اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوڅوپوښتنی
ګلامخان
28.01.2008
ډیروقدرمنووروڼو !
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
هیله ده دغه لاندی څوپوښنی به راته ځواب کړی
اول :- لفظ دقرانکریم منصرف ده اوکه غیرمنصرف ؟
دوهم :-الله تعالی په قرانکریم کی فرمايي والکفرون هم الظالمون اوکه علی العکس
وویل شی نو نظم ته کوم خلل رسیږی
دریم :- ذولقرنین چی په چی سورة کهف کی راغلی پیغمبروه اوکه خیر؟
هیله ده دپورتنیودریوسوالوپه باب په تفصیل سره ځواب راکړی
Re: یوڅوپوښتنی
و.افغان
28.01.2008
ګرانه وروه: سلامونه مې ومنه:
السلام علیکم.
[quote:5ab055a183="ګلامخان"] اول :- لفظ دقرانکریم منصرف ده اوکه غیرمنصرف ؟[/quote:5ab055a183]
دقرآن کلمه منصرف ده، دمنصرف له علامو څخه یوه داوي چې کسره اخلي، تنوین اخلي، او الف لام پرې داخلیږي.
او دغو ټولې علامي په دغې کلمې کې شته:
قرآن کریم کې خپله يي مثالونه ډیر دې:
إنه لقرآنٌ كريم.
ولقد آتيناك سبعا من المثاني والقرآن العظيم.
تلك آيات الكتاب وقرآنٍ مبين.
[quote:5ab055a183="ګلامخان"]
دوهم :-الله تعالی په قرانکریم کی فرمايي والکفرون هم الظالمون اوکه علی العکس
وویل شی نو نظم ته کوم خلل رسیږی [/quote:5ab055a183]
دغه تغییر څخه وروسته ورته بیا قرآن نشو ویلې، دایو ، بله دا چې معنا ورسره هم بدلیږي، د آیت معنا داده چې کافران همدوي ظالمان دي، دهمدوي کلمه دډیر تأکید لپاره راوړل شوې.
او که وویل شي والظالمون هم الکافرون.
نو معنا يي داده: چې ظالمان همدوي کافر دي، حال دا چې ټول ظالمان کافر نه وي، که مراد له کفر څخه کفر مخرج عن ملة الدین وي، او که مراد ترې مجرده ناشکري کړې، نو بیا معنا صحي ده، خو دآیت معنا نه ده، او نه ورته قرآن ویلي شو.
[quote:5ab055a183="ګلامخان"]
دریم :- ذولقرنین چی په چی سورة کهف کی راغلی پیغمبروه اوکه خیر؟
هیله ده دپورتنیودریوسوالوپه باب په تفصیل سره ځواب راکړی[/quote:5ab055a183]
قرآن کریم کې دومره راغلي چې ذوالقرنین یو صالح پاچا وو، نو دپیغمبریت باره کې يي اختلاف دې، چې پیغمبر وو او که نه، په قرآن کریم او په احادیثو شریفو کې داسې صراحة نه دې راغلي چې هغه پیغمبر وو.
ځینې وايي چې دا لقب دسلیمان علیه السلام دې، ځیني بیا وايي، چې دا یوه ملائکه وه، خو دغه ټولې خبرې هیڅ دلیل او اسناد نه لري.
او کیداي شي چې دا معلومات له هغو معلوماتو څخه وي چې زده کول يي دومره فایده ونلري،
دومره کافي ده چې الله جل جلاله هغه دیوه صالح پاچا په حیث په قرآن کې یاد کړې دي، او دهغه قیصه يي کړې ده.