د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مونږ به کله هوښياريږو؟؟

ډوکتر څپاند
17.01.2008

مونږ به کله هوښياريږو؟؟
ډيرو ګرانو او عزتمنو افغانانو!
زه چه کله په مکتب کي وم نو زمونږ د تاريخ ښوونکی به هميشه داويل چه په
 نړی کی بی اتفاقی او دښمنی انګریزانو پيداکړيده٠
دتاريخ په شهادت د اسلام دين اولني دين دي چه د ټول بشريت لپاره نازل شوی 
دی٠تر هغی دمخه ا ديان به د يوه خاص قوم لپاره نازليدل٠
د اسلام ددين برياليتوب سبب پر نورو عقايدو دا نه وه چه ګواکی عربان ښه 
جنګيالی ول٠دمسلمانانو دبريو سبب داوه چه دنړی خلکو به د سر په سترږو ليدل چه
داسلام  رهبران د نورو رهبرانو په خلاف د خپلو خلکو سره يوشان ژوند کوی،
اسلامی رهبران دعواموا پشان په خټينه خونه کی اوسيږی،دهغوی خواړه او دتن 
جامی د نورو پشان دی , هر څوک کولایی چه په هره موقع هغوی وګوری او د
قانون په مقابل کي يو شان مکلفيتونه لري٠
خو متاسفانه کله چه د لومړي نړيوال جنګ په پايله کي د مسلمانانو روستی ستر
مرکز يعنی عثمانی امپراتوري ونړيده،نو انګريزانو د نړی چارواکی شول٠
زمونږ دتاريخ د معلم صاحب په قول انګريزانو د هماغی اولی ورځی څخه دنفاق 
اچولو او حکومت کولو چم په لاره کړ او تر اوسه هم يي په بری سره پکار وړی٠
دتاریخ معلم صاحب به ويل چه انګريزانو د ځيني خاينو ملايانو په مرسته پر 
امان الله خان دکفر فتوا ورکړه اوپه پايله کي دوخت ملی او ترقيخواه حکومت
دغلو او رهزنو په وسيله ويجاړکړ٠
معلم حاحب به ويل چه اوس خلک هوښيار شوی دی اونوربه د انګريزانو 
چالونه نه چليړي او داهم ځکه چه هندوستان هم دا نګريزانو په چم تجزيه شوی 
او اوس ټوله نړی پدی زړو چمونو پوهيږي٠
مګر افسوس او سل ځله افسوس چه ځما د معلم صاحب د عقيدی په خلاف 
انګريزان بيا هم په بري سره وتوانيدل چه دداکتر نجيب حکومت ته  هم د ارتجاعي ملايانو په واسطه سقوط ورکړی٠
عراقيان يي هم په ډيره سادګی سره په سني،شيعيه او کردانو دښمنو ډلو وويشل
اوس يي پخپل منځ کي جنګوی او دوی يي تماشي ته ناست دي٠
د طالبانو په جامه کی يي خپل نوکران د طالبانوسره مله اوطالبان يي هم ګمراه
کړل٠
اوس يي خپل څو تنه ګوډاګيان په افغانستان،پاکستان،عربستان،مصر،اردن
فلسطين او نورو اسلامی هيوادو په رهبري کي نصب کړي او دهماغه زوړ ،زوړ
او بيا هم زوړ شعارپه استفادی سره مسلمانان پخپل منځ کي جنګوی اوزمونږ
افغان ورونه لکه بهرام جان  د خرونو او اسانو او قاطرو په نامه ور ته
نغاری وهي!
نو دا مونږ به کله هوښياريږو؟؟!


Nawabi
17.01.2008

هر افغان په دا پوهیږی او هره ورځ د سر په سترګو وینی چی په زمونږ په هیواد کی دډیرو بلوا ګانو او بغاوتونو لکۍ دهمدی ګاونډیانو په لاس کی ده . خدای دوکړی چی دافغانستان ویده چارواکی راویښ شی او په میړانه دخپل هیواد دوګړو غم وخوری ، دافغانستان دخلکو بچی مری او له حیثیت سره یی پردی لوبی کوی ،خو زمونږ دهیواد په ځان اخته او مصلحتی چاواکی چی دکار وړتیا او لازمه پوهه نه لری یوازی دخپل جیب په ډکیدو اخته دی اود خلکو دغولیدلو لپاره د اوښکوپه تو یولو او ژړاګانو ځانونه د خلګو خواخوږی ښیی


