نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سرينا هوټل او ځانمرګي بريد؟
سهار
15.01.2008
ټولو درنو ليدونكو ته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي كوم.
وبعد د افغانستان پيتخت كابل كي په يو سوله من ځاي سرينا هوټل كي چي د خارجيانو د ناستي او پاستي ځاي وه په دومره زياتو سيكيوريټي (ساتونكو) سربيره بيا هم د حملي لاندي راغي چه په ترڅ كي يي تقريباً ۸ تنه مړه او په لسګونو زخميان شول آيا دا څرنګه امنيت دي چي چي ستا هوټل ته داخليږي او ته ددوي مخه نه شي نيولاي؟
درويش
16.01.2008
د ترهګرۍ نړيوال مرکز چې د پاکستان په نامه يادېږي د ترهګرۍ لپاره تر هغو ډېر زيات وسايل لري چې د امنيت ساتونکي يې لري. که ستاسې ياد وي د ٢٠٠١ کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه پنځو پاکستاني ترهګرو د هند په پارليمان بريد وکړ او نزدې يو ساعت يې د پارليمان په ساتونکو او کارکوونکو ډزې وکړې چې پکې نهه پوليس او ساتونکي او پنځه واړه ترهګر ووژل شول.
که پاکستاني ترهګر دومره وسايل لري چې د هندوستان په څېر پياوړي هېواد په پارليمان بريد کولى شي نو د کابل په سرينا هوټل هم ورته بريد څه ګران کار نه دى. د دې يوه مانا دا هم ده چې پاکستان د ترهګرۍ لپاره تر هغې هم زيات وسايل او ځواک لري چې نړۍ يې فکر کوي.
pattang
16.01.2008
دا چې ټول ترهګر په پاکستان کې دي نو ستا بادارن په افغانستان کې څه کوي
چې زاړه او واړه ټول بمباره وي ٠ ايا انساني حس نلري ? نه دوی ټول وحشي
جنايتکاره دي ، دطالب او د غير طالب مسئله خو د افغانستان د اخلي پرابلم دی
يا به ئې طالب ګټي او يا دانور، نو بيګانه څه کوي چې خپل لاسپوڅی رژيم تقويه
کوي ٠
مرګ په دالري دروېشانو٠
[quote:989ea6d53d="درويش"]د ترهګرۍ نړيوال مرکز چې د پاکستان په نامه يادېږي د ترهګرۍ لپاره تر هغو ډېر زيات وسايل لري چې د امنيت ساتونکي يې لري. که ستاسې ياد وي د ٢٠٠١ کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه پنځو پاکستاني ترهګرو د هند په پارليمان بريد وکړ او نزدې يو ساعت يې د پارليمان په ساتونکو او کارکوونکو ډزې وکړې چې پکې نهه پوليس او ساتونکي او پنځه واړه ترهګر ووژل شول.
که پاکستاني ترهګر دومره وسايل لري چې د هندوستان په څېر پياوړي هېواد په پارليمان بريد کولى شي نو د کابل په سرينا هوټل هم ورته بريد څه ګران کار نه دى. د دې يوه مانا دا هم ده چې پاکستان د ترهګرۍ لپاره تر هغې هم زيات وسايل او ځواک لري چې نړۍ يې فکر کوي.[/quote:989ea6d53d]
درويش
16.01.2008
ترهګر ټول په پاکستان کې ندي، هغوى د نړۍ په زياترو هېوادونو
کې خواره شوي دي خو د قوماندې مرکز يې پاکستان او د دغه
هېواد هغه پوځ او استخبارات دي چې د سپو په څېر د انسانانو
وينو څښلو ته تږي ناست دي. په دې خبره کې هيڅ شک نشته.
دا چې امريکا او انډيوالان يې په افغانستان کې بمباريانې کوي
د دې خبرې ثبوت دى چې نه امريکا د ترهګرو د له منځه وړلو
سره څه علاقه لري او نه زمونږ په سيمو کې امن غواړي. زه په
دې عقيده يم چې امريکا دلته خپل مقاصد لري او د هغو مقاصدو
لپاره دلته په جنګ بوخته ده.
ستونځه په دې ځاى کې ده چې امريکا ته دلته د راتلو لار همدې
خلکو ورکړې ده چې د اسلام ټېکه يې په غاړه اخيستې ده او د
جهاد په نامه يې زمونږ هېواد هم راوران کړى او زمونږ خلک يې
هم راوژلي دي. امريکا د دغو جهاديانو نه ډبل ګټې واخيستلې.
يو ځل يې دوى تربيه کړل او وسلې يې ورکړې او د افغانستان
په ورانولو او د افغانانو په وژلو سره يې د شوروي اتحاد په ضد
خپلې ګټې ترلاسه کړې او دوهم ځل يې د همدغو خپلو بچو د
وحشي کارونو په دليل دلته د راتلو بهانه ترلاسه کړه او د خپلو
مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره يې يو ځل بيا دلته راودانګل.
دا ځل يې هماغه خپل بچي بېرته وخوړل او په دې توګه يې
دوه ګټې وکړې. يانې د ترهګرو يا په نورو ټکو کې د مجاهدينو
ژوند او غازيتوب هم د امريکا د ګټو لپاره شو او د هغوى مرګ
يا شهادت هم د امريکا د ګټو لپاره دى.
امريکا يو استعماري ځواک دى، د خپلو مقاصدو لپاره يې
مخکې هم خلک وژلي دي، بيا به يې هم وژني، او اوس يې
هم وژني. زمونږ لپاره د وير ځاى دا دى چې د جهالت او وحشت
نه ډکو او د عقل او فکر نه عاري خلکو که جهاد وکړ او که ترهګري
کوي د امريکا د ګټو لپاره يې کوي. که په دغه يوه خبره د خلکو
سر خلاص شو نو ټولې ستونځې به حل شي.