نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکرزي اولوېدیځ اختلاف -خلیل زادځان کاندیدوي
مجاهدكتوازي
28.01.2008
تاند - نیوزویک امریکايي مجلې پخپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دافغانستان ولسمشرحامدکرزی دپاکستان له ولسمشرپروېزمشرف سره یوځای په امریکا متکي متحدګڼل کېده خووروسته له هغه چې له افغانستان سره پاکستان هم په تاوتریخوالوکې لاهوشوی له امریکااوبریتانیاسره د ولسمشرکرزي اړیکې کړکېچنې شوې دي.
مجله ددې لیکنې په دوام کې کاږي چې په دې منځ کې دافغانستان پرحالاتویوډېراندېښمن امریکايي چارواکی افغان الاصله زلمی خلیل زاد دی چې اوس په ملګروملتوکې دامریکا دایمي استازی دی .
دملګروملتواودامریکاد حکومت دڅومقاماتوپه وینازلمی خلیل زادپخپله دافغانستان دولسمشرۍ راتلونکې د ورې ته په کاندیدوجدي غورکوي .
دافغانستان دولسمشرۍ راتلونکي انتخابات په دوه زره نهم کال ترسره کېږي .ولسمشرحامدکرزي تېره جمعه په افغانستان کې دملګروملتوداستازي په توګه دبریتانیايي مقام پډي اش ډاون له استازیتوب سره مخالفت وکړ.
دنیوزویک له لیکنې سره سم کرزي داشډاون په مخالفت کې وویل چې ډېرشمېرافغان چارواکي اودملي شورا غړي داش ډوان له ټاکنې سره مخالف دي .
خوله دې مسئلې سره په یووخت له ولسمشرکرزي سره دامریکا اوبریتانیا اختلاف زیات شوی او کرزی اوس په کابل کې په داسې حال کې چې په فساد ککړوزیران ترې راچاپېره دي ، منزوي او یوازي برېښي .
په ګاونډي پاکستان کې هم حالات چندان ښه نه ښکاري.مشرف هم دکرزي غوندي دلوېدیځ دهغه څه پرضد چې دی یې دهغوی لاسوهنه بولي،تبلیغات پیل کړي دي .
دنیوزویک په وینا خلیل زادپه کابل کې دخپل سفارت په موده کې بریالی ؤ.هم یې دکرزي له حکومت سره همکاري کوله اوهم یې دامریکايي ځواکونوله قومندان بریدجنرال دیویدبارنوسره په افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې مرسته کوله .
نیوزویک په عین حال کې دخلیل زاددهغې مرکې چې په ۲۰۰۵ کې یې ورسره کړې وه ،داجمله را اخیستې چې وايي:یوشی چې ماپه افغانستان کې دخپل ماموریت په موده کې زده کړل دادي چې افغانان نه غواړي چې بهرنیان دې ورباندې واکمني وکړي .)
خلیل زادمستقیماً تراوسه پورې نه ده رد کړې چې دی په افغانستان کې دولسمشرۍ په انتخاباتوکې ځان نه کاندیدوي .
دهغه ویندویې کارولین وادینو نیوزویک ته ویلي دي چې خلیل زادترهغوچې ښاغلی بوش غواړي په ملګروملتوکې دامریکا استازیتوب کوي اووروسته هیله لري چې په امریکا کې په خصوصي سیکتور کې کومه بله دنده ومومي.
خود ولسمشربوش د ادارې یوه جګپوړي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې په ملګروملتوکې دامریکا استازي دانتخاباتولپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي .
کینیت کتزمان چې دواشنګټن دکانګریشنل ریسرچ سرویس په نوم موسسې دافغانستان دچاروکارپوهه ده وايي چې : ډېرڅارونکي فکرکوي چې خلیل زادبه ځان یوازې هغه وخت کاندیدکړي چې کرزی وپتېيي چې نه کاندیدېږي .
