اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نبوت ولی په محمدرسول الله (ص) ختم شو ؟
انجنير حمدالل
06.01.2008
نبوت ولی په محمدرسول الله (ص) ختم شو ؟
دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځی مګر په دريو علتونو:
۱- چی دمخکی پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وی او دی ته ضرورت وی چه بيا خلکو ته وړاندی شی .
۲- دمخکی پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وی نو دی ته ضرورت وی چه کامل شی .
۳- چی دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوی وی چی نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولری .
نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلری نو دنبوت سلسله هم ختمه شوی .
نواوسنی نړی نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلری ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږی خو ديوه حرف تغير هم پکی نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل قرآنکريم هم په موزيم کی موجود دی
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کی ساتل شوی دی .
همغه د محمد رسول الله (ص) دوخت تعليمات په ټوله نړی کی داسی روان دی ته به وايی چه همدا اوس پيغمبر(ص) ژوندی دی .
نوځکه دنبوت سلسله ختمه شوه او اسلام يو ورستی کامل دين وټاکل شو.
مخکنی پيغمران به ديوه خاص قوم او سيمی لپاره راليږل شوی ؤ په يوه وخت کی به څو پيغمبران هم موجود ؤ هريوه به خپل قوم ته دعوت کولو ، لکه موسی (ع) او شعيب (ع) په يوه وخت کی په څه ناڅه نږيدی فاصله کی همدارنګه ابراهيم (ع) او لوط (ع) په يوه وخت جدا جدا خپل قوم ته دعوت کولو.
اوبل داچی دمخکی اديانو نازل شوی کتابونه به تحريف کيدل په هغه کی به خلکو دخپلو ګټولپاره تحريف پکی کولو .
محمدرسول الله (ص) رحمة للعلمين پيغمبر دی نه يواځی دا چی دټولو انسانانو لپاره راليږل شوی بلکی دجنياتو پيغمبر هم دی ، حيواناتو هم خپل مشکلات د خدای (ج) دغه نازولی پيغمبر(ص) ته پيش کړی دی .
په محمدرسول الله (ص) نازل شوی کتاب قرآنکريم له هرډول لاس وهنی او تحريف څخه پاک دی دادی څه کم پنځلس سوه کاله تيرشوی خوپه قرآن کی ديوه حرف قدری برق هم نه دی راغلی .
نوالهی ارشادات ټول مکمل موجود دی نورو ته هيڅ ضرورت نشته .
انجنيرحمدالله شاکری
Hamdullah_610@ yahoo.com