Re: مونږ به کله هوښياريږو؟؟

درويش
17.01.2008

[quote:325d679295="Fared Besada"]نو دا مونږ به کله هوښياريږو؟؟![/quote:325d679295]
هغه ورځ چې موږ د ملا ناولې څېره وپېژنو.
ځکه چې ملا د اسلام او دين په جامه کې تل هغه
څه کړي چې انګرېزانو د دې سيمې د خلکو لپاره
غوښتلي او د دې لپاره يې چمتو فتواګانې ورته
هر وخت ساتلې دي. د ملا کار وظيفه خوړل او څوک
چې وظيفه ورکوي د هغه نعتونه ويل دي. نو که
انګرېزانو غوړه وظيفه ورکړې خامخا به د هغوى
لپاره نعتونه وايي او فتوې به ورکوي او خلک
به ګمراه او د تباهۍ کندې ته ديکه کوي.
د ملا د لاسه پښتانه په جهالت کې پراته دي
او په اسيا کې تر ټولو وروسته پاتې ژوند تېروي
او په ډول ډول مصيبتونو کې ګېر دي.
د پښتنو تر ټولو ستر دښمن همدغه د جهالت ګوډى دى


Lotfollah
17.01.2008

[quote:fc3b78b30d]د کليو د پراختيا وزارت غواړي چې د موسا کلا خلګو سره مرسته وګړي . او د موسا کلا د خلګو د لمړنيو اړتيا و د پوره کولو د پاره دا دی يو ښکلی مسجد جوړېږي .
http://www.bbc.co.uk/pashto/index.shtml

ملا او سياست [/quote:fc3b78b30d]
ګرانه کوشانه وروره، ما خو په دې ښودل شوي آدرس کې هغه څه چې تاسو لیکلي دي پیدا نکړ ! لطفاْ توضیح کړﺉ چې آیا دا دروغ دﺉ یا بېځایه ټوکه؟ په هغه آدرس کې دا لاندې متن خپور شوﺉ دﺉ:

دکليوپراختيا: موسى کلا سره مرستې کوو

عبدالصمد روحاني
له هلمنده

دافغانستان حكومت به ژر دموسى كلا ولسوالۍ پرزيانمنو خلكو يوميلون ډالر ه وويشي .
دغه اعلان ددغه هېواد دكليو دبيارغاوني اوپراختيا وزير احسان ضيا دهلمندولايت ته دخپل سفر پرمهال په يوه خبري ناسته كې وكړه .

دافغانستان دكليو دبيارغاونې اوپراختيا وزير احسان ضيا وايي چې يوازې يو ميليون ډالر به دموسى كلا ولسوالۍ پرهغو خلكو وويشي چې په جنګ جګړو كې يې كورنه اوهټۍ زيانمني شوي وي .

موسى كلا هغه ولسوالي ده چې يوه نيمه مياشت وړاندې افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ديوې درنې جګړې په پايله كې ونيول .

نوموړي همداډول ددغه ولسوالۍ دمركز دسركونو اوهلته ديو پل دجوړولو ژمنه هم وكړه .
ښاغلي ضيا وويل چې ددغه پروژو كار به په نژدې راتلونكي كې پيل شي .

دهلمندوالي اسدالله وفا دكليو دبيارغاوني اوپراختيا له وزير څخه وغوښتل چې دهلمنددګرشك ولسوالۍ څخه ترموسى كلاپوري غزيدلې لاره ، له ناوې ولسوالۍ څخه ترګرمسير ولسوالۍ اودهلمند له مركز لښكرګاه څخه تر مارجې ولسوالۍ پوري غزيدلي لاري دې هم جوړې كړي .

دوالي اسدالله وفا ددغو غوښتونو په ځواب كې دكليودپراختيا وزير وويل چې دغه لوې لارې به هم ترڅيړنو او نقشې وروسته بيا جوړې کړي .

كه په رښتيا هم ددغو پروژو دپلي كيدو ژمني عملي شي دابه په جګړه ځپلي ولايت هلمندكې دبيارغاونې ترټولو غټې پروژې وي .

دهلمندځايي خلك پرحكومت نيوكې لري چې ددغه ولايت بيا جوړولو ته يي پاملرنه نه ده كړي .

خولوړپوړي حكومتي چارواكې ددغو نيوكو په ځواب كې وايي چې ګواكې ځاى وگړي درغاونې د پروژو امنيت نشي خوندي كولى نوځكه حكومت اونړيواله ټولنه زړه نه ښه كوي چې دبيارغاونې كارونه وكړي .

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/story/2008/01/080117_hh-musakala-help.shtml


ډوکتر څپاند
25.01.2008

اې لغمانه لا هم وښيارشوی نه یی!


