اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ما خو وېلی چې اشغالګر اسلام ضعيفه وي او اخلاق فاسده وي.
pattang
06.01.2008
اسلام علما له کرزي څخه د مسيحي تبليغيانو بندول غواړي
د افغانستان اسلامي شورا جمهورريس حامد کرزي ته ويلي دي چي د هغو مسيحي تبليغي ډلو فعاليتونه ختم کړي چي هدف يې مسيحيت ته د افغانانو اړول دي. اسلامي شورا، دغه راز، له کرزي څخه غوښتي دي چي په عام محضر کي د ي د مجرمانو اعدامول بېرته پيل سي.
د نيويارک ټايمز اخبار د جنوري پر ٦ ليکي: دا شورا چي د ملايانواو علما څخه جوړه سوې ده، دغه خبردارى يې د جمعې په ورځ په يوې اعلاميې کي ښاغلي کرزي ته د يوې غونډي په ترڅ کي اعلان کړ. افغاني مذهبي علما او ملايان د افغانستان په تاريخ کي څو ځله د مرکزي حکومت پرخلاف راپاڅېدلي دي.
اسلامي شورا وايي: په هيواد کي د ځينو مسيحي تبليغيانو او ملحدينو د فعاليتونو په اړه اندېښمن دي. د اسلامي شورا اعلاميه زياتوي چي ددغو ډلو فعاليتونه د اسلامي شرعيت، اساسي قانون، او د وطن د سياسي ثبات لپاره زيانمن دى. که چيري د دغو فعاليتونو مخه ونيول سي، خداى دي نه کوي، يوه داسي فاجعه به را مينځته سي چي نه يوازي به افغانستان بلکي ټوله سيمه به بې ثباته کړي.
ددغه شورا يو غړى، ښاغلى علي جبريلي، چي په عين زمان کي د پارلمان استازى هم دى وايي: ځيني مسيحي تبليغي ډلي چي په کابل او ولاياتو کي دفترونه لري، د افغانانو اړولو ته يې ملاتړلې ده. هغه وايي: ځيني غير دولتي مرستندويي موسسې افغانان تشويقوي، هغوى ته کتابونه ورکوي، او حتى خارج ته د افغانانو د استولو ژمنه هم کوي.
په افغانستان کي، ډېري مرستندويي موسسې د مسيحي ډلو سره مستقيمي او يا غير مستقيمي قوي اړيکي لري، خو هغوى د تبليغي کارونو الزام ردوي.
دغه راز، دغي شورا ښاغلى کرزى دېته هم هڅولى دى چي د هغو محلي تيلويزونونو نشرات بند کړي چي هندي فلمونه او پرله پسې داستانونه خپاره کوي. دغه پروګرامونه ډېر زيات افغانان ګوري، خو د شورا په گومان چي غير اخلاقي او ناوړه خپروني لري.
همداراز، اسلامي شورا په عام محضر کي د قاتلانو د غرغره کولو غوښتنه هم کړې ده. ښاغلى جبريلي وايي: ښاغلي کرزي د حکومت څو رياستونو ته امر ورکړ چي ددغو غوښتنو جاج واخلي، خو د هيڅ ډول بدلون ژمنه يې ونه کړه.