د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزى: ما ته د امريکا گوډاگى ويلاى سئ

وطندوست
29.01.2008

کرزى: ما ته د امريکا گوډاگى ويلاى سئ (هاري)
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=16332
بـــــــــــــیـــــــــــــــــــنـــــــــــــــــــــــــــوا

ښاغلي کرزي بالاخره اعتراف وکړ چي خلک هغه ته د امريکا گوډاگى وايي. هغه د سي ان ان سره په يوې اختصاصي مرکې کي چي د جنور ي د مياشتي په ٢٦ نېټه چي په سويس کي ورسره سوې ده د يوې پوښتني په جواب کي وايي: " د امريکا حکومت د افغانستان سره مرسته کوي. که چيري موږ ته د گواډگي خطاب کېږي، او يا که چيري ماته پدې خاطر د امريکا د گوډاگى خطاب کېږي چي زه د امريکايانو د مرستو ممنون يم، نو بيا تاسو کولاى سي چي ماته دگوډاگى لقب راکړي."

د سي ان ان په مرکه کي، د ښاغلي کرزي څخه سوال کېږي چي خلک ګمان کوي چي هغه يو کمزورى، بې ادارې، او بې ارادې مشر دى. مانا دا چي هر څه چي امريکا ورته وايي هغه يې کوي . په بل عبارت، نه مستقل نظر لري، نه ماموريت لري، او نه هم يو عالي ارمان لري. ښاغلى کرزى په جواب کي وايي چي هغه حاضر دى چي د امريکا د مرستو او پيسو په بدل کي همدا سپکاوى او توهين ومني.

که څه هم، د ښاغلي کرزي همدا اعتراف د افغان اولس لپاره نهايت شرم او بې عزتي ده، خو حقيقت همدا دى. ښاغلى کرزى نه مشر وو او نه به هم هيڅکله د افغانانو مشر سي. هغه د پردو د لاس اله ده. هغه د افغان اولس لپاره د شرم او بې عزتۍ د پزي پېزوان دى. هغه د امريکا د سياسي فيلسوف، ډېويډ تورو، په قول د بې اصولۍ او شرم په ژوند خوشحاله دى. په بل عبارت، ښاغلى کرزى اصول او پرنسيپ نلري، نه يې هم پېژني، او نه هم ورته ارزښت لري. د هغه لپاره چوکۍ تر هر څه زيات اهميت لري، او د همدې چوکۍ د ساتلو لپاره کم بخت بش ته، شارلتان زلمي خليلزاد ته او نورو امريکاي عالي رتبه مامورينو ته تل لاس په نامه ولاړ وي. لنډه دا چي ښاغلى کرزى د "نه" ويلو جرات نلري.

د ملي مشر او گوډاگى تر مينځ توپيرونه

د يو ملي مشر لومړى او مهم خصوصيت مشروعيت دى. د مشروعيت او اخلاقي نفوذ څخه مطلب دا دى چي خلک او مشران يې همږغي او همکاري سره ولري، څو په خطرناکه او مرګاني شرايطو کي خلک خپل مشران پرته له بېري څخه تعقيب کړي، او په ژوند او مرګ کي د هغوى ملګري وي. لنډه دا چي خلک د خپل مشر اطاعت وکړي. له مشرۍ څخه هدف د يوه ليډر د پوهي ژورتيا، عقل، صداقت، انسانيت، همت، زړه ورتوب، او دسپلين دى. مشروعيت يو مشر ته ددې فرصت روکوي چي خپلي پاليسۍ عملي کړي. ليډر شيپ يو مشر ته ددې موقع ورکوى چي په خطرناکو او سختو شرايطو کي د سختو فيصلو د نيولو په ارتباط ټکنى نوى. په مقابل کي، يو گوډاگى مدام د مشروعيت او اعتبار له بحران سره لاس او گريوان وي. خلک يې اوامر نه مني، احترام ورته نلري، او د خپل ځان يې نه بولي. د کمونستانو، مجاهدينو، طالبانو، او د کرزي د حکومت په شمول د اوسني افغاني حکومتونو لوى مشکل دا دى چي مشران يې په افغانانو کي رېښې نلري. په بل عبارت، سياسي ملاتړ يې د خلکو څخه نه بلکي پر خارجي قواوو باندي تکيه لري. همدا سبب دى چي په افغانستان کي د ملي مشرانو سخت کموالى احساسېږي. افغانان پر اوسني مشرانو باندي اعتماد او باور نلري، او هغوى خپل استازي نه گڼي.

