نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دنظام او حکم په اړه په شرعي،عقلي، او منطقي دلیلونو، دافغانستان دطالبانو او علماوو دتثقیفولو دوامداره لړۍ:
و.افغان
26.02.2008
دنظام او حکم په اړه په شرعي،عقلي، او منطقي دلیلونو، دافغانستان دطالبانو او ملایانو دتثقیفولو دوامداره لړۍ:
ځما ګرانو افغانانو ورونو:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
په تیرو دیرشو کلونو کې ټولو افغانانو په خپلو سترګو ولیدل، چې په ګران وطن کې څومره په لنډ وخت کې څومره ډیر رژیمونه راغلل، او ختم شول، شاهي دوره ختمه شوه، جمهوري نظام منځ ته راغي، جمهوري آزاد نظام ختم شو، دیکتاتوري کمونستي رژیم رامنځ ته شو، کمونستي رژیم کې بیا په چوکیو خلقیانو او پرچمیانو سره تناوب وکړ، سرې لښکري راغلې، ماتې شوې، دنجیب حکومت سقوط وکړ، مجاهدین راغلل، خپلمنځي جګړې شروع شوې، مجاهدین لاړل، طالبان راغلل، له پنځو کالو وروسته دامریکا په مټ طالباني حکومت نسکور شو.
لنډ دا چې چې په افغانستان کې دهر رژیم راتګ ممکن دي، او ممکن شوي دي، خو لیکن بقا يي نه ده پیدا کړې.
موخه می له دې سریزې داده چې ووایم: لیرې نه ده چې امریکا او دامریکا متحدین په افغانستان کې په ګوڼدو شي، نو آیا افغانان داسې استراتیژي لري چې دمتحدو ځواکونو له ګونډو کیدو وروسته يي پلې کړې؟؟
امکان لري چې بیرته سیاسي بهیر دطالبانو لاس ته وغوځیږي، که چیرې په پوره ډول دطالبانو لاس ته ورنشي، نو کیداي شي چې ډیره برخه يي دهغو په لاس کې شي.
دا کار اوس مونږ د یوې واقع په څیر انځوروو،
مونږ اوس داسې تصوروو چې طالبان راغلل، نو هغوي باید څه وکړي؟؟ څه يي وکړل؟؟ له مخکیني سیاست څخه يي عبرت واخیست او که نه؟؟ څه تغییرات باید په خپلو تګلارو کې راولي، تر څو دیوه آزاد او مترقي افغانستان لپاره لاره خلاصه شي؟
[color=white:61f45a7633]هیله کوم چې ورونه پرته له سپکو سپورو په دې موضوع کې تفاعل وکړي.
دا خبره دې څوک نه کوي چې طالبان دې بیخي سیاست پریږدي، دا خبره ناشوني ده، مونږ فی الحال داسې تصور وو چې طالبان راغلل او یا راځي، هغوي باید څه وکړي؟[/color:61f45a7633]
دوطن دآزادۍ لپاره څه وکړي؟؟
دوطن داستقلال لپاره څه کړي؟؟
په وطن کې دعلمي بهیر دترقۍ لپاره څه وکړي؟؟
داسلامي قوانینو او احکامو په تطبیقولو کې له څنګه رويي څخه کار واخلي، چې نه سیخ وسوځي نه کباب؟؟
څنګه دنورو اسلامي دولتونو دتګلارو څخه زده کړه وکړي، دمثال په طور چې مالیزیا یو اسلامي هیواد دی، خو څومره تطور يي کړې دی؟؟ سره له دې چې خلک يي په اسلام کلک ولاړ دی، او حکومت يي هم اسلامي دی، تر په الکټروني بازار پوره پوره ونډه لري، او ښه غني شتمن، او سوکاله هیواد دی.
دښځو باره کې باید هغوي څنګه تګلاره خپله کړي؟؟
دګاونډي هیوادونو دسیاست باره کې، او هغوي سره داړیکو باره کې څنګه لار خپله کړي؟؟؟
جهاني ټولنې سره څنګه لار خپله کړي؟؟
په دولتي چوکیو کې څنګه خلک وګماري چې دوطن دترقۍ سبب وګرځي؟؟
او داسې نورې ډیرې پوښتنې شته، چې ځوابونه يي اړین لیدل کيږي، او باید ددې رنګ موضوع لاندې طرحه شي.
ترڅو چې مونږ په خپل ذهن کې دیوه داسې مستقبل لپآره استراتیژي او مختلف خیارات ولرو، که چیرې هغه مستقبل رارسیږي، نو مونږ يي هر رنګ حالت سره ځان برابر کړاي شو.
په درنښت.
pardesi
26.02.2008
ګرانه وروره ٠ په فارسی ژبه کی یومتل دی چه وای
تاکه این مسجداست واین مدرسه حال طفلان خراب می بینم
په دراوې
pardesi
26.02.2008
ګرانه وروره ٠ په فارسی ژبه کی یومتل دی چه وای
تاکه این مسجداست واین مدرسه حال طفلان خراب می بینم
په درناوی
momtaz
26.02.2008
[quote:0faa768e20]امکان لري چې بیرته سیاسي بهیر دطالبانو لاس ته وغوځیږي، که چیرې په پوره ډول دطالبانو لاس ته ورنشي، نو کیداي شي چې ډیره برخه يي دهغو په لاس کې شي.[/quote:0faa768e20]
فال به څه کړي، زړه به ښه کړي :lol:
Anonymous
27.02.2008
موژ وايو خدايه دا جهادي غله پسي لا ورک کړي
دا يي ترهګر راپسي بيا راولي چي کوم سرکونه او کلينکونه په هيواد کي جوړ شوي هغه وران کي او افغان وينه بيا پر پاکستان وپلوري
کاکو د عربي او پاکستاني سړي خورو دا ارمان بيا پوره کيدو ته نه پريژدو
وطندوست
27.02.2008
دبحث ټولو دوستانو ته سلامونه او شایسته هیلی
ښاغلې پردیسې ، ممتاز ، khanjan !
تاسو هر یو خو دخپل عقل سوچ، سمج په اندازه خپل علم دلته توي کړی
زه به هم یو څو کرښې دلته تورې کړم
ساپی صیب :
اګر چی دامریکایانو په مقابل کې دسوله ییز او جنګې دواړه رنګه مقاومتونو پلوي
یم ، خو عینې حال کې دا هم وایم:
چې لوي خداي دطالب او ملا پرده کوله چې امریکا راغله ،
که نه طالبانو چې کومی کاني شروع کړې وی ، نه اسلامي او نه افغاني وی او نه
عقل جواز ورکاوه ،
که امریکا نه وه راغلې خپله دا ولس به ورپسې راپاڅیده ، او بیا په دې ټولنه کې دملا او طالب لپاره هیڅ ځاي نه وو.
طالبان خو ټول طالبان نه وو، ډیر لوچک خلک هم په کې وو ، د آي اس آي تر مستقیم
امر لاندې چلیدل .
طالبانو چې اسلام ته څومره تاوان ورساوه ، هیڅ تصور يي نه کیږي .
خو ددې خبرې معنا دا نه ده ، چې امریکا ته ځان تسلیم کړو ، مونږ خپلواک مستقل او آزاد افغانستان غواړو .
او که طالبان بیا راځي ، او بیا يي دراتګ امکان وي ، یا کوم بل رژیم دافغانستان
داستقلال په موقه راځي نو دهغه لپاره بیا ډیرې خبرې لرو چی ويی کړو
اوس په دی خبرو بسنه کوم