وطن پال او نور ګټور شعرونه
لنډۍ
      motakhel
      03.02.2008
    
خدايه ما ګل د بيابان كړې           چې د خپل يار د لورې باد مې ښوروينه
خدايه ما ګل د ګلاب كړې          چې د خپل يار په غېږ كې پاڼې پاڼې شمه
چې د وطن په ننګ شهيد شم        پر قبر ږده مې د وطن د باغ ګلونه
د باغ د لورې مې يار راغى           د نارنج ګل څخه يې راوړه امېلونه
د بېلتانه ګرمه سيلۍ ده                زما د زړه په ګلو يې او ولږونه
د بېلتون پوځونه ګرځي         خاورې به وكړم د ګل رنګ يار دېدنونه
د پوښتنو وطن ته راشه            چې دې زرغون شي د زړګي سوي داغونه
د جانان مخ د ګلو باغ دى     ديدن كوم امېل د ګلو جوړومه
د سيند د هاغاړې ګلابه              يا به دې راوړم يا به ډوب درپسې شمه
د كاپر ګل په شان كږه شوې        چې راسمېږې نيمه ورځ به تېره وينه
د كشمالو منجيله وكړه            چې خوشبويي دې د منګي د بېخه ځينه
د ګلاب مينځ كې ګل وچېږي        چېرته عاشق سړي به لاس وروړى وينه
د ګل ګلاب د ګل د پاره      نجونې ولاړې د باغوان سلام كوينه
د ګلو ډك اوربل پرې ټيټ كړه     كه شېرين يار په ځنكدن وي روغ به شينه
ديدن د ګلو غنچه نه ده             چې د رويبار په لاس يې يار ته ولېږمه
راشه زما د سينې ګل شه              چې هر سبا دې په خندا تازه كومه
زړه مې هلك دى راته ژاړي            چې رانه غواړي د پردو باغچو ګلونه
زما اشنا ګل د بلوڅ دى              دا لوڅې پوڅې د يارۍ راته كوينه
زما په سترګو كې دې ګل شي            چې زه به يې ستا په مينه بل ته واړومه
زما د زړه ګلابه راشه                په نورو خلكو پسرلى په ما غمونه
زه د پسرلي تر ګل تازه وم             ستا په بېلتون لكه پاڼه ژېړه شومه
سبا به بيا كډې بارېږي               د دښت ګلان به ستا لمنې بويوين
ټپه
      motakhel
      12.05.2008
    
دي زوي يي روډ په وينو سو ر شو 
مور يي دي ژو ند تمه كو ي چي را به شينه
      مجاهدكتوازي
      14.05.2008
    
كينه ما شوم هلك يي بيعفله بيعفله مه كيزه ده دي وطن پالو شعرو 
فورم ده دي واده لنډي دلته مه ليكه
      motakhel
      14.05.2008
    
تم په دغه پيزي
      ياقوت
      10.02.2009
    
په حکومت دې ډزې وشه
تر دروازې راغلی يار مې له ما ځينه
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه