نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بیت الله محسود رسماً دبېنظرې په وژنه تورن شو
De Islam Shagird
02.03.2008
دپا کستان په راولپنډۍ ښارکې د ترهګرۍ ضد محکمې رسماً د بېنظير بوټو د وژنې تور د پاکستاني طالبانو پر مشر بيت الله محسود او د ده څلور تنو ملګرو ولګولو .دپا کستان د ترهګرۍ ضد محکمې مشر حبیب الرحمان پرون ناوخته په یوه خبری ناسته کې خبریالانو ته وویل چې بيت الله محسود سره د عبدالله صدام ، فيض محمد ، اکرام الله اونعمان عثمان دپاکستان دپخوانې لومړې وزیرې میرمن بی نظیربوټوپه ترور کې لاس لري.څه موده وړاندې هم د کراچې پوليسو د اعتزاز شاه په نامه يوکس د بې نظيرې د وژنې په تور نيولی و.پولیس وایې اعتزازشاه په خپل جرم داعتراف سربیره داهم ویلې ؤ چې نوموړې دبیت الله محسود د وژنې لپاره په دنده ګمارل شوې او خپله محسود دبې نظیرې دمرګ اصلې پلانونکې بلل کیږي.دیادونې وړده چې میرمن بوټو دتیر میلادې کال دډسمبردمیاشتې په ۲۷ مه نیټه دراولپنډې ښار دلیاقت باغ سیمه کې دخپل انتخاباتې کمپاین په ترڅ کې په ښکاره ډول دیوه ځانمرګې برید په ترڅ کې ووژل شوه