نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په زور کلي نه کیږي!
Bahram
20.02.2008
په دې ورځو کې په هیواد کې له یوې خوا سختو واورو او یخنۍ زموږ د میلیونونو هیوادوالو ژوند تریخ او سوړ کړی او بلې خوا ته بیا د ځانمرګو بریدونو او ژبجګړې بازار خورا تود شوی دئ. د اساسي قانون پلویان، حق د ځان پر خوا بولي او ادعا کوي چې یو شمیر پارسي ژبې د دغه قانون یوه ماده تر پښو لاندې کوي او د بهرنیانو په لمسون د ملي ټرمینالوژۍ! له پلي کولو څخه سرغړونه کوي.
سره له دې چې زه کوم قانونپوه نه یم، خو د اساسي قانون په ځغلنده لوستلو سره مې په هغه کې د ملي ژبې تر نامه لاندې کومه نومونه (اصطلاح)، ماده یا فقره تر سترګو نه شوه. پوښتنه په دې کې ده چې که چیرې په یوه قانون کې ملي ژبه رسمیت و نه لري، نو ملي مصطلحات له کومه کیږي؟ دغه مصطلحات یا ټرمینالوژي څنګه او د کومي ملي ژبې د شتون پر منطق ملي ګڼل کیدلی شي؟
پاتې شوه د ژبې او ژبپوهنې خبره: زموږ پر اند دا خبره کوم نوي کشف او اختراع ته اړتیا نه لري. په دې مانا چې د ژبې د وییونو او نومونو(کلمو او اصطلاحاتو) جوړونه او رغاونه د ژبپوهانو کار دئ، نه د اساسي قانون. د ژبپوهنې د ارونو او اصولو له مخې که چیرې په یوه ژبه کې د ځینو بهرنیو(بلژبو) وییونو او کلمو په وړاندې د خپلو سکه او مورنیو هغو د جوړولو اړتیا احساس شي، نو د پوهنو(علومو) اکاډیمۍ، د پوهنتونونو اړونده څانګې او ژبپوهان دنده او حق لري چې یا د خپلې ژبې د زړې پانګې د راسپړلو او بیادودولو او یا د نویو وییونو د رغاولو هڅه وکړي.
[ دا چې په پښتنو کې د قومي ـ قبیلوي تربګنیو د پیاوړتیا او ملي ځانخبرۍ(شعور) د کچې د پڅوالي له امله د دې هڅو او غورځنګ پر سرلارو او د نویزونو(نیولوجیزمونو) پر رغاوونکیو پخپله د ځنډپوهو(هفته فهم) پښتنو له خوا ملنډې وهل کیږي، دا د پښتنو خپلمځي ستونزه ده.] خو پارسي ژبي او په تیره ایرانیان بیا دومره وروسته پاتي او پڅچاري نه دي.
نوموړي له څو لسیزو راهیسې لګیا دي خپله ژبه د عربي، تورکي او نورو ژبو له وییونو څخه پاکوي او په دې برخه کې په درجنو( بې شمیره) لاسته راوړنې لري. پارسي ژبو همدا اوس هم لا خپله ژبه په پوهنیز او ټیکنالوجیک ډګر کې تر ډیره ځایه له ځینو نړیوالو ژبو سره سیاله کړې ده، چې پخپله د پښتنو له خوا په افغانستان کې د ایران د «کولتوري یرغل» ادعا او اندېښنه د همدې خبرې روښانه ثبوت دئ. داسې ګڼو چې په پارسي ـ دري ژبه کې ان تر پرونه لا هم د پوهنتون، پوهنځي، څارنوالۍ، ښاروالۍ، محکمې، ګالرۍ او داسې نورو له پاره خپلې کلمې نه وې، خو د ژبپوهنې پر بنسټ هیڅوک ترې دا حق نه شي اخیستلی چې نن وي که سبا د هغو انډولونه رامنځته کړي او وکاروي. دا کار له انساني او اخلاقي پلوه هم د دغې ژبې او د هغې د ویونکو منلی او مدني حق ګڼل کیږي.
