د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دغيراسلامی عقايدو اوافکاروڅخه ځان وساتی

انجنير حمدالل
10.01.2008

دغيراسلامی عقايدو اوافکاروڅخه ځان وساتی

لکه څنګه چی مسلمان لپاره ضرور ده چه داسلامی عقايدو او افکارو څخه پوره ځان خبر او دخپل ژوند طرزالعمل يی وګرځوی ، همداسی بايد داسلام خلاف عقايدو ، افکارو اوټولوشيطانی ورکشاپونوڅخه يوطرف ته شی ، اودهغه پروړاندی د بی تفاوتی پرځای کلکه مبارزه وکړی .
چه دلته په ډيرلنډ ډول يی يوڅوته اشاره شوی ده .

۱ - کافرانه افکار اواعمال خوښول هغه په فخراو وياړ سره خپلول او نور ورته هڅول يو مخ دايمان خلاف کار دی سملاسی ورنه توبه ويستل ضروری دی .

۲- ددينی اعمالو اودينی شعايرو سپکاوی کول ،په هغوپوری ملنډی وهل او د ذلت په ډول دهغه يادونه کول ، داذياته شرمونکی بی دينی او منافقت دی ،او داډول خبری زعمل په ژبه او عمل سره پری خفګان نه ښکاره کول ، دخدای (ج) اورسول (ص) بی قدری هم دی ،له دين سره بی وفايی هم ده ،او دخطری ترحد پوری دايمان کمزوری هم ده .

۳- دخدای (ج) او درسول (ص) پراحکامو تنقيد کول ،په هغو کی غيب لټول ،هغه د وخت دمصليحت خلاف ګڼل ،اودا ويل چی په ننی دور کی پرهغوباندی عمل تنګ نظری ،

۴- دکافرانو دژوند دځل اوبل تر تاثيرلاندی کيدل دهغوی دحراموکارو ،عياشی کولو عيش نوش ژوند تيرولو په ليدو سره پخپل ايمان پښيمانه کيدل او داسی فکر کول که مونږ هم مسلمان نه وای نو په خلاص مټ به موله دينا نه خوند اخيستلو دا بيخی يو غيراسلامی فکر دی ددی فکرنه ځان ساتل بيخی ضروری دی .

۵- دخدای (ج) او درسول (ص) پراحکاموکی له ځانه تاويلونه جوړول او په اخوا ديخوا کولوسره يی دخپل مطلب مطابق ګرځول ،اودهغه دتعميل نه دځان بچولو لاری چاری لټول يو مخ منافقانه طرزفکری ده .

۶- دشريعت قيودات ( چه دانسانی ټولنی جوړولو او حيوانی ټولنی له مينځه وړلو په موخه دی ) دخپلی ترقی په لاره کی خڼډ ګڼل او دکورښځی دژوندانه په هرډګر کی دسړيو سره اوږه په اوږه ليدو خواهش لرل او پری وياړل او دکور دنازولو بيبيانو دپرديو سړيو سره لاس ورکولو، دوستانه اړيکی ټينګولو په ليدو سره ............. فخر کول اوهغه ترقی ګڼل يوه شرموونکی بی دينی اوبی غيرتی ده او هيڅ ايمانی غيرت يی هيڅکله هم قبلولی نشی .

۷- له دينی تعليماتواواحکاموڅخه دځان خبرولونه غفلت او بی نيازی ښودل اوپخپل جهالت باندی نه يواځی داچی مطمين کيدل بلکی دخپلی بی علمی لپاره يی دجواز دليل ګرځول انتهايی متکبرانه طرزفکر ده چی له ايمان سره نه لګی .

۸- دخدای (ج) څخه پرته له بل چا څخه ،دروزی تمه ،توکل ،عزت او ذلت ،کارجوړونکی ،مشکل کشا،دڅه شی غوښتنه کول ، دبل چا په نوم څاروی حلالول او داسی نور ټول مشرکانه طرزفکری دی .

۹- دخدای (ج) دقانون په وړاندی دنورو وضعی او خودساخته دانسان جوړ کړی قانون حق ګڼل ،دهغه پابندی پرځان واجب ګڼل دهغه دقيام او بقاء لپاره کوښښ او ورسره مرسته کول دايمان او اسلام سراسر خلاف طرز فکری او عمل دی .

۱۰- داصحابوکرامو تنقيص کول ،په هغوی کی غيب لټول دهغوی رتبه راټيټول او دهغوی احترام نه کول قطعاْ غيراسلامی فکراوخيال دی ،سملاسی توبه ورڅخه ويستل پکار دی.

انجنيرحمدالله شاکری
Hamdullah_610@yahoo.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more