د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د زړې معشوقې تږي لیوني یاران.

و.افغان
25.02.2008

دا څو ور ځې مخکې می په نټ کې دشعله جاوید کمونستي ګوند په ویبپاڼه سترګې ولګیدی.
ومې کتل چې نوم يی حزب کمونیست مائیوئیست افغانستان، دې مائویئست کلمې لږ حیران کړم، اګر که مخکې مې هم اوریدلې وه خو په مطلب يي صحي نه پوهیدم، په ویپپاڼه کی می یوه یوه موضوع کتله چې په څو نورو کرښو مې سترګې ولګیدې، زنده مارکسیست، ولینیست، ومائیوئست،
بالآخره په دې وپوهیدم چې مقصدتری مائوتسه تونګ دې، کوم شخص چې
په چین کې کمونستي حکومت منځ ته راوست، او تر مرګه پورې رئیس
جمهور پاته شو،
نوځمونږ دافغانستان دکمونستانو ګوند اوس هغوي پورې ځان تړي، نو هسې
زړه کې مې راوګرځید چې دزړې معشوقې (کمونستۍ) لیوني یاران پرون دروسانو په پښو کې رغړیدل، او ددغې معشوقي دلاسته رواړلو لپاره يي دهغوي بندګي کوله، خپل وطن يي پرې تباه او برباد کړل، او قسماقسم مصیبتونو کې يي افغان ولس ښکیل کړل، چې داور لمبي يي لا تر اوسه نه دي مړې شوي.
خو بیا هم نه غلي کیږي، عشق دومره لیوني کړي دي چېنن بیا ددغې ښکلې معشوقې دربار ته درسیدو لپاره دچینیانو پښې څټي، تر څو دا معشوقه افغانستان ته دچینايي لښکرو په بدرګه راولي، او دافغان ولس وینه دیوه قیمتی مهر په توګه دغې نازنیني معشوقي ته یو وار بیا وړاندې کړي، هسې خو هم امریکا نوره په ګونډو ده، او راروان کلونه به دا ثابت کړي

خو نه پوهیږم چې آیا دغه نازنینه معشوقه به بیاهم دلته هستوګنه غوره کړي، او که بیا به مټیزکه تښتي.

تاسو څه نظر لرۍ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more