د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دامريکايي ځيره خورو راتلونکى

ننګيالی زابل
23.02.2008

دامريکايي ځيره خورو راتلونکى !.

که له يوې خواپه خپله دامريکا اونړيوال فوځي بانډ ترمنځ يې دافغانستان دجګړې په اړه ژوراختلافات اوبې باورى خپل ورستي اوج اوپړاووته رسيدلي ، او ددغه ناولي بانډ يو هيواد هم نورديته ندى تيارچې په افغا نستان کې يې کوم عسکرمړ اويا څو تنه عسکر اوفوځي مرستې وليږي ، بلکې هر يو دا کوشش اوبهانه لټوي چې ځانونوته په افغانستان کې په اصطلاح سو لييز ماموريت اوارامه سيمه غوره کړي ،اونورپه ځان کې داوس او ځواک نه ويني چې داتلوطالبانومخامخ جګړ ييزبيم اوهيبت وويني ، نوپه داسې يوه ترينګلي اووارخطا حالت کې بيا دامريکاپه ډالري راشن دراټولواوکوشيرشوو افغان– امريکايانوترمنځ هم بيدريغه تاوتريخوالى ، کشمکش او اخ و ډوب شدت نيولى اونيږدې ده چې يوه دبل ژامې ورماتې او کږې کړې

تيره اونۍ داسې راپورونوورکړل شول چې دشمال دپخوانى ټلوالې مهمه غونډه دبدخشان په مرکزفيض آباد کې ترسره اوپريکړه يې کړي چې په هره بيه به دکرزي اداره راپرځوي او له امريکايانوبه غواړي چې ددوى دخوښې داسې يوه اداره رامنځته کړي چې دوى پکې فوق العاده واک اوصلاحيت ولري

له بل لوري دکرزي ادارې هم په ډيرې توندى ځينې تحرکات پيل کړى ترڅو دپخوانى ټلوالې د سر سړي په يواوبل تورتورن ، نوريې منزوي او دبشري حقوقو دنقض ، دملي شتمنيو په لوټ او دهيواد دملي وحدت دشيرازې په نړولو يې په اصطلاح دپوښتنو ميزته راکش کړي ، چې ښکاره بيلګه يې په دې ورستيوکې دجنرال دوستم په کوربريد اودهغه له کوره دشمال ديوبل قومندان ژغورنه وه

که څه هم نورډيرمسايل او دپردې ترشا سيالى او حربې شته چې دامريکا دځيره خوروترمنځ موجودې اويو دبل پرخلاف پرکارلويدلې دي او هريو هڅه کوي چې بل رانسکوراوامريکايانو ته باورورکړي چې دوي تردابل زيات ددې مستعداوړدي چې امريکايي غلامي وکړي اوهغه امريکايي فرامين چې لا له تطبيق نه لري پاتې دي که اجازه اودنده وروسپارل شي نوډير ښه به يې ترسره کړي

امريکايان بياچې ددغودواړو حلقه بګوشو لورو ترشا مستقيم لاس لري او يودبل وهلواوراپرځولوته يې تشويقوي فکرکوي چې په دواړولوروکې يې ګټې دي اوهرلورى يوتربله په امريکايي غلامي کې مخکښ اودواړه ددې وړندي چې په يومخيزه توګه له صحنې وويستل شي ،ځکه که کله ناکله امريکا يي مطبوعات وايي چې دپخوانى ټلوالې جګړماران دهاک په نړيواله محکمه کې دکابل داتيازرو مظلوموښاريانو دقتل په تور محاکمه کيږي ،ولې دغه مطبوعات بيا لدې راز اواسراروهم پرده ځينې وخت ليرې کوي اووايي چې کرزى اواداره يې په تيرو شپږنيموکلونوکې له هرپلوه ناکامه اوامريکا غواړې چې داځل دکرزي پرځاى ، خليلزاد اونوردامريکا دملي ا منيت په زيرخانوکې روزل شوي ځيره خواره رامخې او دکابل ارګ ته يې ورسوي

دافغانستان اسلامي امارت چې په افغانستان کې يرغلګره امريکا اونړيوال متحدين يې دمايوسى او څرګندشکست په دام کې راګيرويني ، ترخوايې په افغانستان کې ددوى دګوډاګيانوانجام اوبرخليک ترهغوى هم بداوله رسوايي ډک بولي ، ځکه که امريکااومتحدين يې سره په ښکراو کړکيچ اخته دي ، نويوه لارخوترمخ لري چې هغه له افغانستان څخه دخپلوقواوو ويستنه اوخپل هيوادته تيښته ده ، اوداخوله امکانه بلکل ليرې خبره ده چې امريکا غوندې هغه هيوادچې خپل ګوډاګيان يواځې ترهغوشيبوپيژني اوپناه ورکوي چې کارترې اخستى شي او ضرورت ورته لري البته له افغانستان نه دتيښتې پروخت دې خپل يتيمان او ځيره خواره هم له ځان سره بوزي اويادې دپناه چانسونه ورکړي، نوښه داده چې دامريکاګوډاګيان چې په هرلوري اوډلې کې شامل اودخيل دي له خپل منځي اخ ډوب نه په دې تمه چې باداربه يې دترحم لاس پرې راکش کړي ډده اوپرهيزوکړي ، بلکې دخپل باداردمحوې اونابودى هغه شيبي دې شماري چې دلوى خداى ( ج ) په فضل اونصرت يې راتګ يې يقيني اوالهي ژمنه ده چې( وکان حقا علينا نصرالمومنين ) القران :


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more