اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
محترمو ورونو! دمحرم دمیاشتی دعاشوراء دروژې له عظیم ثواب او اجر څخه ځان مه بې برخې کوۍ
و.افغان
16.01.2008
ګرانو او محترمو مسلمانو ورونو!
دا ورځې شپی په ټولو مسلمانانو دثوابونو او اجرونو ډک موسم میلمه دې،
او دغه موسم د محرم الحرام لومړنۍ مبارکې شپی او ورځې دي، چې لسمی ته يي عاشوراء ویل کیږي، او روژه نیول يي سنت مؤکد دي، او په اسلام کې لومړۍ همدا ورځ روژه فرض شوی وه، چې بیا يي فرضیت درمضان المبارک دمیاشتی دروژی په تشریعکیدو سره پورته شو، او سنت مؤکد شوه،
دا هغه عظیمه ورځ ده چې الله جل جلاله په کې موسی علیه السلام او دهغه قوم له فرعون څخه وژغوره، او فرعون يي سره له واړه اتباعو غرق کړ.
نبی کریم صلی الله علیه وسلم د عاشواء دروژې په باره کې فرمایلي دي:
ومن صام عاشوراء غفر الله له سنة
ژباړه: دعاشوراء دورځي روژه د یوکال ګناهونه معاف کوي، او بل حدیث کی روایت دی چې دتیر کال ټول ګناهونه معاف کوي.
محترمو خبره نوره نه اوږدوم او وایم:
آینده د جمعی ورځ چې دجنورې داتلسم سره سمون خورې دعاشوراء ورځ ده،
هیله ده چی ددغی مبارکې روژې فضیلت او ثواب څخه محروم نه شۍ،
او که دچا وسعه کیږي، او کولاي شي نه بهتره داده چې یوه ورځ ترې مخکې ونیسې، او یوه ورځ ترې وروسته ونیسې،
یعنې پنجشنبه چې دنهم محرم الحرام سره سمون خورې.
جمعه: چې دعاشوراء ورځ ده، او دلسم محرم الحرام سره سمون خورې.
شنبه: چې دمحرم الحرام دیوولسمې سره سمون خورې.
الله جل جلاله مو روغ جوړ، او ټولو روا او شرعي کارونو کې کامیاب لره.
saleehzai
18.01.2008
السلام عليکم
خومحترم وهاج صاحب که يوسړی په پاکستان کښي دمحرم روژه نيسي نوهغه به کله وي ؟؟
اويادعرفات ورځې روژه خودامعنی چي حاجيانوپه عرفات د دريدو ورځ ده ، دلته په پاکستان کښي د
عرفات ورځ کله وي ؟ اياهغه ورځ چي حاجيان عرفات ميدان ته ځي اوکه دپاکستان تاريخ په لحاظ نهمې ذولحجې
چي له سعودي عربستان يوه دوه ورځې وروسته وي همداورځ په پاکستان کښي دعرفات ورځ بلل کيږي ؟؟
مطلب دادی چي دعرفات ورځې څخه نهم ذولحجه مراد دی او که دحاجيانووقوف په عرفات باندي ؟؟
ياپه بل ډول په پاکستان کښي به دعرفات ورځې روژه دحاجيانوعرفات ته دختوپه وخت نيسي اوکه نهم ذولحجې
ته به انتظارکوي چي عموماله سعودي عربستان څخه يودوه ورځې وروسته وي ؟؟؟
والسلام عليکم
عاشورا
..Ahmadzai
18.01.2008
محترم وهاج صافي صاحب
أحيك بتحية الإسلام
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ګرانه په علم او قلم دی برکت شه
محترما څرنګه چی دغه موضوع ما هم مطرح کړی وه او هیله می کړی وه چی هر څوک خپل نظر وړاندی کړی، نو ګرانه دا به ښه نه وه چی دغه موضوع په یوه ځای کی مطرح شوی وی، او تا هم خپل ګټور معلومات او نظر هغلته وړاندی کړی وی.
په هر حال ، زه ستا لیکنو ته ډیر احترام لرم او ډیر په غور غور یی ګورم ، او خدای شته چی دیره استفاده تری کوم، خدای تعالی دی نور توفیق هم درکړی.