ميله خو به هلته ګرمه سي سي اصلي شاه شجاع راسي
pattang
28.01.2008
خړ سپی دې لېوو ورور دی ، دواړه يې د cia اجيران دي٠
momtaz
02.02.2008
دامريکا سفير: خليلزاد د افغانستان ولسمشرۍ ته ځان نه کانديدوي
خبريال زبيربابکرخېل - Jan 30, 2008 - 19:11
کابل
د سلواغې ١٠مه، پژواک خبري اژانس
[color=green:80d7176116]په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير ويليم ووډ (William B. Wood) د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکيو ټاکنو ته دافغاني الاصله امريکايي زلمي خليلزاد د ممکنه کانديدۍ خبرونه، ناسم وبلل.[/color:80d7176116]
شپږ پنځوس کلن خليلزاد، چې په کابل او بغداد کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفير په توګه پاتې شوى او د امريکا د سياست له سرلارو څخه شمېرل کېږي ،اوس په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازيتوب کوي .
امريکايي مشهورې اوه نيزې ( نيوزويک ) د سلواغې په اومه، د افغانستان د ولسمشرۍ د ٢٠٠٩ ميلادي کال په ټاکنو کې د زلمي خليلزاد د ممکنه ګډون خبر ورکړى و .
ووډ،د سلواغې په لسمه په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت لخوا د يوې جوړې شوې غونډې برخوالو ته،د خليلزاد د ممکنه کانديدۍ د ردولو ترڅنګ، په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو او مرستو په اړه معلومات ورکړل او د هغوى پوښتنې يې ځواب کړې .
په دغه غونډه کې د ملي شورا او مدني ټولنو يوشمېر استازو، سياسي کارپوهانو او دولتي چارواکيو ګډون درلود .
د امريکا سفير د يوه ګډون کوونکي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د خليلزاد ممکنه کانديدېدل دامريکا له حکومت سره په همغږۍ کېږي ؟ وويل چې د خليلزاد لپاره دغه شان ګونګوسې ،د هغه لپاره يوه لويه خبره ده.
نوموړي زياته کړه چې خليلزاد د امريکا د ټولو ډيپلوماټانو په ګډون د دندې د خپلولو پرمهال، امريکاته دوفادارۍ سوګند کړى دى .
ووډ وويل: (( زه هېڅ تصور نشم کولاى چې خليلزاد دې راشي او د افغانستان جمهوري رياست ته دې ځان کانديد کړي . ))
د امريکا د سفير په وينا، د خليلزاد په اړه دغه شان خبرې سمې ندي او د امريکا پاليسي دا نده چې سفيران يې په يوه هېواد کې، جمهوري رياست ته ځان کانديد کړي .
نوموړي دغه راز د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې په تېرميلادي کال د پاکستانيو چارواکيو لخوا په رسمي توګه په دغه خاوره کې د تروريزم د ځالو د شتون منل، يو مهم ګام وباله .
هغه وويل: (( تېرکال پاکستان ومنله چې په خاوره کې يې د جګړه مارو غيرقانوني مرکزونه شته . ))
هغه زياته کړه چې اوس مهال پاکستان د تروريزم پرضد جګړه کې پر هغه لاره روان دى، د کومې چې افغانستان او نړيواله ټولنه هيله لري .
د ووډ په وينا، په هلمند کې چې له پاکستان سره پر ګډه پوله پروت دى، وروستي پرمختګونه ښيي چې پاکستان اوس مهال د ترورريستانو او طالبانو پرضد، جدي کار کوي .
د سويل د ناامنه ولايت ( هلمند ) ، په اړه تل ويل شوي دي چې دغه ولايت ته د دولت مخالف وسلوال دپاکستان له خاورې، رااوړي .
په دې وروستيو کې د هلمند دموسى کلا ولسوالي چې د لسو مياشتو لپاره د وسلوالو طالبانو په ولکه کې وه ، د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغله .
د امريکا سفير وايي: (( د ماموريت په تېره نهه مياشتينۍ موده کې مې هېڅ داسې شواهد او مدارک نه دي ليدلي، چې پاکستان دې ناامنيو ته لمن ووهي . ))
هغه د پاکستان او افغانستان د اړيکو په اړه داهم وويل چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو نښې ليدل کېږي او بايد نورې هم ټينګې شي .
که څه هم افغان چارواکيو تل پر پاکستان نيوکه کوله چې له خاورې څخه يې وسلوال طالبان افغانستان ته رااوړي او بريدونه کوي، خو په دې وروستيو کې په پاکستان کې د بمي چاودنو او ځانمرګيو بريدونو له ترسره کېدو وروسته، پاکستان هم ورته نيوکې پرافغانستان کولې .
