د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
دعا
      روښان
      26.11.2003
    
زه کوم سوال درنه د خپلې بقـــا نـــــــه کړم
ای خاونده افغـــــــــان قـــــوم تـــــــه بقـــــا را 
ډک لــــــه پـــــوهې نه مغزونه هم يې زړونه
يـــــــــود بــــــــــــل سره د مينې او وفــــــــا را
دام کې پروت ژوند مې وســــاتې ای ربـه
په خپلواک ژوند کــې وزرونـــه د عنقا را
چې له هر فرعون نه ﻻر د خـلاصي مومي
زمونږ ګوتــو کې موسی غوندې امسآ را
چې پرې ټولې ترخې ورځې کړمــه هيرې
دبدبه مې د نيکونـــــــو يــــــــو ځل بيــا را