د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

كوچيان څنګه خپل ژوند، خپله بدلولاى شي؟

Nazar
14.01.2008

كوچيان څنګه خپل ژوند، خپله بدلولاى شي؟

زه په كېږدۍ كې پيدا شوى او لوى شوى يم، ځكه نو د نورو په پرتله د كوچيانو په ستونزو ښه پوهېږم؛ د دوى درد، كړاو او خوشالي ښه درك كولاى سم.
د تېرو څو كلونو په بهير كې كوچيانو ته هم ډېر زيان ورواوښت. دغه كډه پر سر او محرومو خلكو د ژوند په هره برخه كې زيانونه وليدل. د حكومت ضد ځواكونو به هم د دوى له كېږديو، مالدارۍ او سيمو څخه په خپله ګټه كار اخيست او حكومتي او شوروي ځواكونو به هم د ټوپك، توپ، ټانك او الوتكو له لارې كوچيان تر اور لاندې نيول، چې په دې ډول كوچيان د غنمو په شان د ژرندې د دوو پلونو تر منځ راغلي وو.
له نېكه مرغه اوس په هېواد كې جګړه پاى ته رسېدلې او د افغانستان د بيارغاونې پروګرامونه پيل شوي دي، خو د كوچيانو لپاره ځانګړى پروګرام نه تر سترګو كېږي. داسې ښكاري چې د افغانستان په بيارغاونه او نړيوالو مرستو كې به كوچيان بې برخې پاته كېږي، ځكه چې كوچيان كور، ښوونځى، روغتون، پل، سړك، باغ، ځمكه او كارېز نه لري، چې څوك يې په بيارغاونه كې مرسته ورسره وكړي. لومړى خو په افغانستان كې د كوچيانو په اړه يوه دقيقه احصائيه نشته او بل ډېرى كوچيان تذكرې نه لري، نو له دوى سره به په څه ډول مرستې وشي؟
كه د خېمو، كېږديو، مېږو، وزو، اوښانو او داسې نورو څارويو مرسته وي، نو هم كوچيانو ته نه شي وررسېدلاى، ځكه چې په افغانستان كې خلكو ته د خپلو نماينده ګانو او مخكښانو پر لاس مرستې وررسېږي، چې له بده مرغه دا وخت كوچيان يوه سالمه رهبري نه لري. هغه كسان چې اوس د كوچيانو د مشرتوب دعوه كوي، خپله كوچيان نه دي. دوى تل له كوچيانو څخه ليرې پاته شوي او ځانونه يې تر هغوى لوړ ګڼلي دي. ځكه نو د دوى او كوچيانو تر منځ يو اوږد واټن موجود دى.
كوچيان د تېر وخت په څېر نن هم هغه ډول ستونزې لري، لكه پرون چې يې درلودې. دوى د افغانستان په ليرې پرتو سيمو كې ژوند او تګ- راتګ لري، چې نوموړو سيمو ته تر ډېره حده د افغانستان د دښمنانو لاس هم رسېږي. د دوى په اړه د حكومتونو بې پروايي په تېرو دوو لويو جرګو كې د دوى پر ونډې سترګې پټول او د شواد نه درلودل د دې لامل شوى، چې په غوڅ ډول د افغانستان د حكومت ملا ونه تړي، چې په نتيجه كې يې ځينې كوچيان د افغانستان د حكومت او ائتلافي ځواكونو له خوا له طالبانو او القاعده شبكې سره د ملاتړ په تور شكنجه او وځورول شول، چې دغه ځورونه د B52 ډوله الوتكو له بمباريو نيولې، بيا د ګونتانامو تر زندانه پورې يادولاى شو.
اوس چې په افغانستان كې جګړه پاى ته رسېدلې او افغانانو د شولې په فضا كې نوې ساه اخيستې، كوچيان هم هماغسې كډې په شا او له ستونزو ډك ژوند لري، ان دا چې څوك يې په كېږديو كې هم پر ارامه نه پرېږدي. د افغانستان په شمال كې د پښتون او جنوب كې د القاعده او طالب په نوم ځورول كېږي. نو كه دوى رښتيا سالمه رهبري درلوداى، نن به له دغسې ستونزو سره لاس او ګرېوان نه واى.
