د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وړوکۍ بوش څه وايي؟؟ دا تقریر دیوه متمدن دولت درئیس دې او که بدمعاشانو دیوه ټولې دمشر دې

و.افغان
24.01.2008

دپښتو ژباړې ته وروسته راځم:

http://www.mediamonitors.net/khodr60.html

:


Re: وړوکۍ بوش څه وايي؟؟ دا تقریر دیوه متمدن دولت درئیس دې او که بدمعاشانو دیوه ټولې دمشر دې

و.افغان
26.01.2008

محترمو ورونو: زه اوس تاسو ته دوړوکې بوش دتقریر یو څو مهمې برخې ژباړم:
29/1/2002
امریکايي کانګرس.
دکانګرس مشر، غړو، هموطنانو!

[color=white:bf0b8ffb51]غواړم په فخر تاسی ته ووایم، چې دمسیحي یهودي سپین او غنی اتحاد حالت ډیر قوي دي، او ځمونږ په تاریخ کې هیڅکله داسی نه دې شوي چې امریکايي تسلط او امریکايي عنعنات داسی قوي، هیبت ناک، محترم، او مقبول وي، لکه څرنګه چې ننۍ نړۍ کې مقبول دي.[/color:bf0b8ffb51]

[color=blue:bf0b8ffb51]نن ورځ امریکايي بیرغ، دامریکا مسلحې قواوې، داستخباراتو مرکزي وکالت، سي آي ای، او دتحقیقاتو فدرالې دفتر د سلو 100 زیاتو دولتونو کې وجود لري، ددې لپاره چې دامن، تسليملولو ، او دویرې او دهشتګردۍ څخه دآزادولو تضمین وکړي.[/color:bf0b8ffb51]

پکار ده چې امریکایان په ما باندی، په خپل حکومت باندي، او دمسلحو قواتو په سړیو او ښځو فخر وکړي، کوم چې ځمونږ دامریکايي ژوند دتګلارو دپایښت لپاره دخپل ژوند خوشالۍ قربانې کوي.

[color=white:bf0b8ffb51]
زه فخر کوم چې تاسو خبر کړم، چې طالبان ختم شول، کابل آزاد شو، اسامه ابن لادن، او ملا عمر به یا وژل شوي وي، او یا به دمرګ سلګۍ وهي، او یا به پټ شوي وي، مګر دډیر وخت لپاره نه، اوکه هغوي مړه وي، او که ژوندي ما تصمیم نیولې چې زه به هغوي عدالت ته وړاندې کوم.[/color:bf0b8ffb51]

[color=#444444:bf0b8ffb51]زه تاسو خبروم چې دافغانانو ښځو خپل ځانونه له برقو څخه دهمیشه لپاره خلاص کړل، او افغانۍ جلکۍ اوس مکتبونو ته ځي تر سبق واخلې چې څنګه مونږ دامریکني لویدیځ خپلوي تر ګوتو کړه.[/color:bf0b8ffb51]

دغربي ثقافت ډیر مهم رمز چې ټلویژن دې، دافغانانو ژوند ته راستون شو، او اوس افغانان ډیر خوشاله دي، او آزاد دي، چې خپل وطن کې څرنګه وګرځي، او آفیون وکري.

[color=blue:bf0b8ffb51]سره له دی چی په افغانستان کې جنګ ختمیدو ته نږدې شوی، خو بیا هم ځمونږ مخې اوږده لاره ده، پکار ده چې په هغې لارې باندې په نورو ډیرو عربي او اسلامي دولتونو کې روان شو..[/color:bf0b8ffb51]

[color=white:bf0b8ffb51]
او تر هغې به ونه دریږدو تر څو هر عربي او هر مسلمان له سلاح څخه بې دخله شي، او ږیره خریيلي، بې دینه، مسالم، او دامریکا سره محبت کوونکې شي، او دښځی په مخ يي حجاب نه وي.[/color:bf0b8ffb51]

زه تصمیم لرم چې خپل ټول موارد ددغه کار درامنځته کیدو لپاره استعمال کړم، مخکې له دې چې دریاست جمهوري لپاره بیا انتخاب شم.

ځما اداری دمعاون چینې تر نګرانې لاندی دیوه قومې طاقت لپاره دیوه سیاست په وضع کیدو ډیر اهتمام کړې دې، او فورا به مونږ په دخپلو ځمکو په ټولو برخو کې کیندې پیل کړ، تیل به ولټوو، او په یوې سترې پروژې به کار پیل کړو، چې له سعودي، خلیج، ایران، او عراق څخه داوبو لاندې دتیلو پیپونه تیر کړو، تر څو ځمونږ لپاره د نه قطعه کیدونکو پطرولي کومکونو تضیمین وکړي.

