نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ټول افغان او ترورستان
درويش
19.02.2008
ټولو وطنوالو ته سلامونه وايم
د بهرام په نامه يو غړى چې زه يې نه پېژنم خو وطنمل او نور دړکې ورکوي چې يا دې بښنه وغواړي او يا به غړيتوب ورختموي، يوه ستره بې انصافي بولم او د مسئول څخه غوښتنه کوم چې زما غړيتوب ختم کړي زه داسې ګڼم چې دا فوروم د تروريستانو د پروپاګنډ لپاره جوړ شوى دى او نور هيڅ هدف نلري.
دا په دې دليل وايم چې په پاڼه کې څوک هر ډول موضوع پرانيزي د پتنګ، افغان پښتون، وهاج ساپي په نامه څو جاهلان پکې ښکنځاوي او بد رد وايي ترور کوي يي دړکې ورکوي. دغه ترورستيان د خلکو د وژلو، ذبح کولو، تشتولو او ترور کولو دړکې ورکوي خو وطنمل د دوى غړيتوب نه ختموي. دوى خلکو ته ښکنځاوې کوي خو ليکنې يې نه ړنګېږي. دوى د افغانستان د قومونو او ملتونو سپکاوى کوي خو مسئولين پې غوږ نه ګروي. دوى د خلکو د اديانو او مفکورو سپکاوى کوي او په دې فخر کوي او بيا چې بل څوک يې تش مخالفت وکړي نو د هغوى د ترور کولو دړکې ورکوي او ليکنې يې ړنګېږي.
دا د اسلامي تروريسم تور مخ دى چې مونږ لا پخوا ليدلى دى خو. ټول افغان او وطنمل يې هم ملګرتيا کوي.
يا خو به دا وي چې په دې فوروم کې دې هيڅوک چا ته سپکاوى نه کوي. يو غړى بايد پرې نه ښوداى شي چې پښتون، تاجک، فارسيوان، ازبک، هزاره او بل قوم ته سپکاوى وکړي. دغه ډول بايد څوک عيسويت، يهوديت، هندوازم، اسلام او مارکسيسم، يا بلې فلسفې ته هم سپکاوى ونکړي. که څوک د بل دين سپکاوى کوي نو تمه دې ولري چې د هغه دين به هم سپکېږي که څوک په مارکس نقد کوي نو په محمد دې هم نقد ته غاړه ږدي. که څوک تاجک قوم ته کنځا کوي نو پښتون ته هم کنځا کېداى شي. که څوک دا وايي چې زه د نورو د سپکاوي او ښکنځا او نقد حق لرم او بل څوک يې نلري دا فاشزم او تروريسم دى چې په ننۍ انساني او تمدني نړۍ کې ځاى نلري.
په مخه مو ښه او خوشحاله اوسئ.
ډوکتر څپاند
19.02.2008
دحيرانتا خبره خو داچه ښاغلي درويش ديوی خوانورو ته نصيحت کوی چه د
ښکنځلو اوبدو خبرو نه ډډه وکړی مګر دی بيا پخپله يو څو تنو ته د جاهلانو
خطاب کوی!
خیریوسی
19.02.2008
محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
موږ اوتاسو ټول په دی ښه وهیږو چې ښکنځل ښه کار نه دی اونه بحث فورم ددی مقصد دپاره دی
دټول افغان فورم وهر یوه ته پر اوږه باندی *******ستوری لګولی دی که هغه ښکنځل لیکی که دوطن ، اسلام......... خلاف څه لیکل کوی
ښه اوبده لیکنه باید یو دبل څخه باید بیل شی په یو ډول نښانه( تور، سور ، سپین او سور) ولوستنکو ته ور وپیژندل سی
چې دلوستنکو وخت ضایع نه سی او هم داسی به لیکونکی کوښښ کوی چې یوه ارزښناکه لیکنه ولیکی او لوستنکی به دهغی څخه مستفید سی
که د ajaza, پتنک صاحب ، کوشان صاحب فلانی صاحب وفلانی ...........کډون بند سی نو بیا به څوک لیکل کوی ؟
په درناوی
momtaz
19.02.2008
دوستانو سلام علیکم
[quote:9069cc17f4]دا په دې دليل وايم چې په پاڼه کې څوک هر ډول موضوع پرانيزي د پتنګ، افغان پښتون، وهاج ساپي په نامه څو جاهلان پکې ښکنځاوي او بد رد وايي ترور کوي يي دړکې ورکوي. دغه ترورستيان د خلکو د وژلو، ذبح کولو، تشتولو او ترور کولو دړکې ورکوي خو وطنمل د دوى غړيتوب نه ختموي.[/quote:9069cc17f4]
ګرانه درویش وروره ،وېره او ډار بد شئ دی :shock:
تاسو څو تنه د پتنګ خبره (جنګیالي!) د انټرنت ترورستان بللي دي خو ننګيالی زابل مو هېر کړﺉ دی، چې یوه ورځ یې د ټول افغان چلوونکي داسې تهدید کړي وو:
[quote:9069cc17f4]د ټول افغان له مسلمانو چلوونکو وروڼو نه په کلکه خواهش کوم چې دا سپين سپيڅلی اسلام مو په داسي مردار خورو غربی لنډغرو مه را سپکه وئ .
