغواړي چې دفلسطين دمسلمان اومظلوم ملت دحقه حقوقودترلاسه کولوپه اړه دې ددغه ولس هراړخيزه مرسته اوملاتړوکړي
(۵ ) همدارازدافغانستان اسلامي امارت دايران پراسلامي جمهوريت دامنيت دشوراله لوري نوي بنديزونه اوددې هيواداوولس پرضدتعذيرات ناروااوپه کلکه محکوموي ، اسلامي امارت له ولسونوسره دخواخوږى پربنسټ دامنيت شورادغه ورستي اوپخواني ټول اقتصادي بنديزونه دايران دولس اوهيوادپه حق کې لوى تيرى اوظلم بولي اوپه دې ترڅ کې چې ددغوبنديزونومخامخ بدې اومنفي اغيزې پرعام ولس پريووځي ، غوښتنه کوي چې ټول مسايل اوستونزې دې دخبرواوتفاهم له لاري حل اوله منځه يووړل شي
(۶ )همداډول اسلامي امارت دډنمارکي ورځپاڼوله خوايوځل بياداسلام دسترپيغمبرحضرت محمد(ص ) په حق دګستاخى اوله بې حرمتى ډکوکارټونواوهم دهالينډپه هيوادکې دقران کريم دتوهين فلم جوړول په صريحوټکوغندي اوداپه لوى لاس په نړۍ کې دتهذيبونواوتمدونوترمنځ دشخړواوجګړودپيليداهڅې بولي
داسلامي امارت له نظره داسلام دسترپيغمبر( ص ) اودعظيم الشان قرآن په شان کې توهين اميزه حرکات داسلام اومسلمانانوپرخلاف دروانې صليبي جګړې يوه برخه بولي ، له همدې امله له اسلامي هيوادونوپه کلکه غواړي چې له دنمارک اوهالينډهيوادونوسره خپلې هررازديپلوماتيکي روابط اوسياسي اړيکې ودروي اوپه نړيواله کچه دخپلومقدساتواوديني اقدارودتحفظ اوساتنې مسئله راپورته کړي .
http://www.alemara.org/pash-3-5-3-2008-html.html