اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
عاشورا دغم که دښادۍ ورځ
..Ahmadzai
17.01.2008
[color=yellow:e54a05a285]عاشورا دغم که د ښادي ورځ [/color:e54a05a285]
ګرانو محترمو وروڼو
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
لکه څرنګه چی معلومه ده (10) د محرم د عاشورا په ورځ شهرت لری
چی ټول مسلمانان دغه ورځ لمانځی، أواحترام یی کوی.
ددغی ورځ تاریخ او تاریخی پیښی ډیری مهمی پیښی دی، چی باعث ددغی ورځې دتقدس شوی.
پورتنی عنوان یاسر ټکی می ځکه ددغی موضوع لپاره وکارو چی نن ورځ د اسلام مختلفی طایفی دا ورځ په مختلفو طریقو او دودو سره لمانځی، چاته دا ورځ د خوښۍ ورځ ښکاری او خوښۍ او خوشحالۍپکی اظهاروی، ځانونه سینګاروی او حلواګانې پخوی، ځکه چی په دغه ورځ کی حق پس له ډیر انتظار څخه پر باطل باندی غالب سوی.
له بلی خوا ځینو نورو طایفو یا فرقو دا دغم او مأتم په ورځ بدله کړی، چی کله دا ورځ راسی نو څیری یی قهرجنې سی او ورین تندی یی عبوس سی، ته وایی ګواکی چی کورنو کی یی مړی په جنازو بار دی ،او د انتقام شرر یی له سترګو الوزی، ټوله ورځ په ساندو او زړا تیروی،مخونه شکوی،ځانونه وهی او لعنتونه وایی.
او دریم ډول خلک په دغه ورځ روزه نیسی او عبادت او تقرب الی الله کوی، دوی هم ددغی ورځ تقدس کوی خو له اعتدال څخه کار اخلی، لا ضرر ولا ضرار، چی نه پکې خوښۍ او نه غم ښکاره کوی.
ګرانو وروڼو ستاسو نظر چه شی ده؟.
مهربانی وکړی خپل نظرونه وړاندی کړی.
په درناوی
احمدزی
17.01.2008
[quote:5ef3e1133f]چاته دا ورځ د خوښۍ ورځ ښکاری او خوښۍ او خوشحالۍپکی اظهاروی، ځانونه سینګاروی او حلواګانې پخوی، [color=red:5ef3e1133f]ځکه چی په دغه ورځ کی حق پس له ډیر انتظار څخه پر باطل باندی غالب سوی. [/color:5ef3e1133f][/quote:5ef3e1133f]
هیله ده ددغې جملې په دوهمه برخه بشپړه رڼا وغورځوئ !
عاشورا
..Ahmadzai
17.01.2008
محترم پتوال صیب
سلام او نیکی هیلی ومنی
چون أوس ډیره نا وخته ده ، نو سر سری به یې دغه سې درته وضاحت وکړم.
په بعضې هغه عربی ملکونو کې چې د افریکا په شمال لویدیځ کې واقع دی ، لکه الجزایر ، مغرب، تونس ،او داسی نور بعضې په ختیځه اسیا کې ،دا ورځ په خوښی او خوشحالۍ لمانځی ،ځکه چی دوی وایی چی په دغې ورځې کې الله تعالی بنی اسرایلو ته له فرعون څخه نجات ورکړی وو اوفرعون یی سمندر کې یې ډوب کړی چی دوی (اسرایلیان) تری تر ابد خلاص شول.
مطلب یی د یهودیانو څخه ښه راتلل نه دی، یا دهغوی په خلاص خوشحالی کول نه دی،محض یا مازی پر باطل دحق غلبه لمانځی. دوی موسی علیه السلام او دهغه مومن قوم په نجات خوشحالی کوی. چی دحق او باطل مبارزه وه. نه ننی یهودیان ، ځکه چی یهودیان بیا روسته منحرف شول او دین کی یی تغیر راوست.
په درنښت
احمدزی
عاشورا
..Ahmadzai
18.01.2008
محترمه
باید دا هم ووایم چی دغه پورتنی ډول خلکو د شیعګانو په مقابل کی دغلو څخه کار أخستی.
او بل دلیل یی نه ده پیدا کړی نو دوی دحق او باطل دغه دموسی علیه السلام بری د شاهد یا دلیل په حیث وړاندی کوی ، پدی معنی نه چی دوی د حسین رضی الله عنه په شهادت خوشحالی ښکاره کوی ،ځکه چی دوی خپل ځانونه د أهل السنه څخه حسابوی، او حسین رضی الله عنه ته احترام لری، نو اول کی یی مطلب د شیعګانو ضدیت او د هغوی سره کست کول وو ، چی وروسته دا هم د یو دودیا رواج په حیث پاتی سو.
زما په نظر ددوی دغه عمل صحیح نده، ځکه چی نه رسول الله صلی الله علیه وسلم اونه سلف کړی دی .
په درنښت
احمدزی
18.01.2008
درنو او محترمو خویندو او ورونو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
د عاشورا مبارکه ورځ مو بختور!
د عاشورا ورځ له نامه څخه څرګنده د محرم د میاشتې لسمه ورځ ده . د محرم میاشت د قمري اسلامي کالیزې لومړۍ میاشت او د رمضان المبارک څخه وروسته ډیره مبارکه میاشت ده ! که د رمضان د میاشتې د هرې ورځې د روژې ثواب د کال د نورو اتیا ورځو د روژو سره برابرې ګڼل شوي نو د محرم د میاشتې یوه ورځ روژ هم د نورو ۳۰ ورځو ثواب لري !
داسې کتابونه روایتونه هم شته چې سربیره پردې چې موسی علیه السلام د خپل قوم سره د قلزم له سمندرګي څخه روغ جوړ تیر شو، یوسف (ع) هم د عاشورا په ورځ
له کوهي څخه راوویستل شو، ایوب (ع) په دغه ورځ له خپلې په کلونو کلونو اوږدې ناروغۍ څخه الله تعالی روغ اوبیرته ځوان کړ او بالاخره وایي چې يونس (ع) هم د محرم په دغه لسمه نیټه د ماهي له خولې څخه راووت .
دا ټول هغه دلایل دی چې عاشورا له پخوا نه د خوښۍ ، بري او نجات مبارکه ورځ وه
او یواځې د کربلا ناوړه پیښه چې د حضرت حسین (رض) په شهادت ختمه شوه او د ټولو مسلمانانو په غم تمامه شوه نور د خوښۍ او دیني عباداتو او روژې نیولو مبارکه ورځ ده . الله تعالی دې مونږ ټولو ته لږ تر لږه د دوه روژو : د عاشورا او ورپسې یا مخکینۍ ورځې د روژې نیولو او په دغې مبارکې میاشت کې د لا ډیرو ورځو د روژه کیدلو توفیق راکړي والسلام .