د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ولی عرب درسالت د درانده پيټی لپاره وتاکل شول

انجنير حمدالل
06.01.2008

ولی عرب درسالت د درانده پيټی لپاره وټاکل شول
که دهغه وخت دنړی او ملتونو حالت په غور مطالعه شی نو يقيناْ چه عرب درسالت لپاره تر ټولو غوره موقعيت او ملت ؤ .
۱- جغرافيی موقعيت :
عرب د آسيا منځنی برخه چی افريقا او اورپا ته ډير لنډ ؤ .
۲- غوره صيفات :
دنبوت نه مخکی ټوله نړی دجهل په تيارو کی وه ،
هغه وخت اکثره ملتونه دلويو قدرتونو تر اشغال لاندی ؤ ، دغه لوی قدرتونه هغه وخت دپوره تمدن ،قوی اقتصاد څخه برخمن ؤ دوی تر هر چا نه ذيات په عيش او نوش کی ډوب وو په جهالت اوفحاشت خو نړی تر پزی راغلی ؤ فحاشت خو داسی سرحد ته رسيدلی وه چه هغه په حيوانی نظام کی هم نه ؤ.
نورخويی لاڅه چی انسان به انسان خوړلو او دغه جهالت ذيات په اورپا کی مروج ؤ.

ولی عربو هغه وخت خپل ژوند دزړه په وينو تيرولو دتمدن نه لری او اقتصادی حالت يی بيخی خراب ؤ
ديادشوو ابرقدرتو په اشغال کی هم نوو ځکه دوی ذيات سرشاره چه بل چاته به يی سر نه ښکته کولو
نوځکه دوی نظر نورو ملتو ته له فساد او فحاشت نه پاک ؤ
ځکه دعيش نوش او فحاشت ژوند خو په قوی اقتصاد کيږی نه په نيستی او فقر .
نظر نورو ملتونو ته عربو دجهالت د بدو عاداتو ترڅنګ ډير ښه عادات هم لرل
۱- کرم (سخاوت )
هغوی په کرم اوسخاوت کی يوله بله سيالی کولی دهغی دوری نيمايی شعرونه پدی هکله ويل شوی دی چه يايی پکی دځان صفت کړی او يايی دنورو ستاينه کړی ده .
کرم اوسخاوت ډير عموميت درلود چاته به چی په ډيره لوږه کی هم ميلمه راغی په کور کی به يی چه څه لرل هغه به يی دميلمه مخی ته پيش کول خپله به يی لوږه تيروله دغه عادت په دوی کی بيخی عام ؤ .
۲- وفا
دهغوی له ښو صيفاتو يوهم په عهد وفا کول ؤ چی پدی لاره کی به دځان ،مال او اولاد قربانی ته هم حاضر ؤ.
۳- ذلت اوسپکاوی ته نه تسليميدل
د دوی غيرت اوشجاعت ډير ذيات ؤ ظلم او جبرته يی سر نه ښکته کولو ،کله به يی هم چه سپکه خبره واوريده نو توره به يی واخيسته دځان قربانی ته به دذلت نه قبلولولپاره چمتوشول .
۴- کلکه اوپخه اراده :
کوم کارته به يی چه اراده وکړه په هر قيمت به چه ؤ هغه به يی ترسره کوله .
۵- داوسنی زمانی له چل او فريب نه پاکه سادګی :
همدغه صيفات ؤ چه ورسته په اسلامی نظام کی ښه ترميم اونورهم اصلاح شول .
د داسی يوه درانه مسوليت لپاره رښتيا هم چه دغه صيفات ډير اهم دی
کله چه په مکه کی حضرت محمد(ص) سره له مسلمانانو دری کاله تر کلک اقتصادی ،اجتماعی بنديز لاندی راځی دوی هرډول سختی تيری کړی ولی دکفر ذلت ته يی ځانونه تسليم نه کړل .
اونه ورته کوم يومسلمان شکايت وکړ دوی پرخپل هدف تر آخره ولاړ پاتی ؤ.

