نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان ملي ټلويزيون
Nawabi
03.01.2008
اسلام علیکم
د افغانستان ملي ټلويزيون په ټوله اروپا کې د سپوږمکۍ له لارې په دغه پته کتلاى شئ
HotBird:
Frequency 11411H
S.R- 27500
FEC- 5/6
ghafar
06.01.2008
د افغانستان ملي ټلويزيون نړيوال شو
بی بی سی
جعفر هاند
له کابله
د افغانستان ملي ټلويزون په رسمي ډول امريکا او اروپا ته خپلي خپرونې نن د جمعې په ورځ ( د مرغومي ١٤ د جنوري ٤ ) پيل کړې.
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير عبدالکريم خرم وويل دغه ټلويزون به د افغانستان د ملي ژبو پښتو او درې سربيره د دغه هيواد پر نورو سيميزو ژبو هم خپرونې ولري.
ښاغلي خرم هيله وښووله چې ډير ژر به د دغه ټلويزون ١٨ ساعته خپرونې ٢٤ ساعتونو ته وغځوي.
له دې سره دافغانستان ملي ټلويزون د دې جوگه شو چې د نړۍ په ٣ لويو وچو کې خپرونې ولري. پخوا د اسيا په گڼو هيوادونو کې هم دغه تلويزيون ليدل کيداى شواى .
د افغانستان د ملي ټلويزون خپرونې اروپا او امريکا ته د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم خرم له لورې د بټنې په کښيکاږلو سره رسمآ پيل شوى.
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير له بي بي سي سره په خبرو کې دغه کار د خپل هيواد لپاره يوه ستره لاس ته راوړنه وبلله.
ده وويل:
(دغه کار په اروپا او امريکا کي د ميشتو افغان کډوالو د پرله پسې غوښتنو په پايله کې ترسره شوى . اوس دغه ټلويزون د افغانستان د ملي ژبو پښتو،درې او پرنورو سيميزو ژبو خپرونې لري خو په پام کې ده چې په انگليسي ژبې باندې هم ځيني خپرونې پيل کړي.)
د افغانستان د ملي ټلويزون مشر واحد نظري هيله وښووله چې، ډير ژر به يادوو شوو هيوادونو لپاره انټرنيټي او راډيويي خپرونې هم پيل کړي.
د ملي تلويزيون له خپرونو سره اوس اروپا او امريکا ته له کابل څخه د خپريدونو تلويزيوني کانالونو شميره دوو ته ورسيده .
خصوصي کانال اريانا هم خپلې خپرونې دغو لويو وچو کې خپروي .
په افغانستان کې اوس شاوخوا ١٥ تلويزيوني کانالونه فعاله دي .
د دغو تلويزيونونو ډيره برخه له کابله خپرونې کوي خو د بلخ ، هرات او کندهار په ولايتونو کې هم خصوصي کانالونه شته چې تر ډيره تر خپلو ولايتونو پورې محدوده دي .
pattang
06.01.2008
تلويزونونه به اولس څکوي ?
چې خپل کلتور او ژبه يې پرې پردي کيږي او په نس وږي ګرزي٠
خو يا هندي ، يا ايراني ، يا پاړسي او يا غربي کلتورونه دي، پښتوژبه او پښتني
کلتور خو ډېر ډېرکم پکښې ليدل کيږي ، لاسپوڅي دولت ، اولسي کلتوري
اوانساني حقوق دپښتنو په چاپلوسي NA ته اوپه دالرو CIA ته ور بخښلي دي٠
[quote:21e432250d="ghafar"]د افغانستان ملي ټلويزيون نړيوال شو
بی بی سی
جعفر هاند
له کابله
د افغانستان ملي ټلويزون په رسمي ډول امريکا او اروپا ته خپلي خپرونې نن د جمعې په ورځ ( د مرغومي ١٤ د جنوري ٤ ) پيل کړې.
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير عبدالکريم خرم وويل دغه ټلويزون به د افغانستان د ملي ژبو پښتو او درې سربيره د دغه هيواد پر نورو سيميزو ژبو هم خپرونې ولري.
ښاغلي خرم هيله وښووله چې ډير ژر به د دغه ټلويزون ١٨ ساعته خپرونې ٢٤ ساعتونو ته وغځوي.
له دې سره دافغانستان ملي ټلويزون د دې جوگه شو چې د نړۍ په ٣ لويو وچو کې خپرونې ولري. پخوا د اسيا په گڼو هيوادونو کې هم دغه تلويزيون ليدل کيداى شواى .
