اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
خداي پیژندنه.
و.افغان
27.01.2008
خداي پیژندنه:
الحمد لله ، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه:
الله جل جلاله هغه ذات دې چې ددې عالـــَم (نړۍ) خالق دې، او دټولو مخلوقاتو خالق دې، او دهغوي دکارونو تدبیره وونکې دې، او په خپل قدرت او علم سره دغو مخلوقاتو کې متصرف دې، ددنیا او آخرت مالک دې، او ټولو عـالــمیانو پالونکې دې، نشته بل پیدا کوونکې پرته له هغه څخه، او نشته بل رب پرته له هغه څخه، دکمال، جلال، او عظمت په صفتونو متصف دې، هغه صفتونه چې هغه ځان لپاره په خپل کتاب کې ثابت کړې او هغه صفتونه چې دهغه لپاره پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنت کې ثابت کړې دي، دغه خالق یواځې دعبادت لایق او مستحق دې، او پرته له هغه څخه هیڅوک دعبادت مستحق نه دي، همدغه رب ټولو مخلوقاتو ته رزق رسوي، او دټولو مخلوقاتو په پټو اوښکاروو باندې خبر دې، هیڅ یو زره څیز له هغه څخه نه شي پټیداي نه په ځمکه او نه اسمان کې، او نه هیڅ یو رنګ مخلوق دهغه په څیر کیداي،
الله جل جلاله فرمايي: لیس کمثله شيء وهو السمیع البصیر.
ژباړه: نشته دهغه په رنګ هیڅ څیز، او دې دغه الله اوریدونکې او لیدونکې.
نو دانسان ذهن ته چې هر قسم بل مشابه تصور راځي، نو پوه دې شي، چې الله جل جلاله هیڅکله هم هغسې نه دې، ځکه چې : لیس کمثله شيء.
[color=white:92123f27cc]دا په لنډه توګه:[/color:92123f27cc]
او که نه دالله جل جلاله دکلماتو دبیانولو لپاره که داټول بحرونه رنګونه شي، او ونې قلمونه شي، بیا به هم دالله جل جلاله دکلماتو له لیکلو څخه عاجزه شي.
الله جل جلاله فرمايي:
قل لو کان البحر مدادا لکلمات ربي لنفد البحر قبل أن تنفد کلمات ربي.
ژباړه: ووایه (اۍ رسوله دخداي دوي ته) که شې (اوبه د) بحر سیايي دپاره (دلیکلو) دکلماتو دب ځما نو خامخا تمام به شي بحر پخوا له هغه نه چی تمام شي کلمات درب ځما (ځکه چې معلومات او مقدرات دالله غیر متناهي دي) اګر که راوړو په مثل ددغه بحر (نور بحار هم) مددګار.
دالله جل جلاله ډیر صفات او نومونه دې چې له هغې څخه ځینې تاسی په لاندې انځور کې لیدلاي شې.
الله جل جلاله فرمايي: ولله الأسماء الحسنی فادعوه بها.
ژباړه: او شته دالله لپاره ډیر ښکلې نومونه، نو هغه په دغو نومونو وغواړۍ.
دغه پورتنۍ پيژندنه په دریو برخو مشتمله ده:
لمړۍ برخه: توحید ربوبیت:
دوهمه برخه: توحید الوهیت.
دریمه برخه: توحید اسماء وصفات.
او ددغه هر یوې نوعې لپاره په سلهاوو دلیلونه په قرآن او سنت کې راغلې دي:
چې ان شاء الله آینده کې به ورته راشو.
فی الحال دومره کفایت کوي.
[img:92123f27cc]http://static.tagged.com/images/user3/02/44/81/24481398-60319372.jpg[/img:92123f27cc]
[img:92123f27cc]http://static.tagged.com/images/user3/53/76/93/5376935811-59801200.gif[/img:92123f27cc]