[color=yellow:9069cc17f4]کنه نو قربانۍ ته تيار مسلمانان شته چې بيابه ئي په زور درباندي ومني . [/color:9069cc17f4][/quote:9069cc17f4]
د تعجب ځای دﺉ چې ښاغلی وطنمل دننګيالی زابل د څرګند تهدید په وړاندې ضروری غبرګون و نه ښود( وېره ؟؟؟ ) اوپر ځای یې هڅه کړې ده چه هغه آرامه کړي او په پای کې لیکي:
[color=blue:9069cc17f4]نغری له دوښمنانو ډک ښه دی، نه له دوستانو خالي ![/color:9069cc17f4]
په کار وه چې دا ډول خلک سملاسی او د تل لپاره له فوروم څخه وباسي!
والسلام
Re: ټول افغان او ترورستان
پښتون زلمی
19.02.2008
ښاغلې درویش ، محترم بی صدا او ګران عاجز صاحب،
سلامونه .
[quote:2809d9721a="درويش"]ټولو وطنوالو ته سلامونه وايم
د بهرام په نامه يو غړى چې زه يې نه پېژنم خو وطنمل او نور دړکې ورکوي چې يا دې بښنه وغواړي او يا به غړيتوب ورختموي، يوه ستره بې انصافي بولم
[/quote:2809d9721a]
ولي يي ستره بې انصافي بولۍ، بې انصافي به هله وه چې پرته له انذار څخه يي له فورمه ویستلې واي، خو چون چې هغه یو قوم ته ښکنځل کړي دي، نو که جرأت ولري، او زړه يي صفا وي، نو بخښنه غوښتل خو سخت کار نه دی، دوه ټکې خبره ده او مشکل پرې حل کیږي او نورو وروڼو زړونه به ورسره خوشاله شي.
ته چې ماته دومره غوصه يي، نو زه ښه په جرات ويلاي شم ، که چېرې ستا په حق کې می خطا کړي وي نو بخښنه غواړم،
دې بخښنه غوښتلو کې مشکل څه دی.
[quote:2809d9721a="درويش"]
او د مسئول څخه غوښتنه کوم چې زما غړيتوب ختم کړي زه داسې ګڼم چې دا فوروم د تروريستانو د پروپاګنډ لپاره جوړ شوى دى او نور هيڅ هدف نلري.
[/quote:2809d9721a]
که ټول افغان کې دچټیاتو له لیکلو نور زړه تور شوې وي ، نو څه ضرور چې وطنمل صاحب تکلیفوي ، خپلی لیکنې ټولې خپله ختمې کړه ، ایډټ هسې هم کیږي ، او ضرور نه ده چې ډاکټر صاحب وطنمل ستا نوم دټول افغان له ذاکرې حذف کړي ، ځکه چې ضرور ده چې خلک پوه شي چې په دی دنیا کې ستا غوندې درویشان هم شته.