د افغانستان د ملي ټلويزون خپرونې اروپا او امريکا ته د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم خرم له لورې د بټنې په کښيکاږلو سره رسمآ پيل شوى.
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير له بي بي سي سره په خبرو کې دغه کار د خپل هيواد لپاره يوه ستره لاس ته راوړنه وبلله.
ده وويل:
(دغه کار په اروپا او امريکا کي د ميشتو افغان کډوالو د پرله پسې غوښتنو په پايله کې ترسره شوى . اوس دغه ټلويزون د افغانستان د ملي ژبو پښتو،درې او پرنورو سيميزو ژبو خپرونې لري خو په پام کې ده چې په انگليسي ژبې باندې هم ځيني خپرونې پيل کړي.)
د افغانستان د ملي ټلويزون مشر واحد نظري هيله وښووله چې، ډير ژر به يادوو شوو هيوادونو لپاره انټرنيټي او راډيويي خپرونې هم پيل کړي.
د ملي تلويزيون له خپرونو سره اوس اروپا او امريکا ته له کابل څخه د خپريدونو تلويزيوني کانالونو شميره دوو ته ورسيده .
خصوصي کانال اريانا هم خپلې خپرونې دغو لويو وچو کې خپروي .
په افغانستان کې اوس شاوخوا ١٥ تلويزيوني کانالونه فعاله دي .
د دغو تلويزيونونو ډيره برخه له کابله خپرونې کوي خو د بلخ ، هرات او کندهار په ولايتونو کې هم خصوصي کانالونه شته چې تر ډيره تر خپلو ولايتونو پورې محدوده دي .[/quote:21e432250d]
ghafar
06.01.2008
[color=blue:17d7c4ec1e]داطلاعاتو اوفرهنگ وزير دهيواد دخصوصي تلويزيونونو له چارواکو څخه وغوښتل چي دمتبذلو پروگرامونو خپرولو څخه ډډه وکړي.[/color:17d7c4ec1e]
نیټه : Jan 06, 2008
منبع : BNA
داطلاعاتو اوفرهنگ وزير دهيواد دخصوصي تلويزيونونو له چارواکو څخه وغوښتل چي دمتبذلو اواسلامي فرهنگ پرخلاف پروگرامونو اوسريالونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.داطلاعاتو اوفرهنگ وزير عبدالکريم خرم چي نن يي دخصوصي تلويزيونونو له چارواکوسره په يوه غونډه کي خبري کولي ديوشميرتلويزيونونو له خوادبهرنيو سريالونو په تيره بيا دهندي سريالونو خپرول داسلامي فرهنگ پرخلاف وبلل .ده وويل : ددغو سريالونو خپرول په دي برسيره چي ځوانان دبي لاري توب په لور بيايي په هيواد کي دبت پرستي دتبليغ سبب هم کيږي.داطلاعاتو اوفرهنگ وزير وايي چي يوزيات شمير کورنيو ددغو سريالونو دخپريدو له امله چي ويل کيږي په هيواد کي دځوانانو دبي لاري توب سبب کيږي ده ته شکايت کړي دي .ده دهغو تلويزيونونو اقدامات چي په تعليمي ، فرهنگى ، هنري اوديني برخو اوداسلامي اوافغاني فرهنگ درواجولو په برخه کي يي کړي دي وستايل اوله هغوي څخه يي وغوښتل چي ديواويا دوو مبتذلو پروگرامونو په خپرولو سره په خپلو مثبتو کارونو باندي دبطلان دکرښي دراکښلو سبب نه شي .دوزيرانو شورا اود هيواد دعالمانو شورا دخپلي مصوبي اوپريکړه ليک په ترڅ کي داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ته دنده سپارلي دهچي دځينو تلويزيونونو له خوا دمبتذلو اوغيراخلاقي پروگرامونو دخپريدو دمخنيوي په لاره کي اقدام وکړي .دخصوصي تلويزيونونو چارواکو دخبرو په ترڅ کي بيلابيلي نظريي وړاندي کړي .يوشميريى دخپلو چينلونو دتمويلولو ډيره ښه وسيله بولىخودتصويري رسنيو ځينو چارواکو دځينو بهرنيو سريالونو خپرول داسلامي فرهنگ پرخلاف وبلل او دهغو دبندولو غوښتنه يي وکړه..درسنيو دتمويلي سرچينو څيړنه هم له هغو مسلو څخه وه چي دوزيرانو شورا دپريکړي په رڼا کي په دي غونډه کي ورباندي خبري وشوي .