د يوه ملي او مستقل مشر يو بل مهم خصوصيت دا دى چي هغه خپل خاص او مستقل نظر لري. په بل عبارت، د ملي مسايلو په اړه د نظر خاوند وي او کولاى سي چي نور هم خپل نظر ته معتقد کړي، او يا اقلا د خپلي مفکورې لپاره په کافي اندازه دلايل لري. يو ملي مشر د خپلي مفکورې دفاع کولاى سي، او د ضرورت په وخت کي د نورو لپاره لارښونه کولاى سي. مشر امر صادروي او خلکو ته يې ورکوي. په بل عبارت، خپله تصميم نيسي او خپله فيصله صادروي. لنډه دا چي يو ملي مشر د نورو د قانع کولو فکري توان او قدرت لري.

د يو مشر بل ځانگړى خصوصيت دا دى چي هغه د خپلو خلکو گټي ساتي. د خپل وطن او خلکو د منافعو دفاع کوي. همدا سبب وى چي يو واقعي مشر پر خلکو گران وي، د هغه احترام کوي او هغه خپل لارښود گڼي. په معاصر تاريخ کي، د افغانستان لويه بدمرغي دا ده چي اوسني مشران يې تر هر څه اول خپلي گټي په نظر کي لري. د ځان د گټو لپاره د خلکو منافع قربانوي.

د يو لارښود بل ځانگړى خصوصيت دا دى چي هغه د نورو لپاره د الهام منبع وي. په بل عبارت، نه يوازي خپل خاص نظر لري بلکي نور خلک را پارولاى سي، هغوى ته الهام ور کولاي سي، او لنډه دا چي په خلکو کي هيلي را پارولاى سي. مانا دا چي د اړتيا په وخت کي لکه شهباز د نورو پر سرونو گرځي او خلکو ته د زړه ډاډ او اطمنان ورکوى. که چيري خلک د کوم مشکل سره مخامخ سي، ملي قايد او مشر د هغوي د ستونزو لپاره حل لري. په تاريخ کي، ټولو هغو مشرانو چي د خپلو خلکو په زړونو کي يې ځاي او احترام پيدا کړى دى، هغوى د بل چا گوډاگيان نوه. هغوى د بل مزدوري نده منلې، بلکي هغوى پخپل فکري قوت او بصيرت د خپل هيواد استقلال، برم، او عزت ساتلى دى. لنډه داچي هغوى د خارجي قواوو په ملاتړ او مرسته مشري نده تر لاسه کړې، بلکي هغوى د خپلو خلکو په ملاتړ سياسي قدرت تر لاسه کړى دى.

مشران د خپل مرام او هدف لپاره خطرونه مني. هغوى له خطرونو څخه بېره نلرى، بلکي د خطرونو مخته ور وځي. واقعي مشران د خطرونو سره مقابله کوي او خپلو خلکو ته دا ور زده کوي چي د مشکلاتو سره بايد مبارزه وسي. په مقابل کي، گوډاگيان له خطر او ريسک څخه ډار ېږي. همدا علت دى چي ښاغلى کرزى په جار وايي چي د جنگسالارانو دمقابلې توان نلري. يو ماهر او تکړه مشر داسي موضع نيسي چي هغه پکي ماتېدل نلري او هم د خپل دښمن د ماتولو هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

