نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ارېانا افغان هواېې شرکت خپل پروازونه د February 25th, 2008 شروع کوې
Nawabi
21.02.2008
د ارېانا افغان هواېې شرکت خپل پروازونه د February 25th, 2008 شروع کوې
February 15, 2008 - Ariana Afghan Airlines received entry permission to Germany. Ariana Afghan will start its operation to Frankfurt on February 25th, 2008. The flight will be operated by Airbus A321 via Istanbul, Turkey. More information about flight schedules, fares and bookings will be published on our website soon.
http://www.flyariana.com/news.php
رښتینی
24.03.2008
د اريانا د هوايي شرکت په اړه د کوشان خبري زه هم تاييدوم
دا څو ورځي مخکي د اريانا سفر ته اړ شوم خو په دي نسبة
لنډ سفر کي يي څو څو ځله دروغ وويل او له خورا زياتو
تکليفونو او اوږدو انتظارونو وروسته يي ايله خپل هدف ته
په داسي حال کي ورسولو چي بيا مو د ټول عمر له پاره له
اريانا نه توبه وايستله
په مينه
هيواد دوست
08.07.2009
درنو ښاغلو ! سلامونه
غواړم ، چی ددوبۍ له لارې کابل ته ولاړ شم ، نو ستاسو په اند به کوم ایرلاین
دخدمت له نګاه ښه وي ، او رښتيا په دوبۍ چی څوک تيریږي نو ددوبۍ ويزا ورته
پکار ده ، او که نه ؟ او که په ايئر پورت کي يي ورته په پاسپورټ ویزه لګوي ؟ ددوه
هفتو لپاره کابل ته ځم
مننه
کريم
08.07.2009
هيواد دوسته وروره !
هيڅ تشويش مه کوه ، اوس هلته شل قسمه لنډه غرو ځای نيولی او هر يو يې درې غوندي پاسپورټونه او قسماقسمه ويزې لري . ته خو هيواد دوست يې بس چي د کابل په ميدان کوز شوې ور ته وايه چي هيواد دوست يم، نو دا چي دي ورته وويل بس ټول به هې خوا دې خواته ځغلي د طالب يا القاعدې خيال به در باندي کوي او په سوړو به ننوزي . وېزه مېزه هلته نشته، اوس هغه د پخوا وطن ندی، اوس بې دره او بې دربانه وطن شو، پرس او بازخواست نشته، ټوله غله سره را غونډ شوي دي، بس هسي ورځه او دوطن مزې دي کوه !
په احترام
pattang
08.07.2009
ددوبۍ وېزې ته ضرورت نلرې ، هلته په ميدان کې ترانزيت پاته کېږې او بيا خپل
سفر ته ادامه ورکوې ٠
[quote:2d638d3cc7="هيواد دوست"]درنو ښاغلو ! سلامونه
غواړم ، چی ددوبۍ له لارې کابل ته ولاړ شم ، نو ستاسو په اند به کوم ایرلاین
دخدمت له نګاه ښه وي ، او رښتيا په دوبۍ چی څوک تيریږي نو ددوبۍ ويزا ورته
پکار ده ، او که نه ؟ او که په ايئر پورت کي يي ورته په پاسپورټ ویزه لګوي ؟ ددوه
هفتو لپاره کابل ته ځم
مننه[/quote:2d638d3cc7]