نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکا: مخالفين دافغانستان دوه برخې په لاس کې لري
pattang
28.02.2008
امريکا: مخالفين دافغانستان دوه برخې په لاس کې لري
عنايت الله کاکړ
٩ / ١٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-28 14:02:00 م
یوه جګپوړي امريکايي چارواکي منلې ده چې په افغانستان کې ددولت مخالفين په سلو کي اویابرخې ځمکه په لاس کې لري اودولت یواځې په سلوکې په دیرش برخې واک چلوي.
دامريکادملي استخباراتو دوتلې ادارې مشرمايکل مک کونيل نن دامريکايي سنا دوسله وال پوځ دچاروجرګه ګۍ ته دويناپه ترڅ کې په ډاګه کړه چې دطالبانو دحکومت له پرزیدو شپږکاله وروسته هم دوی نه دي توانيدلي چې دښاغلي کرزي ددولت ريښې دافغانستان ترهرې برخې ورسوي.
نوموړي زیاته کړه چې دایوخوراتريخ حقيقت دی چې طالبان دکمزوري کيداپرځای نورهم پياوړي شويدي اوداچې په جګړه يیزځواک کې يې هم ورځ تربله پرمختګ راغلی. هغه زیاته کړه چې دافغانستان زیاته برخه ددولت دواک له مخالفو قبايلي اوجنګي مشرانو سره ده.طالبان په سلو کې لس برخې اودولت په سلو کې یوازې دیرش خاوره په واک کې لري. له بله پلوه دامريکايي اردو داستخباراتودڅانګې مشرتورن جنرال مايکل مېپلز دغې جرګه ګۍ ته ويلي دي چې امريکااوپاکستان دطالبانو او القاعده دفعاليتونو دمخنيوي لپاره خوراډيرڅه وکړل خوهغوی لاهم نه دي توانيدلي چې دخطردغه سوړي بند کړي.دنوموړي په وینادپاکستان پوځ اومليشه وړپوځي مورال اوزده کړې نه لري چې په قبايلي سيموکې له طالب اوالقاعده جنګياليوسره ډغره ووهي.
دهغه په وینا القاعده طالبانوته جګړه ایزتکتیکونه اوسړي تښتونه او وژنه ورښيي اوجنګي سالاران بيا له افیمو اوهیروينو په لاس ته راغلو پیسو نوې وسلې اوتخنيک رانیسي اوپه ګډه دنړيوال ائتلاف دپرمختګونو مخه ډب کوي.
دالومړی ځل دی چۍ دامريکااستخباراتي چارواکي په افغانستان کې دخپلوپرمختګونو تت انځورپه ګوته کوي.تردې وړاندۍ امريکایي ولسمشربوش او دفاع وزیرڅرګنده کړۍ وه چې په افغانستان کې دطالبانو ملاماته شويده اوپاتې شوني به يې هم ډېرژر پښې له میدانه سپکې کړي خو له اوسنیو بیانونو بياښکاري چې امريکایان لاهم په افغانستان کې ترور دي اودجړې دحل کونجي يې ورکه کړيده.
واردمخه په افغانستان کې دماموريت په سر دامريکا اوناټوترمنځ هم په خرپ ناندرۍ رامنځته شوې وې اوکاناډاخو په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې دخپل لښکردايستلو خبره هم پخه کړيده.
دګڼوشنونکوپهه اند په نړیوال ائتلاف کې دګډوشپیتو بړيڅو ورځ تربلې داکمی دی اوکه دغه حال وو نو ډیرژربه ماتې سره پرې ګډه شي.
hoshiyar
05.03.2008
grana wrora dagha dwa barkhe che pa las ke lari mukhalifino pake somra clinics au schools jor kari di? au rekhtia waya daghalta be la mukhalifino nur khalk ham pate di ka tol tre takhtidali di?
Mohammad Hassan
07.03.2008
سلامونه او او نېکې هيلې!
هوشياره وروره دا خو د خوا پرځای سوال مطرح کړی دی، چې آيا په هغو منطقو کې د دولت د مخالفينو (طالبانو) تر لاس لاندې دی، کوم ښوونځی، کلينيک، سپورتی ميدان، سرک، ښارګوټي او داسې نور جوړ شوی دی او که څنګه؟
خو دې ته مو هم فکر کړی چې په هغو ځايو کې چې دولت واک لری، په کومو مصارفو او کوم کارونه کيږی؟ آيا تاسې له هغو کارونو چې د دولت په تر لاس لاندې سيمو کې کيږی راضی ياست؟