[quote:2809d9721a="درويش"]
دا په دې دليل وايم چې په پاڼه کې څوک هر ډول موضوع پرانيزي د پتنګ، افغان پښتون، وهاج ساپي په نامه څو جاهلان پکې ښکنځاوي او بد رد وايي ترور کوي يي دړکې ورکوي. دغه ترورستيان د خلکو د وژلو، ذبح کولو، تشتولو او ترور کولو دړکې ورکوي خو وطنمل د دوى غړيتوب نه ختموي. دوى خلکو ته ښکنځاوې کوي خو ليکنې يې نه ړنګېږي. دوى د افغانستان د قومونو او ملتونو سپکاوى کوي خو مسئولين پې غوږ نه ګروي. دوى د خلکو د اديانو او مفکورو سپکاوى کوي او په دې فخر کوي او بيا چې بل څوک يې تش مخالفت وکړي نو د هغوى د ترور کولو دړکې ورکوي او ليکنې يې ړنګېږي.
[/quote:2809d9721a]
محترم وهاج ساپی درته څه ویلي دي ، چې هغه ته دی هم دجاهل لقب ورکړ ، او په ښکنځاوو دې ورته شروع وکړه ، ماته که جاهل وايي نو ويي وایه، زه پرې نه خپه کیږم ځکه چې ځما جهل او نه جهل به لوستونکو دلیکلو څخه معلومیږي
او همدارنګه ستا شخصیت به ستا له لیکنو له مخې ارزول کیږی.
ته چې یو چاته مرده ګاو اوخور دګاو وايي شرم نه محسوسوي؟؟؟
ته دداسې ښکنځلو په وخت خپله خور او مور نه ودریږي ؟؟
ته چې یو چاته دمردارې نطفي څخه پیدا وايي ؟؟
خپل پلار دې مخی ته نه ودریږي ؟؟؟
بیا راځي په نورو شونډې خلاصوي او سترګې پټوې او خپل عادت په نورو وراچوې لږ شرم هم ښه کار دی.
ووایه: ما دکم قوم سپکاوۍ کړې ؟؟ کوم قوم ته مې ښکنځل کړي ؟؟
دکوم دین سپکاوۍ مې کړې؟؟؟
البته تنقید سره له احترامه ځما حق دی
دغه ټولې مردارۍ خو تاسو کې دي ، چې بیځايه تهمتونه په اسلام لګوۍ ، بیځایه تهمتونه په ادیانو لګوۍ او هغې ته بیا دتعبیر آزادي وایۍ.
که ځاي درکې وي نو دنرانو غوندې میدان ته راودانګه، په هره مفکوره چې يي ويي لیکه، دفاع ترې وکړه ټول افغان ستاسو په خدمت کی دی
ټول افغان هغه کوشان منعه نه کړ سره له دې چې په ښکاره يي اسلام او مسلمانانو ته ښکنځل وکړل اولا کوي يي ، له درواغو ډک تهمتونه پرې لګول او لا لګوي يي ، زه هغه هیڅ نه ملامتوم ، دغه کار به دهغه عقیده وي او هغه ته به حق ښکاري خو بیا په مقابل کې دې بیا دیوه مسلمان خبرو ته هم غوږ ونیسي چې هغه ورته اسلام څنګه انځوروي.
ما په مخکینیو لیکنو ټول ورونه دېته متوجه کړل چې ګورۍ دا بهرام کیداي شي دافغانستان دیو قوم سره هم تړاو ونلري، نو پام کوۍ چې ددغه کس په سر قوم ته ښکنځا ونه کړۍ ، ځکه چې هیڅکله دغه بهرام دتاجیک دقوم نمایندګي نشي کولاي ، تاجیک قوم یو شریف قوم دی، او هر قوم کې ښه هم او بد هم ، او داسې هزاره ګان هم دي ،
ما په کومه لیکنه تاجک قوم ته ښکنځا کړي یا مې بیناموسه ورته ویلي دي یا مې جاهل او بی کلتوره ورته ویلي ؟؟؟
که جرأت ولري نو ضرور به ځما دی خبرو ته ځواب راکړي.
په آخر کې درته دا وایم چې ډاریږه مه، خداي خبر که په تا باندې څوک یو زنګین کارتوس هم خراب کړي، ځکه چې کارتوس دنرانو دوژلو لپاره پیدا شوې نه دنرښځیو لپاره!!!
قربان دی شمه
:lol: :lol: :lol:
[quote:2809d9721a="درويش"]
دا د اسلامي تروريسم تور مخ دى چې مونږ لا پخوا ليدلى دى خو. ټول افغان او وطنمل يې هم ملګرتيا کوي.