له پښتنو نه هم، چې ځانونه د هیواد ډيری یا اکثریت وګړي بولي، چا د دغې سیالۍ حق نه دئ اخیستی. که پښتانه په رښتیا دومره راویښ شوي وي او که د اطلاعاتو، کولتور او توریزم ښاغلی وزیر په رښتیا د پښتو ژبې د ودې او غوړیدا مینه وال وي، نو تر هر څه مخکې دې له خپل ولسمشر نه وغواړي چې له ملي او نړیوال دود سره سم دې په کورنیو او نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د بهرنۍ ژبې (انګلیسي) پرځای پر خپله پلرنۍ ژبه پښتو او یا مورنۍ؟ او خورنۍ ژبه پارسي خبرې وکړي.
اخو له څو میاشتو راهیسې د هیواد له رسنیو څخه اوریدل کیږي چې د پوهنې وزارت په پام کې لري ډیر ژر د افغانستان له پاره نوی ښوونیز(تعلیمي) نصاب جوړ او پخوانی هغه ورغاوي. زموږ له پاره د اندېښنې او تلوسې خبره دا ده چې ایا پښتانه نصاب جوړوونکي او چارواکي به پارسي ژبو ته اجازه او حق ورکړي چې د خپلې ژبې په کتابونو کې له ملي ټرمینالوژۍ؟! نه په سرغړونې سره د دانشګاه، دانشکده، دانشجو، دادګاه، دادرسان، شهردار(ی)، نګارستان، ورزشګاه او … کلمې وکاروي؟
موږ خو وایو چې راځئ ټول یو ځل ژوره سا واخلو، لږ څه دمه وکړو او د نوې سرشمیرنې د پایلو د جوتیدو تر مهاله له زغم څخه کار واخلو. له هغې وروسته هرو مرو په اساسي قانون کې د بدلون اړتیا رامنځته کیږي او ورسره جوخت به د ملي مصطلحاتو! برخلیک هم وټاکل شي.
خدای مهربانه دئ تر هغه وخته به په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت او مرکزي دولت د پایښت خبره سپینه شوې او د ارګ پر سر د سیالۍ جګړه هم سړه شوې وي! خو په اوس وخت کې د ډیرې خواشینۍ او سرټیټۍ خبره دا ده چې پرون په پلازمینې کابل کې یو شمیر پښتنو محصلانو د ګڼ شمیر هیوادوالو او نړیوالو د سترګو په وړاندې د مرګ پر دانشګاه او مرګ پر دانشکدې شعارونه ورکول.
سپین ژبی
سویس، د ۲۰۰۸ د فبرورۍ ۱۹
Bahram
22.02.2008
رښتیا چی دا لیک د یر ښه لیک ده٠
22.02.2008
[quote:cc65746e54]پوښتنه په دې کې ده چې که چیرې په یوه قانون کې ملي ژبه رسمیت و نه لري، نو ملي مصطلحات له کومه کیږي؟ دغه مصطلحات یا ټرمینالوژي څنګه او د کومي ملي ژبې د شتون پر منطق ملي ګڼل کیدلی شي؟ [/quote:cc65746e54]
په اساسي قانون کې د رسمي ژبو په تړاو درج شوي چې د افغانستان له ملي ژبو څخه پښتو او دري د هیواد رسمي ژبې دي . له دې څخه په ډاګه کیږي چې د هیواد ټولې ژبی ملي ګڼل شوي دي . ملي ترمینالوژۍ په دوا ړو رسمي ژبوکې په رسمي چوکاټ کې تعمیم شوي ترمينالوژۍ دي لکه د ولسمشر پر ځای جمهمور رئیس،
د بنسټیز قانون پر ځای اساسي قانون او داسې نور ډیر دري لغتونه په پښتو او نورو ژبو کې ، او د پوهنتون پوهنځی څارنوالي او نور پښتو په دري او نورو ژبو کې ملي ترمینالوژۍ دي چې لږ تر لږه په رسمیاتو کې یې مراعاتول اړینه خبره ده !