د بُن له تړون راهيسې بيا تر اوسه پورې د كوچيانو، په اصطلاح دغو مشرانو ته څو- څو واره ويل شوي، چې كوچيانو ته بايد خپل پخواني څړځايونه بېرته وركړل شي، دوى هم د نورو په شان افغانان دي، د هېواد په بيارغاونه كې دې دوى ته هم پاملرنه وشي، د افغانستان په ټولو وزارتونو كې دې د كوچيانو لپاره ځانګړى پروګرام جوړ شي. خو هېچا يې هم خبرو ته غوږ نه دى نيولى.
دغه خبرې، په اصطلاح د كوچيانو په مشرانو او هغو وزيرانو پورې اړه لري، چې د كابل په پالنګي څوكيو كې رغړي- رارغړي او په هغو پيشو عيش و نوش كوي، چې د افغانستان د بيارغاونې لپاره د خير و خيرات په نامه د نړيوالو چچګرو له غلبېل څخه افغانستان ته رالېږل كېږي.
لوى څښتن فرمايي چې: ?خداى په يو قوم كې تر هغه مهاله تغير نه راولي، چې دوى په خپلو ځانو كې د تغير اراده ونه كړي? او له بلې خوا يوه مشهوره مقوله ده چې وايي: ?حق وركول كېږي نه، بلكې اخيستل كېږي?.
نو اوس به پر دې باندې خبرې وكړو، چې كوچيان خپل برخليك په خپله څنګه بدلولاى شي؟
زه فكر كوم چې دا كار ممكن او اسانه دى. كه چېرې تېر تاريخ ته وګورو، نو په تېرو وختونو كې هم يوازې د وخت قانون دوى ته واك وركاوه، نور د دوى د وخت مدبره مشرانو له بركته په افغانستان كې د شملې په شان په لوړ سر ژوند تېراوه. د وخت حكومتونو تر ډېره حده پر كوچيانو باندې تكيه كوله،د ډېرو ياغيانو او زورورو زور يې باندې ماتاوه، خو د نن ورځې كوچيان هر څه په يوه كچكول كې غواړي او د وړو ماشومانو په څېر په يو ځاى كې كښېني او وايي: ?موږ ته بابا غوښې ډوډۍ راوړه!?.
نن هم افغانستان يو اساسي قانون لري، چې په هغه كې د ټولو افغانانو حقوق يو برابر ګڼل شوي دي. كوچيان هم افغانان دي، د افغانستان خلك دي، په افغانستان كې د استوګنې حق لري او د افغانستان د ټولو وزارتونو په هغو مرستو، وسايلو او اسانتياوو كې برخه لري، چې د نورو افغانانو لپاره دي.
زما په فكر د نن ورځې كوچيان هغه پخوانى مشرتابه نه لري. كه يې درلوداى، نو د دوى په وړاندې هېڅوك نه شي خنډ كېدلاى. دغه خلك پرون هم يو ستر سېلاب و چې ډېر زورواكان يې د خاشاكو په شان له خپل مخ څخه ليرې كول او نن هم د پخوا په شان يو خړ سېلاب كېداى شي، چې هېڅوك به يې مخ ونه نيسي، خو په دې شرط چې يوه سالمه رهبري ولري.
ښايي دا پوښتنه راپورته شي چې سالمه رهبري څنګه منځته راتلاى شي؟ ځواب يې دا دى چې لومړى د كورنۍ، خېل او كلي په سطحه جرګه ګۍ جوړې شي او د همدغو جرګه ګيو له مشرانو څخه د قبيلې او بيا د ټولو كوچيانو په سطحه يوه لويه او باصلاحيته جرګه رامنځته شي. مشران او ټول ولشونه د درناوي او ستاينې وړ دي، خو د مشرتابه لپاره بايد هغه كسان غوره شي، چې اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونو ته درناوى ولري، پوه، لوستي او د كوچيانو له منځه راولاړ شوي كسان وي.
