د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

یو په زړه پورې خبر

Lotfollah
18.02.2008

د افغانستان داسلامي جمهوريت لوي څارنوالي اعلاميه

نیټه : Feb 18, 2008
منبع : BNA باختر آژانس

د پوليسو درپوټ او دترک تکمى شورا درئيس محمد اکبر باي له شکايت سره سم ، جنرال عبدالرشيد دوستم له خپلو يو شمير همکارانو سره دروان کال دسلواغي دمياشتي د څوارلسمي نيټي په شپه په وسله واله توګه له خپلو افرادو سره عنفاً د اکبر باي کور ته ننوتل . د پوليسو په رپوت او د محمد اکبر باي په شکايت زياته شوي ده چي عبدالرشيد دوستم او پلويانو يي خپله اکبر باي او دده دکورني ځيني غړي ووهل او ويي ډبول . برسيره پردي دوستم او پلويانو يي اکبر باي عنفاً او له زور او اکراه څخه په استفادي سره له کور څخه ايستلي او د تښتوني په مقصد يي له ځان سره يووړ . اکبر باي او دکورني يو تن غړي يي د هغو ټپونو د درملني په مقصد چي ورپيښ شوي په روغتون کي بستر شول د افغانستان داسلامي جمهوريت لوي څارنوال د پوليسو د رپوټ له ترلاسه کولو وروسته دروان کال د سلواغي دمياشتي د څوارلسمي نيټي په سهار دملي امنيت د عمومي څارنوالي دلوي رئيس په مشري يو هيات وټاکه چي ددوستم پرخلاف داکبر باي د ادعا موضوع د پوليسو درپوټ په پام کي لرلو سره په هراړخيز توګه وڅيړي . هيات د ډاکتر د نظر له اخستلو د نورو مدرکونو له راټولو او د لومړنيو څيړنو له ترسره کولو وروسته دوستم او دده پلويانو ته ددغو جرمونو د ترسره کولو نسبت ورکوي . ١_دجزا قانون د ٤٣١ مادي له مخي د استوګني سپکاوي ٢- د جزا قانون د ٤٠٧ مادي له مخي د محمد اکبر باي او دده دکورني دغړو وهل اوډبول ٣_ د جزا قانون د ٢٩ _ او ٣٩٥ مادو له حکم سره سم د تودي وسلي د ډزو له امله داکبر باي د يو تن ساتونکي ټپي کيدل ٤_ د داخلي اوبهرني امنيت پرخلاف د جرمونو دقانون د ١٦ مادي د حکم له مخي له وهلو او ډبولو وروسته د اکبر باي تښتول . له دي امله چي جنرال دوستم له دندي څخه بهر ددغو جرمونو په ترسره کولو تورن شوي د تحقيق کميټي د عسکري محکمو دجزايي اجرااتو دقانون له حکمونو سره سم تصميم ونيو چي جنرال دوستم او همکاران دي دتحقيق لپاره جلب او احضار کړي په همدي مقصد موظفي کميټي دي دوه ځلي جلب کړ خو د تحقيق د کميټي جلب ته يي پاملرنه ونه کړه او تحقيق ته حاضر نه شو کميټي ددي موضوع په اړوند د هيواد لوي څارنوال ته رپوټ ورکړ . دافغانستان داسلامي جمهوريت لوي څارنوال د تحقيق د هيات درپوټ له په پام کي نيولو سره دمامورينو دقانون د پنځوسمي مادي له حکم سره سم حکم صادر کړ چي جنرال دوستم دي تحقيق ته د حاضريدو تر وخته پوري د تعليق په حالت کي شي . د افغانستان داسلامي جمهوريت دلوي څارنوال په حکم کي زياته شوي ده که چيرته دوستم دده له تعليق وروسته تحقيق ته حاضر نه شي نو دقانون له حکمونوسره سم به هغه توقيف شي د افغانستان داسلامي جمهوريت دلوي څارنوال ددي حکم په باب اړوندو مراجعو ته په رسمي ډول خبر ورکړ شوي دي . د پوليسو درپوټ له مخي د جنرال دوستم دوه تنه همکاران دپارلمان غړي دي دوي هم له رسمي لاري تر جلب لاندي نيول شوي که چيري دوي دروان کال دکب دمياشتي تر لومړي نيټي پوري حاضر نه شي د عامه خدمتونو د موظُفينو په توګه به دمامورينو دقانون له حکم سره تعليق شي _ د پوليسو درپوټ له مخي د لطيف پدرام په نامه يو بل شخص هم د شکمنو کسانو له جملي څخه بلل شوي دي ، دي هم دوه ځلي د تحقيق لپاره جلب شو خو د تحقيق پلاوي ته يي له حاضريدو څخه ډډه کړي ده ، پدرام له يوي خوا د افغانستان دلوي څارنوال له حکم سره سم له هيواد څخه ممنوع الخروج اعلام شوي او له بله پلوه ده ته خبر ورکړ شوي که چيري ددغي اعلاميي له صادريدو وروسته په دوو ورځو کي حاضر نه شي دده د نيولو حکم به هم صادر شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more