د يوه عالي کرکټر د لرونکى ليډر يو بل خصوصيت دا دى چي د تکړه او باکفايته خلکو د پېژندلو قابليت اومهارت لري. لايق او پاک خلک د ځان ملګري کوي،هغوى ته مسوليت ورکړي، او بيا له هغوى څخه کار او نتيجه وغواړي. يو مشر د خپلو ملگرو د ارتقا او شهرت څخه ډار نلري، بلکي هڅه کوي چي نېک او قوي ياران ولري ځکه د يوه غښتلى ټيم د گټلو او سوبي چانس ډېر وي. هغه مشر چي ښه ياران او سلاکاران ولري، هغه پرمختگ کوي. په مقابل کي، هغه مشر چي همدا کار و نه کړي، هغه به ضرور رانسکوره سي. په هر صورت، يو گوډاگى د قوي او با کرکټرو خلکو څخه کرکه او بېره لري ځکه هغه پر خپل ځان باندي اعتماد نلري. په بل عبارت، د خپل سيوري څخه ډارېږي، همدا وجه ده چي يو گوډاگى په پردو ځان ساتي.

واقعي او ملي مشران تاريخونه جوړ وي. په تاريخ کي، واقعي ليډران د خپلو اولسونو توپاني بېړۍ د امن او نجات ساحل ته رسوي. هغوى په تيارو کي د سباوون زيرى د ځان سره لري. د بحرانونو په جريان کي دهمت او عزم لمن نه خوشي کوي. هغوى په سختيو کي زارۍ او ننواتي نکوي، بلکي د مشکلاتو مقابلې ته ور دانګلي. هغوى د ستونزو څخه شاتګ نکوى. هغوى د کرزي غوندي د خپلو خلکو په مينځ کي خپل اعتبار او حيثيت له لاسه نوي ورکړي. واقعي ليډران د کرزي غوندي په عام محضر کي لکه ماشوم نه ژاړي. بلکي هغوى د زور ورو سره ډغري وهلي او د کمزورو سره شفقت او مرحمت کوي. لنډه دا چي ملي مشرانو د خپل صلاحيت څخه پوره استفاده کوي.

د ښاغلي کرزي سياسي زده کړه او تجربه د ١٩٨٠ د کلونو په ترڅ کي په پېښور کي پيل سوه. هلته ښاغلي کرزي د اصولو، عزت، او د پرنسيپ د ژوند او سلوک سره د ابد لپاره خداى پاماني وکړه. هغه په پاکستان کي دا زده کړه چي د افغان اولس د استقلال او برم د خرڅلاو لپاره بايد هيځ مقاومت و نکړي. هغه په پاکستان کي زده کړه چي که چيري غواړي يو مقام تر لاسه کړي، بايد د "اسفل سفلين" په کتار کي ودرېږي. د بن الوقتۍ او مصلحت ماهر و اوسي. د گوډاگي د کلمې څخه هيڅ ډار او شرم ونلري، لکه چي د سي ان ان سره يې په مرکه کي اعتراف پرې کړى دى. په بل عبارت، ښاغلي کرزي د پاکستان په دسېسو کي سياسي سبق لوستى دى، او همدا سبب دى چي له هغه څخه د سياسي ابتکار او مېړانى تمه کول يو خوب او يو غولونکى خيال دى او بس.

د ملي ليډرانو يو لوى خصوصيت سياسي ابتکار دى. مانا دا چي واقعي مشران کتاب مني، خو خپله هم ابتکار لري. هغوى کولاى سي چي په سختو شرايطو کي او هم د مرگانيو ضربو لاندي خپل ابتکار وساتي او د خلاصون لاره پيدا کړي. په مقابل کي، ګوډاگى ابتکار نلري او نه هم د ابتکار د کولو جاغور لري. ګوډاگى مجبوره دى چي د خپل بادار برېتو ته پوره پام وکړى. مانا داچي که زلمي خليلزاد د امريکا سفير وي، بايد د شارلتان خليلزاد څخه هر سهار هدايات تر لاسه کړي، او که ښاغلي ووډ د امريکا سفير وي، بيا نو پکار ده چي د ښاغلى ووډ د سلامۍ لپاره هر سهار ولاړ سي. په بل عبارت، هيڅکله سياسي ابتکار بايد و نه ښودل سي، ځکه امکان لري چي د امر صاحب پر طبيعت باندي بد و لگېږي.