[color=blue:bf0b8ffb51]
اوس وخت رانږدې شوې چې ټولې نړۍ ته تغییر ورکړو تر څو ځمونږ غوندی شي، .
او ځمونږ درب په فضل سره به مونږ دنړۍ سپین پیشرفته قومونه به خپلې ښکلې، محبوبې، آزادي عقیدې او کلتورونه په هغې نړۍ ومنو، کومه چې ځمونږ مالونو او هدایاتو ته وږې ته.[/color:bf0b8ffb51]

[color=#444444:bf0b8ffb51]له دې وروسته به هیڅکله سړې دږیرې پریښودو شرط ته سر ټیټ نه کړي، او نه به ښځې دې ته سر ټیټ کړې چې خپل مخونه او جسدونه پټ کړي.[/color:bf0b8ffb51]

[color=white:bf0b8ffb51]
او له اوس نه وروسته ټوله نړۍ دا حق لري، چې شراب وڅښي، سګرټ وڅښي، روا جنسي کارونه او دجنسي شذوذ کارونه تر سره کړي، چې په هغه کې له خپلو خپلوانو سره زنا، لواطت، او دمیړه سره دعزت خیانت، دسکسي فلمونو، او کیسټو لیدل په خپلو خوب کوټو ، او هوټلونو کې هم شامل وي. [/color:bf0b8ffb51]

[color=blue:bf0b8ffb51]
پاتې شوه ځمونږ دکمپنیو خبره چې دغه رنګ توکې صادروي، نو دهغې لپاره به پوره حق وي چې پرته له کوم مشکل څخه خپل توکې متخلفو دولتونو کې ورسوي، کومو چې له خپلو ولسونو څخه دغه ازادۍ منعه کړي وي.[/color:bf0b8ffb51]

زه امید لرم چې زه به په خپل ژوندانه کې دخپلی کورنۍ بوش دمیراثه ساتنه وکړم، عربو اومسلمانانو سره مې دلس کالو اوږده جګړه وکړه، ددې لپاره چې دهغوي په وطنونو کې ګډوډې دوام پیدا کړي.

او هیڅ یو پاچا او عربي امیر به مو مجبور نه کړي چې دخپلو پیشرفته ګاړو کې دتیلو دسوځیدا کچه ټیټه کړو، او دا کار به هیڅکله زما په ریاست کې ونه شي، بلکه بر عکس هغوي به مجبوریږي چې چې دخپلو تیلو صادرول زیات کړي، او ریټونه کم کړي.

http://www.mediamonitors.net/khodr60.html

نوري تبصرې او شننې پرې تاسو ته پریږدم.


Lotfollah
26.01.2008

ساپی صاحب سلام علیکم

[quote:2effe9928d]دا تقریر دیوه متمدن دولت درئیس دې او که بدمعاشانو دیوه ټولې دمشر دې[/quote:2effe9928d]
دا تقریر د دواړو ندﺉ! دا طنز ته ورته تقریر دډاکټر او لیکوال ښاغلي Mohamed Khodr دﺉ . نوموړﺉ د بشر دحقوقو له فعالینو څخه دﺉ، چې په ځانګړیتوګه د منځني ختیځ په اړه انتقادی لیکنې کوي. دلته د هغه دنورو لیکنو نمونې:

http://www.mediamonitors.net/khodr1.html
http://www.mediamonitors.net/khodr3.html
http://www.mediamonitors.net/khodr7.html

په درناوي


و.افغان
26.01.2008

[quote:007909f543="Lotfollah"]ساپی صاحب سلام علیکم

[quote:007909f543]دا تقریر دیوه متمدن دولت درئیس دې او که بدمعاشانو دیوه ټولې دمشر دې[/quote:007909f543]
دا تقریر د دواړو ندﺉ! دا طنز ته ورته تقریر دډاکټر او لیکوال ښاغلي Mohamed Khodr دﺉ . نوموړﺉ د بشر دحقوقو له فعالینو څخه دﺉ، چې په ځانګړیتوګه د منځني ختیځ په اړه انتقادی لیکنې کوي. دلته د هغه دنورو لیکنو نمونې:

http://www.mediamonitors.net/khodr1.html
http://www.mediamonitors.net/khodr3.html
http://www.mediamonitors.net/khodr7.html

په درناوي[/quote:007909f543]

لطف الله جانه وروره:
په خیر راغلې،
دا تقریر ما له یو ویبسایټ څخه اخیستې، زه تاسې ته دا تأکید نشم کولاي چې سل سلنه دې تقریر دوړوکې بوش وي،
خو که ددغه تقریر متن ته وګورې، او بیا دبوش او دبوش دادارې طغیان، سرکشۍ، استبداد، زبردستۍ، ظلمونو، او سرزوریو ته وګورې، نو ټول دغه کارونه به ددې تأکید درته وکړې چې دغه تقریر دبوش دې،
بوش دېته نږدې نورې ډیر خبرې کړي دي، چې نړیوالو میډیاګانو هم راخیستې مسلمانانو پرې موشن هم اخیستې، خو وروسته يي بیا انکار کړې، یا يي ویلي دې چې انګلش ځما مورنۍ ژبه نه ده، او یا يي خبره بدله کړې،
له هغو خبرو څخه یوه هغه ده چې یو ځل يي په ښکاره وویل، کله يي چې په افغانستان جګړه شروع کوله:
ويي ویل: دا جګړه یوه صلیبي اوږد مهاله جګړه ده.
که دا درسره ومنم، چې دا تقریر دهغه نه دې،
نو ته به راسره دا ومنې چې ددوي وحشي اعمال ددوي ددغه تقریر ترجماني کوي،
او که داسی نه ده؟؟؟؟؟؟