هر څوك تر خپل وس او ځاى پورې پړ دى، هر څوك مكلف دى، چې له دغه غورځنګ څخه خپل وس ونه سپموي. د قلم، ژبې، پيشو او بل ډول مرسته وي. د هېواد له بېلابېلو برخو او هم له هېواد څخه دباندې كوچيان هر يو، هر قوم، خېل او كورنۍ بېلابېل راوغوښتل شي، له هغوى سره دې پوهونه- راپوهېدنه وشي، يوه د باور فضا دې رامنځته كړاى شي، چې د افغانستان دغه خلك پر دې باور وكړي، چې موږ ټول د افغانستان خلك يو. كله چې دغسې يو جوړښت منځته راغى، نو په لومړي سر كې دوى ته څو كارونه ګوري:
1. د نرو او ښځو لپاره تذكرې اخيستل.
2. له حكومت څخه د ګرځنده ښوونځيو او روغتونونو غوښتنه كول.
3. په پارلماني انتخاباتو كې فعاله برخه اخيستل.
كه چېرې حكومت د كوچيانو لومړنۍ او دويمه غوښتنه په پوره ډول ونه مني، نو په انتخاباتو كې د كوچيانو نورې ستونزې په خپله اوارولاى شي. ځكه چې دوى د افغانستان يوه لويه كتله ده، چې تر درېيو مليونو زيات اټكل شوي دي. نو طبيعي خبره ده، چې په پارلمان كې به ډېر وكيلان ولري. نه يوازې دا چې خپل وكيلان به ولري، بلكې د دغې لويې كتلې د ملاتړ د لاسته راوړلو لپاره به ډېر نور سياستپوهان او د حكومت لوړرتبه غړي به دې ته غاړه كښېږدي، چې د كوچيانو ستونزې واوري او د اوارولو لپاره يې عملي ګامونه واخلي. د كوچيانو دغه پارلماني ګروپ كولاى شي د حكومت له يو شمېر وزارتونو، لكه: مهاجرينو، شهيدانو او معلولينو، پوهنې، عامې روغتيا او داسې نورو څخه پوښتنه وكړي، چې تر اوسه يې د كوچيانو لپاره څه كړي او يا تر دې وروسته دې څه وكړي؟
كله چې د كوچيانو دغه ولسي غورځنګ او په تېره بيا پارلماني ګروپ پر خپلو پښو ودرېد، كوچيانو يې ښه نتيجه وليده، نو نور يې باور ورباندې راځي او ملا يې تړي. كله چې د كوچيانو د زده كړې كچه لوړه او اقتصاد يې ښه شو، نو د سياست او د هېواد له سرنوشت ټاكلو سره يې مينه پيدا كېږي، چې په دې ډول يې د خېل، زي او قبيلې روحيه كمزورې او ملي روحيه خپلوي، چې دلته نو دغه ولسي غورځنګ په يوه سياسي غورځنګ اوښتلاى شي. بيا نو دغه سياسي غورځنګ كولاى شي چې پر حكومت فشار راوړي، چې د كوچيانو لپاره يو جامع او واضع پلان وړاندې كړي. په دې پلان كې بايد دا هم شامل وي، چې نور دې په افغانستان كې كوچيتوب پاى ومومي او د كوچيانو لپاره دې نوي كلي او ښارونه جوړ شي، چې په دې ډول د ملت دغه پرې شوي مټي له خپل وجود سره يو ځاى او افغان ملت پياوړى او غښتلى شي


رښتینی
16.01.2008

نظر لیکی :

[code:1:3bf3f865cc]2. له حكومت څخه د ګرځنده ښوونځيو او روغتونونو غوښتنه كول[/code:1:3bf3f865cc]

که دمان ته کډی راباریدلی بیا به دا ښوونځی او روغتونونه څنګه کوو؟

او هغه دکوشان خبره هم بده نه ده څو ځایه مو جګړه پای ته رسیدلی لیکلی
خو هغه b52 پیر غودی مو هم څو ځّایه یادی کړی دی دا اوس څرنګه سره
ولګوو وه نظرجانه ؟

ستاکوچی اشنا حامد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more