ولی اصلی خبره خو داده چی څوک خدای (ج) په اصلی حقيقت وپيژنی چه دغه موجوده دکايناتو نظام ته کوره توره شپه وی سبا شی رڼه ورځ وی بيګا شی لمر، ځمکه ،هوا او هر څه انسانه ستا په خدمت کی دی په هوا کی کوچنی ماليکولونه هم ستا په خدمت کی ټول وخت منډی وهی ستا آواز نورو ته رسوی ستا دهر ډول مخابراتی ، راديويی او تلويزيونی امواجو دانتقال لپاره يی تاته سهولت جوړ کړی دی .
آيا ته نه پوهيږی چه دخدای (ج) وړوکی الکترونونه چه په برقی فلزی لينوکی په ډيره تيزی منډی وهی او دبرق جريان او سهولت يی ستا لپاره مينځ ته راوړی دی .
ګرانه ! که کله کومه شپه له خپلی کوټی بهر ته ووځی او ګوری به چی چوپه چوپتيا ده ټول انسانان بيده دی او ګوری به چی دآسمان له طرفه سخت باران يا واوره اوريږی ستا رب (ج) به بيدار وی او دخپل مخلوق په پالنه به لګيا وی نو بيا به په داسی حال چی تر سترګومو مړی اوښکی روانی وی خپلی کوټی ته ولاړ شی .
اوکه څوک خدای (ج) په اصلی مانا ونه پيږنی ګمرا ه وی نو دخدای (ج) راليږل شوی پيغمبر به په څه وپيږنی که يی پيغمبر څپل پلار هم وی نه به يی منی لکه دنوح (ع) ځوی او که يی خپل خوږ زوی هم پيغمبرشی نه به يی منی کله دابراهيم (ع) پلار او که يی يو ډير صادق او امين کليوال او تربور يی هم پيغمبر شی نه به يی منی کله ابوجهل .
وارخو ددی کمراهانو شو چی وايی پيغمبر ولی عربی دی اسلام ولی په عربی جزيره کی ناذل شوی دی .

انجنيرحمدالله شاکری



ع کريم حليمي
07.01.2008

الحمد لله نحمده , ونستعينه , ونستغفره , من يهده الله فلا مضل له , ومن يضلل فلا هادي له , وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريك له , وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم .

اما بعد: فان [color=blue:2104d2dcaf]خیر الحدیث کتاب الله [/color:2104d2dcaf]و خیر الهدی هدی محمد و شر الامور محدثاتها و کل بدعه ضلاله"

سلام او رحمت دي وي پر موږ اوتاسو باندي !
او له انجينر صاحب نه يوه نړۍ مننه کوم ، او کور ودانی وايم ، چه 
"ټول افغان" د اسلامي ميني په رنګ رنګه وي 
او همدا زما د تشويق او هڅوني سبب هم کيږي چه څه وليکم 
زه پوره ستا دليكني تائد كوم

اوس  غواړم چه د انجينر صاحب پر ليکنه يو الهي مېخ هم  ورټکوهم 
بسمه تعالی 
وَ إِذْ يَرْفَعُ إِبْرَهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَ إِسمَعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّك أَنت السمِيعُ الْعَلِيمُ(127)
رَبَّنَا وَ اجْعَلْنَا مُسلِمَينِ لَك وَ مِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسلِمَةً لَّك وَ أَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَ تُب عَلَيْنَا إِنَّك أَنت التَّوَّاب الرَّحِيمُ(128)
رَبَّنَا وَ ابْعَث فِيهِمْ رَسولاً مِّنهُمْ يَتْلُوا عَلَيهِمْ ءَايَتِك وَ يُعَلِّمُهُمُ الْكِتَب وَ الحِْكْمَةَ وَ يُزَكِّيهِمْ إِنَّك أَنت الْعَزِيزُ الحَْكِيمُ(129) البقره 

ژباره :-
او (ياد کړه هغه ) چه حضرت ابراهيم ع د بيت الله  د دېوالونو بنياد 
پورته کاوه
او دا دعا ئې کوله 
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّك أَنت السمِيعُ الْعَلِيمُ ، اې زموږ ربه موږ دواړه خپل تابعدار
او فرمان بردار وګرځوه او زموږ په اولاد کښي يو ټولۍ خپل فرمان بردار 
کړه ، او موږ ته د حج طريقې وښيه ، او زموږ توبه قبوله کړه إِنَّك أَنت التَّوَّاب الرَّحِيمُ ، 
[color=red:2104d2dcaf]اې ربه !په دوی کښي له دوۍ څخه يو رسول راولېږه چه ستا آيتونه ورته
ولولي او د کتاب او هوښيارتيا تعليم ورکوي[/color:2104d2dcaf] ، او د ګناهونو نه ئې پاکوي 
إِنَّك أَنت الْعَزِيزُ الحَْكِيمُ

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more