د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکا د نړۍ تر ټولوزيات بنديان لري

مجاهدكتوازي
31.12.2007

امريکا د نړۍ تر ټولوزيات بنديان لري
د بشري حقونو د څار سازمان د يوه ګزارش په ترڅ کې وايي ، چې د امريکې متحد ايالتونه د خپل نفوس په پرتله د نړۍ ترټولو زيات بنديان لري . د سازمان په وينا همدااوس د امريکې په زندانونوکې 2250000 بنديان پراته دي ، چې په دې توګه په هرو سل زرو کسانو کې 751 تنه يې بنديان دي .دا شمېره په انګلستان کې له 148 تنه بنديانو ، په کاناډا کې له 107 تنو او په فرانسه کی له 85 تنو بنديانو سره هېڅ د پرتلې وړنه ده . د امريکې د بنديانو شمېر حتی له لېبيا څخه چې په هرو يولک کسانو کې 217 تنه او له چين څخه چې 119 تنه بنديان لري هم زيات دي .
ګزارش زياتوي ، چې په تېرو دېرشوکلو کې د امريکې په زندانونو کې د بنديانو شمېر 500 په سلو کې زيات شوي او د تور پوستو شمېرترسپين پوستو شپږځلې زيات دی . منبع وايي ، امريکايان بايد پو ښتنه وکړي ، چې ولې د بنديانو شمېر دومره زيات شوی او همدارنګه يې د بنديانو تر منځ نژادي توپيرته ګوته نيولې او نيوکه يې ورباندې کړې .
د يادونې وړ ده چې د بنديان شمېر د امريکې لخوا د هغو بنديانو نه علاوه دی چې د نړۍ په مختلف ځايونو کښې په څرګندو او پټو جېلونو کښې ساتلی دی.
:idea:


[/img]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more