د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستا سو نظر

ولي خان
20.02.2008

طا لبا ن څوك وو، څنګه را پيدل شوو او له شا يي د چا لاسونه وو؟
اوپه امريكا د القاعدې له خوا حمله څنګه بولئ اوتر ا وسه له امريكا سره روانه جګړه څنګه بولئ او بل داچي د پاكستان اړيكي به له دي وروسته له طا لبا نو سر ه څنګه وي ؟


Re: ستا سو نظر

pattang
20.02.2008

انډيواله داډرامې مو ډېرې اورېدلي دي ، که هر څرنګ راپيداشوي وي مطلق اکسريت يې دې هغو کډوالو زامن دي چې دملحدينو له لاسه له افغانستان څخه
پاکستان او ايران ته کډه شوي وو٠ په طالبانو پسې اوس له حق څخه ډېرې ناحقه
خبرې کيږي ٠ طالبان ځينې پښتنو isi ته ور په نکاح کړي دي خو امريکايان
چې بې نکاح زناوي کوي هغوی ته چک چکې وهي ٠
له ا مريکا سره جنګ په هر افغان فرض دی ، څکه امريکا په خپله خوښه اجنټ
دولت کښېنولي او ملت پرې غلطوي٠ دامريکا جنګ غيرې قانوني دی څکه چې
يوه افغان هم د 11/9 په پېښه کې لاس ندرلود اونه چا تر اوسه ترور پرې سبوت
کړی دی٠ د امريکا حمله ، سياسي ، کلتور ي او ديني هدفونه لري اوبس٠

نور نو غيرت ستا په لاس کښې دی که دې خواته، په منځ کې او يا هغې خواته
درېږې کار دې خپل دی٠
نورې به هم ډېرې خبرې واورې٠
په پښتني مينه

[quote:8f3bad5265="ولي خان"]طا لبا ن څوك وه چنګه را فيده سو او له شا يي ده چا لاسونه و ه
اوپه امريكا دي القايده له خوا حمله چنګه بولي او وسه له امريكا سره جنګه سنګه بولي هلبته په افغا نستا ن كي بل داچي دي پاكستان اړيكي به له دي وروسته له
طا لبا نو سر ه څنګه وي[/quote:8f3bad5265]


Ghairat
20.02.2008

[quote:84dfc4f374]طا لبا ن څوك وو، څنګه را پيدل شوو او له شا يي د چا لاسونه وو؟ [/quote:84dfc4f374]
ولیخانه داسې پریښي چې تاسو په دې اړه ډير مالومات لرئ ، خو که بیا هم زمونږ نظر مالومول غواړئ دادی په لنډ ډول :
طالبان د افغانستان د سهیل لویدیځ هِغه ساده ترین او له سیاست څخه بی خبر ترین غیرتي وګړي دي چې د دین او غیرت په نامه یې د پاکستان غوندي ښکاره دوښمن هم غولولی او استعمالولای شي . کله چې د پاکستان حکومت د خواجه یین رباني
پر حکومت بی باوره شو، نو پر خلاف یې د کورنیو چارو د وزیر نصیر الله بابر په لار ښونه د رطالبانو ډله رامنځته کړه . دا چې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو ، پاټکیزم او ټوپکسالارۍ څخه خلک نور دوه سپیږمو ته راغلي وو، نو طالب غورځنګ په چټکۍ سره ډیر پلویان وموندل او امریکا او د پاکستان په لوژستیکي مرسته ژر تر ژره قدرت ته ورسیدل . داچې طالیان د ISI له خوا رهبري کیدل ، نو نه یې پریښودل چې لږ تر لږه د پښتنو له اندویانو ( روشنفکرانو) سره تماس او اړیکي جوړې کړي ، په دې ډول یې طالبان له ملي افکارو څخه چور بور بې برخې وساتل
او پرځای یې د آی .اس ، آی مشري پرې وتپله !
[quote:84dfc4f374]اوپه امريكا د القاعدې له خوا حمله څنګه بولئ[/quote:84dfc4f374]
که د القاعدې مشرتابۀ په افغانستان کې نه وای دغه حمله څه چې تر دې بتر او لا سخت برید پرې هم د القاعدې حق و، خو په داسې حالت کې چې حسامه او اظواهري او د مشرتابه نوره برخې یې د افغانستان له میلمه پالنې څخه ګټه پورته کوله ، د ۲۰۰۱ د سپتمبرد ۱۱ نیڼي برید په حقیقت کې پر امریکا نه ، بلکې پر افغانسان تر سره شو چې تر نن ورځې پورې یې لمبې په افغانستان کې اسمانونو ته رسیږي !
[quote:84dfc4f374]اوتر ا وسه له امريكا سره روانه جګړه څنګه بولئ[/quote:84dfc4f374]