Re: مونږ به کله هوښياريږو؟؟

pattang
25.01.2008

هغه مځکه چې افغان ملتيانو او خلقيانو مرداره کړې ، ملايان ډېرځله شرف پرې
لري٠ دملا مرداري د چپيانوزاړه خوبونه دي، خو دلاسپوڅي رژيم او افغان ملتيانو
چپړاسيتوب او ځان خرڅول د سترګو ليدلی حال دی چې ټوله نړۍ يې ګوري٠
نالت دې خدای پر هغوی چې تاريخ هېره وي٠

[quote:03950ce0a5="درويش"][quote:03950ce0a5="Fared Besada"]نو دا مونږ به کله هوښياريږو؟؟![/quote:03950ce0a5]
هغه ورځ چې موږ د ملا ناولې څېره وپېژنو.
ځکه چې ملا د اسلام او دين په جامه کې تل هغه
څه کړي چې انګرېزانو د دې سيمې د خلکو لپاره
غوښتلي او د دې لپاره يې چمتو فتواګانې ورته
هر وخت ساتلې دي. د ملا کار وظيفه خوړل او څوک
چې وظيفه ورکوي د هغه نعتونه ويل دي. نو که
انګرېزانو غوړه وظيفه ورکړې خامخا به د هغوى
لپاره نعتونه وايي او فتوې به ورکوي او خلک
به ګمراه او د تباهۍ کندې ته ديکه کوي.
د ملا د لاسه پښتانه په جهالت کې پراته دي
او په اسيا کې تر ټولو وروسته پاتې ژوند تېروي
او په ډول ډول مصيبتونو کې ګېر دي.
د پښتنو تر ټولو ستر دښمن همدغه د جهالت ګوډى دى[/quote:03950ce0a5]


Nazar
26.01.2008

پتنګ
خشنګ
سلاګیر دی څوک ده
..............................................!
دغومره بد او مردار بوی سی دی ملایانو د غولوڅخه پورته کیږی اندازه یی 
وس ټولو افغانانو ته شه معلومه ده
او ستاسو دی............................................. .

غول یی وس هم لا دی کابل په کوڅو کی پراته دی 


omarzoy
21.02.2008

دپښتنو خاوره خو دملا منافق اوبې دينه له برکته په داسې بدمرغيو اخته ده چې 
اوس د ټولويې ليار ورکه ده٠ ملا په سپينه او پاکه جامه کي يو ستر شیطان دی دڅښتن تعالی ترې هم خوا بده ده ځکه چې ملا دخدای پیدا مخلوق ځانوژنې اونوروژنې ته  هڅوي٠او هغه مخلوق چې الله تعالی خلق کړی له منځه وړي٠

که مو دامنافق ملايان نه درلودای نو افغانستان به سمسوروای
ملا دخدای ستر دښمن دی


pattang
22.02.2008

دافغانستان خاوره ملا يانو نده خرابه کړې ،خاور خو هغوی خرابه کړه چې ځانوته
سره روڼ انډي ويلي ٠ داد دې منافيقينو ، ملحدينو ، بې کارو ، خرڅ شويو
مذدورانو برکت دی چې افغانستان دې حالت ته راغی ، دغو مسلکي بې سوادو او بې مسلکو په خپل قوم زدکول چې هم يې ځانونه وشرمول او هم يې نورو ته زمينه مساعده کړه چې افغانستان دسياسي مسخرو ميدان شي ٠
دغوملحدينو او تاريخي جنايتکارانو، پښتنولي چې دپښتون قوم معنوي هويت او
کلتوري ملغري په زرګونو کلنو را هيسې جوړوي ،زاړه ،فيوډالي عنعنات بلل اوله
منځه يې وړل ٠
هغه کارونه اوهغه کلتور چې دوی مخ ته اچولي وو، دبشريت په تاريخ کې ساری
نلري ،خپل قوم ا و خپلې پښتو يې څټ ور وګرزاوو او دنورو پښې څټونکي شول ،
خونن بيا د هغې پښتو دعواوې کوي چې پرون ورځ يې خرڅه کړې ده .
دروغ وېيل د پښتانه قيمت کښته کوي، که څوک پردې پوه شي ، نو ملا څه وخت
قدرت لاره او څه وخت يې حکومت کړی ، ملا خو په مسجد کې پروت دی او خپل
ټوک خوري٠ خو دځينو منافقينو لکه پخواوختو کې له اسلا مه ځخه بد راځي نو
ټوله بدبختي پرملا ور اچوي٠ زه ټوله ګناه د هغوتېرو رژيمونوبولم چې ملا يې له اقتصادي اوتعليمي ژوندي پروڅيس نه ګوښه کړی وو او په توره تياره کې يې
لوی کړی او اچولی وو اوس هم هلته پروت دی ٠
زه په خپله ،نه ملا يم نه طالب خو له حقيقته ستر ګې نشم اړولی ٠
دا اوس هم ځينې خلک په ملا پسې سپکې سپاندې وايې خو داشغالګرو دفحشا
دې دولت په برخه کې يې سترګې مړې اچولې دي ٠

دپښتنودجنګياليودغيرت په مينه
پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more