يا خو به دا وي چې په دې فوروم کې دې هيڅوک چا ته سپکاوى نه کوي. يو غړى بايد پرې نه ښوداى شي چې پښتون، تاجک، فارسيوان، ازبک، هزاره او بل قوم ته سپکاوى وکړي. دغه ډول بايد څوک عيسويت، يهوديت، هندوازم، اسلام او مارکسيسم، يا بلې فلسفې ته هم سپکاوى ونکړي. که څوک د بل دين سپکاوى کوي نو تمه دې ولري چې د هغه دين به هم سپکېږي که څوک په مارکس نقد کوي نو په محمد دې هم نقد ته غاړه ږدي. که څوک تاجک قوم ته کنځا کوي نو پښتون ته هم کنځا کېداى شي. که څوک دا وايي چې زه د نورو د سپکاوي او ښکنځا او نقد حق لرم او بل څوک يې نلري دا فاشزم او تروريسم دى چې په ننۍ انساني او تمدني نړۍ کې ځاى نلري.
په مخه مو ښه او خوشحاله اوسئ.[/quote:2809d9721a]
:lol:
Re: ټول افغان او ترورستان
و.افغان
19.02.2008
[quote:2b14a98dfe="درويش"]ټولو وطنوالو ته سلامونه وايم
دا په دې دليل وايم چې په پاڼه کې څوک هر ډول موضوع پرانيزي د پتنګ، افغان پښتون، وهاج ساپي په نامه څو جاهلان پکې ښکنځاوي او بد رد وايي ترور کوي يي دړکې ورکوي. دغه ترورستيان د خلکو د وژلو، ذبح کولو، تشتولو او ترور کولو دړکې ورکوي خو وطنمل د دوى غړيتوب نه ختموي. دوى خلکو ته ښکنځاوې کوي خو ليکنې يې نه ړنګېږي. دوى د افغانستان د قومونو او ملتونو سپکاوى کوي خو مسئولين پې غوږ نه ګروي. دوى د خلکو د اديانو او مفکورو سپکاوى کوي او په دې فخر کوي او بيا چې بل څوک يې تش مخالفت وکړي نو د هغوى د ترور کولو دړکې ورکوي او ليکنې يې ړنګېږي. [/quote:2b14a98dfe]
ټولو لیکونکو ته ګرم او نرم سلامونه :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
محترم درویش صاحب :
که تاسو چې په دې خوشالیږۍ چې ماته جاهل ووايۍ نو هیڅ پروا نه کوي ، زه به خپله هم اقرار درته وکړم چې زه جاهل یم ، او دا دهغه چا خبره تواضعا يي نه وایم ، بلکه حقیقت دی چې ځما ډیر لږ علم چې په نش حساب دی ځما دجهل په تناسب ډیر زیات کم دی.
خو دا خبره چې زه خلکو ته ښکنځلې کوم ، دا درسره نه منم ،
دا چې زه خلکو ته دړکې ورکوم ، درسره يي نه منم.
دچا دتښتولو دړکې ورکوم، !! غلط تصور مو کړۍ،
دچا دذبحه کولو دړکې ورکوم !!! ماشومانه خبرې مو کړي.
دکوم قوم سپکاوۍ مې کړی؟؟ کولاي شې چې په ګوته يي کړي؟؟
دکومو ملتونو سپکاوۍ مې کړې؟؟؟ کولاي شې چې ځما له لیکنو یوه بیلګه راواخلي، بر عکس ما دقومي تعصب په ضد ډیرې لیکنې کړي، حتی خپله دغلط پښتني تعصب په ضد مې هم لیکنې کړي دي، نو ته دا خبرې په کوم منظور کوي؟؟
آیا ته ددغو تهمتونو لپاره څه دلیل لري ؟؟
اګر چې هغه څوک چې ځمونږ دمسلمانانو دمقدساتو سپکاوۍ کوي ، هغه بیا حرمت نه لري ، نو که چیرې دهغه دشخص سپکاوۍ کیږ ي نو بیا دې یواځي او یواځي خپل ځان ملامت وبولي.
ما دکومو ادیانو سپکاوۍ کړې دی؟؟ او که مطلب مو الحادي مفکوره وي نو هغه خو دین نه دی، او نه عقیده ده، سره له دې زه حاضر یم چې دالحادي مفکوري والا وو سره ښه داحترام په فضا کې بحث وکړم.