دا یوه خونړۍ جګړه ده امریکا او باکستان دواړو په ګډه پر افغانستان تحمیل کړې ده چې البته افغانان په کې وژل کیږي او دوی دواړه و رته لاسونه پړکوي : انریکا یې حکومت او پاکستان یې طالبانو، یعنې هر يو یې خپل خپل مزدور ته پړکوي !
افغانانو ته په کار دي چې دواړه خوا سره یوځلی شي او په ګډه سره د امریکا او پاکستان حکومتونه رسوا او د نړیوال علنیت په وړاندې محاکمه کاندي !

[quote:84dfc4f374]او بل داچي د پاكستان اړيكي به له دي وروسته له طا لبا نو سر ه څنګه وي ؟[/quote:84dfc4f374]
ولیخانه دا حقیقت بلید هزم او تسلیم کړو چې ،
پاکستان د امریکا داومره حلقه بګوش غلام نه دی لکه څومره چې طالبان په ړندو سترګو د پاکستان مریان دي . نو څومره چې په دغه اڼډول کې یدلون رامنځته کیږي
یعنې څومره چې طالبان ویښیږي او ملي ګټې لیدلای شي هومره د پاکستان اړیکي ورسره شلیږي او څومره چې د پاکستان ملي ګټې د امریکا په ندیتوب کې خوندي وي، هومره به پاکستان هڅه کوي چې ظاهرا پر طالبانو خپل فشار زیات کړي . نو داد پاکستان دملي ګټو خبره ده چې پاکستان يې په کومو اړیکو کې ښه خوندي کول ویني او داد د طالبانوځناورتوب پوری هم اړه لري چې دوام ورکوي او نور هم ځان او وطن پر پنجابیانو پلوري او که راويښيږي او د باکستان په وړاندی هم یو ملي سیاست غوره کوي !.


jankhan
21.02.2008

[quote:6c669185b3="کوشان"]
او نن درګرده مونږه ګورو چې خلګ د اسلام
نه مخه اړوي . ځکه اسلام او تروريزم نن لکه لازم او ملزوم سره يادېږي .
نن د خلګو د پاره اسلام د نورو اديانو سره د دښمنی او
نفرت دين دی اود بېګناه انسانانو په منځ کې د ځان الوزولو دين دی.

[/quote:6c669185b3]

كوشانه: ولي: لكه چي بيا غوباړي نيولي يي ،
دا ستا خپل اند دي چي وايي اسلام دنفرت او دښمني دين دي ،
كه چيري اسلام دنفرت او دښمني دين واي نو بيا ولي نن په امريكا كي هر كال له شلو زرو څخه زيات خلك اسلام قبلوي ، او همدارنګه په المان كي هره ورځ په زرو كي لس كسه اسلام راوري.
آيا ته ماته داسي بيلګه ښودلاي شي چي يو مسلمان دي له اسلام څخه اوښتي وي؟ او يا يو عالم دي اسلام پريښي وي؟ او كه چيري وي هم نو هغه به هم لكه ستا غوندي خلك او د عبدالرحمن غوندي خبيثان چي د ناڅيزو پيسو په مقابل كي دخپل غيرت او ايمان څخه تير شوي وي.
اوس نو كولاي شي چه دغه لانديني لنك وګوري چي زما دخبرو حقيقت درته معلوم شي:

