د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا سلام : طالبان د کتاب او قلم دښمنان دي

Anonymous
31.01.2008

ملا عبدالسلام د طالبانو له ليکې راجلا شوى پوځي قوماندان چې شا وخوا دوې مياشتې مخکې د هلمند ولايت د موسى کلا ولسوالۍ د پوځي عملياتوپر مهال د دولت لوري ته واوښت اوس مهال د موسى کلا ولسوالۍ په يوه جګپوړه ودانۍ کې، چې ګردچاپېره ترې له رېګو او شګو ډک حفاظتي دېوالونه تاو شوي، د ولسوال په توګه دنده ترسره کوي، چې د ولسوالۍ پر شا وخوا د حکومتي پوليسو کمربندونه راتاو شوي دي، ملاعبدالسلام چې توره کړې لنګونه يې پر سر وي، اوږده ږيره او پلنې اوږې لري، هغه وايي نن سبا د دولت د هغو مخالفو وسلوالو ډلو په اړه ډېرې څرګندونې کوي چې يو مهال يې دى د کاروان يو ملګرى و، ملا عبدالسلام وايي وسلوال طالبان اوس مهال د قلم او کتاب دښمنان دي

د هلمند موسى کلا ولسوالي چې نژدې دوې مياشتې مخکې تردرنو پوځي عملياتو وروسته د طالبانو له ولکې څخه وايستل شوه اوس مهال يې زياتې برخې نړېدلي دي، بازار يې د پخوا په څېر له خلکو ډک نه ښکاري يوازې په دې وروستيو کې په کې د کار و بار لپاره ځينو خلکو خپل دکانونه او کارځايونه پرانيستي دي، افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو ژمنه کړې چې د بيارغونې په برخه کې به موسى کلا د ټول افغانستان په کچه يوه نمونه ولسوالي جوړوي.

د دې ولسوالۍ ولسوال ملاعبدالسلام وايي ملا محمد عمرخپل واک ملا نقيب ته واک وسپاره او نور د وسلوالو طالبانو رسمي مشرنه ګڼل کېږي، دهغه په خبره نوموړى اوس له ناڅرګند ځاى څخه خپلو ملګرو ته فرمانونه صادروي.

http://www.taand.com/news/index.php?mod=article&cat=ټول%20خبرونه&article=3010


Re: ملا سلام : طالبان د کتاب او قلم دښمنان دي

pattang
03.02.2008

مذدو ره اجنټه د سباوون لينک وګوره ، ملا سلام ته به يې هم دالر ورکړي وي٠
انشاالله د اشغالګرو ټل اجنټان به جزا ويني٠

ره[quote:e43939f435="khan jan"]ملا عبدالسلام د طالبانو له ليکې راجلا شوى پوځي قوماندان چې شا وخوا دوې مياشتې مخکې د هلمند ولايت د موسى کلا ولسوالۍ د پوځي عملياتوپر مهال د دولت لوري ته واوښت اوس مهال د موسى کلا ولسوالۍ په يوه جګپوړه ودانۍ کې، چې ګردچاپېره ترې له رېګو او شګو ډک حفاظتي دېوالونه تاو شوي، د ولسوال په توګه دنده ترسره کوي، چې د ولسوالۍ پر شا وخوا د حکومتي پوليسو کمربندونه راتاو شوي دي، ملاعبدالسلام چې توره کړې لنګونه يې پر سر وي، اوږده ږيره او پلنې اوږې لري، هغه وايي نن سبا د دولت د هغو مخالفو وسلوالو ډلو په اړه ډېرې څرګندونې کوي چې يو مهال يې دى د کاروان يو ملګرى و، ملا عبدالسلام وايي وسلوال طالبان اوس مهال د قلم او کتاب دښمنان دي

د هلمند موسى کلا ولسوالي چې نژدې دوې مياشتې مخکې تردرنو پوځي عملياتو وروسته د طالبانو له ولکې څخه وايستل شوه اوس مهال يې زياتې برخې نړېدلي دي، بازار يې د پخوا په څېر له خلکو ډک نه ښکاري يوازې په دې وروستيو کې په کې د کار و بار لپاره ځينو خلکو خپل دکانونه او کارځايونه پرانيستي دي، افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو ژمنه کړې چې د بيارغونې په برخه کې به موسى کلا د ټول افغانستان په کچه يوه نمونه ولسوالي جوړوي.

د دې ولسوالۍ ولسوال ملاعبدالسلام وايي ملا محمد عمرخپل واک ملا نقيب ته واک وسپاره او نور د وسلوالو طالبانو رسمي مشرنه ګڼل کېږي، دهغه په خبره نوموړى اوس له ناڅرګند ځاى څخه خپلو ملګرو ته فرمانونه صادروي.

http://www.taand.com/news/index.php?mod=article&cat=ټول%20خبرونه&article=3010[/quote:e43939f435]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more