دانتقاد او اعتراض حق لرم، انتقاد مې کړي او هر څوک يي کولاي شي، تاسو ته هم دا حق حاصل دی اوماته هم حاصل دی، خو دادیانو دسپکاوۍ حق هیچا ته نه دی حاصل،
په دی فوروم کې داسلام او دملایانو په ضد ډير سپک بې دلیله او بې بنسټه تبلیغات کیږي ، دمحمد صلی الله علیه وسلم سپکاوۍ کیږي ، چې په هیڅ صورت سره دحریة التعبیر تر نامه لاندې نشي راتلاي، خو سره له دې هم ټول افغان تاسو ته سینه ډیره پراخه کړې.
په کراتو او مراتو مونږ دډاکټر وطنمل صاحب څخه غوښتنه وکړه ، چې ددغو سپکاویو مخ ونیسي، هغه په تاسو هیڅ کار ونلره، بلکه ځینو ورونو ته يي وويل ، چې ښه به دا وي چې ټول افغان فوروم ته بیخي سر راښکاره نه کړي .
مونږ یواځې دسپکاویو دمخنیوي چیغي وهلې ، هغه کار هم ونشو، خو اوس چې ما او ځینو وروڼو علمي تنقیدي بحثونه دمختلفو فکرونو او مذهبونو دتحلیل لپاره روان کړي دي، نو په تاسو ځمکه سره شوې ده ،
ته درویش صاحب لمړنۍ کس نه يي چې ځما په دغو موضوعګانو اعتراض کوې
بلکه له تا مخکې ستا نورو څو ملګرو هم خپل خفګان ښودلې دی .
خو ته پوهیږي چې ستا دا غوندې عکس العمل ما ته لا زیات همت رابخښي، اګر که وخت مې ډیر لږ دی ، بیا هم ډیر کوښښ کوم چې دټول افغان لپاره وخت ورکړم.
پاته شوه ځما دغړیتوب دختمولو خبره، نو که دټول افغان اداره له ما څخه دا کار وغواړي ، زه به يي پخپله په ډيره خوشالۍ قبوله کړم .
ځما لپاره په لسهاوو نورو ویبپاڼي په مختلفو ژبو شته دي چې ځما لیکنې ښه په خوشالۍ خوروري، خو خبره دا ده چې زه دټول افغان سره ځانګړې مینه لرم .
که چیرې بیخي دا انترنټ هم راباندې بند شي ، نو بیا هم زه نورې علمي بوختیاوې لرم چې وخت به مې هسې نه مصرفیږي ، او داسلام ددفاع لپاره ځما په وړاندې په لسهاوو دروازې خلاصي دي.
[quote:2b14a98dfe="درويش"]. دغه ډول بايد څوک عيسويت، يهوديت، هندوازم، اسلام او مارکسيسم، يا بلې فلسفې ته هم سپکاوى ونکړي. که څوک د بل دين سپکاوى کوي نو تمه دې ولري چې د هغه دين به هم سپکېږي که څوک په مارکس نقد کوي نو په محمد دې هم نقد ته غاړه ږدي. که څوک تاجک قوم ته کنځا کوي نو پښتون ته هم کنځا کېداى شي. که څوک دا وايي چې زه د نورو د سپکاوي او ښکنځا او نقد حق لرم او بل څوک يې نلري دا فاشزم او تروريسم دى چې په ننۍ انساني او تمدني نړۍ کې ځاى نلري.
په مخه مو ښه او خوشحاله اوسئ.[/quote:2b14a98dfe]
صحي خبره مو کړې، هر څوک چې دبل ددین سپکاوۍ کوي ، نو ددې طمعه دی ولري چې دده ددین سپکاوۍ به هم کیږي ، ما دادیانو او مفکورو په اړه تنقیدي بحثونه روان کړي ، نه سپکاوۍ دی ، نه ښکنځلي دي ،او نه رد بد.
او خوشاله به شم چې ستاسو غوندې خلک په کې شرکت واخلي .
زه دمارکس سپکاوۍ هم نه کوم ، خو دهغه دمفکوري اصلي بڼه په دلائلو لوستونکو ته ږدم، نو دا کار که تاسو خواشیني کوي ، نو بخښنه غواړم چې ستاسو لپاره دمارکس دتنقید موضوګانې نشم پریښودلاي.
هو تاسې هم حق لرۍ چې داسلام په اړه تنقیدي بحثونه شروع کړۍ، هغه دادب په فضا او چوکاټ کې ، او فکر کوم چې تر اوسه ستا مخه په دی اړه چا نه ده نیولي ، بلکه داسلام او داسلامي مقدساتو په اړه ستاسو دسپکاوې مخه هم چا نه ده نیولي، نه ټول افغان نیولې ، او نه ډاکټر وطنمل صاحب .
او که نیولي يي ، نو بخشنه غواړم یو مثال یا یوه بیلګه ما ته او لوستونکو ته په ګوته کړۍ.
او ددې تنقیدي بحثونو لپاره ما جلا جلا څو موضوعګانې شروع کړي ، یوه مهمه موضوع يي داده :
داسلام په اړه شبهات او دهغو ځوابونه .
که فکر مو وي دهغه موضوع ده، چې تاسو ماسره په کې هیڅ بحث نه درلود ، او په خپله لومړۍ لیکنه کې مو راته دعقل دښمن خطاب وکړ.
Re: ټول افغان او ترورستان
pattang
19.02.2008
[quote:054c4b674a="درويش"]ټولو وطنوالو ته سلامونه وايم
د بهرام په نامه يو غړى چې زه يې نه پېژنم خو وطنمل او نور دړکې ورکوي چې يا دې بښنه وغواړي او يا به غړيتوب ورختموي، يوه ستره بې انصافي بولم او د مسئول څخه غوښتنه کوم چې زما غړيتوب ختم کړي زه داسې ګڼم چې دا فوروم د تروريستانو د پروپاګنډ لپاره جوړ شوى دى او نور هيڅ هدف نلري. .[/quote:054c4b674a]
[color=darkred:054c4b674a]بې انصافي به يې خود بولې ته کله په قوم او قوم ته په سپکو
سپورو شرمېږي څوک چې داشغالګرو اجنټ وي هغه هم شرم لري ?
څوک چې دپښتنو له قاتلانو سره يو ځای دالر اخلي هغه هم وجدان لري ?
دبهرام کنځلې پښتنوته دهر قانون له مخې يوغټ تېری او په سپکه سترګه کتل
دي نوته ولې دفاع ترې کوې ? نو داخو مالومه شوه چې انساني او قومي مخ نلري [/color:054c4b674a]٠
[quote:054c4b674a="درويش"]
دا په دې دليل وايم چې په پاڼه کې څوک هر ډول موضوع پرانيزي د پتنګ، افغان پښتون، وهاج ساپي په نامه څو جاهلان پکې ښکنځاوي او بد رد وايي ترور کوي يي دړکې ورکوي. دغه ترورستيان د خلکو د وژلو، ذبح کولو، تشتولو او ترور کولو دړکې ورکوي خو وطنمل د دوى غړيتوب نه ختموي. دوى خلکو ته ښکنځاوې کوي خو ليکنې يې نه ړنګېږي. دوى د افغانستان د قومونو او ملتونو سپکاوى کوي خو مسئولين پې غوږ نه ګروي. .[/quote:054c4b674a]
[color=darkred:054c4b674a]يووار دې مخ کې تېری کړی وو اوس بيا !! ستا لپاره لکه چې هغه جاهلان ندي چې هېواد خرڅوي ، پردی کلتور غواړي ، اسلام خرڅوي ، ځان لوڅوي . دا جهالت خومونږ غواړو ته يې که نه غواړې نو په امريکا کې دې cia ته خپله څوکيداري کوه نو ستا يې پر افغانستان څه ? جاهل خلکو ته مه وايه جاهل
په خپله يې چې خپل کلتوري او پښتني نزاکت دې خرڅ کړی او هغه تور خر لکه
چې په افغانستان کې وې هغسي پاته يې له دا ټولو بدبختيو تا درس وانخيست .[/color:054c4b674a]
[quote:054c4b674a="درويش"]
که دوى د خلکو د اديانو او مفکورو سپکاوى کوي او په دې فخر کوي او بيا چې بل څوک يې تش مخالفت وکړي نو د هغوى د ترور کولو دړکې ورکوي او ليکنې يې ړنګېږي. .[/quote:054c4b674a]
[color=darkred:054c4b674a]هيچا سپکاوی ندی کړی ، عيسويت دې پر تا مبارک وي ٠ [/color:054c4b674a]