http://www.youtube.com/watch/v/2PS2creVhaM


مجاهدكتوازي
21.02.2008

ده


مجاهدكتوازي
21.02.2008

كوشانه : دبحث موضوع ته ليږ ګور فضولي خبري مه كو او مونګ دي ورځي په دنيا كي سل داسي واقعي ګورو سي كفر په اسلام مشرف يزه خو بغير ده عبدايرحمن خبيس نه موږ بل داسي څوك نه دي ليدلي سي له اسلام نه اوشتي يي
او اسلام دي محبت او كا مل دين ده په دنيا كي بل داسي كا مل دين نسته
اوپه اسلام كي سي هرشي راغلي هغه دي بشر په خير دي
كه بيا ته نه مني په دنيا كي سي هر دين ته شه بولي په هغه كي به زه سل خلا ويي او دي بشر زيد عنا صر درو شيم
او پا ته سو ه دي طا لب يا دبل چا خبره سي هغه ار څوك دي اسلام په جامع كي دي اسلامي وسولو خلا ف كا رونه كوي هغه ده نه منع سي هغه دي اسلامي امت نما يندګي كو يي لكي سي په تير وختونو كي بازي مجا هد قومندانانو دي اسلام په جا مع كي داسي كا رونه وكړله سي هغه هم دي اسلام او هم دي اسلامي وسولو خلاف كا رونه وه سي هغه ته موږ دي اسلام نما يند ګا ن نه سو ويلي بل كي مشهور قاتلان او غله يي بللي سو : لكه دوستم مزاري خليلي مسعود او داس نو ر


اور- بل
21.02.2008

[quote:2f49c95449]نو که چېرې سړی يواځې د افغانستان کمونستان حساب کړي د پنځه مليونو خلګو نه خو ډير وو او که نه وو ؟؟ [/quote:2f49c95449]
اویا زره هم نه وو !!!!
[quote:2f49c95449]زه خو وايم چې همدا خلقيان او پرچميان د مجاهيدينو او طالبانو په پرتله
اصلي مسلمانان وو .[/quote:2f49c95449]
رشتیا ؟؟؟؟ دا له څه نه وایې آیا داصلي اسلام دې په دوی کې څه لیدلي وو؟؟؟؟
[quote:2f49c95449]او که ته ... په دې اصرار کوې چې نۀ ، خلقيان او پرچميان مسلمانان نه وو بلکې ملحدين وو . [/quote:2f49c95449]
تاسو یې ملحدین نه بولئ؟، بیا نو ملحد لومړی تعریف کړئ او بیا وګورئ چې کومه بیلګه یې په خلقیانو او پرچمیانو کې نشته !
[quote:2f49c95449]بيا نو خو پنځه مليونو خلګو ته وګوره چې د اسلامه تېر شول او شل زره
امريکايانو ته وګوره چې مسلمان شوي . [/quote:2f49c95449]
د شوروي د پیلوټانو له خوا د ارګ د بمباردمان په مرسته بري ته د ثور د رسیدلې
خونړۍ کودتا په درشل کې د خلق او پرچم د غړو شمیر ۱۵۰۰۰ ته رسیده تو تر کودتا وروسته بیا څه د پاسه پنځوس زرو ته ورسید . نو دا میلیونونه مو له کوم ځایه څخه
اختراع کړل ؟؟؟
د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د عړو شمیر ۱۴ میلیونو ته رسیده، آیا د خلق او پرچم شمیر تر هغوی هم یو میلیون زیات وو ؟؟؟؟


وطندوست
22.02.2008

[quote="غوټۍ وربل"][quote:7452b47eff]
د شوروي د پیلوټانو له خوا د ارګ د بمباردمان په مرسته بري ته د ثور د رسیدلې
خونړۍ کودتا په درشل کې د خلق او پرچم د غړو شمیر ۱۵۰۰۰ ته رسیده تو تر کودتا وروسته بیا څه د پاسه پنځوس زرو ته ورسید . نو دا میلیونونه مو له کوم ځایه څخه
اختراع کړل ؟؟؟
د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د عړو شمیر ۱۴ میلیونو ته رسیده، آیا د خلق او پرچم شمیر تر هغوی هم یو میلیون زیات وو ؟؟؟؟[/quote:7452b47eff]