Bahram
23.02.2008
[quote:1d044b64f4="پتوال"][quote:1d044b64f4]پوښتنه په دې کې ده چې که چیرې په یوه قانون کې ملي ژبه رسمیت و نه لري، نو ملي مصطلحات له کومه کیږي؟ دغه مصطلحات یا ټرمینالوژي څنګه او د کومي ملي ژبې د شتون پر منطق ملي ګڼل کیدلی شي؟ [/quote:1d044b64f4]
په اساسي قانون کې د رسمي ژبو په تړاو درج شوي چې د افغانستان له ملي ژبو څخه پښتو او دري د هیواد رسمي ژبې دي . له دې څخه په ډاګه کیږي چې د هیواد ټولې ژبی ملي ګڼل شوي دي . ملي ترمینالوژۍ په دوا ړو رسمي ژبوکې په رسمي چوکاټ کې تعمیم شوي ترمينالوژۍ دي لکه د ولسمشر پر ځای جمهمور رئیس،
د بنسټیز قانون پر ځای اساسي قانون او داسې نور ډیر دري لغتونه په پښتو او نورو ژبو کې ، او د پوهنتون پوهنځی څارنوالي او نور پښتو په دري او نورو ژبو کې ملي ترمینالوژۍ دي چې لږ تر لږه په رسمیاتو کې یې مراعاتول اړینه خبره ده ![/quote:1d044b64f4]
دا درست نده٠ هره ژبه باید چې خپل لغات نه کار واخلي٠
مازدیګر
23.02.2008
دادرست نه ده او دادرست ده
بهرام خانه په هغو کم نصیبو هیوادو نو کی چی دا اختیارات
چی کوم شی درست ده او کوم نادرست دداسی (نابغه) او( وطن دوستو)
خلکو لاس ته ورشی لکه تاسی جناب نو بیا دی دهغو هیوادونو او ټولنو په مخه
ښه شی
په زور کلی نه کیږی رشتیا هم نه کیږی خو پښتانه یو بل متل هم کوی او هغه دا چې
په زور برخه نه ډیریږی که ستا دا خیال او فکر وی چې خلکو ته په کنځلو کولو
سپکو سپورو ویلو د خرڅ شویو لیکوالو په لیکنو راکاپی کولو
په زوره زوره دروغ ویلو به دی خپلو بیچاره او بیوزلو هم زبانانو ته کومه توره
کړی وی نو بیا خو که(حماقت)ده هم بس ده
اوکه نه مطلب دی د(لویانو)خوشحاله کول وی نو واوره ورور می یې چې له دوی نه
یو هم والله که ستا او ستا غوندی ایرو غیرو لتو خیرو په کیسه کی وی.
او که دا یوه خبره هم نه وی او تش په ځان مین یې او غواړی چی خلک درته په
درنه سترګه وګوری نو ورورجارشم پښتانه بی له هغه درانه او حیا ناک خلک دی
خدای تعالی (ج)لویه لمن ورکړی ده دپښتنو په بانډار کی به تل په درناوی استقبال
کیږی
خو لکه چې وایې دیوه لاس ټک نه خیژی ددی ببولالو په ځای دخیر او ښیګړی خبری
زده کړه ددی مظلومو او خوارو خلکو هر څوک چې دی او په هره ژبه چې ګڼیږی
په هر ځای کی چې اوسی ددوی دپاره دښه اخرت او ښی دنیا دترلاسه کولو په
فکر کی شه که څه دی زده دی موږ ته یی وښیه نورو ته یی ووایه
له نورو یی زده کړه
بیا وګوره خپل او پردی څنګه په زړه کی ځای درکوی او څنګه دی خبره ځای نیسی
ښه ورځ درته غواړم