نوموړي په دې اړه د غونډې ګډونوالو ته وويل : (( دغه اتهامات مخکې لګېدلي، تاسو هېڅکله نشئ کولاى له تېروخته وتښتئ، خو بايد په تېر وخت کې ژوند هم ونکړئ . ))
د ووډ په وينا، دا مهمه نده چې پاکستان يا ايران څه کوي، مهمه داده چې افغانان څه کوي؟ که د افغانستان ټول قومونه، خلک او مشران له خپلو ګټو تېر شي او لاسونه سره ورکړي، هيڅوک نشي کولاى ددې هېواد راتلونکې بدله کړي، ځکه چې افغانان د خپل هېواد راتلونکې ټاکي .
د امريکا سفير ويليم ووډ دغه راز په افغانستان کې د نشه يي توکيو زياتوالى او د تروريزم پياوړي کېدل، څوکاله پخوا دغو پديدو ته د نه پاملرنې له امله وبلل .
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له پرزولو وروسته خلک ډېر خوشبينه وو چې نور به حالات سم شي.
ووډ وويل : (( موږ فکر وکړ چې طالبان ختم شول، هغه مهال امريکا ډېره پاملرنه بيارغونې او بشري مرستو ته وکړه . ))
د هغه د معلوماتو له مخې، هغه کانالونه چې په لومړيو کلونو کې په هلمند کې د دوى لخوا پاک شوي و، وروسته د کوکنارو په کښت کې ترې ګټه پورته شوه .
د امريکا سفير په داسې حال کې چې ويل يې ، همدا لامل شو ، چې نشه يي توکيو او تروريزم زور وموند، زياته کړه: (( اوس موږ يوه ډېره روښانه موخه لرو او زه خوشبينه يم چې راتلونکي کلونه به د اوسنيو کلونو په پرتله نورهم ښه وي . ))
د نوموړي په وينا، هېواد يې په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت په موخه، له ملي اردو او ملي پوليسو سره په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې څو برابره زياته مرسته وکړه .
د امريکا سفير دغه راز وويل چې له ايران څخه د افغان کډوالو په اجباري راويستنه، له دغه هېواد سره د افغانستان اړيکې ترينګلې شوي او همدارنګه له دغه هېواد څخه دده په وينا، تروريستانو او وسلوالو طالبانو ته د مرستو او وسلو د راتګ خبرونه هم ورکړل شوي دي .
ويليم ووډ همدا راز وويل چې امريکا هيڅکله نه غواړي افغانستان خپله برخه وګرځوي او زياته يې کړه چې افغانستان پخواهم يو خپلواک هېواد و، او وي به .
د نوموړي په وينا، افغانستان په تېرو شپږو کلونو کې زيات پرمختګ کړى، بيارغونه شوې، څه باندې ٨٠ % خلکو ته لومړنۍ روغتيايي اسانتياوې برابرې شوي او د زده کوونکيو شمېر څو برابره زياته شوې ده .
د امريکا دغه چارواکي داهم وويل چې هېواد يې له افغانستان سره په تېرو څه باندې شپږو کلونو کې، ٢٢ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده .
د هغه په وينا، دامهال په افغانستان کې شاوخوا ٥٠ زره بهرني سرتېري د امنيت پر ټينګښت بوخت دي، چې شاوخوا نيمايي برخه يې، امريکايي سرتېري جوړوي .
ډوکتر څپاند
03.02.2008
دسردښمن می هوښيار ښه دی زه دی کم عقله په دوستی ستومانه يمه
خليلزاد او کرزی دواړه د خان نوکران دی ،نه د بانجان ،مګر خلیلزاد خو اقلا د پوهی
څښتن دی!
مګر وګوری د خندا وړ خبرو ته:[quote:f178918470]
٠٠٠٠د نوموړي(په کابل کي دامرکی سفیر) په وينا، افغانستان په تېرو شپږو کلونو کې زيات پرمختګ کړى، بيارغونه شوې، څه باندې ٨٠ % خلکو ته لومړنۍ روغتيايي اسانتياوې برابرې شوي او د زده کوونکيو شمېر څو برابره زياته شوې ده . [/quote:f178918470]