له توضيح څخه مو یو جهان مننه
زه په دی عقیده یم ، چې دملحدینو شمیر تر دی ډیر کم وو ،
عقیدوي ملحدین په کی ډیر کم وو ، کیداي شي چې شمیر به يي زرو ته هم نه رسیده،
هو دګوندیانو شمیر يي لومړۍ پنځلس او تر کودتا وروسته پنځوس زره ته رسیدو
خو آیا دغه خلک ټول عقیدوي کمونستان وو په دی معنا چې ملحدین هم وو؟؟
نه ، ټول نه وو ، سرکرده خلک يي ملحدین وو ، واک هم دهغوي په لاس کی وو ،
او دا نور ډیر اکسریت ګوندیان ځیني يي له ویرې او ځیني يي دحکومتې چوکیو لپاره ګوند ته ورننوتي وو ، او هسی به يي سر له هغوي سره خوځاوه ،
او ځما ددی خبرې لوي دلیل دا کیداي شي ، چې اوس هغه اکثره خلقیان لمونځ کوي عبادت کوي او خداي یادوي.
ځکه خو ځمونږ اوردو هم مسلمانه و ه ، او خلقیان په کې ډیر کم وو، خو په لویو پوستونو کې وه ، مونږ کولاي شو چې دنجیب دختمیدو وروسته هماغه اوردو پیاوړې کړي واي ، او یواځې سرکرده مشران مو ترې لیري کړي واي ، او یو سوکاله افغانستان يي په نتیجه منځ ته راغلې واي
خو له څو وجهو داسي و نه شو:
امریکا دا نه غوښتل ، ځکه خو يي افغانان داسی متشدده وروزل چې هیڅ دداسې خبرې تاب يي نه درلود ، دملي کلمه په هغه وخت کفر شمیرل کیده ، او ورسره ورسره تکفیري عربانو ته هم پوره موقه مساعده وه چې خپل تخریبي او افراطي افکار دافغانانو منځ کې خواره کړي ، ځکه خو مهاجرو افغانانو ددغو عسکرو دمسلمانیت تصور نشو کولاي.

د اوږد ږیري شیطان سیاف څخه مې څو واره په خپلو ګناهګارو غوږونو اوریدلي چې ویل به يي ، : اۍ وروڼو که چیرې داوبه څخه ډک بیلر کې یو څاڅکۍ میتیازې ولویږي نو دټول بیلر اوبه مرداریږي او که نه؟؟؟
ټولو به سر وخوځاوه، او به يي ویل: هو مرداریږي.
اوږد ږیرې شیطان به ورغبرګه کړه: چې همداسې دافغانستان حکومت چې یو خلقي هم وي نو اسلامي حکومت کیداي نشي ، که ظاهر شاه په کې وي نو اسلامي حکومت کیداي نشي ، که له پاته شونو خلکو سکربیست او سکر چهل څخه څوک په کې وي بیا به هم سوچه اسلامي حکومت نه وي.

او په دې ټولو سربیره دپاکستان لاسوهنې چې خپله نواز شریف په یوې خصوصي غونډه کې ویلي وو، چې ما پاکستان ته ډیر ستر خدمت کړې ، هغه دا چه دافغانستان اوردو مې له منځه یوړه.

په هرحال ګورو به چې وړاندې نور څه کیږي.


Re: ستا سو نظر

13م ميلمه
22.02.2008

[quote:14197ec138="pattang"]....[color=yellow:14197ec138]طالبان ځينې پښتنو isi ته ور په نکاح کړي دي خو امريکايان چې بې نکاح زناوي کوي هغوی ته چک چکې وهي ٠ [/color:14197ec138]
[quote:14197ec138="ولي خان"]طا لبا ن څوك وه چنګه را فيده سو او له شا يي ده چا لاسونه و ه
اوپه امريكا دي القايده له خوا حمله چنګه بولي او وسه له امريكا سره جنګه سنګه بولي هلبته په افغا نستا ن كي بل داچي دي پاكستان اړيكي به له دي وروسته له
طا لبا نو سر ه څنګه وي[/quote:14197ec138][/quote:14197ec138]
دا چې (([color=yellow:14197ec138]امريکايان چې بې نکاح زناوي کوي [/color:14197ec138])) خو مالومداره غټه ګناه ده، نواېا په اول حالت کې (([color=yellow:14197ec138]طالبان ځينې پښتنو isi ته ور په نکاح کړي دي[/color:14197ec138]))، بېا معامله جواز لري که څنګه؟:lol: :lol: :lol: :lol:

********


sheen
22.02.2008

با با دا کومه قيصه ده طالبان والقايده او امريکه د يو سپى پښې دى
مازغۀ پرى مۀ خوږوۍ . کومه بله ناندرۍ شورو کړۍ چې وخت مو پري
تير شى .
چې د يو بل خبره اوريدو ته تيار نۀ ياست نو بيا ستا سى دپاره هم دغه
درى سپى شۀ دى چې هر وخت مو داړى


اور- بل
23.02.2008

[quote:fb1fb3aba2] نو دا خو د ايران هشت ګانه او د پاکستان هفت ګانه د اسلام د لارې مجاهيدينو او اجنټانو ته د شرم خو پرېږده چې د خجالت ځای دی چې دوۍ ونشوو کړای چې د اويا زرو خلقيانو او پرچميانو نه دغه همېشه بهار ننګرهار ونيسي ، [/quote:fb1fb3aba2]
ښاغلی کوشان !
ساسوغلطه محاسبه پر بی مالوماتۍ ولاړه ده :
ویل کیږي چې
۱ـ د ننکرهار په برید کې ټولو مجاهدینو برخه نه درلوده، بلکې زیاتره یې دمحاذ اسلامي مجاهدین او څه نور و په کې برخه درلوده .

۲ـ اویا زره ګوندیان نه، بلکې یواځې د ننګرهار ګوندیانو او نور د حاضرو پوځیانو ګوندي غړو په کې برخه درلوده !

۳ـ پوځي سرتیري او ملیشې ټول مسلمانان او غیر ګوندیان وو او په بري کې ستر رول هغوی لوبولی نه ګوندیانو او دګوندي افسرانو شمیر !
که ګوندیان ټوا ۷۰ زره وګڼو، نوپر دې سربیره د وسلوال پوځ شمیر له ګوندیانو پرته له اتیا زرو څخه اوښتی و.
[quote:fb1fb3aba2]نو دا چې خلقيان او پرچميان په دې وتوانېدال چې په // ستاسي په وينا
پنځه لس زره هم نه وو // پنځه لس زرو خلګو ، د پنځلس مليونو افغانانو
تقدير د پنځه لس کالو د پاره تر اغېزې لاندې راوړي ، له يوې خوا په دې
دلالت کوي چې دوۍ نابغه خلګ وو ،او له بلې خوا په دې دلالت کوي چې
د افغانستان بنياد دومره سست دی چې پنځه لس زره خلګ يې په سرنوشت
لوبې کولی شي . [/quote:fb1fb3aba2]
نه! داسې نه ده .
ځکه ویل کیده چې له کودتا وروسته د ګوندیانو شمیر د قدرت په مینه په چټکې زیات شو او ۵۰ زرو ته ورسید، نه داچی ۱۵ زره پاتي شول . سر بیره په دې د وسله وال پوځ شمیر هم چټکه وده وکړه او د امین په وخت کې ۸۰ زرو ته رسیدلی و .
که دشوروي پوځ هم ورسره وشمیرو مو د هغوی شمیر ۱۲۵ زره اټکل شوی و .
د ګوندیانو شمیر د مجاهدینو او تنظیمونو په انګیرلو او ټاپو لګولو پوری اړه نه لري نو دا لاندې استدلال مو پر ځای نه دي :
[quote:fb1fb3aba2]نو دا چې خلقيان او پرچميان اويا زره هم نه وو ، منطقي نښکاري . ځکه
اوسمهال خو هر هغه څوګ چې سواد لري ، د ښځو د زده کړې او کار سره
مخالفت نه کوي ، اوسا ، سوکاله او خپلواک ژوند غواړي ،
ټولو باندې د کمونست يا خلقي او پرچمي ټاپه لږول کېږي . [/quote:fb1fb3aba2]
هر باسواده کمونست بلل کوم منطق نه دی که تاسو پرې د بل په خوله استدلال هم کوئ، کولای یې شئ خو منطقي ورته نشئ ویلای او دغه جمله مو بیرته درواخلئ:
[quote:fb1fb3aba2]
نو دا چې ما ويلي چې کمونستان يواځې په افغانستان کې پنځه مليونه دي ،
بيا مې هم لږ ويلي دي . ځکه په افغانستان کې هغه خلګ چې سواد لري ،
د ښځو د زده کړې او کار سره مخالفت نه کوي ، اوسا ، سوکاله او خپلواک
ژوند غواړي د پنځه مليونو نه ډير دي .[/quote:fb1fb3aba2]
د شوروي او افغاني کمونستانو د شمیر په مقایسه جمله بندي کې راڅخه تیروتنه شوې، خو مطلب مطلق عددونه نه، بلکې د فیصدیو مقایسه وه چې۰ ۵۰۰۰۰۰ ګوندیان د افغانستان د نفوس کابو دریمه برخه جوړله ، حال داچې د شوروی ۰۰۰۰۰۰ ۱۴ کمونستانو د شوروی د نفوس تر دې څو ځلې ټیټه فیصدي هم نه جوړوله.
هیله ده قناعت مو حاصل شوی وي .