ګرانه زه هم یو څو پوښتنی په دی باره کی لرم.
اول دا چی رسول الله صلي الله علیه وسلم دغه ورځ روزه نیولی وه او بیا دیهودو د مخالفت لپاره دیوی ورځی تری مخکی یا هم وروسته د روزی نیولو هدایت کړی ،
[color=yellow:f0ea8ba2ba]
وعن ابن عباس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "صوموا يوم عاشوراء، وخالفوا فـيــه اليهود، وصوموا قبله يوماً أو بعده يوماً"(29).
وعلى صحة هذا الحديث فإن من لم يصم الـتـاسـع فإنه يصوم الحادي عشر؛ لتتحقق له مخالفة اليهود في عدم إفراد عاشوراء بالصوم.
أما رواية: "صوموا يوماً قبله، ويوماً بعده" فهي ضعيفة(30).[/color:f0ea8ba2ba]
او څرنګه چی تاسو ددریو متتابعو یا سر په سر ورځو د روزی ذکر کړی، نو زما پوښتنه داده چی د پورتنی حدیث سره یی څرنګه برابریی ؟
مهربانی به دی وی که لږ رڼا پری واچوی؟
دوهمه دا ، زمونږ بعضی وروڼه چی د اهل السنه والجماعه په لیکو کی ځان شماری، دعاشورا په ورځ د شیعګانو سره سم په دغه ورځ ساندی بولی او مرثیی وایی ، چی ان رسمی بڼه یی غوره کړی او دا فغانستان او پاکستان میډیا ټوله ورځ په دغه کار مصروف وی، ددوی باره کی څه ویل غواړی؟
په ډیره مینه
احمدزی
و.افغان
18.01.2008
[quote:78e889100d="saleehzai"]السلام عليکم
خومحترم وهاج صاحب که يوسړی په پاکستان کښي دمحرم روژه نيسي نوهغه به کله وي ؟؟
اويادعرفات ورځې روژه خودامعنی چي حاجيانوپه عرفات د دريدو ورځ ده ، دلته په پاکستان کښي د
عرفات ورځ کله وي ؟ اياهغه ورځ چي حاجيان عرفات ميدان ته ځي اوکه دپاکستان تاريخ په لحاظ نهمې ذولحجې
چي له سعودي عربستان يوه دوه ورځې وروسته وي همداورځ په پاکستان کښي دعرفات ورځ بلل کيږي ؟؟
مطلب دادی چي دعرفات ورځې څخه نهم ذولحجه مراد دی او که دحاجيانووقوف په عرفات باندي ؟؟
ياپه بل ډول په پاکستان کښي به دعرفات ورځې روژه دحاجيانوعرفات ته دختوپه وخت نيسي اوکه نهم ذولحجې
ته به انتظارکوي چي عموماله سعودي عربستان څخه يودوه ورځې وروسته وي ؟؟؟
والسلام عليکم[/quote:78e889100d]
محترم صالحزي صاحب:
په خیر راغلې،
ګرانه وروره: دعرفات ورځي څخه مقصد هغه ورځ ده کومه ورځ چې حاجیان عرفات ته ځي،
هیڅوک دا حق نه لري، چې دغه ورځ مخکې وروسته کړي،
پاکستاني چارواکي دمیاشتی په لیدلو کې له ډیرې بي انتهايي بیغورۍ څخه کار اخلي،
هو: دروژي په لیدلو کې یو څه ګنجایش شته دې، ځکه چې دځينو علماوو نظر دادي چې مطالع مختلف دي، او ددي په اساس روژه دمیاشتي لیدلو پورې اړه لري، البته دعاشوراء دورځي باره کې باید له پوره احتیاط څخه کار واخیستل شي، او دهلال بیغوره پاکستانۍ کمیټي باندی باور ونه شي، او ښه به داوي چې یوه ورځ مخکې او یوه ورځ وروسته دمحرم له لسم څخه ونیول شي.
د فلک له مخې هم هیڅ امکان نه لري چې پاکستان دې له سعودي څخه دوه ورځي وروسته شي، پاکستان سعودي سره ټول ټال دوه ساعته فرق لري، نو که په میاشته لیدلو فرق راځي، نو هیڅکله له یوي ورځي زیات نه راځي، او ډیر امکان دي ولري چې دغه فرق بیخي رامینځ ته نشي.
