نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
يو پکولي خو يې مردار که او (n-1) پاتې د ي٠
pattang
06.01.2008
[img:16be9ae526]http://www.bbc.co.uk/worldservice/images/2008/01/20080105084630qarialam_203152.jpg[/img:16be9ae526]
دبغلان يو پخوانى قومندان ووژل شو
دبغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ يوپخوانى جهادي قومندان قاري محمد علم تېره ورځ دوسله والو کسانو په ډزو وژل شوى دى.
د بغلان د پوليسو مشر عبدالرحمان سيدخيلي ويلي دي چې پوليس د عاملينو د نيولو په لټه کې دي،خو پيښه سم لاسي د شخصي تربگنۍ زيږنده بللې ده .
عيني شاهدان وايي چې دې پخواني جهادي قومندان د نهرين ولسوالۍ په بازار کې دموټرسايکل سپرو له خوا په نښه شواو ووژل شو .
پوليس وايي چې بريد کونکي په تيښته بريالي شوي دي ،دوى وايي په ډزو کې يو ماشوم هم سرسري ژوبل شوى دى.
نوموړى د نهرين په ولسوالۍ کې د اسلامي جمعيت پواځينى پياوړ قومندان وو او ددې ډلې لپاره يې کار کاوو .
په افغانستان کې د روسانو د يرغل له ماتې وروسته نوموړي په سيمه کې د ښاغلي حکمتيار د اسلامي گوند د ملاتړو په وړاندې هم جگړو کې برخه لرله اود سيمه ييزو خلکو په وينا دواړو غاړو يو بل ته ډير زيانونه اړولي وو .
تر اوسه دا په بشپړ ډول نه ده څرگنده چې ددغه قومندان د وژنې ترشاه به دچا لاس وي خو پوليس وايي چې دى د شخصي تربگنۍ په پايله کې وژل شوى دى .
خوطالبانو د نوموړي د وژنې پړه په غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چې نوموړى د ډيرو طالبانو او ددوى د غورځنگ د ملاتړو په وژلو او نيولو تورن وو.
قاري علم د طالبانو د واک له پرځيدو وروسته د نهرين دولسوالۍ دپوځي فرقې قومندان شو او دا مهال يې ددې ولايت د پوځي شورا غړيتوب درلود