Re: ستا سو نظر

pattang
24.02.2008

ديارلسمه !
له anonymity څخه ځان را وباسه اويو ښه منطقي
roadmap درته وټاکه چې په خبره سره پوه شوو٠
دا څه ليکې ?? په اول حالت کې ......?
هرڅوک به هر څه وايې ، مهمه خوداده چې په تهمت ککړ څه وايې ?
نکاح خو دې پردويو په خوله نه تړل کيږي تر څو چې خپله دواده ناوې اقرار ونکړي!
طالب خو وايې چې زه غيرې له خدای پاک څخه بل هيچاته هم خپل سر نه ټيټه وم!
څرنګه يې چې وينو په پاکستان کې يې هم بد حال جوړکړی دی نو دنکاح اوازې يې
خوشې دروغ او دايمان زوال دي٠
دا خو عادي ساده خبره ده ، د پاکستان سره دوستي به پښتنو ته په اول
قدم کې وي ، دا ځکه چې زمونږ نيمه پښتني تنه کښته او نيمه پورته پرته ده٠
يوه دې بله ورپسې وي :
سوله او ارامي به هلته راشي چې پښتانه يو واحدهېوادولري، پورته او کښته
پښتانه خپله کلتوري او سياسي ازادي واخلي ، بيابه دا منطقه هم ارامه شي :
:==>
دافغانستان تجزيه او دپاکستان تجزيه ،داکاريوازې طالب کولی شي او بس٠
( په مستقيمه او يا غېرې مستقيمه توګه ، دې دوی دعمل نتيجه ...)
زه اونړۍ وال چې نن يې ګورو، د کرزي دې دولت کمونيکاتيوه communicative
ژبه يواځې د ايتنکي ګروپونو ethnic groups په اساس چليږي ، نه دقانون او
ملي يووالي په اساس او چوکاټ کې ٠

ځخه[quote:c33fca6f47="13م ميلمه"][quote:c33fca6f47="pattang"]....[color=yellow:c33fca6f47]طالبان ځينې پښتنو isi ته ور په نکاح کړي دي خو امريکايان چې بې نکاح زناوي کوي هغوی ته چک چکې وهي ٠ [/color:c33fca6f47]
[quote:c33fca6f47="ولي خان"]طا لبا ن څوك وه چنګه را فيده سو او له شا يي ده چا لاسونه و ه
اوپه امريكا دي القايده له خوا حمله چنګه بولي او وسه له امريكا سره جنګه سنګه بولي هلبته په افغا نستا ن كي بل داچي دي پاكستان اړيكي به له دي وروسته له
طا لبا نو سر ه څنګه وي[/quote:c33fca6f47][/quote:c33fca6f47]
دا چې (([color=yellow:c33fca6f47]امريکايان چې بې نکاح زناوي کوي [/color:c33fca6f47])) خو مالومداره غټه ګناه ده، نواېا په اول حالت کې (([color=yellow:c33fca6f47]طالبان ځينې پښتنو isi ته ور په نکاح کړي دي[/color:c33fca6f47]))، بېا معامله جواز لري که څنګه؟:lol: :lol: :lol: :lol:

********[/quote:c33fca6f47]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more