په درنښت.
Re: عاشورا
و.افغان
18.01.2008
[quote:c5b96b4b46="jalal ahmadzai"]محترم وهاج صافي صاحب
أحيك بتحية الإسلام
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ګرانه په علم او قلم دی برکت شه
محترما څرنګه چی دغه موضوع ما هم مطرح کړی وه او هیله می کړی وه چی هر څوک خپل نظر وړاندی کړی، نو ګرانه دا به ښه نه وه چی دغه موضوع په یوه ځای کی مطرح شوی وی، او تا هم خپل ګټور معلومات او نظر هغلته وړاندی کړی وی.
په هر حال ، زه ستا لیکنو ته ډیر احترام لرم او ډیر په غور غور یی ګورم ، او خدای شته چی دیره استفاده تری کوم، خدای تعالی دی نور توفیق هم درکړی.
ګرانه زه هم یو څو پوښتنی په دی باره کی لرم.
اول دا چی رسول الله صلي الله علیه وسلم دغه ورځ روزه نیولی وه او بیا دیهودو د مخالفت لپاره دیوی ورځی تری مخکی یا هم وروسته د روزی نیولو هدایت کړی ،
[color=yellow:c5b96b4b46]
وعن ابن عباس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "صوموا يوم عاشوراء، وخالفوا فـيــه اليهود، وصوموا قبله يوماً أو بعده يوماً"(29).
وعلى صحة هذا الحديث فإن من لم يصم الـتـاسـع فإنه يصوم الحادي عشر؛ لتتحقق له مخالفة اليهود في عدم إفراد عاشوراء بالصوم.
أما رواية: "صوموا يوماً قبله، ويوماً بعده" فهي ضعيفة(30).[/color:c5b96b4b46]
او څرنګه چی تاسو ددریو متتابعو یا سر په سر ورځو د روزی ذکر کړی، نو زما پوښتنه داده چی د پورتنی حدیث سره یی څرنګه برابریی ؟
مهربانی به دی وی که لږ رڼا پری واچوی؟
دوهمه دا ، زمونږ بعضی وروڼه چی د اهل السنه والجماعه په لیکو کی ځان شماری، دعاشورا په ورځ د شیعګانو سره سم په دغه ورځ ساندی بولی او مرثیی وایی ، چی ان رسمی بڼه یی غوره کړی او دا فغانستان او پاکستان میډیا ټوله ورځ په دغه کار مصروف وی، ددوی باره کی څه ویل غواړی؟
په ډیره مینه
احمدزی[/quote:c5b96b4b46]
ګرانه او زړه ته نږدې ډاکټر صاحب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
ستاسي خبره پر ځاي ده، پکار داوه چې دا موضوع ستاسي تر موضوع لاندې راوړي وه، خو څنګه چې ځما هدف یواځي دا وه چې ملګري او دوستان ددغي مبارکې او دخوښۍ ورځي مسنوني روژي ته متوجه کړم، نو ځکه مې نوې سرلیک خلاص کړ.
تاسي ډیره ښه موضوع روانه کړې وه، خو ارمان دا دوخت دکمۍ له وجهې یواځي او یواځي څو غلچک نظرونه اچوم او لیکنې ګورم، ستاسي علمي لیکنۍ مې ډیر خوښي شوي، ځما هم زړه لیکنو ته کیږي خو اوس مي پری وسعه نه رسیږي.
پاتې شوه، دعاشوراء څخه دمخکې ورځي او وروسته ورځي روژه نو تاسی چی څه ویلي درست مو ویلي، او کوم حدیثونو ته چې تاسی اشاره کړې دهغی په اړه مو خبرې هم صحیحي دي،
خو ما دعلامه ابن القیم رحمه الله په یوه کتاب کې لیدلې وو، چې هغه ویلي وو: دعاشوراء دورځي روژه په دری مراتبو ده:
افضله داده چې نهم لسم او یولسم ونیول شي.
او ورپسی افضله داده چې لسم او دلسم څخه یوه ورځ مخکی یعنی نهم، او یا یوه ورځ وروسته یعنی یوولسم ونیول شي.