واقعي مشران هغه کارونه کوي چي د هغوي په گمان صحيح او درست دي. هغوى پدې باب د هيچا پروا نلري. هغوى د خپلي ارادې او هوډ خاوندان دى. په مقابل کي، ګوډاگيان د خپلي ارادې څخه پردي دي، هغوى د فيصلې کولو جوگه ندي. هغوى لمړى د خپل مرکز سره تماس نيسي، د مرکز نبض ګوري وروسته بيا خپله پاليسي اعلانوي. همدا وجه ده چي گوډاگيان په سختو شرايطو کي تل ناکامه وي. تل يې ارواح ختلې او حواس يې بايللي وي. د هغوى ژوند د عذاب وي، د شرم وي، او لنډه دا چي د گوډاگي ژوند د بې همتۍ او سرکوزۍ بېلګه وي.

د پښتو خوږ ژبي شاعر او فيلسوف، غني خان، د گوډاگي او کرزي په شان مشرانو لپاره يو شعر ويلى دي چي زه يې دلته کټ مټ را نقولم، او قضاوت خپلو درنو لوستونکو ته خوشي کوم. والسلام .

ليډر

د کارغه خوله کړه ژبه د مار کړه
د چرگي عقل کړه زړه د سيار کړه
مرۍ د سپي کړه چي ښه غپار کړه
ضد د کچر کړه غرور پرې بار کړه
خټه د کلي ډېران د ښار کړه
بيا چرته ړوند کولال يو يار کړه
تاله به نوى ليډر تيار کړه

هاري - واشنگټن

بېرته شاته


Bahram
30.01.2008

مشکل افغانستان را یک شخص درست کرده نمی تواند و مشکل قوم پشتون را که حتی خدا هم نمی داند چطور حل کند. گناه کرزی هم نیست. کرزی اگر مزدوری هم نکند، او را وادار به مزدوری می کنند. اگر مقاومت کرد، همین طالبان را علیه اش تمویل می کنند (مثل گذشته ها). دستان خارجی از یک سو به کرزی کمک می کنند و از سوی دیگر به طالب و تروریزم. مشکل افغانستان جهالت است. افغانستان وقتی آزاد و آباد خواهد شد که مردم از جهالت برایند.


Lotfollah
30.01.2008

[quote:875b108721] [color=blue:875b108721]که [/color:875b108721]چيري ماته پدې خاطر د امريکا د گوډاگى خطاب کېږي چي زه د امريکايانو د مرستو ممنون يم، نو بيا تاسو کولاى سي چي ماته دگوډاگى لقب راکړي.[/quote:875b108721]
[quote:875b108721]ښاغلي کرزي بالاخره اعتراف وکړ چي خلک هغه ته د امريکا گوډاگى وايي. [/quote:875b108721]
که داسې وي نود هر بل هیواد ګوډاګئ هم دئ چې له افغانستان سره مرسته کوي او ښاغلئ کرځئ د ولسمشر په توګه د هغه هېواد له مرستې څخه مننه وکړي!

داسې ښکاري چې د مقالې لیکونکئ دپورتنۍ جملې په مفهوم پوه شوﺉ ندﺉ :!: :!: :!:

په درنښت


pattang
30.01.2008

د شيدو سر خو هميشه تاسې وهی ، تروشې تروې يې يواځې پښتانه لودګان خوري
خارجيانو خو تاسو را وستل او يېسې تاسو وهی خو ګوډاګيتوب يې پښتنوته
پر غاړه کې ور اچوی٠

[quote:4d9ee918fd="Bahram"]مشکل افغانستان را یک شخص درست کرده نمی تواند و مشکل قوم پشتون را که حتی خدا هم نمی داند چطور حل کند. گناه کرزی هم نیست. کرزی اگر مزدوری هم نکند، او را وادار به مزدوری می کنند. اگر مقاومت کرد، همین طالبان را علیه اش تمویل می کنند (مثل گذشته ها). دستان خارجی از یک سو به کرزی کمک می کنند و از سوی دیگر به طالب و تروریزم. مشکل افغانستان جهالت است. افغانستان وقتی آزاد و آباد خواهد شد که مردم از جهالت برایند.[/quote:4d9ee918fd]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more