Lotfollah
27.01.2008

[quote:a41089fbf2]نو ته به راسره دا ومنې چې ددوي وحشي اعمال ددوي ددغه تقریر ترجماني کوي،
او که داسی نه ده؟؟؟؟؟؟[/quote:a41089fbf2]
ګرانه ساپی صاحب د سلامونو وروسته باید عرض شی چې زه د بوش په کړو وړو کې ستاسو نظر تائیدوم خو په لیکنو کې دامانت داری د اصل پلوﺉ هم یم.
کله چې تاسې لیکئ:
[quote:a41089fbf2]محترمو ورونو: زه اوس تاسو ته [color=blue:a41089fbf2]دوړوکې بوش دتقریر [/color:a41089fbf2]یو څو مهمې برخې ژباړم:
29/1/2002
امریکايي کانګرس.
دکانګرس مشر، غړو، هموطنانو! [/quote:a41089fbf2]
داسې ښکاري چې تاسو د ښاغلي بوش ( تقریر ) ژباړلئ دﺉ حال دا چې داسې ندﺉ. څنګه چې څرګنده شوه دا لیکنه یا تقریر د ښاغلي Mohamed Khodr ده.

په درناوی


momtaz
27.01.2008

[quote:dce639535d]29/1/2002
امریکايي کانګرس.
دکانګرس مشر، غړو، هموطنانو! [/quote:dce639535d]
وایي یو لویدیځوال سیلانی ، چې په لومړي ځل ایران ته ورغلئ و د تهران ښار په یوه واټ کې د خلکو یوې لویې ډلې سره مخامخ شو چې د ځینو د سرونو او ځانونو څخه وینې بهیدلې او لا ځانونه یې په ځنیرونو وهل او دا نورو ورته په جګ آواز ژړل. سیلانی له یوه چاه څخه چې اوښکې یې په مخ بهیدلې و پوښتل چې څه خبره ده؟ هغه سړي د خپله اوښکې یې پاکې کړي او ویې ویل چې خلک ژاړي او ځانونه وهي ځکه چې امام حسین وژل شوﺉ دی. سیلانی حیران شو او ویې پوښتل چې امام حسین څه وخت او چېرې وژل شوﺉ دﺉ؟ هغه ایرانی بیا په ژړا شو او په ځواب کې یې وویل چې زمونږ ګران امام حسین تقریباً ۱۴۰۰ کاله پخوا د عراق په کربلا کې په شهادت ورسید.
لویدیځوال سیلانی حیران شو او ویې ویل: عجبه خبره، دا پېښه ۱۴۰۰ کاله د مخه په کربلا کې وشوه او تاسې له هغې څخه اوس خبر شوﺉ!!!

نوګرانه وهاج ساپی وروره ډېر زحمت مو پر ځان ګاللئ ، خو دا خبرې چې تاسو د وړوکي ( کشر) بوش په اړه راټولې کړې دي ۷ کاله زړې دي!!!

والسلام


و.افغان
27.01.2008

[quote="momtaz"][quote:4283f80670]29/1/2002

نوګرانه وهاج ساپی وروره ډېر زحمت مو پر ځان ګاللئ ، خو دا خبرې چې تاسو د وړوکي ( کشر) بوش په اړه راټولې کړې دي ۷ کاله زړې دي!!!

والسلام[/quote:4283f80670]

نه ممتاز ګله وروره:
دې کې دزحمت څخه خبر ده؟!
چې تاسی راباندې دومره خواشیني ښوولې، ستاسو خدمت خوځما فرض دي
او کله کله خو ځینې خلک دلسهاوو کلونو مخکې خبرو ته ورګرځي،
خو زه حیران په دې یم چې تشارلز داروین تقریبا څه کم دوه سوه کاله مخکې خپله بیزوګۍ نظریه طرحه کړه، او ملحدینو دعلمي نظريي رنګ ورکړ، خو دخداي جل جلاله په فضل سره خپله دغرب علماووو په علمې ، تجریبې، او مخبرې لارو دا ثابته کړه چې دغه نظریه هسې چټیات دې، خو لیکن تر مونږ افغانانو اوس راورسیده، چې ځینې ځوانان ډیر په غرور !!!! سره له دغې نظرېې دفاع کوي او ځان دبیزو له نسله بولې؟؟؟؟؟
نو وایه چې دحیرانتیا خبره ده، اوکه نه؟؟؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more