او په دریمه مرتبه کې بیا یواځی دلسمی ورځي روژه نیول دي.
دلته یوه بله ګټه هم راځي، چې انسان بیخي یقیني کیږي چې دعاشوراء دورځي روژه يي ونیوله، کله دمیاشتی په لیدلو کې اختلاف راځي، نو که چا دمیاشتي په اتمه ورځ باندې په غلطۍ سره دنهمی ګمان کړي و ي، او اتمه او نهمه ونیسي، نو عاشوراء ترې فوت کیږي.
او زه کوښښ کوم چې دعلامه ابن القیم رحمه الله دغه قول تاسی ته سره له حوالی ذکر کړم.
پاتي شوه، چې ځمونږ ځیني سنیان په دغه ورځ مرثيي وايي، نو دا خو ډیر غلط کار کوي، او تردي لوي بدعت ځکه نشته، چې دخوشالۍ ورځ په خفګان بدلوي، او بلې خبرې ته فکر رااړوم چې خپله شیعه ګان مؤرخین وغیره هم په دي اتفاق نه دي چې حسین رضي الله عنه په لسم دمحرم په شهات رسیدلې دي، بلکه ډیر وايي چې بله ورځ ده.
ولو که لسم هم شي، نو دغه ماتم، او دغه ځان وهل، او وینه تویول، ټول شیطاني کارونه دي چې دهغوي رهبري وروته لوي ملعون عبد الله بن سبأ الیهودي کړي.
په درنښت.
و.افغان
18.01.2008
ذكر ابن القيم في "الزاد " (2/76) ، وابن حجر في "الفتح" (4/246) أن صيام عاشوراء على ثلاث مراتب:
أكملها: أن يصام قبله يومٌ وبعده يوم.
ويليها: أن يصام التاسع والعاشر.
ويليها: إفراد العاشر وحده بالصوم.
أما الحديث الذي يأمر بصيام يوم قبله ويوم بعده, فهو ضعيف كما قلتم, فإنه إسناده من وسم بالضعف وسوء الحفظ, ففي إسناده محمد بن عبد الرحمن بن أبي ليلى, وداود بن علي بن عبد الله بن عباس, وكلاهما ضعيفان.
ولكن الحديث ثبت موقوفا على ابن عباس, وصح عنه ذلك, فأخرجه:
عبد الرزاق (7839) ومن طريقه: البيهقي (4/287) ، والطحاوي في "شرح معاني الآثار " (2/78) ، من طريق ابن جريج، عن عطاء، عن ابن عباس رضي اللَّه عنهما بلفظ: "صوموا التاسع والعاشر، خالفوا اليهود" وإسناده صحيح، وقد صححه ابن رجب في "اللطائف" ص(108).
و.افغان
26.12.2009
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
درنو مسلمانانو وروڼو!
نن شنبه د نوي هجري قمري کال 1431 هـ د محرّم د مياشتې نهمه او سبا لسمه يعنې د عاشوراء ورځ ده.
د عاشوراء د ورځې مبارکه له فضيلتونو، اجرونو او ثوابونو څخه ډکه روژه نيول مه
هېروئ، که څوک نن ورځ هم ورسره ونيسي، نو سنت ده، او که نه کولای شي چې له
عاشوراء سره وروسته ورځ يعنې يوولسمه ۱۱ ورسره ونيسي، تر څو د يهودو سره
مخالفت وشي، لکه څنګه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم يې اراده کړې وه.
په درنښت
larghonay laraway
26.12.2009
سلامونه!
[quote:b7e916415e]ولو که لسم هم شي، نو دغه ماتم، او دغه ځان وهل، او وینه تویول، ټول شیطاني کارونه دي چې دهغوي رهبري وروته لوي ملعون عبد الله بن سبأ الیهودي کړي. [/quote:b7e916415e]
وهاج صیب که دغه د یهودي خبره یې لږ نوره هم روښانه کړې ځکه چې دلته په کابل کې د محسني په نامه یو ملا په خپل ټلویزیون کې د وهلو پروګرامونه خپروي. په داسې حال کې چې محسني او ایرانیان دنړۍ له نقشې نه د یهودو ورکول غواړي.