اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اديانو يوالی
ع کريم حليمي
16.02.2008
درنو او مکرمو لوستوونکو سلام !
د ټولو رسولانو او هغو د صحيفو لازمي نتيجه دا ده چه د حضرت محمد
صلی الله عليه وسلم تعليم داوو چه ; د حضرت ادم عليه السلام څه رانيولي
تر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پوري چه هر څومره رښتني مذهبونه
چه د خدای له خوا راغلل هغه ټول يو ؤ ٠
لکه چه په حقيقت کښي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم همدا تعليم ؤ
اسلام د هغه يواځني مذهب نوم دی چه د ادم نه به تر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پوري وار په وار راتلی او خلکو ته به ددغه مذهب تعليم
ورکېده
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم صحيفې موږته دوه لفظونه وړاندي کړي
يو دين او بل شرعه شرعه
د معرفت نور يو دی که څه هم دغه نور په ډېرو دا ډول قنديلونو کښي
واچول سي چه رنګونه ئې سره بېل او جلا وي ، په اصل دين او اساس
کښ د ټولو پیغمبرانو تعليم يو شان ؤ او يو دين ؤ چه له اول څخه تر اخره
پوري ټولو پېغمبرانو او انبياوو د خپلو ځانو سره راوړه او په هغه کښي
د زمان او مکان تغير هيڅ قسم دخل او تاثير نه درلود ، او نه د قوم او ملک
اختلاف په اثر په دغه دين کښي کوم اختلاف پيدا سو
هغه په هره زمانه او هر ځاي کښي يو شان راغی او د هغه وخت او ځای
پېغمبرانو د هغه دين يو شان تعليم ورکړ
دا دائمي حقيقت او تعليم څه شي دی ؟؟؟ دغه شی د مذهب اصل او اساسي
اصول دي
د خدای د ذات وجود او د هغه توحيد او د هغه کامل صفات د مرسلينو بعثت
يوازي د خدای خالص عبادت ، د انساني حقوق لوړ اخلاق ، د ښو او بدو
عملونو پوښتنه ، او جزا ، سزا دا د ټولو مذهبنو هغه بنيادي او اساسي
خبري دي چه په دغو خبرو ټول حق مذهبونه سره يو او متفق دي
او که په دوی کښي له کوم يو جهت څخه کوم اختلاف سته
نو هغه يا د تعبير د طرېقې غلطي ده او يا له خارج څخه پکښي کوم نقص
ګډ او شامل سويدی
په درنښت
ع کريم حليمي
24.02.2008
درنو او مکرمو لوستوونکو سلام !
منسک ( د عبادت طريقه )
د خدای عبادت د هر مذهب لازمي جز دی ، ليکن ددغه عبادت په طريقه کښي
په هر مذهب کښي يو څه اختلاف سته ، هر مذهب د عبادت د پاره کوم
مخصوص سمت ټاکلی دی مګر هغه سمت ئې خاصو خاصو مصلحتونو په
لحاظ مختلف ټاکلی دی همدغه راز د قبيحو عملونو مخ نيوی او انسداد
د ټولو مذهبونو يو متفق نصب العين دی ، مګر ددغه انسداد او جلوګيرۍ
لاري او طريقې سره بېلي او جلا دي ، لنډه داچه که دغه لياري او طريقې
د مختلفو پېغمبرانو په زمانو کښي د اصلاح او تبديل وړ ګڼل سويدي
نو بدلي سوي او اصلاح سويدي ، مګر اصل دين چه ازلي او ابدي صداقت
دی (ناقابل تبدل او ناقابل تغير )په خپل اصلي حالت باقي پاته سويدی
په درنښت