[quote:054c4b674a="درويش"]
دا د اسلامي تروريسم تور مخ دى چې مونږ لا پخوا ليدلى دى خو. ټول افغان او وطنمل يې هم ملګرتيا کوي. .[/quote:054c4b674a]
[color=darkred:054c4b674a]ته خو ،ان په هغه وخت کې د مير بل تورخر وې ستا سپينه ول امکان نلري نو جاهله ته ولې صليبي دولتي تروريزم هېر وې ، اي دا ته هم پښتون او حق ليدونکی يې ?. جاهله وطنمل څه وکړي ? خو که داحمد په نوم يې وتړي ،د محمود په نوم بيا غړيتوب واخلي ٠[/color:054c4b674a]
[quote:054c4b674a="درويش"]
يا خو به دا وي چې په دې فوروم کې دې هيڅوک چا ته سپکاوى نه کوي. يو غړى بايد پرې نه ښوداى شي چې پښتون، تاجک، فارسيوان، ازبک، هزاره او بل قوم ته سپکاوى وکړي. دغه ډول بايد څوک عيسويت، يهوديت، هندوازم، اسلام.[/quote:054c4b674a]
[color=darkred:054c4b674a]خپلې سپکې پوچې کنځلې دې هېرې شوي ?? دخاين حافظه لنډه وي اوياسپک خواص لري٠ [/color:054c4b674a]
[quote:054c4b674a="درويش"]او مارکسيسم، يا بلې فلسفې ته هم سپکاوى ونکړي. که څوک د بل دين سپکاوى کوي نو تمه دې ولري چې د هغه دين به هم سپکېږي که څوک په مارکس نقد کوي نو په محمد دې هم نقد ته غاړه ږدي. که څوک تاجک قوم ته کنځا کوي نو پښتون ته هم کنځا کېداى شي. که څوک دا وايي چې زه د نورو د سپکاوي او ښکنځا او نقد حق لرم او بل څوک يې نلري دا فاشزم او تروريسم دى چې په ننۍ انساني او تمدني نړۍ کې ځاى نلري. .[/quote:054c4b674a]
[color=darkred:054c4b674a]دلته د اس کته درنه لرې شوې ده دې خره څټ دې مالوم شه دغه نصيحت دې خپل بادار بوش او cia ته وکړه چې ملتونه ورانوي او اساني شرف له پښو لاندې کوي٠ [/color:054c4b674a]
[quote:054c4b674a="درويش"]
په مخه مو ښه او خوشحاله اوسئ.[/quote:054c4b674a]
[color=yellow:054c4b674a]مردارې به دې څوک پاکوي که نر يې ولې ميدان پرېږدې٠?[/color:054c4b674a]
jankhan
20.02.2008
محترم او دقدر وړ استاد وهاج ساپي صاحب ، او ښاغلي افغان پښتون او ښاغلي پتنګ صاحب سلامونه او نيكي هيلي دزړه له كومي تاسوته وړاندي كوم
په داسي درويشانو، كوشانيانو او بي غيرتو باندي خپل سرونه مه خوږوۍ،
دوي لا پخوا خپل غيرت بښتو او ثقافت په غربيانو او اشغالګرو باندي پلورلي دي. كه څوك بښتنو او يا بښتون قوم ته ښكنځل كوي ددوي پري څه، بلكه دا لا څه كوي چي دفاع تري هم كوي.
مرګ دي وي په داسي بي غيرتو او بي ننګو باندي.
او درويشيه: تاته خو داوايم چي تا استاد وهاج ساپي صاحب ته جاهل ويلي
هغه تاته په كوم ځاي كي بد رد سپكي سپوري ويلي چي ته هغه ته داسي خطاب كوي.او تا په خپله لومړۍ ليكنه كي هغه ته دعقل دښمن ويلي وو، او هغوي تاته څنګه ځواب دركړ، هغه يو عالم دي ، دهغه ټولي ليكني زه په شوق سره لولم، هره ليكنه يي له درناوي څخه ډكه وي.
استاد ساپي صاحب خو دستاسو دهرو چټياتو او شبهاتو ځوابونه ښه په پراخه سينه دركوي.
او كه داسي نه وي نو بيا يوه نمونه مخكي كړه.
په درناوۍ.